قرآن کريم

ديموکراسۍ پېژندنه . لقمان حکيم حکمت

ديموکراسۍ پېژندنه . لقمان حکيم حکمت

دا چې ډېموکراسي نن سبا يو قانون دی او په ګڼ شمېر هېوادونو کې تطبيق ده ، زه ورته ځغلند نظر کوم او بيا ان شاء الله خپلې ځانګړې موضوع ته راستنېږم او په اسلام کې د مقدس او سپيڅلي ازادۍ منارونه به يو په پرله پسې په داسې حالت کې ذکر کوم چې هره خبره مې اسلامي نصوصو ته استناد ولري .

 

د ډيموکراسۍ پېژندنه :

لومړی :

ديموکراسي يوناني ګړه ده او له دوو کلمو څخه ترکيب شوې ده ، ( DEMOS) معنا عام وګړي او اولس ده ، دوهمه برخه يې ( KARATIA) ده او معنا يې حکم ده ،په ټوله کې معنی اولس واکي جوړيږي .

دوهم :

د اسلام حنيف دين له مخې له څېړنېزې کره کتنې وروسته ويلی شو چې ډيموکراسي نظام د اسلام سره بيخی اړخ نه لګوي ، ځکه تشريعي سلطه په کې د اولس يا يې د نائب لکه پارلماني غړو په لاس کې وي ، د الله فيصلې په کې نه پلې کيږي بلکې د اولس او يا يې د نائبانو خبره ميره وي او د دوی کثرت معتبر وي ، په دې نظام کې قانون هغه بلل کيږي چې اغلبيت يې تاييد کړي که څه هم د فطرتي اصولو يا دين او عقل سره مخالفت ولري ، مثلا همجنس ګري ، سودی معاملات ، د اسلامي حکمونو پابندي نه کول ، د زنا او شرابو پر حليت عقيده لرل ، بلکې په څرګندو ټکو ويلی شو چې د ډيموکراسۍ نظام د اسلام ضد او محارب نظام دی.

د قران کريم ايتونه مونږ ته زده کوي چې تاسو د الله بندګان يئ او پر ځمکه به د الله قانون حاکم وي ، د الله سره به په عباداتو او تشريع کې هېڅ شريک نه جوړوئ ، الله خپله پوهه ، عالم او ښه قانون ساز دی .

الله پاک فرمايي [  فَالْحُكْمُ لِلَّهِ الْعَلِيِّ الْكَبِيرِ ] ([1])

ژباړه : نو حکم او فيصلې به خاص د هغه الله لپاره وي چې علي ( پورته ) او کبير ( لوی ) ذات دی .

همدغه راز الله پاک فرمايي [ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لا يَعْلَمُونَ ] ([2])

ژباړه : فيصلې به يک او يواځې د الله وي ، هغه په دې امر کړی دی چې يواځې د هغه عبادت به کوئ ، دا سم دم دين دی ( هېڅ کوږوالی نه لري ) لکن زياتره خلک نه پوهيږي .

همدغه شان الله پاک فرمايي [ أَلَيْسَ اللَّهُ بِأَحْكَمِ الْحَاكِمِينَ ] ([3])

ژباړه : ايا الله ډېر ښايسته پرېکړه کونکی نه دی ؟

بل ځای کې الله پاک فرمايي [ قُلِ اللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا لَبِثُوا لَهُ غَيْبُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ أَبْصِرْ بِهِ وَأَسْمِعْ مَا لَهُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلا يُشْرِكُ فِي حُكْمِهِ أَحَداً ] ([4])

ژباړه : ورته ووايه چې الله پاک ډېر ښه پوهيږي چې څومره وخت يې ( په غار ) کې تېر کړی دی ، هغه د اسمانونو او ځمکو په غيبو باندې علم لري ، الله څومره ډېر ښه ليدونکی او اورېدونکی دی ، له ده پرته خلکو لپاره بل کارساز نشته ، له هغه سره ( په تشريع او حکم او قضاء کې ) هېڅ برخه دار نشته .

