متفرقات

اسان عملونه او ارزښتناکې بدلې ليکوال: ابو زبير احسان الله اصفی .

هسی خو زمونږ فکر اوسوچ داسی وی چی څومره ډیرزیات دالله تعالی عبادت اونیک اعمال ترسره کړو نوالله تعالی به راڅخه راضی اوخوشحال شی اوپه بدل کی به مونږ ته جنت راکړی خوداتصور،سوچ ،فکردشریعت دنظراونګاه څخه خلاف اوخطا دی ځکه قران اواحادیث چی څومره مونږ لولواوڅومره یی هم مطالعه کونوالله تعالی اومحمد رسول الله صلی الله علیه وسلم کله هم مونږ ته په زیات عبادت اودنیکواعمالوپه ترسره کولوامرنه دی کړی اونه یی دی خبری طرف ته ترغیب اوتشویق ورکړی دی بلکی الله تعالی دالملک سورة کی فرمایی (الذی خلق الموت والحیاة لیبلوکم أيکم احسن عملا ) الله تعالی هغه ذات دی چی مرګ اوژوندیی پیداکړی دی لدی لپاره چی ستاسو ازمایښت وکړی چی په تاسی کی کم یواحسن اوخایسته عمل کوی . اواحسن عمل داسلامی شریعت پهانوپه اندهغه عمل ته وای چی دوه شروط ورپکی محقق اوموجودشی:

(۱) اخلاص : معنی داچی په دغی عمل سره به تنها اویواځی دالله تعالی رضا مطلب اومقصد وی.

(۲) اتباع الرسول : یعنی دغه عمل به درسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه اونقشه ترسره شوی وی عائشة رضی الله عنها فرمائی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی (أحب الاعمال إلی الله أدومها وإن قلَ ) الله تعالی ته محبوب اوخوښ اعمال هغه دی چی انسان ورباندی همیشه والی وکړی اګرکه کم وی، نوکه یوانسان هرڅومره زیات عبادات اواعمال وکړی اوځان پری ستړي کړی خوچی عبادت اوعمل صالح کی دغه دوه شروط نه وی الله تعالی یی نه قبلوي اګرچی هرڅومره زیات وی لکه پدی مناسبت رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی :(من عمل عملالیس علیه أمرنا فهورد ) [رواه مسلم]

چاچی یوعمل وکړچی په هغی باندی زمونږ امرنه وی یعنی زماپه طریقه اونقشه نه وی نودغه عمل پدغی انسان باندی برعکس مردودوی (یعنی دالله په وړاندی دقبولیت ځائی نه لری ) بیاداخبره هم انتهایی ضروری ده چی دامعلومه نه ده چی دانسان به کم عمل دالله په دربارکی قبلیږی چی دالها درضااود دجنت د حصول سبب وګرځی لدی کبله مونږ بایدداسی سوچ ونه کړوچی داخویومعمولی اووړوکی عبادت اوعمل دی اوپدی به مونږ څه جنت ته لاړشو اویابه داڅه زمونږ لپاره جنت ته دتللوسبب وګرځی ځکه ډیرځلی یووړوکی عمل به وی خوالله به دانسان څخه په سبب ددغی عمل راضی اودجنت دحصول سبب به وګرځی ،لدی کبله ماغوښتل چی ځنی اعمال چی کول یی انسان ته معمولی اووړوکی ښکاری اوپه حقیقت کی یی وزن،مقام اوبدلی ډیری اوچتی وی راجمع اوترتیب کړم ترڅوخپله یی هم په عمل کی راولم اونورمسلمانان وروڼه تری هم استفاده وکړی الله تعالی دی اول ماته اوبیاټولومسلمانانوته دعمل کولوتوفیق رانصیب کړي.

(۱) دهرفرض لمونځ څخه وروسته ایت الکرسی لوستل : امام نسائی اوابن سنی په حسن سند سره دابوامامة رضی الله عنه څخه روایت کړی دی فرمائی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائی (من قراآیة الکرسی دبرکل صلاة لم یمنعه من دخول الجنة إلاان یموت )رواه النسائی) ژباړه:دهرفرضی لمونځ څخه وروسته چی چا اية الکرسی ولوستله نوجنت ته دداخلیدونه به ئی هیڅوک منع نه کړی مګرداچی مړشی ، یعنی جنت ته دداخلیدلومانع به ئی صرف مرګ وی ځکه دابه ژوندی وی نوجنت ته به نه ځی اوکه مړشی نوفوراًبه یی الله جنت ته داخل کړی نومونږته پکاردی چی ددی آية الکرسی پوره اهتمام وکړو اودهرفرضی لمونځ څخه وروسته ئی ولولواولوستل یی اسان کاردی ترڅوددغی فضیلت اولوړمقام څخه ځانونه محروم نکړو او داباید یومعمولی اوړوکی عمل ونه ګڼو.

(۲)دصدقی اوخیرات ورکولوفضیلت : صدقه اوخیرات ورکول اسان عمل دی که څه هم مونږ ته وړوکی اومعمولی ښکاری خوپه حقیقت کی صدقه ورکول ډیرزیات فضائل اوفوائد لری لکه امام ترمذی په حسن سندسره دانس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائلی دی :(الصدقة تطفئ غضب الرب وتدفع میتة السوء) ژباړه :صدقه ورکول په حقیقت کی دالله غصه اوقهروژنی اودانسان په بدحالت کی مړکیدل دفع کوی )همدارنګه د بخاری اومسلم په حدیث کی راځی دعدی بن حاتم رضی الله عنه څخه روایت دی هغه وائی چی ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلی دی :(من استطاع منکم ان یستترمن النارولوبشق تمرة فلیفعل )رواه مسلم ژباړه:چاچی ستاسوځینی وسع اوطاقت کیږی چی ځان دجهنم دوورڅخه په نیمائی کجوره اوخورما وژغوری نودا کاردی وکړی) مطلب د اچی که یومسلمان نیمائی کجوره یا خورما د الله تعالی د رضا لپاره ورکړی نوالله به ورته د جهنم د اورڅخه خلاصون اونجات ورپه برخه کړی اوجنت والابه ئی جوړکړی، نومعلومه شوه چه هرعمل کی اخلاص اود الله تعالی رضا مدنظرنیول پکاروی اګرچی معمولی شان هم وی خوامید دی چی الله تعالی به ئی د انسان د فلاح اونجات سبب وګرځوی ـ

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

*

code

Back to top button