ښځه او ټولنهښځې او ماشومان

په شرعي حدودو کې دننه په اجتماعي امورو کې د ښځو ګډون. ليکوال: مفتي عبدالولي خان

په شرعي حدودو کې دننه په اجتماعي امورو کې د ښځو ګډون. ليکوال: مفتي عبدالولي خان

چونکه نننی عصر د پخوا په پرتله ډېر پرمختللی دی، د ژوند چارې په هغه ډول ساده نه دي پاتې چې مخکې وې، د ژوند په بېلابېلو جوانبو کې ترقي شوې ده، د ميډیکل او طبابت ميدان، د حکومتدارۍ او دولتدارۍ میدان، امنيتي او انتظامي سیکټر او په لسهاوو د ژوند هغه شعبې چې پخوا نه وې نو دغو ټولو شعبو ته رسيده ګي یوازې د نارینه وو له وسعه پوره هم نه ده او د ټولنې ډېر حساسيتونه دي چې هلته د سړیو له خوا اجراءات، کارونه د خنډ او ځنډ سره هم مخامخ کوي او هم ستونزی راولاړوي. مثلاً په روغتونونو کې د ولادت نورمال کیسونه او همدارنګه عملیات، د تالاشۍ په وخت کې د ښځمنو تالاشي د سړیو له جانبه شرعي او ټولنیز حساسیتونه راپاروي، په شعبو کی د ښځو اړوند امور د سړیو له خوا ترسره کيدل ستونزې زېږوي او دغه ډول په سلګونو نور موارد دي، ځکه نو په شرعي حدودو کې دننه په اجتماعي امورو کی د ښځو ګډون روا بلکه په ځينې وختونو کې واجب دی.
ښځې د مسلمانانو په امورو کې د ګډون حق لري، د مشورې ورکولو او د راهنمايۍ کولو مسوليت لري، تر دې چې د خليفه په انتخاب کې د ښځو شرکت ثابت دی.
د امام ابن حزم رحمه الله په اند خو ښځه قاضۍ هم جوړېدای شي او د حنفي مذهب مطابق د قصاص او حدودو له باب پرته په نورو شعبو کې ښځه قاضيه جوړېدای شي.
نبي صلی الله عليه وسلم په ډېرو امورو کې له خپلو ښځو سره مشوره کوله او د هغوی پر رايه به يې عمل کاوه. صحيح البخاري کې د صلح حديبيه په واقعه کې راځي چې کله سوله ليک ولیکل شو، نبي صلی الله عليه وسلم صحابه کرامو ته وفرمايل چې اوس نو ځانونه له احرامه وباسئ، څاروي مو حلال کړئ او سرونه مو وخروئ.
هيچا د نبي صلی الله عليه وسلم په دې فرمان عمل ونه کړ، ځکه چې هغوی د سولې پر ځينو مادو خوښ نه وو.
( قوموا فانحروا ثم احلقوا ) . قال فوالله ما قام منهم رجل حتى قال ذلك ثلاث مرات فلما لم يقم منهم أحد دخل على أم سلمة فذكر لها ما لقي من الناس فقالت أم سلمة يانبي الله أتحب ذلك اخرج لا تكلم أحدا منهم كلمة حتى تنحر بدنك وتدعو حالقك فيلحقك . فخرج فلم يكلم أحدا منهم حتى فعل ذلك نحر بدنه ودعا حالقه فحلقه فلما رأوا ذلك قاموا فنحروا وجعل بعضهم يحلق بعضا.
دې حالت ته په کتو سره نبي صلی الله عليه وسلم هم پرېشانه شو، خپلې خيمې ته راغی او له خپلې مېرمنې ام سلمه رضي الله عنها سره يې مشوره وکړه، هغې ورته مشوره ورکړه چې ته ووځه او خپل سر وخروه او خپله اوښه هم نحر کړه، يعنې ذبح يې کړه، نبي صلی الله عليه وسلم پر دې مشورې چې ښځې يې ورکړې وه؛ عمل وکړ، نو نتيجه يې مثبته راووتله، صحابه کرام هم پاڅېدل، سرونه يې وخرول او قربانۍ يې وکړې. (صحيح البخاري: 2581)
مفسر او مورخ ابن کثير په خپل کتاب البدايه والنهايه کې ليکي چې کله د عمر رضي الله عنه له شهادت وروسته د نوي خليفه د انتخاب موضوع راغله، نو عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه د خلکو د رايو د معلومولو لپاره د ښځو خوا ته هم ولاړ او له هغوی څخه يې په دې اړه پوښتنه وکړه چې څوک خليفه شي تر دې چې په کورونو کې له ناستو پرده دارو ښځو څخه يې هم رايه اخيستې ده. (البداية والنهاية: 7/151)
له دې واقعې څخه ثابته شوه چې ښځې په دولتي امورو کې د مداخلې او مشورې ورکولو حق لري او په انتخاباتو کې برخه اخيستلای شي، ځکه چې عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه ترې رايه او مشوره غوښتې ده او بله دا چې ښځې د مشورې او رايې ورکولو اهل دي او په انتخاباتو کې همدا رايه کارول کېږي.