او الله پاک فرمايي [ أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْماً لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ ] ([5])

ژباړه : ايا دوی د جاهليت پرېکړې پسندې بولي ، ايا له الله پرته هم لا بل څوک ډېرې ښې فيصلې کولی شي؟

او حالانکه الله پاک د ګردۍ نړۍ ټولواک دی ، د نړيوالو له حالتونو سره سم ا و وړ احکام پرې واجبوي چې زير توان يې وي ، دا چې بشر خپل منځ کې په عقل او اخلاقو کې سره تفاوت لري چې څوک د خپل ځان لپاره مناسب او ګټور حکم نه پېژني نو د نور لپاره به يې څه وپېژني ؟

جوته شوه چې کوم موسسات چې د ازادۍ يا حقوق بشر په نوم نارې سورې وهي ددوی په زړونو کې د خلکو غم او درد نشته ، بلکې دوی خپل غم او درد راخستي دي چې د ازادۍ په نوم د پردو تور سرو ته څنګه لاس رسی ولري ؟ پردي حقوق په کوم ډول غصب کړي او څنګه ترې په ناوړه توګه مستفيد شي ؟

ايا د ډيموکراسۍ په نوم د مسلمان ملت په عزتونو او ابرو لوبې ونه شوې ؟

ايا د ديموکراسۍ په نوم معزز خلک بې عزته نه شول ؟

ايا د ډيموکراسۍ په نوم اسلامي دبدبه او شان شوکت خاورې ايرې نه شو ؟

دريم :

ډېری خلک د فاسد فکر له مخې اټکلوی چې ډيموکراسي د حريت نوم دی خو ولې سمه نه ده ، د عقيدې ، رآيې او بيان د ازادۍ په نوم دغه شعارونه دومره مفاسد لري چې يو الله ته يې سم دم معلومات دي ، که مونږ ټول ژوند د ډيموکراسۍ يا د ازادۍ په نوم د روان جريان ستونزې په ليکلې بڼه راغونډې کړو نو احصائيه به يې ونه شو کړای، دا شعارونه چې څومره اسلامي نړۍ کې پرار پيدا کوی شايد نور هېڅ وسيله يې پيدا نه کړي ، لويديځ ځکه دا لاره د مسلمان ملت د تحقير  او تسخير لپاره اختيار کړې ده چې په دې سره د خلکو ذهن ډېر زر عدالت ته  اوړي ، په دې سره اسلامې ټولنې په ډېره اسانه د کفر او زندقت په لور رهی کيږي .

لويديځوالو وکولی شول چې له دې لارې په قراني ايتونو او نبوي حديثونو باندې د نيوکو نوی لړې پېل کړي .

لويديځوالو وکولی شول چې له دې لارې پيغمبرانو او اسماني رسالت کې د طعن تشنيع لړې تونده کړي .

لويديځوالو وکولی شول چې له دې لارې د صحابه کرامو چې د دې امت تر هر چا غوره ترين مخلوق دی شان او دبدبه له خاورو سره خاورې کړي .

لويديځوالو وکولی شول چې له دې لارې د ښځو عفت او پاک دامني په شيطانيت تبديل کړي ، د تعبير د ازادۍ په نوم يې باعفته ښځې د تبرج او شهوت پر سورليو سپرې کړې ، د حياء او عفت پړوني يې ترې په خپلو خونکارو خونخورو باندې وشکول .

لويديځوالو وکولی شول چې له دې لارې له مسلمانو ميرمنو څخه د ازادۍ يا ډيموکراسۍ په نوم انځوريز يا غږيز او يا هم سره په دواړو حشمت او حيا د پېسو ټکو په بدل کې و پلوري .

لويديځوالو وکولی شول چې د مسلمان هستي اخلاقي او ديني دنګې ماڼې په شهوت پرستۍ راونړوي .

زمونږ بند او ازادي د لويديځوالو په لاس کې نه ده ، مونږ الله پاک ازاد پيدا کړي يو او ازاد به يو ، خو مونږ د خپلو هغې مسلمان طبقه خلکو څخه په اور کې سوځو چې د غربي بادارانو د مرضۍ په خاطر د اسلامي امت په ټپونو مالګې پاشي ، مسلمان کله د چا ازادي سلب کړې ده چې لويديځ يې بېرته د پرځای کېدو ملاتړ کوي ؟

په کوم ناورين چې مسلمانان ګرفتار دي يواځنې لامل يې دا دی چې په ديني امورو جهالت لري ، د تل لپاره يې له اسلامي تاريخ نه ناوړه استفاده کړې ده ، د تاريخ يو خوا يې لوستې خو ولې له بلې کاڼه او ړآنده پاتې دي ، غربيان ولې مسلمانان په خپلو هېودانو کې ازاد نه پريږدي چې خپل ديني شعاير په سمه توګه ازاد ادا کړي ؟

ولې يې خپل استعماري ځواکونه په خېل خېل کيفيتونو د مسلمانانو تر قلمرو رانږدې کړل؟

ولې تل د اسلامي دين تر مخ دېوال دي سره له دې چې اسلام داسې مينه لري چې د هېڅ چا کمربند يې له حرکت څخه نه شي توقيفولی .

