قرآن کريم

د روژې پر مهال د معذوره خلکو اسلامي حکمونه ليکوال: فضيلة الشيخ سعيد بن سالم الدرمکي ژباړن: لقمان حکيم حکمت

د روژې پر مهال د معذوره خلکو اسلامي حکمونه ليکوال: فضيلة الشيخ سعيد بن سالم الدرمکي ژباړن: لقمان حکيم حکمت

الحمدلله رب العلمين، وأشهد أن لا اله الا الله وحده لا شريک له، وأشهد أن محمداً عبده ورسوله، أما بعد:

اسلامي شريعت هغه اسان دين دی چې پر خلکو باندې اساني کول غواړي او زيار اوباسي چې تکليف ده امور ورڅخه پورته کړي، اسلامي شريعت خپل پېروکار هغه احکامو ته عملي بڼه ورکولو باندې مکلف بولي چې دوی يې توان لري، الله پاک فرمايي: [لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا ] ([1])

ژباړه: له توان پرته الله پاک هېڅ نفس په تکليف کې نه اچوي.

خو که انسان له حرج سره مخامخ هم شي د اسلامي شريعت د اسانو احکامو پر بنسټ به ترې پورته کېدلی شي، الله پاک فرمايي: [مَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيَجْعَلَ عَلَيْكُمْ مِنْ حَرَجٍ ] ([2])

ژباړه : الله پاک ستاسو تکليف او حرج نه غواړي.

او د اسلامي شريعت کلي قاعده هم دا ده چې [ المَشَقَّةُ تَجْلِبُ التَّيْسِيْرَ ] زحمت له ځان سره راحت راولي.

په دې اړه نورې اسلامي قاعدې هم شته چې همدا معنا تاييدوي، د نمونې په توګه لکه دا قاعده: [ لاَ وَاجِبَ مَعَ عَجْزٍ وَلاَ مُحَرَّمَ مَعَ ضُرُوْرَةٍ ]

دا چې مونږ د رمضان له مياشت سره مخامخ کېدونکي يو او رمضان د خير او برکتونه مياشت ده، بېلابېل عبادتونه ورپکې د نورو مياشتو په تناسب ډېرښت پېدا کوي، په دې مياشت کې خلک رب پروردګار ته ډېر متوجه وي، نو ښه خبره ده چې مونږ ځينې هغه عبادتونه د څېړنې لاندې ونيسو چې له روژې سره په عمومي او له معذورو خلکو سره په ځانګړې توګه اړيکه لري چې الله پرې د اسانۍ اراده کړې ده.

 

لومړی معذور: مسافر:

الله پاک د رمضان په ورځو کې مسافر ته رخصت ورکړی دی چې روژه ماته کړي، الله پاک فرمايي: [وَمَنْ كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْر ] ([3])

ژباړه: که رنځور او يا د سفر په مهال وي نو د خوړلو روژو شمېر دې په نورو ورځو کې راوړي، الله پاک پر تاسو باندې اساني کول غواړي او سختي کول درباندې نه غواړي.

دلته الله پاک توضېح کړه چې پر مسافر يې اسانتيا کړې ده او د روژې په دوران کې يې ورته د افطار سهولت ورکړی دی په دې شرط چې د رمضان نه وروسته به يې قضايي راوړي، امام مسلم رحمه الله په خپل صحيح کې روايت کوي چې حمزه بن عمرو اسلمي رضي الله عنه نبي کريم صلی الله علیه وسلم ته وويل:  [يَا رَسُولَ اللهِ، أَجِدُ بِي قُوَّةً عَلَى الصِّيَامِ فِي السَّفَرِ، فَهَلْ عَلَيَّ جُنَاحٌ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «هِيَ رُخْصَةٌ مِنَ اللهِ، فَمَنْ أَخَذَ بِهَا، فَحَسَنٌ وَمَنْ أَحَبَّ أَنْ يَصُومَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْه ] ([4])

ژباړه: د الله رسوله! توان مې شته دی چې د سفر په مهال روژه ونيسم نو ايا ګناه يې راباندې شته؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل: روژه ماتول د الله رخصت دی، که يې څوک واخلي ډېره ښه ده او که د روژې نيولو مينه څوک شلري نو ګناه پرې نشته.

