قرآن کريم

د رمضان په مياشت کې د انساني پرمختګ پلوشې ويندوۍ : دکتور محمد بن غيث [غيث] ژباړن: لقمان حکيم [حکمت]

د رمضان په مياشت کې د انساني پرمختګ پلوشې ويندوۍ : دکتور محمد بن غيث [غيث] ژباړن: لقمان حکيم [حکمت]

إن الحمدَ لله نستعينُه ونستغفرُه، ونعوذُ بالله من شرور أنفسنا، مَنْ يَهْدِهِ الله فلا مُضِلَّ له، ومَنْ يُضْلِلْ فلا هاديَ له، ونشهدُ أنْ لا إله إلا الله، ونشهد أن محمداً عبدُه ورسولُه.

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُّسْلِمُونَ] ([1]) .

[يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِّنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالأَرْحَامَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا] ([2])

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا. يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا] ([3])

[ يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَلْتَنْظُرْ نَفْسٌ مَا قَدَّمَتْ لِغَدٍ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ] ([4])

أَمَّا بَعْدُ فَاِنَّ خَيْرَ الحَدِيْثِ کَلاَمُ اللهِ وَخَيْرَ الهَدْيِ هَدْيُ مُحَمَّدٍ صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَشَرَّ الأُمُوْرِ مُحْدَثَاتُهَا وَکُلَّ مُحْدَثَةٍ بِدْعَةٌ وَکُلَّ بِدْعَةٍ ضَلاَلَةٌ وَکُلَّ ضِلاَلِةٍ فِيْ النَّارِ.

ګرانو او قدرمنو! تر هر څه لومړی بايد د الله په بې شمېره نعمتونو او بلا ډېرو لورينو شکر ادا کړو چې الحمدلله مونږ په ډېر امن او اطمئنان کې يو، په پوره راحت او ايمان کې يو، الله لره ډېر حمدونه او ثناګانې دي، او د الله په دې نعمت هم شکریه ادا کوم چې مونږ يې په دنيا کې په خپل کور او په دې مجلس کې سره راپنډ کړو، هغه د دې توان لري چې په اخرت کې هم مونږ په جنتونه کې يو ځای کړي، الله پاک په دې باندې ډېر ښه قادر ذات دی.

په دوهم پړاو کې زه په رأس الخيمه کې د قران د زده کړې مؤسسې د ادارې شکريه ادا کوم چې پر ما يې ښه ګمان وکړ او دعوت يې راکړ، علم او اسلامي احکامو ته د خلکو د اړتيا او د دوی د کامل اهتمام له کبله چې انسان په علم او تعلم باندې انسان وي او الله پاک چې پر چا د خير اراده ولري نو د اسلامي دين علم او فقاهت ورپه برخه کړي.

امام زهري رحمه الله وايي : زمونږ مخکنو علماء کرامو به ويل: په نبوی سنتو باندې اعتصام د نجات ښه لامل دی او شرعي علم ډېر زر پورته کيږي، داسلامي تعليم نشر او اشاعت د دين او دنيا وداني او ثبات دی، که اسلامي تعليمات له منځه لاړ شي نو دنيا او دين دواړه به له منځه لاړ شي. ([5])

د شرعي علومو په زده کړو سره د انسان او دنيا استقامت راتلای شي، په شرعي زده کړو نفسي اطمئنان راتللای شي او د عبادتونو قبول تر شرعي علم پورې منحصر دی.

 

رمضان ته د ارتقاء پلوشې:

يحيی بن أبي کثير رحمه الله وايي: سلف صالحينو به ويل: [اللهُمَّ سَلِّمْنِي لِرَمَضَانَ وَسَلِّمْ لِي رَمَضَانَ، وَتَسَلَّمْهُ مِنِّي مُتَقَبَّلًا ] ([6])

ژباړه:  ای الله! رمضان ته مې ورغ رمټ ورسوه، او رمضان زما لپاره ښه وګرځوه او له ما څخه يې قبول کړه.

مونږ هم له الله څخه غواړو چې د رمضان روژې راله محفوظې کړي او په خپل فضل او کرم يې له مونږ څخه عبادتونه قبول کړي، او ورڅخه غواړو د رمضان اړوند پلوشې چې دا مهال يې يادونه کول غواړو زمونږ لپاره د روژدارو په اسمان کې وړانګين ستورې وګرځوي چې د تروږمو مسافر پرې لارې ګودرې معلوموي.

