د ماشومانو د اخلاقي روزنې لارې چارې ( ژباړن : امير حمزه الأحمدي )
د بچو د روزنې ۱۳۰ لارې چارې _ دريمه برخه . ليکوال : د.أحمد المزيد

د ماشومانو د اخلاقي روزنې لارې چارې
۲۱- که چيرې ته غواړې چی بچی دی ريښتونی وي ، نو په زړه کې ورله ويره او ډار مه اچوه.
۲۲- لومړی خپله رښتيا ووايه چې تر څو بچی دې له تا رښتيا زده کړي.
۲۳- د رښتينولۍ او امانتدارۍ غوره والې ، فضيلت ورته بيان او څرګند کړه.
۲۴- د بچي امانتداري دې د هغه د خبریدو پرته وازمايه.
۲۵- ماشوم دې په صبر او حوصلې روږدي کړه ، د بيلګې په توګه کله کله پرې روژه نيسه، او يا هم ځيني نور داسې کارونه چې صبر ، زغم او سړې سينې ته اړتيا لري.
۲۶- د خپلو بچو تر مينځ دې عدل او انصاف کوه ځکه چې دا هغوي ته د انصاف يا عدل ښودنې يوه ښه وسيله ده .
۲۷- ماشوم دې په ځان باندې بل ته د لومړيتوب ورکولو په خوي باندې روږدي کړه ، د ايثار عادت د پلي دريزنو له لارې ، يا هم د ځينې هغه کيسو له لارې چی د إيثار (بل له په ځان باندی لومړيتوب ورکول ) غوره والي په کې شتون ولري.
۲۸- بچو ته دې د درغلۍ ، دهوکې ، لومې ، غلا او درواغو بدې يا ناوړه پايلې څرګندې کړه.
۲۹- که ماشوم دې په ځينې دريزونو کې زړورتيا ـ شجاعت ـ ښکاره کړ نو په دغې کار يې وستايه، انعام ورکړه ، او ورته څرګند کړه چی زړورتيا ـ شجاعت ـ دا دی چی ته هغه څه سرته ورسوي چی سم او اړين وي.
۳۰- ډيره سختې مه کوه ، تر څو دې بچي ستا د ويرې، درواغو او بزدلۍ په لور ګام پورته نه کړي.
۳۱- بچي ته د عاجزۍ، نرمښت او د لويۍ د پرېښودو اخلاق ور زده کړه.
۳۲- ماشوم په دې وپوهوه چې انسانان په يو بل باندې په تقوی او نيک عمل سره بهتري مومي ، نه په نسب ، خيل او مال سره.
۳۳- دا ور زده کړه چې د تيري ـ ظلم ـ انجام يا پايله ترخه وي ، او سرکشي بيا خپل څښتن را پرځوي ، او خيانت يا درغلۍ سړی تباهۍ ته راکاږي.
۳۴- د ځينو شيانو او اخلاقو ترمينځ توپير ور زده کړه، لکه د زړورتيا ( شجاعت) او سرسريتوب يا بی احتياطۍ ـ تهور ـ تر مينځ توپير ، د حياء او خجالت تر مينځ توپير ، د عاجزۍ او ذلت تر مينځ توپير او همدارنګه د زيرکتيا او دوکې يا لومې ترمينځ توپير.
۳۵- بچي دې په پت او عزت ساتنه روږدي کړه، په کور کې د نورو سره ښې اړيکې وپاله، د عزت په قدر يې پوهه کړه.
۳۶- هيڅکله له ژمنې او تعهد څخه مه وروسته کيږه، په ځانګړي توګه له بچو سره، ځکه دا په ماشومانو کې تعهد او ژمنتيا پياوړي کوي .