د پيغمبر صلی الله عليه وسلم سيرت

د پيغمبر اکرم صلی الله عليه وسلم اطاعت. عبدالرازق صافی

ورځنۍ نبوي ډالۍ (۴)

عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال:« كل أمتي يدخلون الجنة إلا من أبى». قالوا: يا رسول الله: ومن يأبى؟ قال:« من أطاعني دخل الجنة، و من عصاني فقد أبی). رواه البخاري.

د ابوهریره رضي الله عنه نه روايت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: “زما ټول امت به جنت ته داخل شي پرته له هغه چا چې نافرماني او سرغړونه وکړي.” هغوي وویل: ای د الله رسوله: څوک دي چې انکار او سرغړونه کوي؟
هغه وویل: “څوک چې زما اطاعت کوي جنت ته به ننوځي او چا چې زما نافرماني وکړه هغه سرغړونه وکړه” حديث بخاري روایت کړی.
د حديث فايدې او ګټې:
۱.دې مبارک حديث کې د ټول اسلامي امت لپاره لوي زيری دی، که د خوږ پيغمبر صلی الله عليه وسلم ومنئ، جنت ته ځئ، او که د هغه خبره نه منئ ، د امر اطاعت يې نه کوئ، نو بيا سرکښان ياست او جنت ته به لاړ نشئ.
۲. جنت ته نه ننوتل به يا د ابد(هميش) لپاره وي يعني هيڅکله به جنت ته لاړ نشي، یا دا چې جنت ته د هغه تګ د يو وخت پورې شونی نه دی، بيا به وروسته ور داخلیږي؛ چې اندازه به يې د دغه کس په سرغړونې (إباء) کولای شو، که چیرې يو کس (اباء) د الله تعالی د پیغمبر صلی الله عليه وسلم د رسالت او نبوت نه انکاري وي، نو دا کافر دی-نعوذ بالله- او هيڅکله به جنت ته لاړ نشي، هميشه به ترې محروم وي، خو که سرغړونه او نافرماني په ځینو چارو کې وي يعني ګناه کوي، خو مسلمان دی چې په الله تعالی او د هغه په ​​رسول ايمان لري ، نو ممکن هغه د لومړي ننوتونکو سره جنت ته دننه نشي ، بلکه هغه به ددغه ګناهونو له وجې يو ځل اور ته ځي، بیا به وروسته له دوزخ څخه راوځي او جنت ته به داخلیږي.
۳.د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د سنتو پلې کول او اطاعت په مسلمانانو باندې په ټولو کړنو، ويناوو، او شرایطو کې فرض دی، او پدې به جنت ته ننوځي.
۵. د پیغمبر صلی الله عليه وسلم نافرماني، د هغه د سنتو مخالفت، او د هغې څخه اعراض مخ اړول ټول حرام دي.
۶.د جنت ته تګ د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په اطاعت کې دی، او دوزخ ته تګ د هغه په نافرمانۍ کې دی.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button