ايا د آيټاليا د مجرمينو په لاس د ليبيا د مسلمانانو قصاب خانه ديني يا نفسي او که نه د ازادۍ بل کوم ډول و ؟

آيا د امريکا په لاس د افغاني او عراقي قومونو تباهي د ازادۍ کوم ډول تشکيلوي ؟

څلورم :

ځينې مسلمان طبقه خلک په ديني نصوصو د جهل له کبله انګيري چې ډيموکراسي په اسلامي دين کې د ( شورا ) مرادفه کلمه ده ، دا هېڅکله سمه نه ده ، دا د هغه چا خبرې دي چې ديني بصيرت يې په نهايت زيات انحطاط کې وي ، دا دهغه چا خبرې دي چې ايماني درجه يې د ضعف تر انتهاء رسېدلې ده ، دا د هغه چې خبرې دي چې په زړه کې د اسلامي دين سپيڅلو احکامو تنفيذ ته ژمن نه دي ، دا د هغه چا خبرې دي چې پر وړاندې يې له اسلامي نصوصو څخه ا ستنباط دروازه بنده ده ، په راروانو فقراتو کې مونږ غواړو دغسې ناوړه فکره انتقاد کړو :

۱ – : په اسلامي دين کې شورا په نوې تازه کارونو کې چې سابقه نه لري يا سابقه ولري خو ځينې اړخونه يې له ماضي څخه توپير خوري ، يا داسې امور وي چې ديني نصوص يې اړوند تفصيلي نه وي ، اشارةً او يا د دلالاتو په نورو ډولونو يې تثبيت فهم او ادراک ته اړتيا لري ، شورا يعنې له اهل علم او فهم څخه په کې مرسته غوښتل کيږي تر څو د نازلې پېښې ديني او دنيوي او اخروي عواقب وسنجوي ، خو ولې ګورو چې د ډيموکراسۍ له مخې دوي د دين محکمو پرېکړو سره په اخ و ډب اخته دي ، د اسلامي محرماتو په تحليل او په مباحاتو يې د تحريم پر عقيده روانې مبارزې لري ، د معاصرو نومونو له مخې شراب د حرمت له دائرې څخه اوباسي ، د منافعو په نوم يې سودي کاروبار توند کړی دی ، د نفسي ازادۍ په نوم يې همجنس ګري او د شهوت پرستۍ بازارونه ګرم ساتلي دي .

مسلمان غيور بايد اوس پرېکړه وکړي چې ايا دا د شريعت ضد کارونه نه دي ؟

ايا اسلامي شورا داسې محرّم امور تحليلولی شي ؟

ايا په اسلام کې تحليل او تحريم  د انسان په واک کې دي ؟

۲ – : په اسلام کې د شورا مجلس غړي له هغه چا نه عبارت دی چې په ديني نصوصو فهم او علم او ورڅخه د احکامو د استنباط ملکه ولري ، خپله په اسلامي اخلاقو سمبال او په اسلامي رويه سينګار وي ، د پېښو اړوند په اسلامي دائره کې له کافر او ملحد ، له مفسد او اخلاقي مجرم څخه مشوره نه شي اخستلی ، خو ولې د ډيموکراسۍ له مخې غوره شوي مجلس کې د اسلامي شورا خلک نه وي ، کافر او مفسد هم کولی شي په پرېکړه کې نيابت وکړي ، ايا په دې برخه کې ډيموکراسي له اسلام سره اړخ لګوي ؟

۳ – : د احکامو په پلې کولو کې شورا حاکم نه ملزموي ، شايد حاکم د حجت او ښه استنباط له امله د يو نفر رايه واخلي ، خو ولې په ډيموکراسۍ کې اعتبار اکثريت لره وي که څه هم په ناحقه وي .

ټول مسلمانان باچا او ګدا بايد د الله پر شريعت باندې د ژوند په هر ډکر کې منګولې لګونکي وي ، هېڅ څوک نه شي کولی چې له اسلام پرته د قانون او نظام او منهج په نوم داسې څه منځ ته راوړي چې د اسلامي دين سره توافق نه لري ، څوک چې الله په ربوبيت، اسلام په دين او نبي کريم صلی الله عليه وسلم په رسول مني بايد اسلام ته خپل ظاهر او باطن ټيټ کړي ، څوک چې په اسلامي دين کې څومره خاکساره او نورو ته ټيټ وي هومره د الله او بيا د مسلمانانو په نېز لوړ او پورته وي .

