قرآن پوهنهقرآن کريم

سورة الفاتحة پیژندنه او ځانګړنې. عبدالرازق صافی

د قرآنکریم د سورتونو د پیژندنې لړۍ(1)

سورة الفاتحة پیژندنه او ځانګړنې

1.سورة فاتحه د قرآنکريم ليکلي ترتيب کې لومړی سورت دی او د نزول په ترتيب کې پنځم سورت دی.

2.سورت فاتحه مکي سورت دی، ټول اوه آياتونه لري.

3.د سورت فاتحې نور نومونه‏:
•فاتحة الكتاب
•أم الكتاب
• أم القرآن
• السبع المثاني
•القرآن العظيم
•الصلاة
•رقية الحق
•الحمد
•الشفاء
• الشافية
• الوافية
•الأساس
•سورة الشكر
•سورة الدعاء
•سورة تعلم المسألة
• سورة الكنز
•سورة أم المحامد دي (قاله ابن رجب في “تفسير الفاتحة”).

4.د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په وينا باندې د قرآنکريم عظيم الشان سورت سورة الفاتحة ده “لأعلمنك سورة هي أعظم السور في القرآن قبل أن تخرج من المسجد.. فقال: الحمد لله رب العالمين هي السبع المثاني والقرآن العظيم الذي أوتيته”

5. السبع المثاني سورت فاتحه ده يعني اوه آيتونه لري، په هر رکعت کې تکرارېږي، د الله تعالی ثنا او صفت په کې دی، او يوازې اسلامي امت پرې خاص شوي دی، نورو امتونو ته نه و نازل شوی.

6. سورة الفاتحة د لمونځ رکن دی او په رکعت کې لوستل فرض دي، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایي:(لا صلاة لمن لم يقرأ بفاتحة الكتاب).

7. سورت فاتحه هغه سورت دی چې دتوحيد درې واړه ډولونه ذکر کړې دي، • توحيد ربوبيت: (الحمدالله رب العالمين) •توحيد أسماء وصفات (الرحمن الرحیم°مالك يوم الدين) توحید ألوهيت:(إياك نعبد وإياك نستعين). او دعا د عبادت ماغزه دی.

8. په سورت فاتحه کې د زړونو معنوي او د بدن ظاهري شفا ده؛ ځکه پدې سورت کې د الله تعالی نه د هدايت غوښتنه ده، مار چېچلی پرې يو صحابي دم کړی وه او الله تعالی شفا ورکړه.

9.په سورت فاتحه کې د دعا دواړه ډولونه شته، دعاء العبادة، او دعاء المسألة، کله چې رب العالمين راضي شي بيا د بندګانو سؤال او غوښتنې قبلوي.

10.صراط المستقيم د الله تعالی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لارښوونو مجموعه ده چې په علم او عمل بنا ده، څوک چې علم لري او عمل نه کوي هغوي کې د يهودانو صفت دی، او د علم پرته عمل د نصاراوو لاره ده.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

*

code

Back to top button