د ماشومانو روزنهښځې او ماشومان

د ماشوم روغتيايي او کلتوري روزنه _ ژباړن: امير حمزه الأحمدي.

د بچو د روزنې ۱۳۰ لارې چارې _ ليکوال: د.أحمد المزيد.

د ماشوم روغتيايې روزنه
۹۰- د بچو روغتيا ته دې پام کوه.

۹۱- واکسين له خپل وخت څخه مه ځنډه وه .
۹۲- د درملو په ورکولو کې له معلومې کچې زياتوالی مه کوه.

۹۳- ماشوم دې په شرعي دمونو دم کړه.

۹۴- بچي دی له وختي بيده کيدو او له وختي بيداريدو سره روږدي کړه .
۹۵- ځوي ته دې داسې روزنه ورکړه چی د ځان، غاښونو او کالو پاکوالي ته پاملرنه وکړي.

۹۶- د دې انتظار مه کوه چی تر څو ناروغی سخته اومنګولې کلکې کړي.

۹۷- بچي دې له هغه چا لیرې ساته چې په ساري ناروغۍ اخته وي.

۹۸- ځوي دې د هغه د ناروغۍ له خطره مه خبره وه.

۹۹- الله تعالی ته پناه يوسه ، ځکه چې الله هغه هستي ده چی د چا په لاس کې چی د ټولو ناروغيو روغتيا او شفا ده .

د ماشوم کلتوري روزنې لارې چارې

۱۰۰- ځوي ته دې ځینې معماګانې او پزلونه وړاندې کړه.

۱۰۱- د ځينې تعبيري عنوانونو يا موضوعګانو د ليکنې غوښتنه ترې وکړه.

۱۰۲- هغه څه چې ستا ځوي يې ليکي تل يې د لوستلو کوښښ کوه.

۱۰۳- د هرې لغوي نحوي او ژبنۍ تيروتنې په وړاندې چی ځوي دې په کې ښکيليږي مه دريږه.

۱۰۴- ځوي دې لوستلو او مطالعې ته هڅوه.

۱۰۵- ماشوم ته اجازت ورکړه، چې هغه کتابونه او قيصې چی ماشوم يې غواړي په خپله خوښه ولولي.

۱۰۶- ځوي سره دې د کتاب په لوستلو کې يو څه ونډه واخله.

۱۰۷- بچو ته دی د زيرکتيا ځينې لوبي برابرې کړه .
۱۰۸- زوي دې درسي يا تحصيلي بریاليتوب ته وهڅوه.

۱۰۹- ځوي دې داسې جوړ کړه چې په هغه خنډونو بر لاسي وي کوم چی د ده او د تحصيلي يا زده کړييزو پرمختياوو ترمينځ پېښیږي.

۱۱۰- ځوي دې د مخکنیو يا وروستيو خلکو د شعرونو او غوره ويناوو زده کولو ته هڅوه .

۱۱۱- د ځينې متلونو او مثالونو يادولو ته يې وهڅوه.

۱۱۲- ځوي دې د خطابت او وینا د هنر سره روږدي کړه.

۱۱۳- ماشوم د خبرو اترو او بل ته د قناعت ورکولو په هنر يې روږدي کړه.

۱۱۴- ماشوم ته د شخصي قابليتونو د ودې او نمو په دوره کې د ګډون زمينه برابره کړه .

۱۱۵- زوی دې له مورنۍ ژبې پرته د بلې مشهوری ژبې زده کړی ته وهڅوه.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button