د فاسد په تللو ايا فساد هم له منځه ځي ؟! ژباړه:انديال ساپى
د فاسد په تللو ايا فساد هم له منځه ځي ؟! ژباړه:انديال ساپى

علامة ابن القيم رحمه الله يې درته د نن اته سوه کاله مخکې ځواب وايي:
« که څوک د الله تعالى په حکمت کې سوچ او فکر وکړي چې د خلکو پاچايان، چارواکي اومشران يې هغوى د کړنو له جنسه ګرځولي، بلکې د خلکو اعمال هغوى ته د پاچايانو، چارواکو اومشرانو په بڼه څرګنديږي،
کچېرته دوى سم شي نو پاچايان يې هم سميږي.
کچېرته دوى عدل وکړي په دوى به هم عدالت پلي شي.
کچېرته دوى ظلم او ﺯياتي وکړي د دوى پاچايان به هم په دوى ظلم او ﺯياتي وکړي.
که په دوى کې چل او فريب څرګند شي نو چاروکي به يې هم داسې وي.
کېچرته دوى د الله تعالى حقوق منعه کړي او پرې بخل وکړي، پاچايان او چاروکي به يې هم د دوى حقوق منع کړي او بخل به پرې وکړي.
کچېرته دوى د کمزورو او بېوﺯلو څخه هغه څه په ﺯور واخلي چې حق يې نوې، پاچايان به له دوى څخه هغه څه اخلي چې حق يې نوې، پدوى به ټکسونه، ماليې او درانده وظائف وټاکې، هر څه چې دوى له بېوﺯلو څخه په ناحقه اخلي پاچايان به يې له دوى څخه په ناحقه اخلي، د دوى اخلاق او کړنې دوى د چاروکو په بڼه څرګنديږي.
په الهي حکمت کې داسې نده چې په اشرارو او فاجرو دې څوک مشري وکړي، مګر داچې د دوى له جنس نه به وي.
کله چې د اسلام لومړي پېر له خير القرون (غوره پيړيو) څخه وو، په خلکو کې تر ټولو غوره، نيک عمله، خوش اخلاق او د الله تعالى بندګي کوونکي وو، نو چاروکي يې هم داسې ول، کله چې دوى ګډوډ شول نو چاروکي يې هم ګډوډ شول.
د الله تعالى حکمت دا نه قبلوي چې پدې ﺯمانه کې دې پر مونږ باندې د معاويه -رضي الله عنه- او عمرو بن عبد العزيز په څير خلک مشران کړي، د ابو بكر الصديق او عمر بن الخطاب -رضي الله عنهما- په څير خو پريږده، بلکې ﺯمونږ چاروکي ﺯمونږ مناسب دي او له مونږ نه د مخکې خلکو چاروکې د هغوي مناسب وو او پدې دواړو کارونو کې د حکمت وجيبه او غوښتنه همدا ده”.
📓 مفتاح دارالسعادة(2/177-178).
إمام أبو بكر الطرطوشي وايي:
“تل به مې له خلکو اوريدل چې ويل به يي: ستاسې عملونه ستاسې چاروکي دي، څرنګه چې وي، هماغه شان به درباندې چاروکي ټاکل کيږي تر دې چې بريالى شوم دا معنى په قران کريم کې پيدا کړم، الله تعالى فرمايي: { وَكَذَلِكَ نُوَلِّي بَعْضَ الظَّالِمِينَ بَعْضاً } ( الأنعام : 129 ) .
ژباړه: همدغه رنګه مونږ ځينې ظالمان په ځينې نورو ټاکو.
ويل کيدل به:”د خپلې ﺯمانې چې څه بد ګڼي، يقينا خپل عمل به يې درباندې فاسدوي”.
عبد الملك بن مروان به ويل:اې د رعيت ټولګيه تاسې له مونږ سره انصاف ندې کړي، له مونږ څخه د أبو بكر او عمر -رضي الله عنهما- سيرت خپلول غواړى، خو بيا نه ﺯمونږ په اړه او نه د خپلو ځانونو په اړه د هغوى په سيرت تګ کوى”
الله نه سوال کوو چې په هر حالت ﺯمونږ مرسته وکړي.
سراج الملوك( 116/1).