حدیث

لږ عملونه ډېر اجرونه ( دوهمه برخه ) ليکنه: محمد أشرف ناصر

لږ عملونه ډېر اجرونه ( دوهمه برخه ) ليکنه: محمد أشرف ناصر

۴ – : دالله په لار کې دتللو اجر

عن عَبَايَةُ بْنُ رِفَاعَةَ رضی الله عنه ، قَالَ: أَدْرَكَنِي أَبُو عَبْسٍ وَأَنَا أَذْهَبُ إِلَى الجُمُعَةِ، فَقَالَ: سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «مَنِ اغْبَرَّتْ قَدَمَاهُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ حَرَّمَهُ اللَّهُ عَلَى النَّارِ» ([1])

ژباړه: د عبايه بن رفاعه څخه روایت دی هغه فرمایي: چی ابو عبس زه ولیدم چی زه د جمعې مونځ ته روان ؤم، نو ماته ابو عبس رضی الله عنه اوویل: چی ما د نبي علیه الصلاة والسلام څخه اوریدلي دي چی نبي علیه الصلاة والسلام فرمایلي دي، د چا قدمونه چي د الله په لارکی په خاورو ککړ شي نو الله رب العالمین دغه کس په اور باندې حراموي.

فایده: نبي علیه الصلاة والسلام مونږ ته یو بل عمل راښودلی دی چی د ډیر لویۍ اجر والا عمل دی چی الله رب العالمین پرې د انسان جسد په اور باندې حراموي چی هغه عمل د الله په لارکی قدمونه اخیستل دي.

محترمو مسلمانانو ورونو! د الله لار عامه ده هر هغه عمل چی هغې باندې الله رضا کیږي نو ددغې عمل لپاره تلل دا د الله لار ده ، که هغه تګ جومات ته وي، که په علم کی وي که دبل چا په خدمت کی وي او که د الله رب العالمین به عبادت کي وي د ا ټولې د الله لارې دي.

۵ – : دجمعې لمونځ ته دتللو اجر

عن سَلْمَان الفَارِسِي رضی الله عنه  قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : مَنِ اغْتَسَلَ يَوْمَ الجُمُعَةِ ، وَتَطَهَّرَ بِمَا اسْتَطَاعَ مِنْ طُهْرٍ ، ثُمَّ ادَّهَنَ أَوْ مَسَّ مِنْ طِيبٍ ، ثُمَّ رَاحَ فَلَمْ يُفَرِّقْ بَيْنَ اثْنَيْنِ ، فَصَلَّى مَا كُتِبَ لَهُ ، ثُمَّ إِذَا خَرَجَ الإِمَامُ أَنْصَتَ ، غُفِرَ لَهُ مَا بَيْنَهُ وَبَيْنَ الجُمُعَةِ الأُخْرَى ([2]).

ژباړه: د سلمان فارسی رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی: چی نبي علیه الصلاة والسلام فرمایلي دي، چا چی غسل وکړو د جمعی په ورځ او ځان يي پاک کړو څومره چی ئي وس او طاقت کی وي او بیا يي تیل ولګول او خوشبوئي استعمال کړه . او بیا جومات ته لاړ، او د دوه کسانو په مینځ کی ئي جداوالی رانوست، او دومره  مونځ يي وکړو څومره چی دده لپاره لیکلی شوی وي ، بیا چی کله امام خطبی ته راووځی او خطبی ته ئی چپ کيني نو الله جل جلاله ورته د دوه جمعو تر مینځ ګناهونه بښی.

فایده: پدی حدیث کی نبي علیه الصلاة والسلام مونږ ته یو بل د لوئۍ اجر والا عمل راښودلی دی چی هغه د جمعي مانځه لپاره  تیاری کول دي چی څوک غسل  وکړي او ځان پاک کړي او تیل او خوشبوئي ولګوي بیا لاړشي جومات ته او چا ته ضرر ونه رسوي، او نفلي لمونځ وکړي، او خطبې ته خاموش کیني نو الله رب العالمین  دې کس ته د یو جمعي(هفتی)ګناهونه معاف کوي.     

۶ – : دصدقی د ورکولو اجر

عن عدی بن حاتم رضی الله عنه قال  : سمِعْتُ النَّبيَّ صلَّى الله عليه وسلَّم يقول: اتَّقوا النَّارَ ولو بشِقِّ تمرةٍ،))([3])

ژباړه :د عدی بن حاتم رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائي چی ما د نبی علیه الصلاة والسلام څخه اوریدلي دي چی نبی علیه السلام فرمایلي دي . ځان د اور څخه بچ کړئ ولو که په نیمه کهجوره ولی نه وي ..

فایده: پدې حدیث کی نبی علیه الصلاة والسلام خپل امت ته د صدقی  ترغیب ورکړی دی او صدقه يي د اور څخه د بچاو ذریعه ګرځولی ده ، او پدی حدیث کی دې خبرې ته اشاره ده چی لازم نده چی څوک دې خامخا ډیره صدقه ورکړی بلکه د چا چی څومره طاقت وی ځکه چی ډیره وړه صدقه هم الله رب العزت د خپل بنده لپاره د اورنه د بچاو ذریعه ګرځوي ، کله چی دغه صدقه مؤمن د الله رب  العالمین د رضا لپاره ورکړي او په خالص نیت سره ئې ورکړي، او کله چی په خالص نیت باندی څوک یوه وړه صدقه وکړي، الله رب العالمین دغه کس لره دغه صدقه غټوي لکه څرنګه چی انسانان د څاروي یو بچی وساتی او غټ شی تردې چی الله رب العزت دده دغه وړه صدقه دغر په شان لویه کړي([4]).

…………………………………………………

[1] رواه البخاري کتاب الجمعة:907

[2]  رواه البخاري کتاب الجمعة /910

[3]  رواه البخاری کتاب الزکاة /1417

[4]   رواه البخاري کتاب الزکاة.1410

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

*

code

Back to top button