مسلمان بايد د الله د ديني شعايرو قدر او احترام وپيژني ، الله دې مونږ په اسلام قدرمند او اسلام دې الله په مونږ قدرمند کړي ، د الله پورې د اسلامي دين له خائنانو له خيانتونو څخه پناه غواړو .

زمونږ د وخت د غښتلي پياوړو ديني علماو له نظره هم د ډيموکراسۍ اړوند د هغوی اسلامي درېځ د ياد وړ بولو تر څو لا پسې قضيه وځليږي او ديني حکم يې اړوند په سمه توګه واضح شي .

يو چا پوښتلي دي چې زمونږ هېواد کې غيراسلامي نظام نافذ دی ايا انتخاباتو کې ونډه لرل پکې د اسلام سره ټکر دی ؟

امام الباني ، ابن باز ، عثيمين او مقبل بن هادي وادعي – رحمهم الله – يې پوښتنه داسې ځواب کړې ده :

د غير ما انزل الله قانون پلي حکومتولۍ کې چې د الله له شريعت پرته پر نورو منهجونو عمل درامد لري د مسلمان لپاره په کې د ونډې اخستو هېڅ جواز نشته او نه له مسلمان سره ښايي چې ځان انتخاب کړي او يا پکې چا ته خپله رايه وکاروي ، مګر هغه مهال چې د هېواد ډېری مسلمانان يې انتخاب کړي او د مسلمان د حقوقو خوندي ساتلو په خاطر ونډه ولري کفري منهج يې اسلامي منهج ته واړوي ، يا د اسلامي نظام پلې کولو لپاره د ځان انتخاب غوره وبولي نو کولی شي خو په دې شرط چې په حکومت کې به هغه دنده نه ترسره کوي چې د اسلامي شريعت د قوانينو سره تضاد لري([6]) .

علامه الباني رحمه الله يې ډيموکراسي مزيد توضيحوي چې دا د عربۍ ژبه ګړه نه ده او نه هم اسلامي صحيح مفهوم لري… ترڅو چې واک د عوامو وي نو د خپلو خواهشاتو پر بنسټ به تحليل او تحريم کوی … زمونږ په عربي هيوادونو کې ددې کلمې استعمال مونږ له دوو اړخونو څخه انتقادو :

لومړی : د معنی له اړخه چې واک به د اولس وي ، دا نهايت باطله خبره ده ، بلکې د نړۍ واکدار الله پاک دی .

دوهم : د لفظ له اړخه چې د لويديځوالو ګړه ده مقيتې غربي شومې موخې په کې پټې دي ، ايا د اسلامي شريعت سره ضد لفظ استعمال په اسلامي دائره کې د استعمال وړتيا لري‎ ؟

علامه مقبل بن هادي الوادعي رحمه الله په ( نصيحتي لشباب عدن ) کې وايي : که څوک د ډيموکراسۍ په حقانيت عقيده او پوخ باور ولري انسان پرې کافر جوړيږي ، خو که د دنيوی طمع توقع په خاطر يې استعمال او قانون پلی کوي نو کافر نه خو ګمراه دی ، ځکه د ډيموکراسۍ معنی دا ده چې اولس به خپل سرنوشت خپله ټاکي ، که اولس غږ پورته کړ چې همجنسګرۍ قانون دې رواج کړی شي نو پرېکړه به يې په قران او حديث مقدمه وي يا که ربوي سسټم باندې سره راضي شول نو قانون به هغه وي چې د اولس اکثريت يې تشکيلوي همدا راز د ډيموکراسۍ په غېږ کې د بل چا د راي د ازادۍ احترام پيغام هم دی خو پوښتنه دا ده چې د بل چا د راي ازادۍ د احترام موخه څه ده ؟

د دې معنا خو دا جوړيږي چې که څوک د پارلمان يا د سنا په مجلس کې قران يا حديث ته مستنده مشوره وړاندې کړي او فرضاً يوه ښځه يې مخالفت وکړي او بله ښځه يې مخالفت تاييد کړي نو يواځې دا نه چې قراني حکم مردود شو ، بلکې د قران او حديث اهانت هم وشو ، او حالانکه الله پاک فرمايي [وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَىٰ ] ([7]).