 

مونږ دلته له څلورو پلوشو سره دمه اخلو:

لومړۍ پلوشه:

لومړۍ پلوشه پند او ياداشت دی، ګرانو پتمنو ! په الله پاک او د هغه په رسول باندې په ايمان لرونکي پټ او پناه نه ده چې په دنيا کې د الله قانون دا دی چې له شپې ورځې او مياشتو په پرله پسې توګه روانې دوانې دي، د رمضان د استقبال څخه موخه دا ده چې کلونه زندګي مو وخوړه او د مړينې نيټه مو رانزدې شوه، د دنيا ژوند بېلابېل پړاونه لري او خلک ورباندې تيريږي، د انسان ډانچه په خپله شپې ورځې دي چې ورځ تېريږي له زندګۍ څخه يې برخه نړيږي، د انسان سفر هرومرو دی او د تللو اوازه يې يقینې ده، نزدې ده چې مونږ هم د مړو شويو سره يو ځای شو، او رښتيا دي چې :

فَلَسْتَ تَسْمَعُ اِلاَّ کَانَ ثُمَّ مَضَی … وَيَلْحَقُ الفَارِطُ البَاقِيْ بِمَنْ غَبَرُوْا
ژباړه: ؟ته به له دې پرته نور څه وانه اورې چې فلانکي خلک ول او بيا لاړل ( مړه شول ) او ورڅخه پاتې مخکني خلک هم له هغو سره يو ځای شول چې له دوی څخه وړاندې مړه شوي ول.

لا هم خلک د خپل ژوند په شرابو کې نشه دي خو که پوهه شي  نو سبانۍ ورځ يې له مړو سره په مقبرو کې ده، ټول خلک د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د دې قول له مخې همدغسې دي، هغه وايي: [كُلُّ النَّاسِ يَغْدُو فَبَائِعٌ نَفْسَهُ فَمُعْتِقُهَا أَوْ مُوبِقُهَا ] ([7])

ژباړه: په چا باندې ورځ سبا کيږي او خپل ځان خرڅوي، خو څوک يې ازادوي او څوک يې بربادوي.

او الله رب العلمين فرمايي: [وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَيَتَّخِذَ مِنْكُمْ شُهَدَاءَ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِين ] ([8])

ژباړه: او مونږ د خلکو ترمنځ ورځې اړو راړو، ترڅو هغه څه الله رابرسيره کړي چې په ازل کې ورته معلوم ول چې مومنان سره جلا کړي او له تاسو څخه ځینې شهيدان جوړ کړي، او له ظالم قوم سره الله پاک مينه او محبت نه لري.

په دنيا کې د انسان بقا ايکې يواځې په دې خاطر ده چې وازمول شي چې نېک عملونه ورپکې څوک کوي، په دې خاطر چې په نيکو عملونو کې له يو بل څخه سبقت وکړي خو چې مړه شي نو د خپلو هغو عملونو ګاڼه به وي چې د ځان لپاره يې ذخيره کړي دي، حذيفة بن اليمان رضي الله عنه خطبه کوله نو ويويل: [الله پاک وايي چې قیامت بيخي رانزدې شوی دی او سپوږمۍ دوه پړقې شوه، خبردار چې دنيا د انتها خبر ورکړ او نن که څه هم د عملونو ميدان دی خو نتيجه به سبا وي، خبر دار چې عاقبت (يا  جنت او يا ) اور دی، مرد ميدان به هغه څوک وي چې جنت ته سبقت ولري.

] ([9])

دنيا له زوال سره مخ کېدونکې ده، اخری ټکاو يا جنت او يا اور دی، که له دنيا څخه له خير او سعادت سره څوک وکوچيږي نو د خير او سعادت ځای ته به لاړ شي.

په صحيح مسلم کې له خالد بن عمير عدوي څخه روايت دي چې عتبه بن غزوان په کوفه باندې زمونږ امير و، مونږ ته يې  خطبه راکړه، په الله پاک يې لائق ثنا وويله او بيا يې وويل: [فَإِنَّ الدُّنْيَا قَدْ آذَنَتْ بِصَرْمٍ وَوَلَّتْ حَذَّاءَ، وَلَمْ يَبْقَ مِنْهَا إِلَّا صُبَابَةٌ كَصُبَابَةِ الْإِنَاءِ، يَتَصَابُّهَا صَاحِبُهَا، وَإِنَّكُمْ مُنْتَقِلُونَ مِنْهَا إِلَى دَارٍ لَا زَوَالَ لَهَا، فَانْتَقِلُوا بِخَيْرِ مَا بِحَضْرَتِكُمْ، فَإِنَّهُ قَدْ ذُكِرَ لَنَا أَنَّ الْحَجَرَ يُلْقَى مِنْ شَفَةِ جَهَنَّمَ، فَيَهْوِي فِيهَا سَبْعِينَ عَامًا، لَا يُدْرِكُ لَهَا قَعْرًا، وَوَاللهِ لَتُمْلَأَنَّ، أَفَعَجِبْتُمْ؟ وَلَقَدْ ذُكِرَ لَنَا أَنَّ مَا بَيْنَ مِصْرَاعَيْنِ مِنْ مَصَارِيعِ الْجَنَّةِ مَسِيرَةُ أَرْبَعِينَ سَنَةً، وَلَيَأْتِيَنَّ عَلَيْهَا يَوْمٌ وَهُوَ كَظِيظٌ مِنَ الزِّحَام ] ([10])

