د ماشومانو روزنهښځې او ماشومان

د ماشوم د ټولنيزې روزنې لارې چارې _ ژباړن: امير حمزه اللأحمدي .

د بچو د روزنې ۱۳۰ لارې چارې _ ليکوال: د. أحمد المزيد .

د ماشوم د ټولنيزې روزنې لارې چارې
۸۰- بچو له دې په اوړنې مرکزنو ، د قرآن کريم د يادونې په حلقو ، علمي مسابقو او همدارنګه د مهارتونو د را برسېره کېدو په کمپونو کې نوم ليکنه وکړه ، او همدا راز نور فعاليتونه .
۸۱- ځوي دې پريږده چی خپله د ميملنو عزت ، درناوې او پت وکړي ، داسی چی ميلمنو ته يو څه چاي ، قهوه او ميوه وړاندی کړي .
۸۲- کله چی له ملګرو سره ناست يې او ځوي دی سوب شي نو ښه راغلاست ورته ووايه .
۸۳- ځوي دی پريږده چی د ټولنيز جومات په فعاليتونو کې ونډه واخلي ، لکه د کونډو او يتيمانانو صندوق يا تاخچه .
۸۴- ځوي دې په کار ، پير ، پلور او په حلاله مزدورۍ يا حلال کسب باندی روږدی کړه .
۸۵- ځوي داسی جوړ کړه چی تل د نورو په دردونو وپوهيږي او له هغوۍ څخه يې د کميدو زيار وباسي .
۸۶- ځوي دی داسی مه ګرځوه چی د ټولې نړۍ غمونه په ځان بار کړي .
۸۷- ځوي ته دی د خپل ټولنيز کار ثمره او فايده ور په ډاګه کړه .
۸۸- ځوي دی د ځينو اړتياوو د پوره کولو لپاره ليږه يا استوه ، او په هغه باندې ستا بروسه ، باور او اعتماد وروښايه .
۸۹- ځوي دې له دې مه منع کوه چې خپل ملګری خپله وګماري ، او پرته له دې چې خبر شي ته کولای شی چې داسې يې جوړ کړی چی هغه څوک و ګماري چی ته يې غواړی .

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button