د افغانستان تاريخعقيدهمتفرقات

په افغانستان دايران مذهبي او کلتوري اغیز. سلمان الخير

په افغانستان د پردیو مذهبي او کلتوري اغیز

په افغانستان د پردیو مذهبي او کلتوري اغیز

كه څه هم نن سبا ټول نړیوال او کورني مطبوعات او رسنۍ د کرونا په هکله راپورنه وړاندې کوي او د خپلو ټولنو لپاره يې د تهدید مصدر بولي خو زمونږ ټولنه او هیواد بیا د نورو ډیرو مشکلاتو تر څنګ تر ټولو خطرناک تهدید سره مخ دي هغه شیعیزم دی ځکه چې مونږ ورته د تهدید په سترګه نه ګورو، ورځ تر بلې پرمختګ کوي او کرونا د همدوي اخوندانو د جامو، درګاوونو څخه افغانستان ته سرايت وکړ، ايران په ډيره سپين سترګي په زرګونه افغانان په دې سخت وخت کښې د افغانستان په لور ککړ را مرش کړل، چې راتلونکې څو اونۍ د هيوادوالو لپاره ډير بد حالت وړاندوينه کوي .

په افغانستان کې د شیعه مذهب مشهور مبلغ او دعوتګر غلام حسین موحدي د (امام مهدي) ویبپاڼی سره د ۲۰۰۹ کال د جون میاشتی په دولسم تاریخ یوې مرکې کې وویل:(( چې اوس نور مونږ په افغانستان کې د شیعه مذهب د نشر او خپراوی په وړاندې هیڅ قسمه خنډ او ستونزه نه لرو؛ اساسي قانون شیعه مذهب په رسمیاتو پیژني، نو باید ددغه طلایي فرصت نه په استفاده مونږ باید خپل م‍ذهب خلکو ته ورسوو، او په سیاست، اقتصاد، کلتور، ټولنیرو او نظامي او دیني اړخونو کې خپل حضور قوي او مضبوط کړو، خو که بیا هم زمونږ څخه څه تقصیر او کمی کیږي نو دغه به مو دخپله لاسه وي چې مونږ خپل منځ کې اختلافات درلودل، د خپل م‍ذهب د خپراوي غم راسره نه و))

په رښتیا هم د ښاغلي خبره د ګران هیواد واقعیت بیانوي، ځکه هغه سیاسي او فکري بدلونونه چی د امریکا د یرغل نه روسته افغانستان ته پیښ شول د دې ګواهي ورکوي چی شیعګان اوس د هیواد په سیاسي، اقتصادی، تعلیمي او اجتماعي اړخونو کې رغنده رول لري، دوي په منظمه توګه مخې ته روان دي، د لوديځ او ایران د ښکاره ملاتړ څه برخمن دي.
که روانه وضعه همداسې جاري پاتی شي، نو هغه ورځ لرې نده چی دشیعګانو فعالیت به د افغانستان او سیمې لپاره ډیر خطرناک عواقب ولري ځکه مونږ د ایران سره سرحد لرو، هغه څه چې ایران په یو بل ګاونډي عراق کې د خپلو لاسپوڅو شیعګانو په لاسونو تر سره کړل دلته یې هم انتظار وکړئ.

د شیعګانو ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو نفوذ او هغه څه چی ترې پیښیږي دسیاسي او نظامي تړونونو هغه برخه تشکیلوي چی د لوي قوتونو سياسي لوبه یی ايجابوي.
موجوده احصاءات ښايي چی شیعګان د ټول افغانستان په سلو کی د ۸ -۱۰ ترمنځ نفوس تشکيلوي خو کوم اثر رسوخ چی دوي یې د سیاست، اقتصاد او تعلیمي او تولنیزو میدانونو کی لري د خپل حق څخه ډیر زیات دی.
غواړم چی په ګران هیواد کې د شیعګانو ځینیو مهمو فعالیتونو ته ستاسو نظر راوړوم:

لومړی: سیاست او شیعګان:
که غواړی په رښتیا د شیعګانو په سیاسي برخه باندې وپوهیږئ نو اوسني پارلمان ته یوه کتنه وکړئ د ولسي جرګې تقریبا څلورمه برخه شیعګان دي، د ولسمشر دوهم معاون شیعه دی، ځینې وزیران ، والیان مو شیعګان دي ډیر شیعه سیاسی ګوندونه لرو، ده سیاست په نوم ښه ښکاره فعالیت کوي شعارونه ورکوي، غونډې او مراسیم جوړوي.
په لومړي ځل مو شیعه م‍ذهب د یو رسمي اسلامي مذهب په نوم د سني حنفي مذهب تر څنګ په قانوني توګه ومنه او د احوال شخصیه قانون مو ورته تصویب کړ.

دوهم: د افغاني شیعګانو بهرنۍ اړیکې:
افغاني شیعګان د امریکا بریطانیا سره اړیکې لري خو په سر کې د خپل سرپرست او ساتونکي ایران سره ښې پیاوړې، ژورې، هر اړخیزې اړیکې د حکومت او اداراتو ترڅنګ د دیني څیرو پورې سره پالي، دوی همدارنګه د عراق سره هم رسمي او مذهبي اړیکې ټینګې کړې دي چی د کرزي په دوره کې د عراق مشهور شیعه ملا آیت الله سیستاني او ورسره ملګری پلاوی افغانستان ته راغي، د ولسمشر او نورو رسمي مسؤلینو سره یې لیدنې کتنې وکړې.

د امریکا او بریتانیا او په ځانګړي توګه د جاپان سره د دوي د آړیکو په نتیجه کی د شیعه میشتو سیمو لکه بامیان د غزني ځينې ولسوالۍ د ځینو غټو پرمختایی پروژو شاهدانې دي لکه پوهنتون جوړونه، روغتیایی خدمتونه او داسې نور.
د ټولنیزو رسینیو په مخ مو هغه ویډیو ګانې ډیرې تر سترګو شولې چې افغانې شیعه ملیشې تر سوریې رسېدلې او دکتاتور بشار تر څنګ د سنیانو عام و‌ژنې ته ملا تړلې، او بیا افسوس پدې چی میډیا ورته مرتزقة الأفغان خطاب کوي.

دریم: رسنۍ او افغاني شیعګان:
د افغانستان شیعګانو د وخت د مهمې وسلې اهمیت پیژندلي دي، دوی پوهیږي چی خپرونې میډیا د وخت وسله ده او په همدغې بنسټ ورسره چلیږي.

دوی د بهرني مرستو په مټ که هغه د امریکا، بریطانیا او فرانسې له طرفه وي او که د ایران د حکومت او ملت له لورې وي د میډیا او خپرونو په سکتور ډیره پانګونه وکړه، اوس تر ټولو ډیر فعال همدوی دي .

دمثال په توګه ځینی مهم تلویزونی چینلونه د دوي دي، ښکاره مثال يي طلوع او لمر چینلې دي چی د سعد محسنی لخوا اداره کېږي او ده (USAID) رابرت مورداخ یهودي او کریم اغاخان اسماعیلي شیعه او د ایران لخوا په میلونونو ډالرو تمویلیږي ، د آریانا تلویزیون بیا شیعه تاجر احسان الله بیات چلوي خو د ټولو نه خطرناک چینل چی زمونږ دین او مذهب ته خطر دی هغه د تمدن تلویزوني چینل دی چي په افغانستان کی دمشهور شیعه ملا آیت الله آصف محسنی زوی جواد محسني یی اداره کوي او د هر آړخیز او مختلف پروګرامونو تر څنګ ښه ټرنینګ شده سټاف لري او هر ورځ یې یو نوې مذهبې پروژه ملت ته وړاندې کوي، دغه چینل د شیعه مذهب د خپراوي لپاره په افغانستان کې تر ټولو مهم او ستر منبر ګڼل کېږي .