ژباړه: دنيا د خپل زوال خبر ورکړ او په توندۍ په شا روانه ده، لکه د لوښي په تل کې د ګوټ په څېر اوبو په شان لږه پاتې ده چې جل وهلی يې څښي، له دنيا څخه به تاسو داسې کور ته بوتللی شئ چې زوال نه لري، دا به ستاسو لپاره ډېره ښه وي چې له هغو نېکو عملونو په ملتيا ورڅخه وکوچيږئ چې له تاسو سره دي، مونږ ته ويل شوي دي چې د جهنم له څنډې څخه تېګه ګوزار شي او اويا کاله ورغړي خو د جهنم تل ته به لا ونه رسيږي، او زما دې په الله قسم وي چې له دومره ژوروالي باوجود به جهنم له دوزخيانو ډک کړی شي، ايا له دې خبرې مې تاسو حيرانتيا واخستئ؟ دا هم راته ويل شوي دي چې د جنت د دواړو درشلونو ترمنځ فاصله د اويا کالو په څېر ده، او هرومرو به داسې ورځ راشي چې له ډېرې ګڼې ګوڼې به يې درشل ډک شي.

الله پاک دې مونږ او تاسو له دغو خلکو څخه وګرځوي چې د جنت په دروازه يې د ننوتو لپاره ګڼه ګوڼه جوړه کړې وي.

په دومره ډېره مسافه کې دومره ګڼه ګوڼه، هغه هم په زرو کې يو نفر، الله پاک به اواز وکړي [يَا آدَمُ، فَيَقُولُ: لَبَّيْكَ وَسَعْدَيْكَ، وَالخَيْرُ فِي يَدَيْكَ، فَيَقُولُ: أَخْرِجْ بَعْثَ النَّارِ، قَالَ: وَمَا بَعْثُ النَّارِ؟، قَالَ: مِنْ كُلِّ أَلْفٍ تِسْعَ مِائَةٍ وَتِسْعَةً وَتِسْعِين ] ([11])

ژباړه: ای ادمه! هغه به ووايي: دا يم الله حاضر يمه، او ټول ستا په لاس کې دی، الله به ورته ووايي: د  اور لپاره ډلګۍ راوباسه،هغه به وپوښتي: د اور ډلګۍ لا څوک دي؟ هغه به ووايي: په هر زرو کسانو کې نهه سوه نهه نوي دې اور ته راوباسه.

نو دوی به اور ته ولاړ شي، دغه مهال به د ډار له کبله ماشومان سپينږيري شي، په زرو کسانو کې يو جنت ته، نو د مياشتو يو له بل پسې راتللو کې د انسان لپاره پند پروت دی، د رمضان بار بار راتګ مونږ ته همدغه درس رازده کوي چې مرګ ته چمتوالی ونيسئ، د دنيا په  عواقبو کې که څوک له غور څخه کار واخلي نو په پوره احتياط به ژوند تېر کړي، او که اخرت د اوږد سفر اړوند څوک سوچ ولري نو ورته به تياری ونيسي.

وَمَا هَذِهِ الأَيَّامُ اِلاَّ مَرَاحِلُ .. يَحُثُّ بِهَا دَاعٍ اِلَی المَوْتِ قَاصِدُ

وَأَعْجُبُ شَيئٍ لَوْ تَأَمَلْتَ أَنَّهَا .. مَنَازِلُ تُطْوَی وَالمُسَافِرُ قَاعِدُ

ژباړه: دا ورځې له مرحلو پرته نور څه نه دي چې مرګ او مړينې ته پکې قاصد خلک په توندۍ رابولي.

که له غور څخه کار واخلې نو د حيرانتيا وړ لا دا ده چې ياد منزلونه په مزل راټولیږي خو ولې مسافر يې لا ناست دی.