ژباړه : او څوک چې زما له ذکر ( قران ) نه مخ واړوي نو ( په دنيا ) کې به يې زندګي هم تنګه وي او د اخرت په ورځ به يې وړوند راپورته کړو .

علامه محمد امان الجامي په خپل کتاب ( حقيقة الشوری في  الاسلام([8])) کې وايي : په اسلامي نظام کې حاکميت د الله ځانګړی حق دی ، دا به د هر هغه مسلمان عقيده وي چې فکرةً د غرب او شرق په افکارو نه وي غولېدلی ، ځکه د حاکميت توحيد د توحيد الوهيت مستقله برخه ده .

نو معلومه شوه چې د الوهيت او عبادت په څېر حاکميت هم د الله پر بندګانو حق دی ، د اولس واکۍ خبره هغه اصطلاح ده چې هېڅ اسلامي نص ته استناد نه لري .

خو که اوسمهال د صحت ، امن او د ژوند ګرد اړخونوته د ګواښ ستونزو بنسټيز لامل پلټنه پېل کړو جوته به شي چې زياتره ناخوالې يې هغه دي چې د اولس واکۍ نوم لاندې يې د بېلابېلو نومونو څخه منځ ته راغلي دي .

د نمونې په توګه ديموکرات خلک اوس واکدار بولي ، د تشريعي ، قضايي او تنفيذي سلطې واک د همدوی دی او دې ته د عدالت نوم ورکوي ، ځکه اولس خپل سرنوشت خپله ټاکي ، دا هغه شعارونه دي چې لويديځوال خپله او زمونږ په قلمرو کې يې په پل تلونکي نعرې پورته کوي.

خو ولې په اسلامي نظام کې واک او اختيار د نړۍ واکدار او شته کونکی لاشريک الله جل جلاله لپاره دی ، الله لره کمال مطلق دی او انسان له خوګانو ، ظلم او جبروت ، له استبداد او فرعونيت څخه نه دی خلاص ، له انبياو پرته هېڅ چا ته عصمت نه دی ثابت نو د رب کائنات په مقابل کې به انسان لا څه ډول د نېک برخليک انتخاب وکړي او حالانکه د امورو په عواقبو هېڅ دانش نه لري .

لنډه دا چې ډيموکراسي بيخي اسلام نه دی نو عدالت به څنګه شي ؟ بلکې ډيموکراسي همجيت دی ، د انسان عقلي قوه له کاره باسي ، ځکه چې د انسان ټول کړه وړه د هغه ازادي بولي ، د نمونې به توګه ډيموکراسۍ کې انسان کولی شي چې تر ټاکلې مودې پورې په يهوديت يا نصرانيت او يا په اسلام کې د ژوند خپله برخه تېره کړي او بيا بل دين اختيار کړي ، معنا دا چې په ديني ډيموکراسۍ کې ردت نشته ، هر سړی بويه چې د ځان لپاره د ديني مذهب انتخاب وکړي ، خپله خوښه يې چې د ازادۍ په نوم ځينو اسلامي حکمونو ته غاړه کيږدي او له ځينو نورو يې سرغړونه وکړي .

