حدیثد محدثينو ژوند ليكونهمصطلح الحديث

د حدیثو مشهور شپږ کتابونه او مسند امام أحمد. ليكوال: عبد الرازق صافی

د حدیثو شپږ  کتابونه

رسول الله صلی الله وعلیه وسلم د پیغمبرانو تر منځ یوازې هغه څوک دی چې امتیانو يې د قولي، عملي او تقریري سنتو ساتنه او حفاظت کړی ده. زه غواړم پدې لیکنه کې د حدیثو هغه شپږ معتبر او مشهور کتابونو  باندې یو لنډ نظر واچوم:

کتب سته یا د ځینو علماء کرامو په وینا (صحاح ستة) هغه اصطلاح ده چې د حدیثو د پوهانو لخوا د هغه مهمو شپږ کتابونو لپاره کارول شوې ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث یې راټول کړي او په مختلفو ډولونو یې تنظیم کړي دي.

لومړی: صحیح بخاري

صحیح بخاري د قرآن کریم وروسته د مسلمانانو په نزد تر ټولو معتبر او صحي کتاب دی؛ ځکه لیکوال  یې د نقل د صحت په هلکه د لوړو معیارونو  عملي کیدو ته پوره پاملرنه کړې ده، د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښوونې او سیرت یې په فوق العاده طریقه ترتیب کړي، د حدیثو څخه د کتاب او باب  د عنواناتو لپاره ژور او باریک استدلال کړي دی.

امام بخاري خپل کتاب ته «الجامع المسند الصحيح المختصر من أُمور رسول الله صلى الله عليه وسلّم وسننه وأيامه» نوم کیښود خو د پخوا نه تر اوسه د مسلمانانو ترمنځ د(صحیح البخاري ) په نوم شهرت لري.

د امام ابن حجر د وینا مطابق په صحیح بخاري کې ټول د تکرار سره (۷۳۹۷) حدیثونه دي او کله چې ترې مکرر وباسو نو یوازې (۲۶۰۲) حدیثونه پاتې کېږي. د صحیح بخاري تر ټولو ښه شرحه يې د حافظ ابن حجر لیکنه (فتح الباري) ده.

د صحیح بخاري لیکوال

أبو عبد الله محمد بن اسماعیل بن ابراهیم بن بردزبه البخاری دی،  هغه د اوسني ازبکستان د بخاری په ښار کې په کال (۱۹۱هجري) کې زږېدلی دی، او په کال (۲۵۶هجري) د درې شپیتو کلونو په عمر په سمرقند کې وفات شوی دی. امام بخاري خپل صحیح په شپاړسو کلونو کې راجمعه او لیکلي دی. امام بخاري د امام احمد،  علي بن المدینی، اسحاق بن راهویه … شاګرد دی.

دوهم: صحیح مسلم 

د قرآن کریم  او صحیح بخاري څخه وروسته د اسلام یوه مهمه سرچینه صحیح مسلم دی؛ ځکه لیکوال یې د نقل د صحت په هلکه د امام بخاري په شان د لوړو معیارونو  عملي کیدو ته پوره پاملرنه کړې ده، راټولولو یې پوره پنځلس کاله نیولې دي.  غټه ځانګړنې داده چې د موضوع اړوند ټول حدیثونه په یو ځای کې راجمع کوي. امام مسلم خپل صحیح په کوم خاص نوم ندي نومولي خو پخپلو نورو کتابونو کې په (المسند/ او المسند الصحیح ) یادوې، حافظ ابن حجر او فیروزآبادي د (الجامع) په نوم ‍کر کړي دی.

په صحیح مسلم کې د تکرار سره یې ټول احادیث(۷۲۷۵)دي، او د تکرار پرته بیا ټول روایتونه (۴۰۰۰) دي. تر ټولو ښه شرحه یې امام نووي  تالیف د (المنهاج شرح صحيح مسلم بن الحجاج) په نوم ده کومه چې د (شرح النووي) په نوم مشهوره ده.

د صحیح مسلم لیکوال

أبو الحسن مسلم بن حجاج نیسابوري دی، هغه د حدیثو ستر امام ؤ، په (۲۰۶هجری قمری) کال کې په نیسابور کې زیږیدلی او په (۲۶۱ هجري قمري) کال کې هم هلته وفات شوی دی. امام مسلم د امام احمد، ِاسحاق بن راهویة او امام بخاري شاګرد ؤ،

دریم : سنن أبو داود

سنن أبو داود د نبوي سنتو یو بل مهم مصدر دی، ځکه لیکوال یې  د فقه احکامو په ترتیب د الله د استازی محمد -صلی الله علیه وسلم –   لارښوونې راجمعه کړې دي، او د زهد فضایلو او سیرت اړوند روایت یې پخپل کتاب کې ندې راوړي.

