پوښتنې او ځوابونه

د تهجد لمونځ سورتونه.

د تهجد لمونځ سورتونه.

پوښتنه: د تهجد لمونځ کې د قران کوم سورتونو لوستل ډېر ثواب لري؟

::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::

ځواب: الحمدلله والصلاة والسلام علی رسول الله وعلی آله وأصحابه ومن والاه وبعد:

د تهجد لمونځ لپاره کوم خاص سورتونه نشته چې د تهجد لمونځ کې دې ولوستل شي، لکه څنګه ثبوت چې د جمعې د ورځې سهار لمونځ لپاره شته چې ( حم سجده ) په اول رکعت او په دوهم رکعت کې به يې سورت ( دهر ، انسان ) لوست، يا د جمعې د ورځې په لمونځ کې لومړي رکعت کې ( سورت جمعه يا سورت اعلی ) او په دوهم رکعت کې يې سورت ( منافقون يا سورت غاشيه ) لوستلي دي، يا د ماښام سورت کې يې ( سورت طور ) لوستلی دی او داسې نور…

خو د تهجد اړوند د اسلامي شريعت په نصوصو کې د دې ثبوت نشته چې نبي صلی الله عليه وسلم چې نبي صلی الله عليه وسلم پکې ځانګړی قران لوستلی دی او يا يې د تهجد لپاره ځينې سورتونه خاص کړي دي، بلکی لمونځ ګوزار پوهه شه چې څومره اوږد قرائت کوي، او څومره ورته ياد وي.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button