پوښتنې او ځوابونهمتفرقات

د تقدیر په هکله ځینې شبهات او د هغې ځوابونه: (دوهمه برخه) لیکوال: استاذعبدالسلام ایوبي

(۲) شبهه: ګناه لپاره په تقدیر استدلال ځکه کوم چې ادم علیه السلام هم داسې کړی وو!

ځینې خلک د خپلې ګناه لپاره په تقدیر استدلال کوي، او په دې هکله د ابوهریره رضي الله عنه په هغه روایت استدلال کوي چې نبی علیه السلام فرمایلی دی: (احْتَجَّ آدَمُ وَمُوسَى ، فَقَالَ مُوسَى : يَا آدَمُ أَنْتَ أَبُونَا خَيَّبْتَنَا وَأَخْرَجْتَنَا مِنَ الْجَنَّةِ ، فَقَالَ لَهُ آدَمُ : أَنْتَ مُوسَى ، اصْطَفَاكَ اللَّهُ بِكَلَامِهِ ، وَخَطَّ لَكَ بِيَدِهِ ، أَتَلُومُنِي عَلَى أَمْرٍ قَدَّرَهُ اللَّهُ عَلَيَّ قَبْلَ أَنْ يَخْلُقَنِي بِأَرْبَعِينَ سَنَةً ؟ فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : فَحَجَّ آدَمُ مُوسَى ، فَحَجَّ آدَمُ مُوسَى)) صحیح البخاري، حدیث شمیره: (۳۴۰۹)، او صحیح مسلم، حدیث شمېره: (۴۹۲۲).
(ادم علیه السلام او موسی علیه السلام یو له بل سره استدلال کولو، نو موسی علیه السلام ورته وویل: ای ادمه ته خو زمونږ پلار یې، مونږ دې نامراده کړو او له جنت څخه دې راوویستلو، هغه ورته وویل: ته خو هغه موسی يې چې الله درسره خبرې کړی دی، او په خپل لاس یې درله تورات لیکلی دی، او بیا هم ما په داسې څه ملامتوې چې زما له پیدایښت څخه څلویښت کاله وړاندې الله زما په هکله لیکلې وو؟ ) نو دغه مهال نبی علیه السلام وفرمایل: ادم علیه السلام په موسی علیه السلام باندې (په استدلال کې) برلاسی شو، دوه ځل یې دا خبره وکړه).
ځواب: مونږ وایو: په دې حدیث باندې ددوی استدلال ناسم دی، ځکه دلته ادم علیه السلام چې په موسی علیله السلام باندې برلاسی شوی دی، دا سې نه چې ګنې هغه د خپلې ګناه لپاره په تقدیر استدلال کړی دی، بلکې موسی علیه السلام په دغه تکلیف(د جنت څخه د هغه او د هغه د اولاد راوتل) هغه ملامتولو، نو ادم علیه السلام په تقدیر باندې ددې مصیبت په رسیدو کې استدلال کړی دی، چې دا مصیبت مونږ او تاسې ته د الله په تقدیر رسیدلی دی، نه دا چې د خپلې ګناه لپاره یې په تقدیر استدلال کړی دی، او ددې خبرې یوڅو دلایل دي:
۱/ نه موسی علیه السلام ادم علیه السلام په ګناه ملامته کړی دی، او نه ادم علیه السلام په تقدیر باندې د ګناه لپاره استدلال کړی دی، ولې که چیرې موسی علیه السلام ادم علیه السلام په ګناه ملامت کړی وای، نو هغه به ورته هم په ځواب کې ویلې وای چې: ته هغه موسی یي چې قبطي دې ناحقه ووژلو، د تورات تختې دې غورزولې وی، خو دا يې ورته ونه ویل، نو معلومه دا شوه چې هغه يې په مصیبت ملامته کولو، نو ځکه يې استدلال په تقدیر وکړو.(الاحتجاح بالقدر د شیخ الِاسلام ابن تیمیه رحمه الله: ۱۸-۲۲)