پر دې بنسټ په رمضان کې له مسافر سره راروان امور کلکه اړيکه لري:

لومړۍ: په رمضان کې د مسافر د بوزه کېدلو شرطونه:

لومړی شرط: روژه دار به په داسې مسافه کې وي چې مسافر ورته پکې ويلی شي، د علماؤ پر اتفاق په سفر کې رخصتونه هله شته کېدلی شي چې څوک مسافه قطع کړي، دلته بايد دا توضيح شي چې مسافه بايد څومره وي؟ په دې مسئله کې سره بيا فقهاء اختلاف لري خو ما ته چې څومره حقيقت ښکاري دا ده چې د سفر لپاره (۸۱) يا (۸۵) کيلو ميټره مسافه شرط ده، نور د مسئلې په حقيقت الله پاک ډېر ښه پوهيږي.

دوهم شرط: له سفر څخه به يې موخه د روژې ماتول نه وي.

دوهم: ايا د مسافر لپاره روژه او که بوزه کېدل غوره دي؟

د اسلامي امت علماء په دې يوه خوله دي چې مسافر د روژې او بوزې دواړو حالتونو کې مختار دی، که يې خوښه وي روژه دې شي او که يې خوښه وي بوزه دې شي، د اصل په اعتبار په دې کې هېڅوک اختلاف نه لري، خو اختلاف په دې کې لري چې د مسافر لپاره غوره حالت کوم يو دی؟

په دې اړه ويلای شو چې چونکه مسافر بېلابېل حالتونه لري نو اسلامي حکم يې د حالت تابع دی:

لومړۍ حالت: چې روژه ورته اسانه وي او يا ورباندې قضايي راوړل ګران وي، يا روژه او بوزه ورته يو څېر وي نو په دې حالت کې د مسافر لپاره غوره دا ده چې روژه شي، د فضيلت لاملونه يې دا دي:

أ – : ځکه چې نبي صلی الله عليه وسلم په سفر کې روژه نيولې ده، او له عبدالله بن رواحه رضي الله عنه پرته ورسره بل هېڅوک روژه نه و، امام مسلم په خپل صحيح کې له ابودرداء رضي الله عنه نه روايت کوي هغه فرمايي: [خَرَجْنَا مَعَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي شَهْرِ رَمَضَانَ فِي حَرٍّ شَدِيدٍ، حَتَّى إِنْ كَانَ أَحَدُنَا لَيَضَعُ يَدَهُ عَلَى رَأْسِهِ مِنْ شِدَّةِ الْحَرِّ، وَمَا فِينَا صَائِمٌ، إِلَّا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَعَبْدُ اللهِ بْنُ رَوَاحَةَ ] ([5])

ژباړه: د رمضان په مياشت کې په شديده ګرمۍ کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ووتو، او دومره ګرمي چې له ډېرې تودوخې به مونږ کې هر چا پر سر باندې لاس ايښی و، او له رسول الله صلی الله عليه وسلم او له عبدالله بن رواحه رضي الله عنه پرته راپکې نور څوک روژه دار نه و.

ب – : د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په دور حيات کې د صحابه کرامو عملي بڼه، له ابوسعيد خدري رضي الله عنه نه روايت دی فرمايي: [كُنَّا نَغْزُو مَعَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي رَمَضَانَ، فَمِنَّا الصَّائِمُ وَمِنَّا الْمُفْطِرُ، فَلَا يَجِدُ الصَّائِمُ عَلَى الْمُفْطِرِ، وَلَا الْمُفْطِرُ عَلَى الصَّائِمِ، يَرَوْنَ أَنَّ مَنْ وَجَدَ قُوَّةً فَصَامَ، فَإِنَّ ذَلِكَ حَسَنٌ وَيَرَوْنَ أَنَّ مَنْ وَجَدَ ضَعْفًا، فَأَفْطَرَ فَإِنَّ ذَلِكَ حَسَنٌ ] ([6])

ژباړه: د رمضان په مياشت کې به مونږ د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په ملتيا غزا کوله، مونږ کې به څوک روژه او څوک به بوزه و، روژه دار به بوزه او بوزه به روژه دار نه عيب جن کو، که به د چا توان و روژه به و نو د هغه لپاره ښه خبره وه، او که به څوک کمزوری و نو روژه به يې ماته کړه او دا د هغه لپاره ښه خبره وه.

