د افغانستان تاريخمتفرقات

په افغانستان کې د امن نشتوالي لاملونه او د حل لارې چارې : لومړئ برخه : ليکنه : يعقوب بصيرزئي

په افغانستان کې د امن نشتوالي لاملونه او د حل لارې چارې : لومړئ برخه :ليکنه : يعقوب بصيرزئي

 

د امنيت پيژندنه, اهميت او ډولونه

له هر څخه نه مخکې امنيت بايد دلغت او اصطلاح له حيثه وپيژنو چې په لاندې توګه دي.

لومړى  مبحث : د امنيت پېژندنه:

لومړى  مطلب : د امنيت لغوي تعريف:

د امنيت لغوي تعريف داسې شوي دي : [الأمان : ضد الخوف، وهو مصدر أَمِنَ أَمْنًا وأَمَانًا]([1]).

ژباړه  : امان : ضد يې دي : « ويره» او دا مصدر دي د : أَمِنَ أَمْنًا  او أَمَانًا څخه .

(أصل الأمن طمأنينة النفس وعدم الخوف)([2]) .يعنې:امن په اصل کې د زړه اطمنان اونه ويريدل دي.

امن د سلِم  په شان وزنًا او معنًا تلفظ کيږي لکه : اَمن البلد اطمأنّ به اهله ([3]) .

ژباړه : ښار  په امن  شوه مطلب دا چې دښار اوسيدونکي په امن او اطمانان  کې شول.

او په قرآنکريم کې دامن په باره کې اللّه تعالي فرمايې :« وَآمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ»([4]).

ژباړه :« او امن يې ورکړو دوې ته ديري نه»([5]).

 

لسان العرب والا ليکلي دي : [الأَمْنُ نَقِيضُ الْخَوْفِ»]([6]). ژباړه : امن ضد د خوف ته ويلي شي.

په قرانکريم کې دامن د مادې معنا : اعتماد، عدم خوف، تصديق وغيره چې په هري يوې معنا باندې اطلاق شوي دي د ټولو معناوو  رجع : (ګرځيدنه) اطمئنان او  ډاد ته ده ([7]) .

امن  د دشمن د ويرې په مقابله کې په خاص ډول نه استعماليږي بلکه په مطلق ډول سره  د خوف او ويرې  په مقابله  کې استعماليږي([8]).

امنيت : مصدردي معنا يې ده په امان باندې پاتي کيدل، ارامتيا او خوشحالې ته هم  وايې([9]).

خلص دا چې امنيت  دامن دکلمې څخه اخستل شوي دي چې ډاډ، اطمنان او نه ويريدو ته وايې.

دويم مطلب : دامنيت اصطلاحي تعريف د فقهې اوسياست له نظره

د امن اصطلاحي تعريف علماوو  او سياست  پوهانو په بيلا بيلو  الفاظو سره کړي دي چې د ټولو تعريفونو معنا ګانې  يو دبل سره ورته دي چې ځيني تعريفونه يې په لاندې ډول ذکرکوو:

۱ــ [الأمن هوعدم توقع مکروه في الزمان الآتي](([10])).

ژباړه : په راروانه زمانه کې د ناخوښه څيز د واقع کيدلو توقع او اميد نلرل عبارت دي له امنيت څخه.

۲ ـ [والأمن اصطلاحا : يعني الإجراءات الأمنية التي تتخذ لحفظ أسرار الدولة وتأمين  أفرادها ومنشآتها ومصالحها الحيوية في الداخل والخارج]([11]).

ژباړه : امنيت په اصطلاح کې عبارت دي دهغه امنيتي اجراءاتو نه چې د دغه اجرائاتو په اساس د دولت داسرارو او رازونو، د افرادو او د ژوند د بنيادي مصالحو ساتنه راځي په داخل او خارج د هيواد کې. يعنې : د افرادو اود ژوندانه او د دولت د بنيادي مصالحو ساتنه عبارت ده له امنيت څخه .

