قرآن کريم

کوچنی عمل او ستر ثواب(پنځمه برخه)، ژباړه او ترتیب: اندیـــال ساپی

کوچنی عمل او ستر ثواب(پنځمه برخه)،لیکنه: د/ محمد بن عبد الله السدحان، ژباړه او ترتیب: اندیـــال ساپی

پنځمه برخه: د صدقې کولو ثواب او فضیلت

(۱) د جومات جوړولو اجر:

نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې: «مَنْ بَنَى لله مَسْجِداً وَلَوْ كمِفْحَصِ قَطَاةٍ بَنَى اللهُ لَهُ بَيْتاً فِي الْجَنّةِ».

ژباړه: څوک چې د الله جل جلاله د رضا لپاره جومات جوړ کړی اګر که د (قطاة نومی) مرغی د ځاله هومره هم وی، الله تعالی به ورله په جنت کې کور جوړ کړی.

 

(۲) د قرض ورکولو ثواب:

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: «مَا مِنْ مُسْلِمٍ يُقْرِضُ مُسْلِمًا قَرْضًا مَرَّتَيْنِ إِلَّا كَانَ كَصَدَقَتِهَا مَرَّةً».

ژباړه: څوک چې یو مسلمان ته دوه ځلې قرض ورکړی، دا داسې ده لکه یو ځل چې یې صدقه کړی وی.

(۳) د قرضداری او تنګ لاسی سره د اسانتیا کولو اجر:

نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې:«كَانَ رَجُلٌ يُدَايِنُ النَّاسَ» ، ” كَانَ يَقُولُ لِفَتَاهُ: إِذَا أَتَيْتَ مُعْسِرًا فَتَجَاوَزْ عَنْهُ، لَعَلَّ اللَّهَ يَتَجَاوَزُ عَنَّا، فَلَقِيَ اللَّهَ، فَتَجَاوَزَ عَنْهُ».

ژباړه: یو سړی به خلکو ته قرض ورکو او خپل خادم(مزدور) ته به يې ویل: کله چې تنګ لاسی ته ورشی نو اسانی ورسره وکړه، ښایې الله جل جلاله له مونږ سره اسانی وکړی، د الله جل جلاله سره مخامخ شو نو بښنه ورته وکړه.

(۴) د صدقې او خیرات ورکولو فضیلت:

 رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی: «مَا نَقَصَتْ صَدَقَةٌ مِنْ مَالٍ».

ژباړه: صدقه او خیرات کول مال نه کموی.

همدا شان یې بل ځای  فرمایلی دی: «سَبَقَ دِرْهَمٌ مِائَةَ أَلْفٍ» قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ وَكَيْفَ؟ قَالَ: «رَجُلٌ لَهُ دِرْهَمَانِ فَأَخَذَ أَحَدَهُمَا فَتَصَدَّقَ بِهِ، وَرَجُلٌ لَهُ مَالٌ كَثِيرٌ فَأَخَذَ مِنْ عُرْضِ مَالِهِ مِائَةَ أَلْفٍ، فَتَصَدَّقَ بِهَا».

ژباړه: کله یو درهم د یو لک درهمو څخه مخکی کیږی، چا وویل ای د الله پیغمبره دا څنګه؟هغه وفرمایل: یو سړی سره دوه درهم دي  نو په یو باندې صدقه وکړی، او بل سړی سره ډیر مال دی نو د خپل مال څخه یو لک راوخلی او صدقه پرې وکړی.

دوام لری….

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

*

code

Back to top button