د ماشومانو روزنهښځې او ماشومان

د تقدير په تړاو د کوچنيانو پوښتنې…( څلورويشتمه برخه ) ليکوال: شيخ عبدالله بن حمد الرکف. ژباړن: لقمان حکيم حکمت

د تقدير په تړاو د کوچنيانو پوښتنې...( څلورويشتمه برخه ) ليکوال: شيخ عبدالله بن حمد الرکف. ژباړن: لقمان حکيم حکمت

 

  • : قضاء او تقدير څه معنا ده؟

قضاء او قدر د  ايمان رکن دی، الله پاک فرمايي: [وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيرًا ] ([1])

ژباړه: هغه هر شی پېدا کړی دی او اندازه يې ورله لګولې ده.

د قضا او قدر د الله پاک هغه علم دی چې د ګردو شيانو لپاره يې پکې له وجود او تخليق وړاندې اندازه لګولې ده، بيا يې ليکلي دي او د خپل مشيئت سره کوي او وخت په وخت يې پېدا کوي. ([2])

  • : چې يو شی پېدا نه وي څنګه يې الله ته علم وي چې داسې به کيږي؟

ممکن ده چې کوچنيانو ته د دې پوښتنې په ځواب کې بسيط حسي شيان په مثال کې ورکړل شي لکه: د ګيمونو نوښتګر، چې لوبه يې پرې کړې نه وي خو ايجاد يې کړي او ښه ورته ياده وي، دا ځکه چې نوښتګر يې خپله دی او هر غټ او کوچنی يې په علم کې راوستی وي، هغه د لوبې په ابعادو او جزئياتو باندې کامل او شامل محيط علم لري، هغه مجالات يې هم علم کې وي چې لوبه بايد څنګه مخکې حرکت پکې وکړی شي، الله پاک هم دا انسان پېدا کړی دی او په دغو شيان کامل او شامل محيط قدرت لري، د قدرت او توان په لحاظ الله پاک عظيم،، د علم په اعتبار واسع او د تخليق په اعتبار د کمال څښتن دی، د يو شي د تخليق نه وړاندې، له تخليق وروسته او د دې په اثناء کې هغه پرې محيط علم لري، دا چې انسان ، زمان او مکان الله پاک پېدا کړي دي نو وړاندې له دې په مخکنو او وروستنو او چې لا پېدا کيږي ورباندې پوره علم لري.

  • : ايا مونږ مجبور يو؟ ايا انسان په خپلو کړو وړ کې اختيار لري؟

انسان په ځينو شيانو کې مجبور او په نور ځينو کې مختار دی، د ولادت، مرګ، د ژوند موده د مور او پلار په انتخاب او نه انتخاب، د خپلولۍ په پاللو او داسې نورو شيانو کې مونږ مجبور يو، خو په ځينو امورو کې بيا مونږ مختار يو لکه : لمونځ کول او نه کول، ايمان او کفر، له دې  اختيار باوجود زمونږ ارادې د الله پاک د ارادې تابع د ي، مطلب دا چې که هغه وغواړي اختيار راڅخه واخلي اخستلای يې شي، که هغه وغواړي چې د يو کار له پرېښودلو څخه مو رابند کړي کولای شي، خو دا يې پرېکړه ده چې انسان ته اختيار ورکړي او له اختيار وروسته ورسره حساب کتاب وکړي، همدا د الله پاک د دې قول معنا ده: [وَمَا تَشَاءُونَ إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ ] ([3])

ژباړه: تاسو څه شی نه غواړئ مګر دا چې رب العلمين الله يې وغواړي.