مطلب دا چې د امنيتي اجراءاتو غوښتنه دا ده چې په امنيتي ځواکونو او سيستم کې په اوچته درجه باندې تمرينات او زدکړې، بيداري او ويښتيا او مهارت وجود ولري؛ د دي لپاره چې په کمين او ترصد کې ناست دشمن د حرکاتو او فعاليتونو څخه  مخنيوي وشي … ([12])

۳ـ[وهو الأمن الذي يعني السلامة والاطمئنان النفسي، وانتفاء الخوف على حياة الإنسان،أو على ما تقوم به حياته من مصالح وأهداف وأسباب و وسائل،أي مايشمل أمن الإنسان الفرد،وأمن المجتمع ([13]). ژباړه : په ټولنيزه او انفرادي توګه باندې چې په کومو مصالحو، اهدافو، اسبابو او وسايلو باندې د انسان ژوند بناء او قائم وي دهغه  سلامتيا او دهغه دمنځه تللو ويره نلرل، دزړه اونفسي اطمنان له اړخه  دا عبارت دي له امنيت څخه.

امنيت عبارت دي  د هغه څه نه چې انسان په کې خوندي وي، قلبي اونفسي اطمنان ولري؛ کومه ويره ونلري دځان سره ، اويا په هغه څه د منځه تللو ويره ونلري کوم باندې چې دده ژوند موقوف دي لکه : د مصالحو، اهدافو، اسبابو او وسايلو مصؤنيت او امنيت.

مقصد داچې انسان په هرمهال په انفرادي ډول وي اوکه ټولنيز شکل ډاډمن او باوري وي.

۴ــ[ويقول وولترليمبان:”إن الدولة تكون آمنه حينما لا تضطر للتضحية بمصالحها المشروعة”([14]).

ژباړه : وولترليمبان([15]) وايې : يقينًا يودولت په هغه وخت په امن کې وي په کوم وخت کې چې دهغه مشروع او روا مصالح او ګټي د ګډوډي او بي نظمي قرباني نه شي.

۵ــ [ ويقول روبرت ماكنمارا):”إن أمن الدول يرتبط ارتباطا وثيقا بالتنمية والرفاهية الاجتماعية. وبذلك يكون الأمن هو القضاء على الجوع والفقر “]([16]).

ژباړه : روبرت ماکنمارا([17])، وايې : په  تحقيق سره د دولت د ودې امنيت ټولنيزه سوکالي اود اقتصاد سره قوي ارتباط او تعلق لري؛ له همدي وجي نه امن د ولږې او د فقر لري کول او ختمول هم دي.

۶ــ [ ويقول خبراء الأمن : ان الأمن هو حالة ذهنية ونفسية وعقلية ]([18]).

ژباړه:دامنيت ماهرين وايې:په تحقيق سره امن ديو ښه ذهني،رواني اوعقلي حالت څخه عبارت دي.

 

۷ ــ د امنيت مفهوم داساسي حقوقو له لحاظه  په لاندې توګه تعريفيږي :

د ژوند دتيرولو حق، يو دهغه اولينو، مهمو، اساسي، او بنيادي، طبعي  حقوقو څخه دي، چې د دې په برکت انسانان کولاي شي  چې د ټولو اساسي او بنيادي حقوقو او ازاديو نه مستفيد شي، انسان په قسما قسم روابطو او تعلقاتو  فردي، اجتماعي، خصوصي او عمومي ډول سره خپله په کلي او ټوليز شکل يا په جزئي شکل سره په خطر او نقصان کې دمادي او معنوي ژوند له لحاظه  ګيريږي . په همدي حالاتوکې دامنيت موجوديت د يوحقوقي ، اخلاقي اواجتماعي تأسيس په توګه د ټولو لپاره دداسي ضرورت په توګه چې اجتناب اوډډه تري نه شي کيداي ضروري دي.

امنيت عبارت دي د زړه د اطمنان څخه چې دهغې په اساس خلک په ټولنه  کې ژوند کوي، دځان د حفاظت او حيثيت په اړه  د مادي او معنوي حقونو په اړه کومه ويره او ډار ونلري.

دامنيت مفهوم د يو بنيادياو اساسي شرط  دعنوان په توګه دانساني ژوند لپاره په ټوله دنيا کې قابل د درک او موندلو دي؛ په ټولو نړيوالو کنوانسيونونو  او اعلاميو کې دتاکيد او احترام په توګه منل شوي اصل او حقيقت دي([19]).