د نقل دصحت معیارونو ته یې تر ډیر حده پاملرنه کړې ده، که څه هم صحیح بخاري  او مسلم ته په ځینو روایاتو کې نه شی رسیدی خو هغه روایت چې ضعف ولري پخپله یې یادونه کوي، ټول حدیثونه ‏(۵۲۷۴) ته رسیږي چې (۱۸۷۱) بابونه یې باندې تقسیم کړي دي او بابونه یې په (۳۵) کتابونو  کې ترتیب کړي دي.. د علماوو په نظر ښه شرح يې د هندوستان د مشهور محدث شیخ محمد شمس الحق العظيم أبادي تالیف (عون المعبود شرح سنن أبي داود) ده.

د سنن أبو داود لیکوال

سلیمان بن الأشعث بن ِاسحاق بن بشیر السجستانی دی، اسم کنیه يې أبو داود وه، د نبوي احادیثو د سترو علماوو څخه دی، په (۲۰۲ هجری قمري ) کال کې په سیستان یا سجستان چې ډیره برخه یې د افغانستان غربي ولایتونه تشکیلوی زیږیدلي دی او په کال (۲۷۵هجري) کې په بصره کې وفات شوی دی. امام أبو داود د امام أحمد، امام بخاري، امام مسلم څخه زده کړې کړي دي.

څلورم: سنن ترم‍ذي

د نبوي احادیثو پنځم مشهور کتاب سنن ترم‍ذي دی لیکوال یې  د فقهي احکامو په هکله د پیغمبر صلی الله علیه وسلم  روایات يي جمع کړي دي، غټه ځانګړنه يې داده چې لیکوال يې د راویانو او خبر نقل کوونکو ، د نقل د صحت او ضعف اړوند خپل نظر ښکاره کوي،  دحدیثو څخه ځینې احکام هم راوباسي، په فقه الحدیث کې مهم سرچینه ګڼل کیږي، او ټول احادیث یي (۳۹۵۶) دي. مشهوره شرحه یې : (تحفة الأحوذي) د عبد الرحمن مبارکفوري تالیف ده.

د سنن ترم‍ذي لیکوال

محمد بن عیسی بن سورة بن موسی بن الضحاک نومیږی په کال (۲۰۹هجری) کې د ازبکستان په ترمذ ښار کې زيږیدلی دی او هملته په کال (۲۷۹ هجري) کې وفات شوی دی، د هغه مشهور استاذان امام بخاري، اسحاق بن راهویه او امام مسلم دي.

پنځم: سنن نسائی

امام سیوطی رحمه الله وايي: د بخاري او مسلم وروسته صحی کتاب د امام نسائی سنن دی؛ ځکه ضعیف روایتونه کم لري او د مجروحینو څخه روایت یې په نشت حساب دی.

امام نسائي په اول کې د حدیثو یو لوی کتاب راجمع کړ، چې په (السنن الکبری) باندې مشهور دی او (۱۰۷۷۰) حدیثونه لري ، بیا یې خپله مختصر کړ او د (المجتبی من السنن) نوم یې پرې کیښود، چې د (السنن الصغری) په نوم مشهور دی، او ټول(۵۷۷۴) حدیثونه لري.

امام نسائي د حدیثو په راجمع کولو کې دقیقه تګلاره تعقیب کړې ده، د یو سند احادیث یې کوښښ کړی دی چې د یو باب لاندې  راشي. امام سیوطی المجتبی شرحه کړي ده خو لس کاله مخکې ښه شرحه د ایتوپیا – حبشی- معاصر محدث محمد بن علی بن آدم الآلوري- د مکې د دار الحدیث استاد-  د (ذخيرة العقبى في شرح المجتبى) په نوم وکړه چې په څلويښت جلدونو کې چاپ ده.

د سنن نسائی لیکوال

دسنن نسائي لیکوال امام أحمد بن شعیب بن علي بن سنان نسائی دی، د نسا سیمې ته یې نسبت شوی او تاریخ پوهان وايي چې نسا د خراسان برخه وه، چې اوس د افغانستان په بادغیس کې رازي  خو دا هم وویل کېږی چې نسا د اوسني ترکمنستان برخه ده، هغه  په کال (۲۱۵هجري ) کې په نسا کې زیږیدلی دی او په( ۲۰۳ )په مکه مکرمه کې وفات شوی دی، دا هم وویل کیږي چې هغه (۳۰۳) په فلسطین کې وفات شوی دی. امام نسايي د امام بخاری، مسلم، ترمذی او أبو داود شاګرد وو.

