د راشدينو خلفاء کرامو سيرتسيرت او تاريخ

صحابه کرام او لس په دنيا جنتيان رضي الله عنهم. عبدالرازق صافی

د صحابه کرامو په هکله د أهل سنتو عقيده

صحابه_کرام_او_لس_په_دنيا_جنتيان

۱- صحابي: هغه څوک دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم يې لیدلی دی، په هغه يې ایمان راوړی دی، او بيا په اسلام کې وفات شوی دی.

۲- تر ټولو غوره انسانان په اسلامي امت کې صحابه کرام دي، بيا تابعين دي، بيا تبع التابعين، او بيا هغه څوک دي چې په نيکه او ښايسته طريقه د قيامت تر ورځې د سلفو په لاره روان دي، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سنتو پيروي کوي، او د قرآنکريم احکام پلي کوي.

3- ټول صحابه کرامو د دين اسلام په خپرولو کې د سرومال سرښندنې کړې دي، د *اهل سنتو د عقيدې* مطابق دوي ټول عادلان دي، د دوی نقد او جرح رواه نه ده، او کوم جنګونه چې د دوي ترمنځ واقع شوي دي، په هغو کې صحابه مجتهدين دي، د حق خاوند ته دوه اجرونه دي، او څوک چې خطا شوي دی هغه لپاره يو اجر دی.

4. صحابه کرام يو تر بله *غوره والی او افضليت* لري، په سر کې أبو بکر صديق رضي الله عنه دی، بيا د خلافت په ترتيب عمر، عثمان، علي رضي الله عنهم ، ور پسې نور (عشرة مبشرة) صحابه دي، بيا د بدر غزا، او د بيعة الرضوان ګډونوال دي.

7- صحابه کرامو ته *کنځل کول* د اهل سنتو علماوو په نزد ګناه او فسق دی، بلکې د منافقت ستره نښه او علامه ده، خو د مشرانو صحابو لکه خلفاء راشدینو، نور (عشرة مبشرة)، بدريانو او بيعة الرضوان ګډون والو ته کافران يا فاسقين ويل دا ښکاره *کفر* دی؛ ځکه دا په اصل کې دقرآن کریم د هغه آيتونو او نبوي صحيح احاديثو نه منل دي چې د دوي عدالت، تقوا، او غوره والي ترې ثابتېږي.

8- هغه *لس صحابه کرام* چې په يو حديث کې رسول اکرم صلی الله عليه وسلم په دنيا کې د جنت زېری ورکړی دی، په لاندې ډول دي:
• *أبو بكر*: عبد الله بن عثمان الصديق الأكبر.
• أبو حفص: *عمر بن الخطاب*.
• أبو عبد الله: *عثمان بن عفان*.
• أبو الحسن: *علي بن أبي طالب*.
• أبو محمد: *طلحة بن عبيد الله*.
• أبو عبد الله: *الزبير بن العوام*.
• أبو إسحاق: *سعد بن أبي وقاص*.
• أبو محمد: *عبد الرحمن بن عوف*.
• أبو عبيدة: *عامر بن عبد الله بن الجراح*.
• أبو الأعور: *سعيد بن زيد* بن عمرو بن نفيل.
*رضوان الله عليهم أجمعين*
سعيد بن زيد رضي الله عنه نه روايت دی *((أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: عشرة في الجنة: أبو بكر في الجنة، وعمر في الجنة، وعلي وعثمان والزبير وطلحة وعبد الرحمن وأبو عبيدة، وسعد بن أبي وقاص – قال: فعد هؤلاء التسعة، وسكت عن العاشر، فقال القوم: ننشدك الله يا أبا الأعور من العاشر؟ قال: نشدتموني بالله أبو الأعور في الجنة))* الترمذي3748.
9-نور صحابه هم شته چې صراحتا يا په اشاره کې رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته د جنت زېری ورکړی دی، هغوي په لاندې ډول دي:
• *بلال بن رباح* رضي الله عنه.
• *زيد بن حارثة* رضي الله عنه.
• *حاطب بن أبي بلتعة* رضي الله عنه.
• *عکاشة بن محصن* رضي الله عنه.
• *سعد بن معاذ* رضی الله عنه.
• *ثابت بن قيس* بن شماس رضي الله عنه.
• *حارثة بن سراقة* الأنصاري رضي الله عنه.
• *عبدالله بن سلام* رضي الله عنه.
• *أم سليم بنت ملحان* أم أنس بن مالك رضي الله عنهم.
• *الحسن* رضي الله عنه
• *الحسين* رضي الله عنهما.
• *أصيرم بني عبدالأشهل* رضي الله عنه.
• *جعفر بن أبي طالب* رضی الله عنه.
• *حذيفة بن اليمان* رضي الله عنه.
• *ذکوان بن عبد قيس* الأنصاري الخزرجي.
• *عبدالله بن رواحة* رضي الله عنه.
• *عبدالله بن عمرو بن حرام* رضي الله عنه.
• *عمار بن ياسر* رضي الله عنهما.
• *عمرو بن الجموح* رضي الله عنه.
• *ياسر بن عامر العنسي* حليف آل مخزوم رضي الله عنه
• *مالك بن سنان* الخدري.
• *أبو الدحداح الأنصاري*.
• *خديجة بنت خويلد* رضي الله عنها
• *حفصة بنت عمر* رضي الله عنهما
• *عائشة بنت الصديق* رضي الله عنهما.
• *سمية بنت خياط* أم عمار رضي الله عنها.
• *فاطمة بنت محمد صلى الله عليه وسلم* رضي الله عنها
• *أم زفر الحبشية(شقيرة)* هغه ښځه چې پيريان به پرې راتلل.