د نورو اعلامي مؤسسو تر څنګ د شیعګانو ورځنۍ جرائد، اونیزې میاشتنۍ او فصلي مجلې خو د شماره وتلې دي.
ده میډیا د یو ملګري د میداني سروې مطابق په پلازمینه کابل کې د نیمي نه زیاتې بازار ته راوتونکې ورځنۍ جریدې او مجلې د شیعګانو لخوا اداره او خپریږي او د سینما او تیاتر په سکتور کې دایران د ملاتړ نه برخمن شیعګان برلاسي دي او ښکاره دلیل یې د سینمایی فلمونو د کابل او مزار شریف نمایشونه دي چی د شیعه پریډیوسرانو ستورې ورپه کې د ورایه ځلیدل.

څلورم : اقتصاد او شیعګان:
په افغانستان کې شیعګان د اقتصاد په مهم سکتور حاکم دي، د بیلګې په توګه د ګرځنده تيلفون د خدماتو شرکتونو سکتور راخلو، په هیواد کې مونږ پنځه دانې د ګرځنده تلفون شرکتونه لرو یو يي دولتي دی چي سلام نومیږي، دوه مهم شرکتونه هر یو روشن چی د کریم آغا خان -دشیعګانو د اسماعیله فرقې مشري کوي –ملکیت دی او بل افغان بیسم نومیږی چې شیعه تاجر احسان الله بیات ملکیت دی خو دریم بهرنی شرکت (ام ټی ان) کې هم د ډیرو شیعه سرمایه دارو برخه شته دی، ځکه دا په اصل کې د لبنان د اريبا شرکت وه خو بيا د سويلي افريقا په (ام ټي ان) خرڅ کړ.

افغاني شیعګان ایراني شرکتونو سره ښکاره مرسته کوي، د راکړې ورکړې ښه زمینه ورته مساعده وي ځکه چې افغانستان د ایران لپاره تر ټولو ښه سمییز بازار دی، په اسانه کولای شي چې د نړیوالو بندیزونو سربیره هم خپلې تجارتي آړیکې ورسره وساتي، خپلې تورې پيسې ور په کې سپينې کړي.

پنځم: تعلیم او شیعګان:
د دیني تعلیم په برخه کې افغاني شیعګان بيا ډیر فعاله خلک دي د ایراني انقلاب او په افغانستان کې درې لسیزو پیښو نه په جريان کې ډیر افغاني شیعګان ایران ته لاړل اوس زمونږ په زرګنو محصلین د ایران او عراق د قم، مشهد او نجف ښارونو په پوهنتونونو مدرسو او دیني حوزو کې په زده کړو بوخت دي، د خپل مذهب زده کړه جرم نه بولم خو هغه څه چې دوي ته ښودل کیږي د افغانستان په خیر ندي په ځانګړې توګه د شیعه انقلاب تيوري نورو هیوادو ته لیږدونه او دمذهبي دعوت په نوم د اسلام بېخکندنه.

ددې برسیره پلازمینه کابل او نور شیعه میشتو سیمو کې په تیرو څو کلنو کې ډیرې شیعه دینې مدرسې او پوهنتونونه جوړ شوي دي، په افغانستان کې دایران سفیر په ۲۰۰۹کال په یو اخباري مصاحبه کی وویل: ایران به پخپلو پوهنتونونو او لیسو کې نور افغان محصلین جلب جذب کړي تر ۹۰ زرو به یې عدد ورسیږي، دوي په هرات ولایت او کابل کې ځینې خصوصي لیسې لري چې ایران جوړې کړې دي او سفارت يي څارنه کوي، د شلو پوهنتونونو کيلې ګانې د دوی سره دي، په سل ګونو مکاتب لري.

خو تر ټولو مهمه لاسته راوړنه د تعلیم په برخه کې د افغانې شیعګانو د خاتم النبیین مدرسه او پوهنتون دی چې د کابل په استراتیژیکه سیمه (دهمزنګ) کې موقعیت لري، پراخه ساحه يي نیولې ده ، یوه برخه په پیسو راونیوله او نوره ورته د حکومت لخوا بخششي ورکړل شوه ، شیعه ملا آصف محسني يې څارنه او اشراف کوه او د تعمیر کارونه یې د افغان-طوس په نوم یو ایراني شرکت په غاړه و، په لسګونه بلډنګونه لري، په سلګونو کوټې او درسي خونې لري د غونډو او کنفرانسونو د نندارتونونو او کتابتونونو لپاره لوي هالونه لري، د محصلینو د اوسیدلو لپاره مجهزه لیلیه لري.

