قرآن پوهنهقرآن کريم

د قران راټولول، د قران سجدې ، د قران کريم اجزاء ( برخې، سپارې) د قران کريم نزول:، د مفسرينو اختلاف. ليکنه: لقمان حکيم حکمت

د قران راټولول، د قران سجدې ، د قران کريم اجزاء ( برخې، سپارې) د قران کريم نزول:، د مفسرينو اختلاف. ليکنه: لقمان حکيم حکمت

د قران راټولول

په سينو کې د قران زده کول يا يې په پوستکو او کاغذونو يا دې ته ورته په نورو شيانو کې په تدريجې ډول ليکل.

دقران کريم راټولول پر دريو مرحلو تېر شوی دی: لومړۍ مرحله: د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په دور حيات او ان ترمرګ پورې، دا ډول حفظ يې په سينو کې زده کول او په کاڼو پوستکو ليکل و، خو جدا جدا و ، خو د يو مصحف په شکل کې نه و شته، دا ځکه چې د دوهم ايت له نزول سره  په يو مصحف کې يې راټول له ډېر تغير او تبديل سره مخ کېدل. دوهم مرحله: د ابوبکر رضي الله عنه په دور خلافت کې د قران راټولول: دا مهال هغه قران کريم دعربانو په ټولو لهجو سره په يو مصحف کې راټول کړ او تر مرګ پورې يې ابوبکر رضي الله عنه دغه قراني مصحف له ځان سره خوندي وساته. دريمه مرحله: د عثمان رضي الله عنه په دور خلافت کې هغه د بيا ځل لپاره د خلکو ترمنځ د زيات اختلاف له کبله په يو مصحف کې اود قريشو په يوې لهجه سره راټول کړل، بيا يې له دغې نسخې څخه مکه، شام، بصره، کوفه او يمن ته يوه يوه نسخه واستوله، او په مدينه کې يې له ځآن سره يوه نسخه پرېښوده، ياده نسخه د مصحف عثمان يا مصحف امام په نوم ونومول شوه، او ټول هغه مصحفونه يې وسوځول چې له ده څخه مخکې وو .

 

د قران سجدې

د قران کريم هغه ځايونه چې د تلاوت يا اورېدو سره يې سجده مسنونه ګرځي،.

د قران کريم له سجدو څخه ځانګړي ځايونه مراد دي چې د لمونځ او د لمونځ څخه بغېر د لوستلو يا اورېدلو په مهال پرې سجده کول جواز پېدا کوي، يا دغه ځايونه داسې دي چې په سجدې باندې پکې پرې امر شوی دی، او داسې ځايونه دي چې اِخْبار ورپکې دی، د سجدې ايتونو ته هم عزائم او هم ورته د تلاوت سجده ويل کيږي، په قران کې يې ټول ځايونه پنځلس دي، درې يې په مفصل سورتونو ( نجم، انشقاق او علق ) کې دي، او پاتې دولس يې په باقې قران کې په سورت اعراف، رعد، نحل، اسراء، مريم، حج او د سورت فرقان په دوو ځايونو کې، همداراز په سورت نمل، فصلت، ص، او سورت سجده کې  دي، د تلاوت سجده د لمونځ عامو سجدو په څېر وي چې تندی، پوزه، دواړه لاسونه، دواړه خپې او زنګونان پکې په ځمکه کېښودلی شي، او يا به سر هغه مهال ښکته کړي که د سجدې توان يې نه درلود، د لمونځ د سجدو په څېر دعاګانې پکې لوستل کيږي، په زياتو قرانونو کې يې نښه د سجدې څخه لاندې يا باندې افقي کرښه وي، او د ايت په اخر کې، يا يې ترڅنګ د (سجده) کلمه هم ليکل شوي وي او يا يې هم په اخر کې د سجدې رمز وضع شوی وي.