هغه مسلمانان ليکوالان چې ډيموکراسي عدالت بولي په اسلامي احکامو جاهله دي ، دا چې په اسلام کې تشريع نشته  او شارع خپله الله دی ، نو د ډيموکراسۍ له مخې يو بل لفظ چې ډېر بد عواقب لري دغو خلکو مشهور کړی دی (رجال دين) او د نصرانيانو په اصطلاح (رجال الکنيسة) لفظ دی ، دا لفظ په ښکاره ډول دين او دنيا سره جلا کوي ، دا لفظ د لوستوالو فکره داسې جوړوي چې ګنې دين مستقل او دنيا ( سياست ) ځانګړی شی دی ، دا لفظ خلک په دې فکر روزي چې عالم سره نه ښايي د سياست برخوال جوړ شي ، او سياسي سره نه ښايي چې په ديني امورو کې ونډه ولري ، خو دا خبره سرتاسره ناسمه ده ، څومره پېغمبران چې الله پاک د انساني سعادت په خاطر راستولي دي ګورو چې انساني سعادت دوو اړخونو ته شمول لري ، دنياوی اړخ او اخروي اړخ ، اخروی اړخ يې هله مثبت او د ښه عاقبت څښتن وي چې په دنياوي امورو کې يې پر چا فرعونيت نه وي کړی او نه يې هم د الله حقوق لاندې کړي وي ، هېڅ پېغمبر خپل امتيانو ته نه دي ويلي چې له دنيا څخه تېر شئ او اخرت ته په کامله توګه مخه کړئ ، بلکې د هر پېغمبر راوړی الهي فرمان دا و چې په دنيا باندې اخرت وګټئ ، په دنيا کې پر انسان ، حيوان او ستا مرستې ته اړين که هر صورت ولري اخرت پرې وګټه ، ډېر به مخکې نه ځو خو له نبي کريم صلی الله عليه وسلم وروسته صحابه کرام او بالخصوص خلفاء اربعه رضي الله عنهم زمونږ د لارې روڼ مشالونه دي چې هم له هر چا ښه علماء ول او هم له هرچا ډېر سياستمداران ، هم يې دنياوګټله او هم يې اخرت ، له دنيا څخه په کفايت چا ونه رټل او سرمدي اخرت يې پرې تر لاسه کړ ، تر ننه يې سياست حتی چې د لويديځ په نړيوالو پوهنتونونو کې تدريسيږي ، تر ننه يې تل پاتې سپارښتنې نه يواځې چې مسلمانان ترې ګټه اخلي بلکې همدغه غرب ترې په استفاده بوخت دی ، جوته شوه چې د ( رجال الدين ) کلمه هغه څه دي چې تر شا يې خروار شر پروت دی .

او دا خو د ټول اسلامي امت مشاهده ده چې له کومه راهيسي اسلامي هيوادونه د ډيموکراسۍ يا د ازادۍ نعرو تر خپل اسارت لاندې راوستي دي په ګرده زندګۍ کې دې يوه نمونه پېش کړي چې پارلمان اسلامي قانون وړاندې کړی دی او پلي شوی دی ؟ ودې ښايي چې اسلامي بيل يې وړاندې کړی دی او ورته عملي بڼه ورکړل شوې ده ؟

( فَاِنْ لَّمْ تَفْعَلُوْا وَلَنْ تَفْعَلُوْا ) نه يې په تېر تاريخ کې نمونه ښودلی شئ او نه يې تر قيامته نمونه وړاندې کولی شئ .

که څوک وايي چې د لويديځ نظام او قانون راباندې تپل شوی دی نو مجبوره يو چې د عام مصلحت له لارې يې مقابله وکړو ، دې پوښتنې ته علامه ربيع بن هادي ډېر ښه علمي ځواب ويلی دی چې : د دا ډول دعوېدار مدرکه ( عقلي ) قوه د ډيموکراسۍ په غېږه کې ستره شوې ده ، دا ډول خلک غواړي چې ددغسې جعلې قوې پر بنسټ پرېکړه وکړي چې دا ډول نظام پر مونږ تپل شوی دی بايد بېرته يې له دې لارې مقابله وکړو ، له لوښې څخه هغه راتويږي چې څه په کې وي .

( هېره دې نه وي شيخ ربيع د سړي نوم اخستی دی خو ما يې له نوم اخستو ډډه وکړه ) .

علامه محمد بن صالح العثيمين رحمه الله د عام امامت په ترڅ کې په خپل کتاب (الشرح الممتع علی زاد المستقنع ) کې وايي : ځينې هغه هېوادونه چې له انتخاباتو له مخې پرې واک ته رسيدګي کېدی شي رشوتونه او حتی چې رايې پلورل کيږي ، چې د يو هېواد خلک جعلي انتخاباتو پرته د خپل ځان برخليک ټاکلو کې دومره پاتې وي نو عام مسلمانان به لا څه وکړی شي ؟ د انتخاباتو له مخې د اسلامي نظام راوستل بيخي ممکن نه دي .

…………………………………………..

([1]) سورت غافر : (۱۲ ) .

([2]) سورت يوسف : (‎ ۴۰ ) .

([3]) سورت تين : (۸ ) .

([4]) سورت كهف ( ۲۶ ).

([5]) سورت مائدة ( ۵۰ )

([6]) فتاوی اللجنة الدائمة : ( ۲۲ / ۴۰۷ )، لومړی چاپ ، رئاسة ادارة البحوث  العلمية والافتاء رياض ) .

([7]) سورت طه: ( ۱۲۴ )

([8]) حقيقة الشوری في الاسلام :  ( ۱۱) .لس

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button