آصف محسني اراده درلوده چې د خاتم النبیین شیعه علمي اداره په سیمه کې د ایران د قم او دعراق د نجف دحوزو سره مقابله وکړي او دسیمې هیوادونو نه ور په کې محصلین زده کړې وکړي.
ډیر هغه کسان چې د قم حوزه علمي يې لیدلې ده وایي: د خاتم النبیین حوزه په کابل کې د قم د حوزې علمیه نه لویه او په نوي ډیزاین جوړه ده.

د دومره لوي پروژې په ډیر لږ وخت کې تکمیل کیدل او د زر خپل کار شروع کونه دا ټول ایران ته د اشتباه ګوتې سیده کوی ځکه دغه پروسه په سلګونو میلونه آمریکايي ډالرو ته ضرورت لري او دغه کار یواځې دولتونه کولای شي.

شپږم: شیعګان او ټولنه:
د تیرو څو کلنو راهیسې په افغانستان کې په ټولنیزه سطحه شیعګانو ډیر پرمختګ کړی دی، ښکاره مثال یې په رسمي توګه د شیعه مذهبي ورځو لمانځل دي؛ مهمه یې د محرم د میاشتې دعاشوراء دورځې لمانځل دي چې زمونږ په تاریخ کې په لومړی ځل د پلازمینې برسیره په نورو مهمو ښارونو کې لکه هرات مزار شریف او بامیانو کې ښه په زور او جوش لمانځل کیږي، په ۲۰۰۷کال کې د هرات شیعګانو په ډیره سپین سترګۍ دعاشوراء مراسمو دانعقاد کوشش د هرات د اهل سنتو په جامع جومات کې وکړ.

او د لومړي ځل لپاره ځینو شیعه خطیبانو ددې جرآت وکړ چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ملګرو صحابه کرامو په ځانګړې توګه په دوهم خلیفه عمربن الخطاب رضی الله عنه پسې په زغرده د لاوډ سپیکرو له لارې بد کلمات استعمال کړل چې د اهل سنتو د غوسې او په ښار کې دمشکلاتو سبب شول خو پدغه ټولو کارو کې د وخت شیعه والي ښکاره لاس و بلکې دهغه په لمسون دغه کار شوی و.

په افغانستان کې د شیعګانو ورځ په ورځ زیاتیدونکې رول د اندیښنې وړ دی او په راتلونکې کې دهیواد او سيمي لپاره د خطر زنګ جوړیدای شي، د ګډوډۍ، مذهبي شخړو او هدفي وژنو فتنو سبب کيدای شي او تیرې پیړۍ د نویمې لسیزو د کابل ښار د تریخو تجربو بیا تکرار شونې ښکاري.

خو تر ټولو مهم دا چې دهمزنګ او دشت برچي نه راته د بیروت جنوبي برخه جوړه نشي چی بیا په کابل کې د تهران خبره چلیږي او د ارګ به څوک نه مني.

په افغانستان کې د شیعیزم د مخنیوی لارې چارې:
د شيعیزم مخنیوی په افغانستان کې د هر مسلمان فریضه ده ځکه اوس شیعه مذهب هغه پخوانی سیاسي مذهب ندی پاتې بلکې شیعیزم مستقل محرف دین دی د الله سره د شرک نه تر قرآن کریم دتحریف عقیده د انبیاء کرامو منزلې توهین د صحابه کرامو تکفیر، د مسلمانانو سره خيانت او د دوښمنانو سره دوستي او نورو باطلو عقایدو برسیره بیا هم د هغوي لاس خلاص پریښودل دالله او د الله د پیغمبر ددین سره او خپل وطن سره خیانت او جفا ده ، اوس به په لنډه توګه هغې لارې چارې بیان کړو چې د هغې له لارې کولای شو د شیعیزم خطر مخنیوی وکړواو خپل هیواد، ټولنه او ولس له دغې زهریله ساري وبا څخه وژغورو.

