اسلامي تاريخسيرت او تاريخ

د حج د ځنډېدلو تاريخچه، ژباړه: نجي الله (مومند)

د وژونکي کرونا وايرس خپريدو د مکې او مدينې دوه لوي جوماتونه خالي کړل چې واقيعا د نړۍ په هر ګوټ ( کونج) کې مېشتو مسلمانانو لپاره غمجنه او زړه ماتونکي ده،
که چيرې حج په دې کال د يوې محدودې غونډې سره ترسره شي، نو دا به لومړی ځل نه وي .تاريخ ادعا کوي چې په تېرو ۱۴۰۰ کلونو کې کم او زيات ۴۰ ځله د منسوبينو لخوا د قانون د حاکيميت له مخی فسخه ( الغا) شوی .

يو لنډ ( کوټلی) تاريخ يې ګورو!

1. ۸۶۵ ميلادي کال : ۸۶۵ م کال کوم چې د ۲۵۱ هجري قمري کال سره سمون خوري په دې کال اسماعيل بن يوسف ( آل سيفک) لومړۍ د عباسي خلافت پر وړاندې پاڅون رهبرې کړ او بيا يې د عرفات په غونډۍ زيات شمير حجاج چې د حج د مراسمو لپاره راټول شوي وه، شهيدان کړل چې په دي خاطر حج تر سره نشو .

2. ۹۳۰-۹۴۰ ميلادي کلونه : په ۹۳۰ م کال کې حج د لسو (۱۰) کلونو لپاره وځنډول شو د سعودي د باچا عبد العزيز د بنسټ ( مؤسسه ) کومه چې د څېړنو او تحقيقاتو لپاره جوړه شوي (( وايې چي دا د حج تر ټولو اوږ او شرموونکي ځنډ يا منسوخ کېدل وه )) قرامطه يا قرامطيانو د ابو طاهر تر مشرۍ لاندې د مکې په مقدس ښار حمله وکړه، چې ۳۰۰۰۰ حج کوونکي يې شهيدان کړل او الحجر الاسود ( توره تېږه ) يې له ځان سره يوړله ، کله چې دوی حجر الاسود وړله نو ماته شوه او ۷ برخې شوه چې نن ورځ پکې هغه چاودونه ليدل کېږي د ۲۲ کلونو لپاره له دوی سره وو!

3. ۹۶۸ ميلادی کال : حج وروسته له هغې وځنډول شو چې د مکې مکرمې د ناروغۍ له امله د زياتو زيارت کوونکو د مرګ ادعا وشوه .

4. ۱۰۰۰ ميلادی کال : په دی کال کې د سفر او اوسيدلو د قيمتونو د لوړوالي په سبب خلکو ونشو کولای٫ چې حج ته لاړ شي په ځانګړې ډول مصريانو؛ چې په دې کال هم حج وځنډول شوو.

5. ۱۰۲۹ ميلادي کال: په دې کال د ختيځ او مصر څخه هېڅ څوک د حج د ادا کولو لپاره رانه غلل!
6. ۱۰۳۰ ميلادي کال: د لنډ مهال لپاره د حج مراسم وځنډول شول چې د عراقي مسلمانانو ډله راورسېږي او د حج مراسم تر سره کړي!

7. ۱۰۳۹ ميلادي کال : عراقي ، مصري ، مرکزي اسيا او د شمال عربو د نا امنۍ او وېرې له امله ونشو کولای چې حج وکړي!

8. ۱۰۹۹ ميلادي کال : په اسلامي نړۍ کې د جنګ او جګړو له امله مسلمانانو ونشو کولای چې حج ته لاړ شي او همدارنګه د اسلامي نړۍ د شا او خوا جګړو له امله مسلمانان مکې معظمې ته ونه رسېدل!

9. ۱۱۶۸ ميلادي کال : د کردانو د قومندان د هغې هڅې له امله چې غوښتل يې خپل حاکميت ته پراخوالي ورکړي مصريانو ونشو کولای چې حج تر سره کړي!

