پوښتنې او ځوابونه
په يو مسجد کې د جمعې د ورځې دوه لمونځونه کول .
په يو مسجد کې د جمعې د ورځې دوه لمونځونه کول .

پوښتنه: که په يو مسجد چې د جمعې د ورځې لمونځ وشي او بيا نور خلک راشي ايا دوی کولی شي چې د جمعې د ورځې لمونځ په مستقل جماعت سره ادا کړي؟
……………………………..
ځواب: الحمدلله والصلاة والسلام علی رسول الله وعلی آله وأصحابه ومن والاه وبعد:
په يو مسجد کې په جماعت سره دوه جمعې ادا کول هېڅ شرعي جواز نه لري، او نه يې اړوند د الله په دین کې کوم دليل شته، اسلام د جمعې د ورځې اړوند همدومره تفصيل ورکړی دی چې په ښار کې به د جمعې د ورځې يو لمونځ ادا کيږي، د شرعي عذر له مخې به د جمعې ورځې لمونځونه نه تکراريږي، شرعي عذر معنا دا چې يا فاصله ( واټن ) ډېر وي، يا د مسجد ظرفيت کم وي او ټول لمونځ ګوزاران نه شي ځای کولی، يا داسې بل لامل چې د متعددو مسجدونو اجازه ورکوي.