ج – : په دې اختيار کې د مسافر ذمه بري وي.

د – : په دې سره مسافر کولی شي چې د رمضان فضيلت ادراک کړي.

له عاصم الاحول څخه په صحيح سند ثبوت لري چې هغه له انس بن مالک رضي الله عنه څخه په سفر کې د روژې متعلق وپوښتل، هغه وويل: که مسافر په رمضان کې بوزه شي نو په رخصت يې عمل وکړ، او که يې روژه ونيوله نو بهتره کار يې وکړ.

ځينې علماء بيا وايي چې په رمضان کې د مسافر بوزه کېدل بهتر ځکه دي چې د الله په رخصت يې عمل وکړ، په حديث کې هم راځي [إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ أَنْ تُؤْتَى رُخَصُهُ كَمَا يحب أن تؤتى عزائمه ] ([7])

ژباړه: الله پاک دوسته ګڼي چې رخصتونو ته يې عملي بڼه ورکړل شي لکه څنګه چې ورته دا خوښ دي چې عزيمتونه يې عملي بڼه ورکړل شي.

او له نافع څخه په صحيح سند هم ثبوت لري هغه وايي: عبدالله بن عمر رضي الله عنه به د سفر په مهال روژه نه نيوله، او ويل به يې: ( که زه په سفر کې بوزه شم او رخصت ته عملي بڼه ورکړم له دې څخه راته بهتر بريښي چې زه دې روژه شم ) او د هغه رايه په دې موقف کې دا وه چې که په سفر کې څوک روژه ماته کړي نو ځانګړی مثوبت پرې ورته ورکړل کيږي.

دوهم حالت: که روژه ورباندې د سفر په مهال سخته لګېده او قضا راوړل ورته اسان ول نو بهتره دا ده چې روژه ماته کړي، د نبي کريم صلی الله عليه وسلم ياد حديث هم په دې اړه غږېدلی دی چې هغه فرمايي: [لَيْسَ مِنَ الْبِرِّ الصِّيَامُ فِي السَّفَر ] ([8])

ژباړه: په سفر کې روژه نيول نېک عمل نه دی.

بخاري او مسلم د جابر رضي الله عنه څخه روايت کړي دي چې [كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي سَفَرٍ، فَرَأَى رَجُلًا قَدِ اجْتَمَعَ النَّاسُ عَلَيْهِ، وَقَدْ ظُلِّلَ عَلَيْهِ، فَقَالَ: مَا لَهُ؟ قَالُوا: رَجُلٌ صَائِمٌ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تَصُومُوا فِي السَّفَر ] ([9])

ژباړه: نبي کريم صلی الله عليه وسلم د سفر په دورانيه کې و نو يو سړی يې وليد چې خلک پرې راپنډ شوي ول او سيوری يې پرې کړی و، نبي صلی الله عليه وسلم وپوښتل چې څه پرې شوي دي؟ هغه وويل: سړی دی چې روژه يې نيولې ده، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: دا نېک عمل نه دی چې تاسو په سفر کې روژه ونيسئ.

دريم حالت: دا چې د سفر په دوران کې مسافر ته روژه نيول د مشقت انتهاء وي او ويره وي چې ستونزې ستړې ورڅخه راولاړې شي، نو روژه نيول ورپکې حرام دي، الله پاک فرمايي: [وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَة ] ([10])

ژباړه: په خپلو لاسونو مو ځانونه هلاکت ته مه غورځوئ.