ممکن دي چې کوچنيانو ته د اختيار او جبر مسئلې وضاحت په عملي بڼه ورکړل شي، استاد او مربّی به شيشي پياله راوغواړي، کوچني ته به ووايي: ايا ته کولای شې چې په ځمکه باندې دا پياله وغورځوې چې ما ته يې کړې؟ طبعي ده چې د کوچني ځواب دا وی: هو، کولای شم، استاد به ورڅخه په توندې وپوښتي: ولې يې نه کوې؟ کوچنی به دا ځواب ورکوي چې دا کار ناسم دی او کول يې مناسب نه دي، دلته استاد د کوچني په دې کلام تعليق وکړي چې  په ازل کې هم الله پاک دا ليکلي و چې د پيالۍ به ته نه ماتوې، ځکه چې ته ډېر ښه ماشوم يې، دا هم د الله په علم کې و چې شقي کوچنی به راپورته کيږي او دا پيالۍ به ماتوي، ايا په ځمکه باندې د جام له غورځولو نه چا ستا لاس نيوی وکړ؟ او ايا کوم چا شقي ماشوم مجبور کړی و چې دغه جام په ځمکه ګوزار کړي تر څو مات شي، همدا ډول هدايت او ضلالت هم دی، بيا به کوچني ته وويل شي: انسان په دې نه پوهيږي چې الله پاک يې اړوند څه پرېکړه کړې ده او نه ته په دې مجبور يې چې د ځان په تړاو د الله د پرېکړو کشف وکړې، په دې باب کې له تا څخه ايمان مطلوب دی چې د الله پاک علم کامل او شامل دی، او هرڅه هغه ليکلي او اندازه کړي دي، ته د خپلو ارادو مسؤل يې، له تا څخه د دې پوښتنه کيږي چې د الله ماموراتو ته څومره ژمن وې او له نواهيو څخه دې ورله ځان څومره را قابو کو، ستا د ارادې او قدرت محور او احاطه همدومره ده. ([4])

  • : الله ولې چا ته هدايت او چا ته يې نه کوي؟

دالله پاک د قول له مخې هغه ټولو ته هدايت کړی دی، هغه فرمايي: [وَهَدَيْنَاهُ النَّجْدَيْنِ  ] ([5])

ژباړه: او مونږ انسان ته دواړه لارې ښودلې دي.

په ايت کې د (وَهَدَيْنَاهُ ) معنا هغه هدايت دی د مستقيمې لارې وضاحت او شرح ورته کوي داسې توضيح چې باطل پکې واضح او حق پکې واضح وي، له دې کبله الله پاک خلکو ته اختيار حريت ورکړی دی، اوس خلک دي چې د ځان لپاره سمه او څوک ناسمه لاره اختياروي. ([6])

  • : که الله پاک په ازل کې ليکلي وي چې يا به تيروځي او يا ګمراه کيږي نو ولې بيا مونږ سزا وار کوي؟

دغه د الله علم دی او بشريت هېڅکله د الله په علم مزيد علم نه لري، له انسان سره له جهل او وهم او ګمان پرته نور څه نشته، له انسان سره د دنيوي ژوند په کړو وړ باندې محاسبه کېدای شي، او د دې خو بيخي مجال نشته چې انسان د ځان اړوند د الله تقدير وپېژني او هغه اوامرو ته دې عملي بڼه ورکړي او له نواهيو څخه دې ورله ځان وساتي، تقدير ليکل شوی دی او دليل دی.

همدا راز بايد ورته وويل شي: دنيوي امور ستا لپاره الله پاک ليکلي دي… ته ولې بيا هغه دنيوي کارونه کوې چې ستا لپاره ګټور وي او له زيانمن يې نه ځای ژغورې؟

ممکن دي چې کوچني ته په دې اړه دا مثال ووايې: که څوک مومې منطقې ته سفر کول غواړي او دوه لارې ورته تللې وي، يوه يې له امن نه ډکه او بله يې بې امنه لاره وي، ته به په کومه لاره ځې؟

طبعي به د هغه ځواب په لومړۍ لاره باندې تلل وي، دا ډول به انسان اخرت ته خپل سفر جنت ته له هغې لارې پېل کوي چې پر امنه وي، او دغه لاره د الله پاک د اوامرو امتثال او له نواهيو څخه يې ځان ژغورل دي، که تقدير د چا لپاره حجت او دليل وای نو د جنايتکارو حبسول توان به مو نه درلود، ځکه هغوی به د خپلو عملونو لپاره دليل په تقدير نيو([7])، نو په انسان باندې واجب دي چې الله پاک ته ځان تسليم او په پرېکړو يې خوشحاله او راضي شي، [لَا يُسْأَلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَهُمْ يُسْأَلُونَ ]

ژباړه: له الله نه د هغه کړو وړ اړوند پوښتنه نه شي کېدای او مخلوق څخه به پوښتنه کېدای شي، مخلوق د الله مخلوق او واک د الله واک دی.