د نبي صلی الله علیه وسلم په زمانه کې ځينې ښځې په ځينو کسبونو کې مخکښې وې لکه يوه هغه انصارۍ ښځه چې د خپل نجار غلام په ذريعه يې د نبي صلی الله علیه وسلم لپاره منبر تيار کړی و.
رُبَيِّع بنت معوذ رضي الله عنها به عطر خرڅول او د عطرو تجارت به يې کاوه. (والرُّبيع بنت معوذ كانت تبيع العطر وتتجر به.)
(طبقات ابن سعد 8 / 447)
اُم شريک په نوم يوه بله صحابيه وه چې مېلمستون يې لاره.
( طبقات ابن سعد: 8 / 274)
له دغو مثالونو څخه علاوه هم ګڼ واقعات او ثبوتونه شته چې د ښځو د کار او عمل باره کې راغلي دي، په دغو کې يو مثال د رايطه بنت عبد الله دی چې د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه ښځه ( ام ولد) وه، دغه يوه کاريګره او صنعت کاره ښځه وه، هغې به په خپل لاس شيان جوړول، خواري به يې کوله او ګټه به يې پر خپل خاوند او اولاد باندې لګوله، هغه يو ځلې نبي صلی الله عليه وسلم ته راغله او ویې ويل:
يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنِّي امْرَأَةٌ ذَاتُ صَنْعَةٍ أَبِيعُ مِنْهَا.
ای د الله رسوله! زه يوه صنعت کاره ښځه يم او دغه مصنوعات خرڅوم. او ګټه مې پر خپل خاوند او اولاد باندې لګوم، ايا ما ته په دې کې اجر شته؟ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: «أَنْفِقِي عَلَيْهِمْ فَإِنَّ لَكِ فِي ذَلِكَ أَجْرَ مَا أَنْفَقْتِ عَلَيْهِمْ» ته پر هغوی انفاق کوه، تا ته په دې کې اجر شته. (مسند أحمد: 16086)
نو ښځو ته دغه اجتماعي حقونه حاصل دي، الله سبحانه وتعالی په قرآن مجيد کې فرمايي:
وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنْ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَئِكَ سَيَرْحَمُهُمْ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ }
او مومن سړي او مومنې ښځې د دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي، دوى د نېكۍ حكم كوي او له بدۍ نه منع كوي او لمونځ قايموي او زكات وركوي او د الله او د هغه د رسول اطاعت كوي، دغه كسان (چې دي) ضرور به الله پر دوى رحم وكړي، بېشكه الله ډیر غالب، ښه حكمت والا دى (التوبة 71)
نو ښځو ته اسلام په اجتماعي عباداتو کې د ګډون حق ورکړی دی، لکه د جماعت لمونځ، د جُمعې او اخترونو لمونځونه، تر دې چې حايضه ښځو ته يې هم حکم کړی دی چې د اختر په اجتماع کې خامخا ګډون وکړئ اګر که لمونځ درته معاف دی. همدارنګه د ټولنې د اصلاح لپاره د امر بالمعروف او نهي عن المنکر حق هم ورته ح اصل دی، د احد په غزوه کې امهات المومنين هم له نورو ښځو سره وتلې وې او د زخميانو علاج به يې کاوه او همدارنګ تږو ته به يې اوبه رسولې.