او له جابر رضي الله عنه نه هم روايت دی [أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَرَجَ عَامَ الْفَتْحِ إِلَى مَكَّةَ فِي رَمَضَانَ فَصَامَ حَتَّى بَلَغَ كُرَاعَ الْغَمِيمِ، فَصَامَ النَّاسُ،وَ فِيْ رِوَايَةٍ : فَبَلغَهُ أَنَّ النَّاسَ قَدْ شَقَّ عَلَيْهِمْ  الصِّيَامُ، وَفِيْ رِوَايَةٍ أُخْرَی: فَقِيْلَ : يَا رَسُوْلَ اللهِ اِنَّ النَّاسَ قَدْ اشْتَدَّ عَلَيْهِمُ الصُّوْمُ وَ اِنَّمَا يَنْظُرُوْنَ اِلَيْكَ  کَيْف فَعَلْتَ، ثُمَّ دَعَا بِقَدَحٍ مِنْ مَاءٍ فَرَفَعَهُ، حَتَّى نَظَرَ النَّاسُ إِلَيْهِ، ثُمَّ شَرِبَ، فَقِيلَ لَهُ بَعْدَ ذَلِكَ: إِنَّ بَعْضَ النَّاسِ قَدْ صَامَ، فَقَالَ: أُولَئِكَ الْعُصَاةُ، أُولَئِكَ الْعُصَاة ] ([11])

ژباړه: د مکې د فتحې په کال نبي کريم صلی الله عليه وسلم په رمضان کې ووت، چې کله کراع الغميم نوم مقام ته ورسېد نو خپله هم روژه و نو خلکو هم روژه ونيوله، او په بل روايت کې داسې دي چې نبي صلی الله علیه وسلم ته خبر ورسېد چې په خلکو باندې روژه نيول ګرانه شوه، او په بل روايت کې داسې دي چې په خلکو باندې روژه ګرانه شوه او تا ته ګوري چې ته څه کوې؟ نبي صلی الله عليه وسلم د اوبو لوښی راوغوښت او پورته يې کړ ترڅو خلک ورته وګوري، بیا يې اوبه وڅښلې، له دې وروسته ورته وويل شول چې ځينې خلک لا هم روژه خوله دي، نو نبي صلی الله عليه وسلم وويل: دوی ګناهګار دي، دوی ګناهګار دي.

ديني مسئله: که د سفر په دوران کې څوک روژه ماته کړي او خپل کلي کور ته د ورځې پر مهال راورسيږي، نو له خوراک څښاک څخه به ځان نه رابندوي، ځکه اسلامي شريعت ورته په خوراک اجازه ورکړې ده نو بېرته له خوراک څخه رابندېدل به هم د اسلامي شريعت په دليل باندې بنا وي، او حالانکه له خوراک څښاک څخه په رابندېدو باندې دليل شتون نه لري، امام دارقطني له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت کوي چې ابوموسی اشعري رضي الله عنه راته وويل: [أَلَمْ أُنَبَّأْ أَنَّكَ إِذَا خَرَجْتَ خَرَجْتَ صَائِمًا وَإِذَا دَخَلْتَ دَخَلْتَ صَائِمًا , فَإِذَا خَرَجْتَ فَاخْرُجْ مُفْطِرًا وَإِذَا دَخَلْتَ فَادْخُلْ مُفْطِرًا ] ([12])

ژباړه: ایا له تا څخه نه يم خبرېدلی چې ته روژه خوله وځې او روژه خوله راستنېږې؟ چې په سفر وځې نو روژه دار مه وځه، او چې له سفر څخه راستنېږې نو هم روژه دار مه راستنېږه.

او له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه نه روايت دی [ مَنْ أَکَلَ أَوَّلَ النَّهَارِ فَلْيَأَکُلْ أَخِرَهُ ]

ژباړه: که د ورځې په اول کې څوک خوراک وکړي نو د ورځې په اخر کې دې هم خوراک وکړي.

ديني مسئله: که څوک د سفر پخه اراده ولري نو کولی شي د ورځې په جريان کې روژه ماته کړي، ځکه نبي کريم صلی الله عليه وسلم روژه خوله ووت او روژه يې په نيمه ورځ ماته کړه، له عبدالله بن عباس رضي الله عنه نه روايت دی [خَرَجَ إِلَى مَكَّةَ فِي رَمَضَانَ، فَصَامَ حَتَّى بَلَغَ الكَدِيدَ، أَفْطَرَ»، فَأَفْطَرَ النَّاس ] ([13])

ژباړه: نبي صلی الله عليه وسلم په رمضان کې د مکې په لور روژه دار ووت ، چې تر کديد مقام ته ورسېد نو روژه يې ماته کړه او خلکو هم روژه ماته کړه.

