د ماشومانو په ادابو د روزنې لارې چارې _ ژباړن : امير حمزه الأحمدي.
د بچو د روزنې ۱۳۰ لارې چارې _ ليکوال : د.أحمد المزيد.

د ماشومانو په ادابو د روزنې لارې چارې
۳۷- په بچو دې سلام اچوه.
۳۸- د بچو په وړاندې دخپل عورت په ښکاره کيدو کې سستي ، يا بې پروايې مه کوه.
۳۹- خپلو ګاونډيانو سره ښه رويه او چلند کوه چې ماشومان يې وګوري.
۴۰- بچي ته دې د ګاونډي حقوق او هغه ته د ضرر يا تکليف رسونې خطر ور وپيژنه.
۴۱- له مور او پلار سره دې نېکي او ښه چلند کوه ، خپلولي پاله ، او په ياد کار کې دې ماشومان له ځانه سره ملګري کوه.
۴۲- بچي دې په دي خبر کړه چې خلک مودب مهذب او ښه خوي او چلند والا کوچنيان خوښوي ؛ چې نورو ته تکليف يا زيان نه رسوي.
۴۳- زوي ته دې يو داسې خط وليکه چی په هغې کې ځينې آداب ، نصيحتونه يا خير خواهي او وصيتونه ځاي پر ځای شوي وي.
۴۴- دا هم بچو ته ښکاره کړه چې ځيني خويونه او اخلاق په مکمله توګه سره بد او ناوړه دي ، او دهغې لاملونه هم ورته په ډاګه کړه.
۴۵- له بچو سره دې کېنه، هر ځل ناسته کې د نبوي آدابو څخه يو آدب د ماشومانو مخکې لوله، بيا ترې پوښتنه وکړه چې زمونږ په کې څه ګټه ده ، او داسې بيا هم کولای شي چی ځوي دې لولي او ته ورته غوږ يې.
۴۶- ځوي ته دې لارښوونه او نصيحت پټ کوه، او د نورو وګړو په وړاندې سزا مه ورکوه.
۴۷- ځوي دې تر خپل توانه او وسه ډير مه پړ او ملامت کوه.
۴۸- مخکي له دې چې د ځوي کوټې ته ور ننوځي، اجازه ترې وغواړه؛ ځکه چې دا کار بچي ته د اجازت غوښتنې د زدکړې لپاره يوه ښه وسيله ده.
۴۹- ددې ارزو او هيله مه کوه چې زوي دې په هغه څه چې ته يې غواړي د لومړي ځل لپاره پوه شي او سرته يې ورسوي، بلکې صبر او زغم ته اړتيا لري: (وأمر أهلك بالصلاة واصطبر عليهما)
ژباړه: خپل کور والا ته دې په لمونځ امر کوه، په دی کار باندې ټينګ شه او صبر پرې کوه.
۵۰- د خوراک په پيل کې (بسم الله) او وروسته ترې (الحمدالله) په اوچت آواز يا داسې آواز سره چې واوريدل شي هرومرو ووايه.
۵۱- د ځوي په ځينو تيروتنو دې سترګې پټې کړه ، خو ټټر دې بيا د هغه د تيروتنو د خوندي والي لپاره ټاټوبی او خزانه مه ګرځوه.
۵۲- کله چی تيروتنه وکړی نو له بچي دی بخښنه وغواړه.
۵۳- ماشوم کوښښ کولو ته وهڅوه، داسی ورته ووايه: چې زه پوهيږم چی ته يو تکړه هلک يې او ته دا توان لري چی دغه کار تر سره کړي.
۵۴- بچو ته د ځانګړي مقام احساس ورکړه.
۵۵- د بچي په خبرو او کړنو پسې مه خانده.
۵۶- ځوي ته دې د مبارکۍ، او روغبړ ادبي او خواږه عبارتونه ور زده کړه.
۵۷- د بچي نه د هر څه په اړه د دليل يا لامل په غوښتلو کې مبالغه او د کچې زیاتوالی مه کوه.
۵۸- ماشوم دې په پيسو باندې په کار کولو مه روږدي کوه، ځکه چی ياد کار يې د پيسو په وړاندی شخصيت کمزوری کوي.
۵۹- ځوي دې خپل لومړی ملګری جوړ کړه .