زمونږ په اړه

زمونږ په اړه:

لارښود  علمي، عملي ، دعوتي او وقفي ښوونيزه او رزونيزه اداره ده.

د لارښود ځانګړې موخې: د سلفو صالحينو [صحابه + تابعين + تبع تابعين + اتباع تبع التابعين] په فهم او شامل مفهوم اسلامي ديني تراث تر خلکو رسول.

د لارښود عامه موخه: په الکتروني نړۍ کې د نبوي ميراث شامل کتابتون شته کولو لپاره هڅې کوي ترڅو من حيث مسلم ورته هر مسلمان لاس رسی ولري.

لارښود د اسلامي احکامو له نشر او اشاعت پرته هېڅ ډول ژبني، سمتي، قومي او تنظيمي تعصب نه پالي او نه يې نشر ته سپاري.

لارښود زیار اوباسي چې د ټولنې د اصلاح لپاره هغه مضامين نشر کړي چې صحيحو حديثونو ته استناد لري، کمزوري او منګړت حديثونو دنشر کلک مخالفت کوي .

لارښود هغو ليکوالانو ته توصيه کوي چې د لارښود سره د دين په تبليغ کې همکاري کوي چې ليکنې يې له اسلامي حدودو او قيودو سره نه ټکر ولري، او نه يې بايد له نصوصو څخه ناوړه استدلال وکړی شي چې له يوې مخې د ټولنې د فساد او زوال لامل ګرځي او له پلوه الله ته يې ځواب ويل هم له توان څخه پورته دي .

لارښود هېڅ چا ته اجازت نه ورکوي چې له اجازې پرته يې نشريات د چاپ په بڼه نشر او اشاعت کړي، ترڅو د لارښود له ادارې څخه د ليک په بڼه اجازت نامه ونه لري.

Back to top button