ابن القيم رحمه الله فرمايي: ياد مذکوره نصوص په دې کې بيخي صريح دي چې که څوک د رمضان په مياشت کې روژه خوله سفر پېل کړي کولی شي چې روژه  ماته کړي.

دوهم معذور: ناجوړه:

د رمضان د ورځې پر مهال الله پاک پر ناجوړه دا اسانتيا راوستې ده چې بوزه کېدل يې ورته مباح کړي دي، ابن قدامه رحمه الله وايي: ټول اهل علمو پر دې اجماع کړې ده چې د ناجوړه لپاره په رمضان کې بوزه کېدل مباح دي.

اما دا چې کوم ډول رنځ د رنځور لپاره افطار مباحوي، قاعده يې دا ده چې هر هغه رنځ چې انسان ته پکې روژه د رنځ د زيادت لامل جوړيږي، يا يې درد او ستړې ډېروي، يا يې صحت تاخيروي نو رنځور کولی شي چې روژه ماته کړي.

د رمضان په مياشت کې هم رنځور درې ډوله حالتونه لري:

لومړی حالت: هغه رنځور چې بوزه کېدل ورله هېڅ جواز نه لري، د نمونې په توګه هغه رنځ چې په کم او کيف کې لږ وي، نو د فساد د مخنيوي په خاطر د مصالحو جلبول د مثوبت په اعتبار ډېر ښه دي، او نه له دې ډول رنځ او ناجوړتيا څخه څوک خلاص دي.

دوهم حالت: هغه رنځور چې روژه نيول پرې حرام دي، په دې حکم کې ټول هغه ډول رنځونه داخل دي چې د غالب ظن له مخې رنځ کې ډېرښت راولي، د نمونې په توګه اسلامي طبيب يې وخبروي چې روژه نيول به درته د رنځ د ډېرښت لامل شي، يا به دې کوم بدني غړي له تلف سره مخامخ کيږي، نو د داسې رنځونو په شتون کې روژه نيول د حرمت حکم لري، او حالانکه نبي صلی الله عليه وسلم فرمايي: [ لاَ ضرَرَ وَلاَ ضِرَارَ ] ([14])

ژباړه: ستونزې ستړې رسول په اسلام کې نه ځان ته شته او نه بل چا ته.

دا چې ځان ته زیان رسول په انسان باندې حرام دي نو د رنځ په داسې حالتونو کې د ناجوړه انسان لپاره روژه ماتول مباح دي ترڅو رخصت ته عملي بڼه ورکړل شي.

دريم حالت: هغه رنځور چې روژه ماتول ورله مباح وي، دا هله چې ناجوړه وپوهيږي چې که څه هم روژه راته سخته ده خو ولې زه ترې نه متضرر کيږم او يا د غالب ظن له مخې روژه نيول ورته په رنځ کې د زيان لامل نه ښکاري نو په رخصت باندې د عمل کولو له مخې ورته د دې جواز شته چې روژه ماته کړي.

ديني مسئله: له روژې څخه د انسان ناتواني دوه ډوله تشکيلوي:

لومړی ډول: دائمې ناتواني، لکه بوډښت، هغه ډول رنځ چې صحت ورڅخه د انسان خيال او تصور کې نه وي، دا او دېته ورته نورو رنځونو کې اسلامي حکم دا دی چې روژه به ماتوي او د هرې روژې په بدل کې به يو مسکين ته خواړه ورکوي.

الله پاک فرمايي [وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ ] ([15])

ژباړه: او هغه خلک چې روژه نيول ورته مشقت وي نو د هرې ورځ په بدل کې دې ناچاره ته خواړه ورکړي.

د ايت په تفسير کې له ابن عباس رضي الله عنه څخه نقل دي چې دا ايت د بوډا سړي او بوډۍ ښځې اړوند رخصت دی، ځکه دواړه د روژې نيولو توان نه لري خو د فطر په حالت کې به د هرې بدل کې يو مسکين ته خواړه تياروي.

