د ماشومانو روزنهښځې او ماشومان

په عباداتو د ماشومانو روزنه ؛ ژباړن : أمير حمزه الأحمدي

د بچو د روزنې ۱۳۰ لارې چارې (دويمه برخه) ليکوال: د. أحمد المزيد

په عباداتو د ماشومانو روزنه

۱۱- بچي ته دې د إسلام پينځه بېناوې ور زده کړه.

۱۲- بچي په لمونځ عادت کړه – خپلو بچو ته په اوه کلنۍ کې په لمونځ امر وکړئ ، او په لس کلنۍ کې يې بيا پرې ووهئ ـ.

۱۳- ماشوم له ځان سره جومات ته بوزه، دا ور وښايه چې څنګه اودس وکړي.

۱۴- د جوماتونو آداب ، درناوی ، او پاکوالی ور وښايه.

۱۵- کله کله پرې روژه نيسه، تر څو د لوي والي په وخت کې ورسره روږدي وي.

۱۶- د قرآن کريم ، نبوي آحاديثو او صحيح اذکارو څخه يې يو څه اسانې برخې ته وهڅوه ، تر څو د يادو يې زده کړي.

۱۷- ماشوم چې دې کله هم په د قرآنکريم په حفظ کې پرمختيا يا ترقي کوي نو په يوه جائزه يې ونازوه ؛ ابراهيم بن ادهم وايې چی ـ ما ته می پلار وويل: ای زما ځويه حديث زده کړه ، هر کله چی تا يو حديث واوريده يا دې ورته غوږ ونیوه، بيا دی زده کړو، زه به بيا يو درهم درکوم.
فرمايي: په دی طريقې سره ما آحاديث زده کړل.

۱۸- بچی دې په زيات حفظ ، په يادو يادونه او لوستنه باندې مه ستړی کوه ، تر څو  دغه کارونه ورته سزا ښکاره نشي، نو بيا به ورته د قرآن کريم حفظ بد ښکاري او زړه به يې ورته نه کېږي.

۱۹- ته د خپلو بچو نمونه او لارښود يې ؛ نو که چيرې ته خپل عبادت سپک ګڼي يا په کې سستوالی کوي ، يا درته بوج ښکاري ، نو بچي دی بيا ستا لاره نيسي، هغوي ستا څخه اغيزمن کيږي ، نو عبادت به بيا په ځان بوج ګني، شايد چې بيا ترې د تيښتې لار هم غوره کړي.

۲۰- ماشوم دې په صدقه او خرچه ـ باندې روږدي کړه ، داسې چې کله کله ته صدقه کوي او هغه دې ويني ، يا هم ته ورله يو څه پيسې ورکړه چې يو فقير سوالګر ته يې ورکړي ، او له دې ښه خبره بيا داده چی ته يې دی ته و هڅوي چې له خپل هغه ځانګړي مال څخه چې هغه يې زيرمه کوي صدقه وکړي.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

*

code

Back to top button