پوښتنې او ځوابونه

عنوان: په اضطراري حالت کې غلا کول.

عنوان: په اضطراري حالت کې غلا کول.

 

 

پوښتنه: مشره پوښتنه لرم، هېله ده چې معقول جواب به راکړې:

که يو څوک د دډېرې بې وزلۍ له امله غلا وکړي لکه مثلا: په کور کې د زړه سوری ناروغ ولري او د علاج لپاره ورسره هېڅ نه وي، او دې له خپل ګاونډې څخه يو څه سره زر غلا کړي او هغه له يو زرګر سره امانت کيږدي، هغه هم د ضرورت اندازه پېسو په مقابل کې، او ورته ووايي چې دا سره زر درسره کېږده او ما ته دومره پيسۍ راکړه، کله چې زه بېرته درته پيسۍ درکړم بېرته راته سره زر راکړې، ايا په دې غل باندې د غلا حد جاري کېدای شي او که نه؟

تاريخ: چهارشنبې ورځ، ۲۵ سپتمبر 2019

::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::

ځواب: الحمدلله وحده، والصلاة والسلام علی من لا نبي بعده، وبعد:

ضرورت په شريعت کې د اعتبار وړتيا لري، خو دا هغه ضرورت دی چې په اسلام کې ورته اضطرار ويل شوی دی نه يواځې دا چې نوم يې د ضرورت دی، بلکې (ميته، لحم الخنزير، او دم ) حلالولی شي، په دې خاطر چې ځان د هلاکت او مرګ ځخه راخوندي کړي، خو هغه هم بقدر الضرورة، نو په دې ډول غلاګانو کې قطع اليد نه وي، ځکه دا غلا ده خو د شبهې د وجې نه، ځکه چې د نفس د هلاکت خبره پکې ده، خو بيا هم د وخت حاکم او قاضي تعزيراً ورته سزا او جزا ورکولی شي چې يا يې تاواني کړي، يا يې محبس ته واچوي او يا ورته د تعزيري سزاګانو بل هغه ډول واوروي چې قاضي يې د غلاګانو د مخنيوی لپاره وړ بولي.

خو پردی مال دغلاجن لپاره په هېڅ صورت کې نه روا کيږي بلکې هرومرو به يې صاحب المال ته ورکوي، دومره ده چې لاس غوڅول پکې نشته، او تقريبا په دې باندې شبهه اجماع ده، خو دغه سړی چې په ياده اندازه يې غلا کړې ده بېرته به يې صاحب المال ته – په هر صورت چې وي – خو ورکوي به يې، هغه هم هله چې غلاجن تنګدسته نه وي.

له دې کبله عمر رضي الله عنه په خپل دور خلافت کې د عام المجاعه په مهال په غلاګانو باندې د چا لاسونه غوڅ نه کړل، خو دا ډول غلا د روا والي صورت هله پېدا کوي چې سړی د درک ټول اسباب په کار واچوي او هېڅ په لاس ورنه شي ترڅو د اضطرار مخه ډپ کړي.

خو که دا هم نه وي او نصاب ته مال ورسیږي او شتمني هم (مال محرز ) وي او غلا له سيد (بادار) او پلار څخه نه وي نو بیا ورپکې د لاس قطع کول د حديثونو په رڼا کې ثبوت لري.

Tags

Related Articles

One Comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button