10. ۱۲۵۶-۱۲۶۰ ميلادي کلونه : په سيمه کې د تاوتريخوالي او جګړو له وجهې د حجاز ( سعودي عربستان ) د خلکو پرته د نړۍ نورو مسلمانانو ونشو کولای چي حج ترسره کړي!

11. ۱۸۱۴ ميلادي کال : په ټول هېواد (سعودي )کې د طاعون ( وبا) د خپرېدو له وجهي حج وځندول شو چې په پايله کې يې ۸۰۰۰ خلک مړه شول!

12. ۱۸۳۱ ميلادي کال : د هند څخه د خپرې شوي کولرا cholera چې یو ډول وژونکې سارې ناروغي وه چې د حج د مراسمو په وخت کې تقريبأ ۳ برخې حاجيان ووژل .

13. ۱۸۳۷ ميلادي کال : په کال ۱۸۳۷ کې د وبا ناروغۍ ( epidemic) خپره شوه چې د حج مخه يې ونيوله دی ناروغۍ هره ورځ سلګونه حاجيان وژل .

14. ۱۸۵۸ ميلادي کال : په دي کال يو ځل بيا د وبا له وجهې چې د حج په وخت کې خپره شوه خلک د مکې نه مصر ته وتښتېدل!

15. ۱۸۶۴ ميلادي کال: په دی کال کې هم په زرګونو مسلمانان د حج په دوران کې مړه شول .
16. ۱۸۷۱ ميلادي کال : په ۱۸۷۱ م کال کې د مکې په ښار کې يوه شديده سارې ناروغي رامنځ ته شوه لکه د نن ورځ کرونا چې د مکې او مدېنې تر منځ په تګ راتګ کرنتېن را مينځ ته شو او د مرض د علاج لپاره د مصر څخه ډاکټران راوغوښتل شول !

17. ۱۸۹۲ ميلادي کال : د شديدي کولرا له وجهې په سلګونو حجاج مړه شول جسدونه يې لکه د غرونو ډېري کړل شو په دی خاطر چې په اسانۍ سره خښ کړل شي .

18. ۱۸۹۵ ميلادي کال : د لوې تبې او اسهال له امله کوم چې د مدېنې منورې څخه خپره شوی وه .
19. ۱۹۷۹ ميلادي کال : جهيمان بن محمد بن سيف العيبي د نومبر په ۲۰ په ۱۹۷۹ م چې د اسلامی کال ۱۴۰۰ هجري قمري لومړۍ ورځ وه! حرم شريف يې د ۵۰۰ ملګرو په مرسته د ۲ اونيو لپاره محاصره کړ چې بيا د سعودي د کمانډو ځواکونو په واسطه بېرته پرانيستل شو او ( العيبي) يې په ۱۹۸۰ م کال په مکه کې اعدام کړو!

20. ۱۹۸۷ ميلادي کال : د حرم شريف شا وخوا تقزيبا ۱۰۰۰۰ خلکو د meningitis ( د مغزو د پردې التهاب )چې دا يو ډول ناروغی ده چې په مغزو او نخاعي رګونو اغيزه کوي٫ د عثماني خلافت په وخت کې د حرم پخوا کې د کرنتېن او درملنې لپاره ځايونه جوړ شوي وه، ميډيا کوشش کوي چې مونږ وويروي ځکه دا يوه ښه پلورنه ده زما نيت دادي چې مونږ يوازې د الله ج د اجر په لټه کې شو او اړين احتياط او وقايه وکړو تر څو له ناروغيو په امان کې و اوسېږو، مونږ د الله ج څخه غوښتنه کوو چې زمونږ روغتيا خوندي کړی، روغ مو کړي، او يو ځل خپل کور ( بيت الله ) ته بلنه راکړي کله چې زمونږ لپاره بېرته راستنېدل او ليدنه خوندی وي!

امين

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button