 

  • : الله پاک مونږ ولې پېدا کړي يو؟ ولې يې دنيا پېدا کړې ده؟ حيوانات يې ولې پېدا کړي دي؟

الله پاک فرمايي: [وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ  ] ([8])

ژباړه: ما پيريان او انسانان نه دي پېدا کړي دي مګر د خپل عبادت لپاره.\

الله پاک د داسې موخې په خاطر شته کړي يو چې که څه هم د هغه عبادت دی خو ولې زمونږ لپاره ګټور دی، د اعمالو سره سم به ورباندې نتيجه په اخرت کې مرتب کيږي، جنت به د محسنينو او دوزخ به د بدکارو لپاره وي، دا دنيا  ټوله د الله ده، هغه په ډېر دقت او علم سره پېدا کړې ده، هغه ا سمانونه او ځمکې پېدا کړي دي، ستوري يې د اسماني زينت، نښې نښانې پېدا کړي دي، لمر يې د دې لپاره پېدا کړی دی چې مونږ ته تودوخه او حرارت راکړي او د نباتاتو په نشو نما او د جراثيمو مخه ډپ کړي، حيوان يې د انسان لپاره پېدا او مسخر کړی دی، انسان يې خوري او بار ورباندې وړي، الله پاک فرمایي: [وَالْخَيْلَ وَالْبِغَالَ وَالْحَمِيرَ لِتَرْكَبُوهَا وَزِينَةً وَيَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُونَ ] ([9])

ژباړه: اسونه او قچر او خره الله پاک پېدا کړي دي تاسو ورباندې سپاره شئ او ستاسو لپار ښايست دی او هغه څه پېدا کوي چې تاسو پرې نه پوهيږئ.

د هستوګنې لپاره يې ځمکه چمتو کړې ده او د انسان له تخليق وړاندې دا ټول شيان شته کړي دي.. دا په دې خاطر چې الله پاک په ټولو هغو شيانو د انسان تکريم وکړي چې انسان يې ورباندې خاص کړی دی، سره له دې چې دا ټول شيان د الله پاک تسبيحات او تحميدات وايي او په نفس وخت کې ټول بېرته د الله پاک عبادت کوي، الله پاک فرمایي: [وَإِنْ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا يُسَبِّحُ بِحَمْدِهِ وَلَكِنْ لَا تَفْقَهُونَ تَسْبِيحَهُمْ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا ] ([10])

ژباړه: هېڅ شی نشته مګر د الله پاک تسبيح او حمد وايي خو تاسو په تسبيحاتو نه پوهيږئ، الله پاک ډېر بردبار او بخښونکی ذات دی.

  • : ايا الله پاک به له هغو خلکو سره حساب وکړي چې رسول ورته نه وي راغلی؟

هو، دوی هم د پوښتنو او حساب لاندې دي ځکه چې الله پاک ورته عقل ورکړی دی، د قيامت په ورځ به يې الله پاک امتحان کړي او اوامر به ورته متوجه کړي، که يې خبره ورله ومنوده نو جنت ته به لاړ شي او که يې ورله نافرماني وکړه نو اور ته به لاړ شي.

  • : شرونه ولې دي؟ بايد نه وی!

دنيا د ازمېښت او امتحانونو کور دی، د دوو سمسټرو په څېر لومړی سمسټر دی او اخرت دار الجزاء او د محاسبې کور دی، د مظلومانو لباره به له ظالمانو څخه قصاص وا خستل شي  ګويا که اخرت يې دوهم سمسټر دی، له دې کبله د شرپسندو شتون او په دنيا کې يې نه سزا وار کول د  ازمېښت په معنا دي ورنه دا څه اخری پړاو نه دی، بلکې د قيامت په ورځ به هرومرو ټول راپورته کيږي او هر انسان ته د خپل اعمالو سزا او جزا ورکول کيږي، الله پاک فرمايي: [فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ * وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَه ] ([11])([12])

ژباړه: که د ذرې په څېر څوک کار خير ولري نو وبه يې ويني، او که د ذرې په څېر څوک کار شر ولري نو وبه يې ويني.