 

د قران کريم اجزاء ( برخې، سپارې)

د قران کریم ابعاض په ايتونو او سورتونو باندې مشتمل دي.

علماؤ قران کريم ګڼ شمېر اجزاؤ ( برخو ) ته تقسیم کړی دی چې له جملې څخه يې: لومړی:  اوو برخو ته تقسيمول : درې سورتونه، پنځه سورتونه، اووه سورتونه، يوولس سورتونه، ديارلس سورتونه او اخيرنۍ برخه يې له سورت (ق) څخه پېل اخلي تر اخره پورې،دا تقسيم له صحابه کرامو رضي الله عنهم څخه هم په شهرت سره نقل دی، دوهم: دېرشو برخو ته د قران تقسيم او بيا هر جزء دوو ته تقسيموي ، په دې سره دقران ټول اجزاء تر شپيته رسيږي، پر هر يو يې د ( حزب ) اطلاق هم کړی دی او هر ( حزب ) يې اتوو برخو ته تقسيم کړی دی، په دې سره د قران ټول اجزاء څلورسوه اتيا اجزاء جوړيږي.

د قران کريم نزول:

د دنيا اسمان ته په يو ځل د الله پاک قران لره نازول، او بيا يې په محمد صلی الله عليه وسلم باندې د جبريل عليه السلام په واسطه چې له الله څخه يې اورېدلی دی نازول.

قران کريم په دوو صفتونو نازل شوی دی: لومړی صفت: له لوح محفوظ څخه د دنيا اسمان ( بيت العزت ) ته په يو ځل نازلېدل د قران دا ډول نزول د رمضان په مياشت ليلة القدر کې شوی دی. دوهم صفت : د الله پاک له پلوه قران کريم بېلابېل او په تدريجي بڼه د حوادثو او پېښو سره سم نازلول په داسې حالت کې چې له الله څخه اورېدل شوی دی دا مرحله د نبي صلی الله عليه وسلم له بعثت څخه پېل اخلي او پر مرګ يې پای ته رسيږي، له دې حيثيته چې الله پرې خپله تلفظ کړی دی او جبريل ترې اورېدلی دی، بیا محمد صلی الله عليه وسلم له جبريل علیه السلام نه اورېدلي دی.

 

د مفسرينو اختلاف

د مفسرينو اختلاف مطلب دا چې د يو ايت يا کلمې يا حکم او داسې ورته شيانو کې يې اختلاف وکړي.

د مفسرينو اختلاف له دې څخه عبارت دی چې د قران کريم په معناګانو او احکامو کې ګڼ شمېر اراء ( رايې ) ولري، د مفسرينو دا اختلاف دوه ډولونه لري: لومړی ډول: د تنوع اختلاف: دا ډول اختلاف دې ته ويل کيږي چې د دوه يا زياتو قولونو ترمنځ داسې اختلاف وي چې منځ کې سره بېرته تعارض نه لري او ترمنځ يې جمع او توفيق امکان لري.دوهم ډول: د تضاد اختلاف: دا ډول اختلاف دې ته ويل کيږي چې د دوه يا ډېرو قولونو ترمنځ داسې متعارض اختلاف وي چې ترمنځ يې توفيق امکان نه لري، د مفسرينو ترمنځ اختلاف زياتره تنوعي وي او د تضاد اختلاف نه وي، د مفسرينو د اختلاف له لاملونو څخه ځينې دا دي:

۱- : د قراني قرائتونو اختلاف.

۲- : په نسخ کې اختلاف.

۳- : په نبوي سنتونو باندې يې په معرفت کې درجې.

۴- : د لفظ په اطلاق، تقييد، عموم او خصوص کې اختلاف.

۵- : د ايتونو په اسباب نزول کې اختلاف.

۶-: لغوي اختلاف لکه د حروفو يا د الفاظو معناګانې، تقديم او تاخير،اعراب او داسې نور د اختلاف لاملونه.

 

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button