خو ناتوانه بوډا د روژې په مهال درې حالتونه لري:

لومړی حالت: دا چې تميز بيخي له لاسه ورکړي او د ماشوم په څېر خوی خصلت ولري، ترشاخوا څوک نه پېژني، چونکه دا ډول خلکو عقلي قوه له لاسه ورکړې وي او تکليفي احکام او عبادتونه هم ورڅخه ساقط وګرځي، نو ځکه پرې روژه نيول هم واجب نه ده او نه به د روژې فديه ورکوي، ځکه چې عقل يې له لاسه ورکړی دی.

ديني مسئله:  که کوم ناجوړه په داسې حالت کې وي چې وخت تر وخت يې عقلي قوه فعال او بېرته له منځه ځي، نو اعتبار به يې اغلبي حالت ته ورکړل کيږي، که غالب حالت يې هوش وي نو مکلف شمېرل کيږي او که غالب حالت يې فقدان عقل و نو غير مکلف به وي.

دوهم حالت:  هغه بوډا چې د روژې په نيولو کې ضعيف او کمزوری وي، که څه هم عقلي قوه يې پر ځای ده خو ولې د روژې توان نه لري، د علماء کرامو په صحيحو اقوالو کې يې حکم دا دی چې روژه به ماتوي او د هرې ورځې په بدل کې به يو مسکين ته خواړه فديه ورکوي.

نمونه يې هغه دائمې ناجوړه دی چې مرض يې زوال نه خوري، که روژه نيسي له ستونزو سره مخ کيږي او توان يې هم نه لري.

دريم حالت:  وقتي ناجوړتيا چې زوال يې امکانات لري، نمونه يې هغه ناجوړه دی چې د صحت امېد يې ډېر وي، نو دا ډول حالت د روژې نيولو له توان سره هېڅ تضاد نه لري بلکې کولی شي چې روژه ونيسی خو تخفيفي حکم يې دا دی چې روژه نيول پرې لازم نه دي، خو که عذر يې له منځه لاړ شي د روژې قضايي ورباندې واجب ده، الله پاک فرمايي: [فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَر ] ([16])

ژباړه: که په تاسو کې څوک ناجوړه او د سفر په دورانيه کې وي نو د خوړل شوو روژو شمېر دې په نورو ورځو کې راوړي.

دا حکم د هغه رنځ دی چې مؤقت وي.

دوهم:که د شپې له پلوه څوک د روژې نيت وکړي او تر سهار راختو پورې يې کوما (بې هوشي ) يې ونيسي او له لمر پرېوتو ورسته په هوش کې راشي، نو سمه خبره دا ده چې روژه يې سمه نه ده او همدا د ډېرو علماؤ مذهب دی.

ابن عثيمين رحمه الله په خپل کتاب (الشرح الممتع علی زاد المستقنع : ۶ / 253 ) کې وايي: که څوک پېشلمی وکړی او وروسته يې رنځ يا بله کومه پېښه ټوله ورځ د کوما په حالت ونيسي، نو روژه يې سمه نه ده، ځکه دا مهال هغه عقل له لاسه ورکړ او د روژې قضا راوړل پرې ځکه د وجوب حکم اخلي چې مکلف دی، او همدا د جمهورو علماؤ مذهب دی.

دريم: دا چې د کوما حالت بيخي اوږد شي چې په فقهي دائره کې ورته (غيبوبت) هم ويل کيږي نو دا ډول کوما دوه صورتونه لري:

لومړی صورت: چې رنځور له خپل اوږد کومايي حالت څخه په هوش کې راشي، په دې صورت کې فقهاء دوه قولونه لري:

لومړی قول: له هوش وروسته به پاتې ورځ روژه تر پايه رسوي، دا د جمهورو علماؤ او د څلورو واړه امامانو قول دی او ځينې علماؤ خو پرې بيخي اجماع نقل کړې ده.

دوهم قول: د روژې قضا ورباندې نشته او حکم يې د ليوني دی، او ليوني ته احکام نه دي متوجه او نه مکلف دی.