10- رسول الله صلی الله عليه وسلم د افرادو تر څنګ په *ټوليزه توګه* بدريانو او د بيعة الرضوان ګډونوالو ته د جنت ګواهي ورکړې ده، په بخاري کې يو اوږد حديث کې رازي: *«لعل الله اطلع إلى أهل بدر فقال: اعملوا ما شئتم فقد وجبت لكم الجنة، أو فقد غفرت لكم»* (البخاري۳۹۸۳).
بدريان ټول (۳۱۳) کسان وو، د بيعة الرضوان ګډونوالو په باره کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایي: *«لا يدخل النار إن شاء الله من أصحاب الشجرة أحد الذين بايعوا تحتها»*. مسلم ۲۴۹۶.
په بيعة الرضوان کې ټولو (۱۴۰۰) صحابه شريک وو.
بلکې د ټولو صحابو کرامو په باره کې زمونږ دا عقيده ده چې *هغوي به جنت ته ځي* الله تعالی فرمايي: *(( لَا يَسْتَوِي مِنكُم مَّنْ أَنفَقَ مِن قَبْلِ الْفَتْحِ وَقَاتَلَ أُوْلَئِكَ أَعْظَمُ دَرَجَةً مِّنَ الَّذِينَ أَنفَقُوا مِن بَعْدُ وَقَاتَلُوا وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَى))*
ژباړه: په تاسو كې هغه څوك نه دي برابر چا چې (د الله په لاره كې) له فتحې نه مخكې انفاق كړى دى او جنګ يې كړى دى۔، دغه خلق د درجې په لحاظ له هغو كسانو نه ډېر لوى دي چې له دغې (فتحې) نه يې وروسته (د الله په لاره كې) انفاق كړى وي او جنګ يې كړى وي او (په دوى كې) له هر یو سره الله د ښېګڼې *جنت* وعده كړې ده۔ او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ، ښه خبردار دى [الحديد: 10].

د صحابه کرامو د پيژندلو لپاره ځيني مهم کتابونه

1.فضائل الصحابة، أحمد بن حنبل.
2.الاستيعاب في معرفة الأصحاب لابن عبدالبر المالكي.
3. أسد الغابة في معرفة الصحابة، ابن الأثير.
4. البداية والنهاية للحافظ ابن كثير .
5. معرفة الصحابة لأبي نعيم الأصفهاني.
6.الإصابة في تمييز الصحابة، ابن حجر العسقلاني
7. حياة الصحابة للكاندهلوي
8.صور من حياة الصحابة عبدالرحمن رأفت باشا.
9۰ د نورو هغو صحابه کرامو د پيژندلو لپاره چې دنیا کې ورته د جنت زېری ميلاو شوی دی، د(من بشر بالجنة من غير العشرة) بحث وګورئ، لينک يې په کمنټ کې.
#تاسو ټولو څخه مننه، الله تعالی مو عبادات قبول کړه

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button