د ماشومانو روزنهښځې او ماشومان

د ماشوم د مکافاتو او سزا لارې چارې_ ژباړن: امير حمزه الأحمدي

د بچو د روزنې ۱۳۰ لارې چارې_ ليکوال: د . أحمد المزيد.

د ماشوم د مکافاتو او سزا لارې چارې
۱۱۶- د ماشوم په روزنه کې د نېکې بدلې او سزا تګلاره استعمالوه.

۱۱۷- مکافات او انعام هميشه ورکوه خو تل بيا سزا مه ورکوه.

۱۱۸- د جايزی ورکولو په تګلاره کې بدلون راوله ، داسې چی تل بايد جايزه نغدې يا مالي نه وي ، بلکې چکر يا سيل ، په کمپيوټر باندې د لوبو کولو اجازه ، ډالۍ ، او يا هم له ملګري سره بيرون وتل ټول جايزه کيدای شي.

۱۱۹- د سزا ورکولو په تګلاره کې بدلون راوله ، وهل بايد تل د روزنې غوره لار نه وي ، په غوسې کتل ، کله کله په نرمه رټل ، د يوې ټاکلې مودې لپاره د هغه سره پريکون يا له ځانه جلا کول ، او همدارنګه د هغه ورځنۍ پيسو دیوی برخې څخه يې بی برخي کول ، او يا هم د هغه اوونيز سيل يا چکر څخه يې بې برخی کول ټول د سزا ډولونه دي.

۱۲۰- مناسبه او برابره سزا د تيروتنې له تکراره او په تېروتنه کې له بيا بيا ښکيليدو څخه ماشوم ساتي .

۱۲۱- په ياد ولره چی رسول الله صلی الله عليه وسلم هيڅ کله کوچنی وهلی نه دی.

۱۲۲- په لومړی ځل تېروتنې ماشوم ته سزا مه ورکوه.

۱۲۳- په سزا ورکول کې مه سخت زړی کيږه يعني ډيره سختي مه کوه.

۱۲۴- کله چی دې بچي ته سزا ورکوي نو د سزا لامل يې ورته څرګند کړه.

۱۲۵- ځوی ته دې داسې احساس مه ورکوه ګويا که ته هغه ته له سزا ورکولو خوند اخلی او يا هم له هغه سره يو څه کينه لري.

۱۲۶- ځوي دی د خلکو په وړاندې مه ووهه او همدارنګه د غوسې په دوران کې يې هم مه وهه.

۱۲۷- ځوي دې په مخ مه وهه ، او د هغه له توان څخه پورته سزا مه ورکوه.

۱۲۸- کله چی دی ورسره ژمنه وکړه چی نه دې وهم نو بيا يې مه وهه ، تر څو په تا باور او بروسه ونه بايلي .
۱۲۹- بچی دې په دی پوهه کړه چی ته د هغه د خيرخواهۍ او فايدې لپاره هغه ته سزا ورکوی ، او ستا مينه له هغه سره تا دې ته اړ کوي.

۱۳۰- په دی يې پوهه کړه چی سزا د خوږولو يا دردولو لپاره نه ده بلکې د آدب لپاره ده.

په اخره کې د الله تعالی نه د هدايت ، سمې لارې او توفيق غوښتنه کوو.
زمونږ په خوږ پيغمبر دی د الله تعالی زيات زيات رحمتونه او درودونه وي .
د رب العالمين څخه د ماشومانو په روزنه کې توفيق غواړم
او دا کم عمل د ميزان په تله کې قبول غواړم .

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button