۸ــ امنيت عبارت له هغه نسبي حالت څخه دي چې دغه نسبي حالت دهرنوعه تهديداتو، خطراتو، حملاتو نه خلاص او ازاد وي، اويا د هرنوعه تهديداتو او حملاتو مقابل کې د اماده باش او د تياري د حالت نه فارغ او خلاص حالت عبارت دي له امنيت څخه([20]).

يعني: مقصد داچې چې تهديد، خطر، حمله اود دشمن مقابله کې امادګي دمقابلي نه وي موجوده؛

نو داسي حالت چې د ذکرشوي تهديداتونه خالي وي نودغه حالت عبارت دي له امنيت څخه.

۹ـ امنيت: ديوې ټولنې دضروري غوښتنو څخه ده،امنيت دسلبي ويناو کې دخطر د نشتون په معنا دي؛ ولي امنيت په ايجابي ويناوکې دتأمين، تضمين داسانتياو په معنا په نظرکې نيول شوي دي([21]).

۱۰ــ ( امنيت : په سياسي او حقوقي  اصطلاح کې  د فردي امنيت په توګه، اجتماعي امنيت په  توګه ، ملي او بين المللي امنيت په توګه استعماليږي)([22]) 

۱۱ــ  د خارجي تهديداتو په مقابله کې د يو فرد، ټولنې ، ملت او د يو ملک حراست او ساتل عبارت دي له امنيت څخه. او مقابل د امنيت ته «تهديد» وايې، هر يو ملک او هيواد چې بالقوه او بالفعل تهديدات او بي امنيتي  دمينځه يوسي؛ نو دا هيواد ارام، سوکاله او امنيت ته رسيدلي هيواد دي([23]).

۱۲ــ «والترليپمن» امريکايي  محقق او  ليکونکي، لمړنۍ شخص دي چې دملي امنيت مفهوم يې په وضاحت سره تعريف کړي دي وايې : يو ملت هغه وخت د امنيت والا وي، چې د جنګ نه د بچ کيدلو صورت کې وکولاي شي چې خپل اساسي ارزشونه وساتي او جنګ ته د اقدام په صورت کې وکولاي شي چې هغه مخي ته يوسي)([24]) ، يوه نقطه چې دلته د يادوني وړده چې هغه مفهوم دملي امنيت ده نن صبا په سياسي بحثونو کې خاصکر په خارجي سياست متعلق کوم بحثونه دايريږي هغه هم په  مفهوم د ملي امنيت باندې، نه فقط امنيت، امنيت ملي اصطلاح د هغه مفاهيمو څخه ده چې؛ اساس او بنياد يې د فرانسي د انقلاب نه شروع شوي دي؛ په اولني ځل «ملي» او «مليت » الفاظ او تعريفونه ايجاد شول .د نن ورځي  پورې د امنيت مفهوم د مختلفو تحولاتو سره مخ دي([25]).

۱۳ــ مراد  د امن نه دلته کې اطمنان د افرادو، کورنيو اود ټولنو دي، په داسې طريقه چې ټول خلک مطمئين او ډاډمن وي پخپل  ژوند کې په طبعې ډول سره،  پخپلو ځانونو، اموالو، اعراضو، دين، او د عقل له اړخه د تجاوز کوونکو  او يرغلګرو څخه([26]).

………………………………………

([1])  المطلع على ألفاظ المقنع : البعلي، محمد بن أبي الفتح بن أبي الفضل، أبو عبد الله، شمس الدين، (709هـ). المحقق: محمود  الأرناؤوط او ياسين محمود الخطيب، مكتبة السوادي  ،(لمړي چاپ:1423هـ). (۱ج/۲۶۱ ص).

([2])  ترتيب لسان العرب د يوسف خياط اونديم مرعشلي. مادة” أمن ” بيروت، دار لسان العرب / اوالقاموس المحيط مادة (أمن ). چ۱ ص ‍۱۰۲۰

([3])  مخکينی ماخذ ج۱ ص ۱۲۰

([4]) ـ [قريش:4].

([5])ـاحسن الکلام:زکريا عبدالسلام الرستمي،)ب،ت).ناشر:جامعة العربيه،اشاعة التوحيد والسنة،بډه بير،پيشاور،(۹:ج/ ۴۱۶ص)

([6]) ـ لسان العرب : ابن منظور، محمد بن مكرم بن على، أبو الفضل، جمال الدين الأنصاري الرويفعى الإفريقى، (المتوفى: 711هـ). دار صادر – بيروت. دريم چاپ – 1414 هـ.ق. (۱۳ج/۲۱ص).

