احکام او ادابقرآن کريم

قراني اعجاز او د عددي اعجاز زيانونه. ليکنه: لقمان حکيم حکمت

قراني اعجاز او د عددي اعجاز زيانونه. ليکنه: لقمان حکيم حکمت

لغوي اعجاز

د بشر په عاجزتوب باندې د قران کریم خبر ورکول چې دوی د قران کريم په ضد کې د قران په څېر الفاظ او معنادار او زړه راښکونکی اسلوب باندې مشتمل يو سورت هم نه شي راوړلی، لغوی اعجاز په قران کریم کې رئيسي اعجاز دی چې الله پرې مخلوق چيلنج کړی ( ننګولی ) دی، ځکه د قران د نزول په مهال له عربو سره دا ډول اعجاز ډېر مناسب و، ځکه چې دوی د فصاحت او بيان او د بلاغت څښتنان وو، خو په علومو، صناعتونو او په غيبو باندې د خبر هېڅ علم يې نه درلود، نو دا چې هم د اعجاز دواعي په پوره بڼه شته و او د قران معارضې ته اړتيا هم وه نو ځکه يې وننګول چې هم په قران کافران و او هم يې د الله له هغه کلام نه انکار کو چې محمد صلی الله عليه وسلم ورته راوړي و، قران کریم د لغت عربۍ په ټولو فنونو کې چيلنج ورکړی و، لکه د الفاظو جمال او ښکلا، د الفاظو فصاحت او ښايسته او اسان اسلوب، د بيان کره توب او وسعت، د معانيو ډول ډال او عظمت او داسې نور، دا چيلنح ورته د قران په هر سورت او هر ايت کې متوجه دی، دې ډول چينلنج او اعجاز ته بلاغي اعجاز، لفظي اعجاز او بياني اعجاز هم ويل کيږي.

 

غيبي اعجاز

له داسې څه نه د قران کريم خبر ورکول چې له وحي نه بغېر په بل څه نه معلوميږي، که دغه اخبار له داسې غيبو نه وي چې پ ماضي کې شوي وي او که داسې مغيبات وي چې په مستقبل کې به واقع کيږي.

غيبي اعجاز په قران کریم کې د اعجاز يو ډول دی، غيبي اعجاز ټولو هغو شيانو ته شمول لري چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم نه وي ليدلي،او نه يې له هغې وحي پرته پېژندلو ته بله لار وي، چې د الله له اړخ راغلې ده، که دغه مغيبات په ماضي کې واقع شوي وي او که په حاضر او يا په مستقبل کې واقع کيږي، د ماضي مثال لکه د نړۍ د تخليق ابتداء، اونور هغه څه چې له ادم علیه السلام وروسته واقع شوي دي، يا له شکست وروسته په فارسيانو باندې د روميانو بېرته غالبه کېدل.

 

عددي اعجاز ( قران کريم کې)

د حسابي عملياتو، يا ددوو لفظونو ترمنځ اړيکو ( علاقو، رابطو )، يا دغيبي خبرونو او داسې نورو ترمنځ د هغو تکرارونو او  شمېرو ( ارقامو ) څېړل ( چې نااشنا راز لري)

عددي اعجاز : دا ډول د قران کريم په اعجاز کې له هغو تازه څېړنو څخه عبارت دی چې د عدودنو او شمېرو څخه يې نه منونکی او حيرانتيا وړ بل عدد راويستل دي، يا د دوو عددونو ترمنځ، يا د قراني حروفو او کلماتو يا ايتونو او ياد سورت تطابق ( سمون ) نتېجې ځان رسول، يا يې له عددونو څخه په مستقبل کې راروان غيبي امور کشفول يا دېته ورته نور هدفونه… په قران کريم دعددي اعجاز نمونه لکه (شهر) په قران کريم کې ۱۲ ځله تکرار شوی دی، اود ( يوم ) کلمه په قران کې ۳۶۵ ځله تکرار شوې ده، پا په قران کريم کې د سړی او ښځه، جنت او دوزخ، ملائک او شيطانان په يو څېر عدد ذکر کېدل او داسې نور.

خو ولې حقيقت دا دی چې د اعجاز دا ډول د دې وخت ترهرڅه څرګند تکلف دی، او پر قران کريم باندې هغه عبثيات دي چې هېڅ ورسره نه ښائيږي او نه په دې ډول اعجاز قران کريم دلالت کوي او نه په کوم دليل او برهان ولاړ علم دی، بلکې په غالب کې دې ته هواپرستي ويلی شي – چې د ډېر تکلف له مخې پرې ځان – هغو حسابي عملياتو ته رسوي چې ورته ځآن رسول ګران دي،  ددې ډول علم ( اعجاز عددي) له ستونزو څخه ځينې دا دي:

۱ – : دا د امت اجماع باندې له ثابتو حقايقو څخه وتل دي لکه د عثماني رسم مخالفت، د مترادفو کلماتو او يا يې ضد کلماتو په تحديد کې د لغت عربۍ د قوانينو مخالفت کول دي.

۲ – : د حساب دا فکره په شمسي حساب راپورته شوې ده، او دا ډول حساب له مخکنو بدپرستانو څخه راپاتې حساب دی چې دهېڅ پېغمبر عليه السلام په نېز اعتبار او باور نه لري، په  اسلامي شريعت کې معتبر حساب قمري حساب دی، او له شک پرته قمري حساب دقيق او هېڅ ډول تغير نه خوري.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button