پوښتنې او ځوابونهعباداتفقه

د روژې نه نیول چاته رواه دي؟ مفتي عبدالولي

روژه:
روژه د اسلام په پنځو ارکانو کې يو اهم رکن ده، پر هر بالغ عاقل مسلمان فرض ده خو په ځينو صورتونو کې د روژې نه نيول د ځينو مسلمانانو لپاره روا دي او وروسته به یې قضا راوړي، د يو څو انواعو يادونه دلته کوو:
د چا لپاره د روژې نه نيول روا دي؟
(1) هغه څوک چې پر سفر دی، يا مريض دی، نو د هغه لپاره د روژې نه نيول روا دي او د اجازه الله تعالی په قرآن مجید کې ورکړې ده: الله تعالی فرمايي: وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ ۗ يُرِيدُ اللَّـهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْر.
او څوك چې مریض وي، یا په سفر وي، نو (په هغه) د نورو ورځو شمېرل دي، الله په تاسو د اسانتیا اراده لري او پر تاسو باندې د سختۍ اراده نه لري( البقرة 2: 185)

(2) همدارنګه هغه ښځه چې حامله وي او يا خپل ماشوم ته شيدې ورکوي، نو که روژې ونيسي، نو په دې سره حمل ( د نس ماشوم) ته يا د تي خور ماشوم صحت ته يا د دې خپل صحت او روغتيا ته نقصان رسېږي، نو د دوی لپاره هم روژه نه نيول روا دي او د راجح قول مطابق د دوی په ذمه د هرې روژې په بدل کې يوه مسکين ته د يوه وخت خوراک ورکول دي او قضا پرې نشته.
( أن فرضهما الإطعام، ولا قضاء عليهما، وهو مذهب أجلاء الصحابة رضوان الله عليهم ابن عباس وابن عمر رضي الله عنهم وهو قول لمالك حكاه عنه ابن وهب، كما جاء في المدونة: “قال ابن وهب: وقد كان مالك يقول في الحامل: تفطر وتطعم، ويذكر أن ابن عمر رضي الله عنهما قاله(المدونة الكبرى ج1 ص310، باب صيام الحامل والمرضع، والصحيح المروي عن ابن عمر رضي الله عنهما أن الحامل والمرضع تفطران وتطعمان ولا تقضيان.)، ونسب هذا القول إلى الإمام الشافعي رحمهم الله في قولٍ له (راجع: تفسير التحرير والتنوير لابن عاشور ج2 ص164)
والراجح الصحيح هو ما اتفق عليه الصحابيان الجليلان ابن عباس وابن عمر رضي الله عنهم، ثم وافقهما عليه جلة من أئمة الفتوى من التابعين، منهم: سعيد بن المسيب، وسعيد بن جبير، والقاسم بن محمد، وعطاء، ومجاهد، وطاووس، وعكرمة، وإبراهيم النخعي، والسدّي، وغيرهم(الاستذكار 10/218 و10/221 وما بعدها)