علامه ابن باز رحمه الله په خپل ( مجموع فتاوی ابن باز : ۵۱ / 12 ۹ ) کې وايي: د روژې قضا هغه چا ته نه ده متوجه چې عقل له لاسه ورکړي، که له داسې کومايي حالت وروسته هوش چا ته راستون هم شي نو د خپلې روژې قضا به نه راوړي، دا ډول رنځور د ليوني او معتوه مثال لري او ليونی او معتوه دواړو باندې قضا نشته، خو که کومايي حالت ورځ يا دوه او درې ته ورسيږي نو که احتياطا قضا راوړي ډېره ښه ده، خو که د بې هوشۍ حالت له دې څخه په پورته وغځيږي نو د قضاء حکم ځکه نه اخلي چې مکلف ورپکې مجنون او معتوه ته ورتوالی لري، خو که الله پاک ورته هوش ورکړي نو خپل عمل به مخ په وړاندې وړي، که څوک د بې هوشۍ په ياد حالت کې ومړ نو کورني غړي يې د روژې قضايي هم نه شي راوړی.

خو احتياط دا دی چې که د اغماء له حالت څخه څوک په هوش کې راشي د جمهورو مذهب له مخې بايد د روژې قضاء راوړي.

دوهم صورت: که د کوما حالت دومره اوږد شي چې تر مرګ ورسيږي، نو که د رمضان په مهال څوک بې هوشه شي او ومري نو هېڅ قضاء ورباندې نشته، ځکه بي هوشي رنځ دی او که د قضا له راوړو وړاندې رنځور د بې هوشۍ په حالت کې ومري نو لکه د حج په څېر ترې بدل هم ساقطيږي.

امام عبدالرزاق په خپل مصنف کې په (367 ) شمېر باندې په صحيح سند سره له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت کړي دي [ قَالَ فِيْ الرَّجُلِ المَرِيْضِ فِيْ رَمَضَانَ فَلاَ يَزَالُ مَرِيْضاً حَتَّی يَمُوْتَ قَال: لَيْسَ عَلَيْهِ شَيْءٌ ]

ژباړه: د رمضان په مهال هغه څوک چې تر مرګه ناجوړه وي ابن عباس رضي الله يې اړوند وايي چې هېڅ (قضاء) ورباندې نشته.

څلورم: د کوم لامل له کبله له انسان بې هوشه کېدل لکه نشه، يا د علاج معالجې په خاطر بنګ خوړل، او په دې جريان کې يې عقل زوال وخوري نو د روژې ادا ورباندې نه واجبيږي بلکې د وجوبي حکم له مخې به يې قضا راوړي.

پنځم: که څوک د سهار له راختو وړاندې د روژې نيت لري او د خوب له مخې يې عقل زوال وخوري نو د اجماع له مخې پرې روژه واجب ده او روژه يې هم صحيح ده.

 

دريم معذور: هغه ښځه چې حائضه او يا د نفاس په حالت کې وي:

د رمضان په مياشت کې که ښځه د حيض يا نفاس په حالت کې وي د وجوبي حکم له مخې به روژه ماتوي او روژه نيول ورله حرام دي، خو که د لمر پرېوتو وړاندې ورڅخه د دقيقو په شمار وينه روانه شي نو روژه يې نه صحيح کيږي، دليل ورپکې د ابوسعيد خدري رضي الله عنه حديث دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: [ أَلَيْسَ اِذَا حَاضَتْ لَمْ تُصَلِّ وَلَمْ تَصُمْ؟ ذَلِكَ مِنْ نُقْصَانِ دِيْنِهَا ] ([17])

ژباړه: ایا داسې نه ده چې ښځه کله هم حائضه شي نو نه لمونځ کوي او نه روژه نيسي؟ او همدا يې دیني نقصان دی.

خو که د سهار له راختو وړاندې ښځه پاکه شي که څه هم د دقيقو په حساب وي خو روژه نيول پرې واجبيږي او د روژې د صحت لپاره يې غسل شرط نه دي، بلکې د روژې نيت به وکړي او د سهار لمونځ لپاره به بیا غسل وکړي.