شپږم: سنن ابن ماجه

څرنګه چې د نوم څخه مالومیږی سنن ابن ماجه د حدیثو هغه کتاب دی چې د پیغمبر – صلی الله علیه وسلم-  احادیث او لارښوونې د فقهې احکامو په ترتیب راجمع کړې دي، لیکوال یې د صحت او ضعف معیارونو ته ډېره پاملرنه نده کړي، او ځان څوک چې وورسته راځي هغو یې ته يې حکم پریښی دی، په کتاب کې صحیح، ضعیف، ډیر او منکر  بلکې په یو محدود شمیر موضوع یعنی د درواغو روایتونه هم شته؛ ځکه خو یې د حدیثو په شپږو کتابونو کې ترتیب وروسته دی. ښه شرح یې (مصباح الزجاجة على سنن ابن ماجه) د امام سیوطي ده . په کتاب کې ټول (۴۳۴۱) حدیثونه دي. غټه ځانګړنه داده چې  د کتاب پیل یې د سنتو د اتباع په بابونو کړی دی.

د سنن ابن ماجه لیکوال

ابو عبد الله محمد بن یزید بن ماجه الربعی قزوینی دی، هغه د حدیثو ستر امام ؤ، په کال (۲۰۹ هجري) کې په قزوین کې زیږیدلی دی او هم هلته په کال (۲۷۳ هجري) کې وفات شوی دی، مشهور استاد يې  ابراهیم بن المنذر الحزامی چې د امام بخاري شاګرد و دی .

مسند امام احمد

په اخره کې به د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د حدیثو او سیرت دائرة المعارف کتاب مسند امام احمد ته مختصره کتنه وکړو؛ ځکه مسند یې د ټولو مرجع او سرچينه ده.

مسند امام أحمد د حدیثو یو مشهور کتاب دی، د اهل سنتو په نزد لوړ مقام لري ځکه د نبوي سنتو یو ستر مصدر دی او په مسانیدو کې تر ټولو مشهور دی، محدثین يې د صحیح بخاری او مسلم او سنن أربعه وروسته په دریم ځای کې حسابوي.

امام احمد په مسند کې  نږدې ۳۰ زره حدیثونه راجمع کړي دي، هغه احادیث د راوي  صحابي په نوم  ترتیب کړي دي، امام احمد د ۹۰۴ صحابه کرامو نه روایت کوي او خپل کتاب یې په ۱۸ مسانیدو تقسیم کړی دی، شروع یې د عشرة مبشره څخه کړی ده … د حدیثو پوهان ووايي په مسند امام احمد کې ډیر داسې صحیح حدیث شته چې امام بخاري او مسلم ندی ذکر کړي.

څو کاله مخکې د ستر محدث علامه شعیب الأرناوؤط د اشراف لاندې یوې ډلې محدثینو د مسند امام احمد غټ خدمت وکړ سندا متنا يې تحقیق کړ او په ۵۰ جلدونو کې  د (الرسالة ) خپرندویه مؤسسې مسلمانې ټولنې ته وړانډې کړ.

محدثینو په ډیر تکلیفونو کړاونو د حدیثو دا خدمت کړي دی – الله دې خپل دربار کې ترې قبول کړی جنتونه یې ځای شه- خو زمونږ لپاره هر څه تیار پاتي دي، ډیجیټل دنیا پورته ټول کتابونه د کره شرحو سره په یو کاریال کې زمونږ تر جیبونو راورسول، یو فایده مند کاریال چې د حدیثو پورتنې ټول کتابونه د سنن الدارمی او موطأ امام مالک په شمول راجمع کړي دي، استعمال یې هم اسان  دی د (جامع الکتب التسعة) په نوم دی، کولای شئ چې (Play Store) او (App Store) څخه خپلو زیرکو موبایلونو ته په لاندې لینکونو ښکته  کړو او د حدیثو د زده کړې تنده مو پرې خړوپ کړو.

 

 

 

د اندریوډ تیلفون اپلیکشن لپاره دا لینک کلیک کړئ

https://play.google.com/store/apps/details?id=com.arabiait.sunna&hl=ar

د ایفون اپ لپاره دا لینک کلیک کړئ.

https://apps.apple.com/us/app/%D8%AC%D8%A7%D9%85%D8%B9-%D8%A7%D9%84%D9%83%D8%AA%D8%A8-%D8%A7%D9%84%D8%AA%D8%B3%D8%B9%D8%A9/id1149785262

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button