(3) همدارنګه هغه مسلمان فوځي چې له دښمن سره د جنګ په حالت کې دی، نو د هغه لپاره هم د روژې نه نيول روا دي او پر دې خبره د نبي صلی الله عليه وسلم تعليمات دلالت کوي. ځکه که دوی په دغه حالت کې روژه ونيسي، نو د دښمن په مقابله کې به کمزوري شي، نو د دوی لپاره روا دي چې روژه ونه نيسي او بيا يې وروسته قضا راوړي. اګر که دوی مسافر هم نه وي، دا د امام احمد رحمه الله یو قول دی او همدا د شيخ الإسلام ابن تيميه رحمه الله او د هغه د دوه شاګردانو: ابن مفلح اوابن القيم رحمهما الله او نورو اهل علمو غوره کړی قول دی. وګورئ: (الفروع لابن مفلح 3 / 28 .)
په دې باره کې له نبي صلى الله عليه وسلم نه راغلي تعليمات پر همدې خبره دلالت کوي چې له دښمن سره د جنګ په وجه روژه نه نيول مشروع دي، په صحیح مسلم کې له ابوسعيد خدري رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه وايي: سَافَرْنَا مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِلَى مَكَّةَ -يعني في فتح مكة- وَنَحْنُ صِيَامٌ ، فَنَزَلْنَا مَنْزِلا ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : إِنَّكُمْ قَدْ دَنَوْتُمْ مِنْ عَدُوِّكُمْ وَالْفِطْرُ أَقْوَى لَكُمْ. فَكَانَتْ رُخْصَةً ، فَمِنَّا مَنْ صَامَ ، وَمِنَّا مَنْ أَفْطَرَ.
موږ له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د مکې د فتح په سفر کې وو، زموږ روژه وه، يو ځای کې مو پړاو واچاوه، نورسول الله صلی الله عليه وسلم موږ ته وفرمايل: تاسو خپل دښمن ته ورنږدې شوي يئ، نو روژه نه نیول تاسو لپاره د ډېر قوت سبب دي، نو دا زموږ لپاره د روژې د نه نيولو اجازه وه، نو په موږ کې ځينو روژه ونيوله اوځینو ونه نیوله.
ثُمَّ نَزَلْنَا مَنْزِلا آخَرَ ، فَقَالَ : إِنَّكُمْ مُصَبِّحُو عَدُوِّكُمْ وَالْفِطْرُ أَقْوَى لَكُمْ ، فَأَفْطِرُوا . وَكَانَتْ عَزْمَةً فَأَفْطَرْنَا.
بیا موږ بل ځای کې پړاو واچولو، نو نبي صلی الله عليه وسلم وفرمايل: تاسو به سبا ته له دښمن سره مخامخ کېږئ او د روژې نه نيول تاسو لپاره د زيات قوت سبب دي، نو تاسو افطار وکړئ او روژه مه نيسئ، نو دا تاکيدي او لازمي حکم و، لهذا موږ روژه ماته کړه. ( صحيح مسلم: 1120)
په سنن أبو داود: 2365 کې راځي چې نبي صلی الله علیه وسلم د مکې د فتح د سفر په کال خلکو ته د روژې د ماتولو حکم وکړ او ورته ويې فرمايل: تَقَوَّوْا لِعَدُوِّكُمْ، د خپل دښمن د مقابلې لپاره قوي شئ!
په المنتقى شرح موطأ الإمام مالك کې دي چې دلته د روژې د ماتولو سبب د قوت حاصلول وو، سفر نه و، که د روژې د ماتولو علت سفر وای، نو د دښمن په مقابله کې د قوي کېدو او قوت حاصلولو خبره نه کېدله او علت به يې سفر بیان کړی و. ((تَقْوَوْا لِعَدُوِّكُمْ) فَكَانَ ذَلِكَ سَبَبَ فِطْرِهِمْ . . . وَلَوْ كَانَتْ الْعِلَّةُ السَّفَرَ لَمَا عَلَّلَ بِالتَّقَوِّي لِلْعَدُوِّ وَلَعَلَّلَ بِالسَّفَرِ اهـ)
علامه مناوي هم په فيض القدير کې همدغه خبره کړې ده.
حافظ ابن القيم په زاد المعاد (2/53-54) کې وايي: وكل أحد يفهم من هذا اللفظ أن الفطر لأجل القتال اهـ هر سړی د حديث له لفظ نه پوهېږي چې دلته افطار کول د قتال، يعنې جنګ له وجې و.

ابن كثير رحمه الله په البداية والنهاية (14/31) کې وايي:
ابن تيميه رحمه الله – د جنګ په حالت کې د روژې د نه نیولو فتوا ورکړې وه، او دی به په فوځیانو او د لښکر په مشرانو ګرځېده او له هغوی سره به يې څه نا څه خوړل د دې لپاره چې هغوی پوه شي په دغه حالت کې روژه نه نيول د دې لپاره چې د جنګ لپاره قوي شي دا غوره دي، نو بیا به نورو خلکو هم خوراک شروع کړ. (وكان يدور على الأجناد والأمراء فيأكل من شيء معه في يده ليعلمهم أن إفطارهم ليتقووا على القتال أفضل ، فيأكل الناس اهـ)

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button