ښځه او کورنۍښځې او ماشومان

د اولاد نسبت مور ته. ليکوال: مفتي عبدالولي خان

د اولاد نسبت مور ته. ليکوال: مفتي عبدالولي خان

د دغې موضوع په اړه څو خبرې څرګندول غواړم:
(1) په ټولنه کې د چا د مور نوم اخيستل يا چا ته د چا د مور او ښځې يا نورو ښځمنو نومونه يادېدل، يا په تعارف کې د چا د مور نوم اخيستل شرعاً هېڅ ستونزه نه لري، د نبي اکرم صلی الله عليه وسلم د مور، نيا، لوڼو، او ښځو نومونه په هغه وخت کې هم صحابه کرامو ته معلوم وو او وروسته خلکو ته هم، د صحابه کرامو د ښځمنو نومونه يو بل ته معلوم وو، له ښځو څخه چې به د تعارف پوښتنه وشوه نو هغوی به بې له کوم تردده خپل نوم ښوده. نو که زموږ په ټولنه کې دغه روش جاري شي هېڅ قباحت په کې نشته.
(2) د اولاد نسبت به پلار ته کېږي، پر همدې خبره باندې د قرآن او سنت نصوص دلالت کوي، نو په ژوند کې او پس له ژونده په دواړو صورتونو کې به انسان د پلار په نوم بلل کېږي، نه د مور په نوم، الله تعالی د‌متبنَی د مسلې په سلسله کې فرمايي: ادْعُوهُمْ لِآبَائِهِمْ هُوَ أَقْسَطُ عِنْدَ الله. تاسو دغه متبنيان د هغوی پلرونو ته منسوبوئ (الأحزاب: من الآية5) او دا حکم عام دی، په ژوند کې هم او پس له وفاته هم.
په مسند احمد او سنن أبو داود (4948) کې حديث دی چې نبي صلی الله عليه وسلم فرمایي: إِنَّكُمْ تُدْعَوْنَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِأَسْمَائِكُمْ وَأَسْمَاءِ آبَائِكُمْ فَأَحْسِنُوا أَسْمَاءَكُمْ.
تاسو به د قيامت په ورځ په خپلو نومونو سره او د خپلو پلرونو په نومونو سره بلل کېږئ نو ښکلي نومونه ږدئ.
په بخاري شريف(6177) او مسلم شريف(1735) کې له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی چې نبي صلى الله عليه وسلم فرمایلي دي: إِنَّ الْغَادِرَ يُرْفَعُ لَهُ لِوَاءٌ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يُقَالُ هَذِهِ غَدْرَةُ فُلَانِ بْنِ فُلَانٍ.
د‌ غدار لپاره، يعنې د هغه کس لپاره چې د عهد خلاف ورزي کوي د قيامت په ورځ به يو بيرغ يا جنډه لوړول کېږي او ويل به شي چې دا د فلاني د فلاني د زوی غداري ده.
امام بخاري رحمه الله پر دغه حديث عنوان ايښی دی: باب ما يدعی الناس بآبائهم. خلک به د پلرونو په نومونو بلل کېږي.
حافظ ابن القيم رحمه الله د دغه حديث لاندې ليکي:
وفي هذا الحديث رد على من قال: إن الناس يوم القيامة إنما يدعون بأمهاتم لا آبائهم….په دې حديث کې پر هغو خلکو رد دی چې وايي د قيامت په ورځ به خلک د مور په نوم بلل کېږي نه د پلار په نوم.
کوم روايتونه چې د‌ مور په نوم د بللو ذکر شوي دي هغه په اتفاق د محدثينو ضعيف دي او د استدلال وړ نه دي.
(3) په تذکرو کې د مور نوم ليکل يو داسې عمل دی چې زموږ په ټولنه کې به خلک د تذکرو له اخيستلو څخه منع کړي، نو د فايدې په ځای نقصان په کې ډېر دی.
په هېڅ يو ګاونډي هېواد کې هم په تذکرو کې د مور نوم ليکل نه دي رواج شوي او حتا په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې هم دغه چاره نشته، نو دغه کار په ستونزو کې د يوې بلې اضافه کول دي.
Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button