د حيض په حالت کې پر ښځې باندې د روژې قضاء راوړل واجب دي، دليل ورپکې د عائشې رضي الله عنها حديث دی فرمايي: [ کَانَ يُصِيْبُنَا ذَلِكَ فَنُؤْمَرُ بِقَضَاءِ الصَّوْمِ وَلاَ نُؤْمَرُ بِقَضَاءِ الصَّلاَةِ ] ([18])

ژباړه: دغه رنځ به راته ورسېد نو د روژې په قضاء راوړلو به راته امر کېدلی شو خو د لمونځ قضاء په راوړلو به راته امر نه کېده.

څلورم معذور: امېدواره او مرضعه ښځه:

که ښځه امېدواره وي او يا ماشوم ته سينه ورکوي او په دې حالت کې ښځه پر خپل بچي باندې ډار ولري نو د روژې ماتولو جواز ورته شته، انس رضي الله عنه روايت کړي دي چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمايي: [ اِنَّ اللهَ وَضَعَ عَنِ المُسَافِرِ شَطْرَ الصَّلاَةِ وَالصَّوْمَ، وَعَنِ الحُبْلَی وَالمُرضِعِ الصَّوْمَ ] ([19])

ژباړه: مسافر ته الله پاک د لمونځ نيماني او ټوله روژه معاف کړې ده خو امېدوارې او مرضعې ښځې ته يې ايکې يواځې روژه معاف کړې ده.

که څه هم اميدواره او مرضعه ښځه ګڼ شمېر حالات لري چې اهل علمو يې په دې توګه يادونه کړې ده:

لومړی حالت: چې امېدواره يا مرضعه ښځه پر ځان ويريږي، که دغه ويره يې ماشوم ته شمول لري او که نه خو روژه به ماتوي او مسکينانو ته د خواړو ورکولو پرته به ايکې يواځې د روژې قضا راوړي، ځکه دلته د ښځې حکم د مريض حکم دی، امام ابن قدامه رحمه الله په ( المغني ) کې وايي: امېدواره او مرضعه ښځه که په ځان ډار ولري نو دواړه به روژه ماتوي او ايکې يواځې قضا به راوړي، په دې مسئله کې نه پوهېږم که علماء اختلاف لري، ځکه دا ډول ښځې د هغه رنځور په مرتبه دي چې د روژې نيولو له کبله پر ځان د مرګ ډار لري.

دوهم حالت: چې امېدواره او مرضعه ايکې يواځې په خپل بچي باندې ويریږي، په دې کې د علماء کرامو صحيح خبره دا ده چې ښځه به روژه ماتوي او مسکين ته د خواړو ورکولو سره به د روژې قضاء هم راوړي، دليل ورپکې د عبدالله بن عباس رضي الله عنه حديث دی چې مرضعه او امېدواره که پر خپل ځوي ډار ولري نو روژه به ماتوي او قضاء به يې راوړي.

الله پاک مو اطاعت قبول کړه او په دې بابرکته مياشت کې مو الله پاک له اور څخه ازاد کړه.

………………………….

والحمدلله رب العلمين.

([1]) سورت بقره: (۲۸۶ ).

([2]) سورت مائده: (۶).

([3]) سورت بقره: (۱۸۵).

([4]) صحيح مسلم: (۱۱۲۱).

([5]) صحيح مسلم: (۱۱۲۲).

([6]) صحيح مسلم: (۱۱۱۶).

([7]) صحيح ابن حبان: ( ۳۵۴ ).

([8]) سن ابن ماجه: ( ۱۶۶۴ )

([9]) صحيح مسلم: ( ۱۱۱۵ ).

([10]) سورت بقره : ( ۱۹۵).

([11]) صحيح مسلم: ( ۱۱۱۴)،

([12]) سنن الدارقطني: (۲۲۹۲).

([13]) صحيح البخاري: (۱۹۴۴).

([14]) سنن ابن ماجه: (۲۳۴۰).

([15]) سورت بقره: (۱۸۴ ).

([16]) سورت بقره: (۱۸۴).

([17]) صحيح البخاري: ( ۱۹۵۱ ).

([18])

([19])

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button