۲/ که ادم علیه السلام د ګناه لپاره په تقدیر استدلال کولای، نو بیا یې الله ته توبه ولې ویستله او د الله څخه یې بښته ولې غوښتله ؟ (ربنا إننا ظلمنا أنفسنا و إن لم تغفرلنا لنکونن من الخاسرین) (ای زمونږه ربه بیشکه مونږ په ځان زیاتی کړی دی، که ته مونږ ته بښنه ونکړی، نو مونږ به هرو مرو له تاونیانو څخه شو).
۳/ که چیرې ادم علیه السلام دا استدلال د ګناه لپاره کړی وای، نو بیا به دټولو انبیاءو د قومونو مشرکانو د ادم علیه السلام په دې استدلال باندې دليل نيولي وای، حال دا چې تراوسه د هیڅ نبی قوم د خپل شرک لپاره د ادام علیه السلام په استدلال دليل ندی نيولى.
۴/ ابن القیم رحمه الله فرمایي: کله چې ګناه ترسره شی او بیا ورڅخه توبه وباسی، نو بیا د ګناه نسبت تقدیر ته باک نه کوي، لکه ادم علیه السلام چې کړی دی، ځکه دا مهال په دې نسبت کې د الله توحید او د هغه د نومونو او صفتونو معرفت وي، او کله چې انسان په ګناه اخته وي یا یې اینده د ګناه کولو اراده وي او استدلال په تقدیر کوي، نو دا استدلال یي بې ځایه دی، لکه مشرکانو چې د خپل شرک لپاره په تقدیر استدلال کولو (لوشاءالله ما أشرکنا ولا أباونا) (که د الله اراده وای مونږ او زمونږ پلرونو به شرک نه وای کړی) شفاءالعلیل: ۱۸
۵/ دلته ادام علیه السلام په تقدیر باندې د مصیبت لپاره استدلال کړی دی، نه د ګناه لپاره، او ددې خبرې دلیل دا دی چې موسی علیه السلام ورته وویل: (مونږ دې نامراده کړو او له جنت څخه دې راوویستو) داسې یې ورته ونه ویل: (تا ولی د الله نافرماني وکړه چې مونږ دې له جنت څخه راوویستو) ددې داسې مثال دی لکه یوڅوک په سفر لاړ شی او د حادثې سره مخ شی، نو يوڅوک ورته ووايې چې که ته سفر ته وې تللی نو له حادثې سره به نه وې مخ شوی، نو دا ورته ووایی چې ما خو سفر ددې لپاره نه و کړی چې د حادثې سره مخ شم، خو دا حادثه یوه تقدیري مسله وه چې راپیښه شوه، نو دلته هم ادم علیه السلام وویل چې ما دا نافرماني ددې لپاره نه وه کړی چې زه او زما د جنت څخه راووځو، نو دا راوتل یوه تقدیري مسله وه. (مجموع الفتاوی والرسائل د ابن عثیمین رحمه الله).
۶/ امام قرطبی بیا د ادم علیه السلام د غلبې پر موسی علیه السلام یوه بله توجیه هم کوي او هغه دا چې ادم علیه السلام په موسی علیه السلام په استدلال کې ځکه برلاسی شو چې موسی علیه السلام په ادم علیه السلام هغه مهال اعتراض کوي چې کله هغه د دغه نافرمانۍ څخه توبه ویستلې ده او الله ورته هم بښنه کړې ده، نوځکه ورباندې په استدلا کې غالب شو.(المفهم شرح صحیح مسلم: ۶/۶۶۷)
خو دا توجیه کمزورې ده، ځکه موسی علیه السلام سره له دومره لوی مقام هیڅکله هم په ادم علیه السلام باندې د توبې روسته ملامتیا نه اچوي، نو مخکني ځوابونه إن شاء الله کافی دي د موضوع په هکله. والله أعلم بالصوب!

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button