۱- په عصري وسائلو باندې د صحي عقیدې بیانول، تر څو ملت د شیعګانو د هرقسمه شبهاتو څخه په امن وي.

۲- د دعوتي کلتوري او تعلیمي مؤسسو جوړونه،بيا يي په ښه توګه اداره کول ترڅو د هغو مؤسسو سره مقابله وکړي شي چې دوي ترې د خپل مذهب د نشر لپاره کار اخلي (خانه فرهنګ ، موسسه خمینی ..مثالونه دی)

۳- د میډیا او رسنيزو مراکزو جوړونه او بیا په دغه میدان کې په پوره قوت سره مشارکت او برخه اخيستنه لکه دوي چې دغه اړخ په په قبضه کې اخستی دی د لسګونو ټلویزیوني او رادیو چینلونو برسیره په سلګونو جریدې او مجلې د دوي په لاس کې دی.
۴- د هر چا دور او رول معلومول او تقسیم تر څو مو مقابله هر آړخیزه او شامله وي ملا مو باید دشیعه ملا جواب ووايي، د پوهنتون استاد مو د پوهنتون استاد په مقابل خپل رول ادا کړي، سیاستدان مو باید د شیعه سیاسي په مقابل کې خپل مسؤولیت ادا کړي.

۵- شیعیزم حقیقت بیانول او خلکو ته یې د خطر په هکله صحیح او کره معلومات ورکول که هغه د هرې لارې وي کوم ملګري چې د لیکلو توان لري باید دشیعګانو په هکله لیکل وکړي څوک چې تلویزیوني مصاحبه کولای شي باید ددغې لارې خلکو ته شيعتوب ښکاره کړي ملا امامان مو باید دجمعې د خطبې او نورو مناسباتو کې د شيعتوب څخه پرده پورته کړي، یو څوک به وایی: چی دشیعه پوهنې او د شيعګانو څخه د ډار خپرولو څخه نورې ډیرې مهمې مسئلې شته هغه باید وڅېړل شي زه وایم در سره منم یې خو داسې نه چی یو ورځ داسې راشي چې بیا منګولې مګو خو د ورخه اوبه تیرې شوې وي.

۶- هغه څه چې ایران یې د شیعیزم په جامه کې زمونږ په هیواد کې کوي ملت ته ښکاره کول، د ایران د هغه ظلمونه په هکله چې په داخل د ايران کې د افغان مهاجرينو او سني اقليتونو، همدارنګه په افغانستان عراق سوریې لبنان او یمن کې کوم نارواه زور زياتی کوي ، د هغې په هکله لیکنې او تحقیق کول تر څو په هغه دام کې مونږه پور ګیر نشو په کوم کې چې ددغه هیوادونو خلک زمونږ څخه ډير راګیر دي.

۷- د شیعګانو دمدارسو پوهنتونونو او حوزو کلک مراقبت او نظارت کول تر څو هغه منهج تدریس کړي چې زمونږ د لوړو زدکړو او د پوهنې او روزنې وزارتونو منظور کړي دي، نه هغه چی د ایران کلتور او مذهب او تاریخ نه ډک وي خو د افغانستان په کې څرک هم نه ښکاري.

۸- د ټولو هغه پروژو چې شیعګان یې د تطبیق تکل لري په کلکه څارنه کول تر څو داسې ونشي چی کابل کې راته د تهران جیبونه جوړ شي.

۹- په کابل کې د خاتم النبیین په ضد د اهل سنتو یو لوي مرکز جوړونه او هغه ټول فعالیتونه چې خاتم النبیین کې سرته رسيږي باید جواب یې زمونږ سره وي.

۱۰- د ایران د سفارت د کړنو په کلکه څارنه که دحکومت يې نشي کولای یا یې نه کوي مدني فعالان مسلمان ویښ ځوانان باید دغه کار وکړي او خپل مسوولیت ادا کړي.

که څه هم ایران او شیعګان په افغانستان کې ډیر څه غواړي خو إن شاءالله دلته په ټولنه کې ځايي نه لري او په لږ دعوتي کوشش باندې د هغوي اوږد مهاله آرمانونه دخاورو سره خاورې کولای شو.
نور بیا…..

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button