([7])  مخطوطة الجمل- معجم وتفسيرلغوي لكلمات القرآن: الجمل، حسن عزالدين بن حسين بن عبد الفتاح أحمد، الهيئة المصرية العامة للكتاب.لومړي : چاپ ،2003-2008م، دجلدونو شمير يې: 5 :)۱ج/۱۱۳ ۱۱۵ص(.

([8])  الكليات معجم في المصطلحات والفروق اللغوية:أبو البقاء الحنفي، أيوب بن موسى الحسيني القريمي الكفوي.(: 1094هـ). المحقق: عدنان درويش-محمدالمصري، مؤسسةالرسالة بيروت، دجلدونو شمير يې:1 : (۱ج/۱۸۶ص).

([9])ـ فرهنګ فارسي عميد، حسن ،عميد:ناشر:انتشارات فرهنګ نما:نوبت چاپ :اول ،۱۳۸۸هش، مراکزپخش: تهران،ايران.

([10]) أنيس الفقهاء في تعريفات الألفاظ المتداولة بين الفقهاء: القونوي، قاسم بن عبد الله بن أميرعلي الرومي الحنفي،(المتوفى: 978هـ).المحقق:يحيى حسن مراد،دارالكتب العلمية، 1424هـ، دجلدونو شمير يې:۱، : (۱ج/ ۶۸).او كتاب التعريفات: الجرجاني ،علي بن محمد بن علي الزين الشريف. (المتوفى: 816هـ).المحقق: جماعة من العلماء، دار الكتب العلمية بيروت –لبنان،الطبعة: الأولى 1403هـ -1983م. دجلدونو شمير يې:1.(55 ص).، او : المفردات في غريب القرآن للأصفهاني: (90 ص).

 ([11])  وګوره :  الأمن والمخابرات :(ب،ت). علي نميري ، خرطوم مركز الدراسات التاريخية, 1417هـ.( 9- 19 ص).

([12])  وګوره : الأمن والمخابرات/ علي نميري : (ص 9-19).

([13]) وګوره : الأمن في حياة الناس وأهميته في الإسلام: التركي، عبد الله بن عبد المحسن بن عبد الرحمن. منشور على موقع وزارة الأوقاف السعودية.(ب ت).  دجلدونو شمير يې :۱.( ۱ج/۱۷ص).

([14])  هماغه مصدر :  (ص 9-19).

([15]) معلومات يي په ويکيپيديا کې نشته

([16])  وګوره : الأمن والمخابرات/ علي نميري : (ص 9-19).

([17])   معلومات يي په ويکيپيديا کې نشته

([18])  وګوره : الأمن والمخابرات/ علي نميري : (ص 9-19).

([19])ـ وګوره : نقش امنيت در زندگي بشر : شعبان، محمدظهير. کميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان.دفتر مرکزي، کميسيون مستقل حقوق بشرافغانستان ٬جواراداره عالي تفتيش٬سرک فيض محمد کاتب ٬دارالامان٬ کابل-افغانستان. 

([20]) ـ وګوره : گنجينه معارف : دانشنامه سياسي، آشوري، داريوش، ص 38، چاپ سوم.

([21]) وګوره : : P.melrynLeffler “The American conception of National security and the Beginnings of cold war”, 1945-48, American Historical Review 89(2). 1984.PP.246-81.

([22]) وګوره : :هماغه مصدر.

([23])ـ وګوره : مقاله نگاهي به مفهوم امنيت در جهان امروز، علي محمدي، جام جم مورخ 81/8/30

([24])ـ وګوره:: هماغه مصدر. 

([25])ـ وګوره : « پايان نامه کارشناسي ارشد تحت عنوان «سير تحول در مقوله و ملاحظات امنيت ج.1.1، سيد حسين ولي پور زرومي، دانشگاه شهيد بهشتي، سال (1376 ش).

([26])  ترتيب لسان العرب د يوسف خياط اونديم مرعشلي. مادة” أمن ” بيروت، دار لسان العرب / اوالقاموس المحيط مادة (أمن ) .

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button