  • : الله پاک ولې شرپسند کول؟

له کله راهيسې چې الله پاک مخلوق پېدا کړی دی د خير او شر په کارونو کې يې ورته اختيار ورکړی دی، ته کولای شې چې مهذب او يا غير مهذب شې خو نتائج به يې منې، دا پرېکړه د الله پاک لورينه او له حکمت څخه ډکه ده، شرپسند کولای شي چې ښه ا و نيک خلک جوړ شي او زمونږ زيار به هم دغه وي چې له شرپسندو نه ښه خلک جوړ شي، خو که په خپل شر او شرات له کلک درېځ ولرې بايد ده چې له خلکو څخه يې دشرارت مخه واړو، تر څو الله پاک له مونږ سره مينه ولري او د خير بدله راته راکړي، د دنيا په ژوند کې الله پاک د هر څه شي خالق او مالک دی او همدا ژوند د ازمېښتونو او امتحان زندګي ده، الله پاک فرمايي: [ الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُورُ ] ([13])

ژباړه: الله پاک هغه ذات دی چې مرګ او ژوند يې پېدا کړی دی، ترڅو ازمېښت مو کړي چې په تاسو د ډېر ښه عمل والا څوک دی؟ او الله پاک زرور او بخښونکی ذات دی.

او د ازمېښتونو له جملې څخه دا هم دي چې د شيطانانو او منحرفينو انسانانو په لاسونو يې شر او شرارت يې پېدا کړی دی. ([14])

  • : ځنې خلک ولې ګډوډ او يا په تکليف او رنځ اخته پېدا کيږي؟

دوی هم الله ځکه په ازمېښت کې اچولي دي ترڅو وايې ازموي چې ايا په نقص او رنځ له زغم څخه کار اخستلای شي؟ ترڅو د مزيدو حسناتو څښتنان شي، او په دې خاطر هم چې الله پاک ته د صحت او جوړتيا نعمت راياد کړي ترڅو په دصحت په لورينه يې شکريه ادا کړو، په دې سره الله پاک مونږ ته زمونږ کمزوري راښايي ترڅو غرور او کبريا مې ښکار نه کړي او د تل لپاره تواضع او منځني هماهنګي او د تعاون تعامل ولرو، د حساب ( قيامت ) له ورځې وروسته به د خير ښيګړې څښتنان په جنتونو کې دتل لپاره رک روغ صحتمند وي – ان شاء الله – ([15])

…………………………………….

([1]) سورت فرقان: ( ۲ ).

([2]) الايمان بالقضاء والقدر: ( ۳۶)، د دکتور محمد الحمد ليکنه.

([3]) سورت تکوير: ( ۲۹ ).

([4]) الأسئلة العقائدية عند الأطفال والاجابة عليها: ( ۱۴۵ )، د دکتور بسام العموش ليکنه، احفظ الله يحفظک: ( ۷۱ – ۷۲ )، د محمد الدبيسي ليکنه، الايمان بالقضاء والقدر: ( ۱۸۵ )، د دکتور محمد الحمد ليکنه.

([5]) سورت بلد: ( ۱۰ )

([6]) الأسئلة العقائدية  عند الأطفال والاجابة علیها: ( ۱۵۶ )، د دکتور بسام العموش ليکنه.

([7])  الايمان بالقضاء والقدر: ( ۱۳۰ – ۱۳۴ )، د دکتور محمد الحمد ليکنه.

([8]) سورت ذ اريات: ( ۵۶ ).

([9]) سورت نحل: ( ۸ ).

([10]) سورت اسراء: ( ۴۴ ).

([11])  سورت زلزله: ( ۷ – ۸ ).

([12]) القواعد العشر: ( أهم القواعد في تربية الأبناء: ( ۲۱ ۰ ۲۲ )، د دکتور عبدالکريم بکار ليکنه.

([13]) سورت ملک: ( ۲ ).

([14]) الأسئلة العقائدية عند الأطفال والاجابة عليها: ( ۱۵۵ )، د دکتور بسام العموش ليکنه.

([15]) ردود علی شبهات متعددة ، نشر: مرکز الفتوی، اسلام ويب: ( ۷ / ۶ / ۲۰۰۷ م.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

*

code

Back to top button