ام عطيه رضي الله عنهما وايي:
«غَزَوْتُ مَعَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سَبْعَ غَزَوَاتٍ، أَخْلُفُهُمْ فِي رِحَالِهِمْ، فَأَصْنَعُ لَهُمُ الطَّعَامَ، وَأُدَاوِي الْجَرْحَى، وَأَقُومُ عَلَى الْمَرْضَى»
چې زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په اوو غزواتو کې شريکه شوې يم، زه به په خيمو کې پاتې کېدلم، د هغوی لپاره به مې طعام تيارولو، د زخميانو علاج به مې کولو او د مريضانو به مې نګراني او خيال ساتلو. ( صحیح مسلم: 1812)
حافظ ابن حجر رحمه الله وايي د رفيده اسلميه رضي الله عنها په نوم يوه صحابيه ښځه وه چې طبيبه وه او د زخميانو د علاج ډېره ماهره وه، په غزوه خندق کې د هغې خيمه د هغې په نوم مشهوره وه، هغې د سعد بن معاذ علاج هم کړی و. (فتح الباري 1 / 260)
په صحيح البخاري(2882) کې دا حدیث هم راغلی دی چې امام بخاري رحمه الله پرې دا عنوان قایم کړی دی:
بَاب مُدَاوَاةِ النِّسَاءِ الْجَرْحَى فِي الْغَزْوِ
په غزوه کې د زخميانو علاج کول د ښځو له خوا
الرُّبَيِّعِ بِنْتِ مُعَوِّذٍ قَالَتْ كُنَّا مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نَسْقِي وَنُدَاوِي الْجَرْحَى وَنَرُدُّ الْقَتْلَى إِلَى الْمَدِينَةِ. ربيع بنت معوذ وايي چې موږ به اوبه ورکولې، د ټپيانو به مو علاج کاوه او وژل شوي به مو مدينې ته وړل.
د ښځو په حقونو کې دا حق هم دی چې که هغه يوه حربي کافر ته پناه ورکړي نو د هغې پناه ورکول معتبر دي او دغه حربي کافر ته به امان حاصل وي او مسلمانان به هغه ته نقصان نشي رسولی. ام هانئ رضي الله عنها د فتح مکې په ورځ نبي صلى الله عليه وسلم ته وويل: ما خپل يو خسرخېل فلان د هبيره زوی ته پناه ورکړې ده، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: قَدْ أَجَرْنَا مَنْ أَجَرْتِ يَا أُمَّ هَانِئٍ.
تا چې چا ته پناه ورکړې ده، موږ هغه ته پناه ورکړه ای ام هانئ. ( صحيح البخاري: 357)
علامه ابن المنذر هم وايي : إن المسلمين أجمعوا على صحة إجارة المرأة و أمانها.
د مسلمانانو پر دې خبرې اجماع ده چې ښځه کافر حربي ته امان او پناه ورکولی شي. (الإجماع ص: 27)
ښځې دولتي او حکومتي مناصب هم اشغالولای شي او دا يو ډېر څرګند او واضح ضرورت دی، مثلاً: ښځه ډاکټره او طبيبه کېدای شي، ښځه معلمه او ښوونکې جوړېدای شي، ښځه له ښځو څخه د تحقیق او څيړنې لپاره او همدارنګه د هغوی د امورو د ښه حل لپاره د دولتي منصب حقداره هم ده.
ځکه چې ډېر داسې امور دي چې بې له ښځو نشي ترسره کېدای يا په ښه او غوره ډول نشي ترسره کېدای نو پر دې اساس هغه مواقع او مناصب چې له ښځو سره ډېر مناسب دي او هلته ورته زیات ضرورت دی په هغه ځايونو کې د ښځو ګمارنه پر ځای اقدام دی خو:
(1) دولت دې د کارمندو ښځو لپاره د کار په دوران او ساحه کې د يو داسې مناسب لباس يا يونیفارم تعين وکړي چې هم د ټولنې د رواياتو سره جوړښت مومي او هم د اسلام د لباس له اصولو سره برابر وي او که خاص يونیفارم نه ټاکل کېږي نو بيا دې د لباس لپاره داسې اساسي نقطې وټاکي چې په هغو کې ټولنيز حساسيتونه او اسلامي اصول مراعات شوي وي او د هغو خلاف ورزي کول منع وي.
(2) ښځو ته دې هغه کار او مسوليت ورکړ شي چې د هغوی له جسماني او ذهني ساخت سره زیات مناسب وي او په هغو ميادينو کې ښځې زياتې مثبتې او کارنده ثابتېږي.
(3) د کار چاپيريال دې د اسلامي لارښوونو په رڼا کې داسې پاک جوړ شي چې چا ته په کې د تهمت او شک هېڅ موقعه په لاس ورنشي.
(4) هغه ښځې چې دولتي يا غير دولتي ادارو کې کار کوي بايد په ډېر دقت سره دې د اسلام حکمونه پر ځای کوي او د ټولنې رواياتو ته دې ډېر خيال کوي. دا حکم سړيو ته هم راجع دی او سړي هم بايد پر همدغې نهج روان وي خو چونکه په دې ټولنه کې د سړيو جرم هغومره شديد نه ګڼل کېږي څومره چې د ښځو له خوا ترسره شوی جرم سخت ګڼل کېږي چې دا ناسمه نظريه ده، ځکه چې جرم جرم دی هغه که له سړي وشي او که له ښځې خو په هر صورت بايد د دغو خبرو خیال وساتل شي.
Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button