طهارتفقه

فقه السنةد جوټو بيان (لومړۍ برخه ) ليکوال: سيد سابق، ژباړن: لقمان حکيم حکمت

فقه السنةد جوټو بيان (لومړۍ برخه ) ليکوال: سيد سابق، ژباړن: لقمان حکيم حکمت

جوټه:

جوټه هغه څښاک ته ويل کيږي چې له څښلو وروسته په لوښي کې پاتې شي.، جوټه ګڼ ډولونه لري:

لومړی ډول: د  انسان جوټه:

د انسان جوټه پاکه ده، که جوټه د مسلمان وي او که د کافر، د جنب وي او که د حائضې ښځې، اما د الله پاک دا قول (إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ) ([1])

ژباړه: مشرکان په يقيني توګه پليت دي.

له دې څخه د هغوی معنوي نجاست مراد دی چې عقيده يې باطله ده، ځانونو له ګندګۍ او پليتۍ څخه پاک نه ساتي، مطلب يې دا نه دی چې ګنې دوی ذاتاً او بدناً پليت او نجس دي، ورنه په ډېرو وختونو کې به دوی له مسلمانانو سره ناست پاست ول، رسول الله صلی  الله عليه وسلم ته به يې استازي او وفدونه راتلل او مسجد ته به ننوتل، خو ولې نبي صلی الله عليه وسلم صحابه کرامو ته د بدن د هغو غړو اړوند د وينځلو څه نه دي ويلي چې له دوی سره لګېدلي و، عائشه رضي الله عنها فرمايي: (كُنْتُ أَشْرَبُ وَأَنَا حَائِضٌ، ثُمَّ أُنَاوِلُهُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَيَضَعُ فَاهُ عَلَى مَوْضِعِ فِيَّ، فَيَشْرَبُ ) ([2])

ژباړه: زه به حائضه وم خو چې  اوبه به مې وڅښلې او بيا به نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته لوښی ورکړ، هغه به خوله زم د خولې پر ځای کېښوده او اوبه به يې وڅښلې.

 

دوهم ډول: د هغه حيوان جوټه چې غوښه يې خوړل کيږي ( رواه ده ).

د داسې حيوان جوټه هم پاکه، ځکه لاړې له غوښي څخه توليديږي ، خو دا چې غوښه يې طاهره ده نو جوټه يې ځکه طاهره ده، ابوبکر بن المنذر وايي: د ټولو علماؤ په دې باندې اجماع ده چې د کوم حيوان غوښه خوړل کيږي نو هم يې جوټه څښلی شي او هم پرې اودس کېدلی شي.

دريم ډول: د قچر، خر، ليوانو او ښکارګرو مرغانو جوټه:

دا ډول جوټه هم پاکه ده، دليل پرې د جابر رضي الله عنه حديث دی (قِيلَ يَا رَسُولَ اللهِ أَنَتَوَضَّأُ بِمَا أَفْضَلَتِ الْحُمُرُ، قَالَ: ” نَعَمْ وَبِمَا أَفْضَلَتِ السِّبَاعُ كُلُّهَا  ) ([3])

ژباړه:وويل شول: ای د الله رسوله! آيا له هغو  اوبو اودسونه کولی شو چې له خرو څخه زياتي شوي وي ( جوټه وي )؟ هغه ويل: هو، او په هغو اوبو يې هم کولای شئ چې له ټولو ليوانو څخه زياتې شوي وي وي ( جوټه وي ).

بيهقي وايي: ياد حديث نور سندونه هم لري، که ځينې نورو ځينو ته راغونډ شي نو د سند تقويه افاده کوي، له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما نه روايت دی (خَرَجَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي بَعْضِ أَسْفَارِهِ فَسَارَ لَيْلًا , فَمَرُّوا عَلَى رَجُلٍ جَالِسٍ عِنْدَ مُقْرَاةٍ لَهُ , فَقَالَ عُمَرُ: يَا صَاحِبُ الْمُقْرَاةِ أَوَلَغَتِ السِّبَاعُ اللَّيْلَةَ فِي مُقْرَاتِكَ , فَقَالَ لَهُ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «يَا صَاحِبُ الْمُقْرَاةِ لَا تُخْبِرْهُ هَذَا مُتَكَلِّفٌ لَهَا مَا حَمَلَتْ فِي بُطُونِهَا وَلَنَا مَا بَقِيَ شَرَابٌ وَطَهُورٌ ) ([4])

ژباړه: نبي صلی الله عليه وسلم په خپلو ځينو سفرونو کې ووت نو د شپې له مخې يې مزل وکړ، په يو سړي تېرېدل چې د خپل پر غاړه ناست و، عمر ورته وويل: ای د حوض والا! ايا په حوض کې خو دې نن شپه ليوانو خوله نه ده وهلې؟ نبي صلی الله عليه وسلم ورته وويل: ای د حوض والا! پام کوه چې خبر يې نه کړې ، دا خو ځان تکليفوي، د حيواناتو اوبه هغه دي چې په خيټو کې يې واچولې، او کومې اوبه چې ترې مونږ ته پاتې شوي دي هم زمونږ د څښاک او هم د طهارت لپاره دي.

يحيی بن سعيد وايي: (أَنَّ عُمَرَ بْنَ الْخَطَّابِ خَرَجَ فِي رَكْبٍ فِيهِمْ عَمْرُو بْنُ الْعَاصِ، حَتَّى وَرَدُوا حَوْضًا، فَقَالَ عَمْرُو بْنُ الْعَاصِ: يَا صَاحِبَ الْحَوْضِ , هَلْ تَرِدُ حَوْضَكَ السِّبَاعُ؟ فَقَالَ عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ – رضي الله عنه -: يَا صَاحِبَ الْحَوْضِ لاَ تُخْبِرْنَا، فَإِنَّا نَرِدُ عَلَى السِّبَاعِ، وَتَرِدُ عَلَيْنَا ) ([5])

ژباړه: عمر رضي الله عنه په يو لښکر کې ووت چې عمرو بن العاص رضي الله عنه هم ورپکې و، روان ول چې يو حوض ته راغلل، نو عمرو بن العاص وويل: ای د حوض والا! ايا حوض ته خو دې حيوانات نه دي راغلي؟ عمر رضي الله عنه ورته وويل: ای د حوض والا ! پام چې خبر مو نه کړې، مونږ د حيواناتو ( جوټو)  او هغوی زمونږ ( جوټو) ته راځي.

…………………………………..

([1]) سورت توبه: (۲۸).

([2]) صحيح مسلم: ( ۳۰۰).

([3]) السنن الكبرى د بيهقي ليکنه: (۱۱۷۸ )، سنن الدارقطني: (۱۷۶ ).

([4]) سنن الدارقطني: ( ۳۴ ).

([5]) موطأ مالک: ( ۵۵ ) تحقيق: بشار عواد معروف – محمود خليل، السنن الکبری د بيهقي: ( ۱۱۸۱ ).

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

*

code

Back to top button