که دنيا هرڅومره درازه شي خو بيا هم لنډه پنډه ده، له دې کبله ورپکې الله پاک د خير کارونو ته په سبقت تيزي ورکړې ده.

الله پاک فرمايي: [ فَاسْتَبِقُوْا الخَيْرَاتِ ] ([12])

ژباړه: د خير ښېګړې کارونو ته له يو بل څخه مخکې شئ.

او فرمايي: [ وَسَارِعُوْا إِلَی مَغْفِرَةٍ مِنْ رَّبِکُمْ ] ([13])

ژباړه: د خپل رب له پلوه درګزر ته له يو بل څخه جلتي وکړئ.

او فرمايي: [ وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتَّی يَأْتِيَكَ اليَقِيْنُ ] ([14])

ژباړه: تر مرګ راتللو پورې دې د خپل رب عبادت وکړه.

نو په دنيا کې وخت داسې نه چې په عبثياتو دې ضائع شي.

ابن الجوزي رحمه الله وايي: دې ته ښه ځېر شه چې وخت دومره ارزښتناک دی چې بايد يو ساه يې هم ضايع نه شي، په حديث کې راغلي دي چې که څوک ( سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ ) ووايي نو په جنت کې ورله يوه ميوه داره ونه وکرل شي، زه مې خپلې ساګانې هم قابو کوم چې هسې نه له ګټې پرته راڅخه ضايع نه شي.

د علماؤ د نصيحتونو له مخې چې د دنيا تېر ځان ته رايادول خوب ليدل دي، مستقبل يې ټولې ارزوګانې دي، ترمنځ يې روان وختونه هغه څه دي چې بې ګټه ضايع کيږي، علماؤ به دا هم ويل چې د وخت ضیاع د الله د غضب نښه ده، په حقيقت کې دنيا د ضياع لپاره شته شوې نه ده، الله پاک فرمايي: [ فَإِذَا فَرَغْتَ فَانْصَبْ * وَإِلَی رَبِّكَ فَارْغَبْ ] ([15])

ژباړه: له دنيوي چارو څخه چې کله هم اوزګار شې نو په عبادتونو کې زيار اوباسه، او له الله سره نعمتونو کې رغبت ولره.

او نبي کريم صلی الله عليه وسلم سړي ته د يوې سپارښتنې په ترڅ کې وويل:[ اغْتَنِمْ خَمْسًا قَبْلَ خَمْسٍ: شَبَابَكَ قَبْلَ هِرَمِكَ، وَصِحَّتَكَ قَبْلَ سَقَمِكَ، وَغِنَاءَكَ قَبْلَ فَقْرِكَ، وَفَرَاغَكَ قَبْلَ شُغْلِكَ، وَحَيَاتَكَ قَبْلَ مَوْتِكَ ] ([16])

ژباړه: د پنځه شیانو له شته کېدو وړاندې پنځه شيان غنيمت وګڼه، له بوډښت څخه وړاندې دې ځواني، له ناجوړتیا څخه وړاندې دې جوړتيا، له نادارۍ څخه وړاندې دې شتمنتوب، له بوختياو وړاندې دې وزګارتیا، له مړينې وړاندې د ژوند.

او عبدالله بن عمر رضي الله عنه وايي: رسول  الله صلی الله عليه وسلم مې په اوږه باندې لاس کېښود او راته يې وويل: [كُنْ فِي الدُّنْيَا كَأَنَّكَ غَرِيبٌ أَوْ عَابِرُ سَبِيلٍ ] ([17])

ژباړه: په دنيا کې يا د نااشنا او يا هم د مسافر په څېر شه.

دا ډېره عظيمه سپارښتنه ده، مسافر هېڅکله مسافرخانه نه ودانوي، او د ونې سيورې ته مسافر کورونه نه جوړوي.

ځکه دنيا ستا کور نه دی بلکې ستا کور جنت دی او ته ورڅخه راتښتول شوی يې، ته بايد د جنت ته په نېکو عملونو تياری ونيسې خو پخ ورته راشړل شوي کور کې ستا ځای نشته او دلته بقاء د محدود وخت لپاره ده.

له دې کبله خو به ابن عمر رضي الله عنه ډېر ډېر ويل: [إِذَا أَمْسَيْتَ فَلاَ تَنْتَظِرِ الصَّبَاحَ، وَإِذَا أَصْبَحْتَ فَلاَ تَنْتَظِرِ المَسَاءَ ] ([18])

ژباړه: چې کله درباندې سهار شي د ماښام انتظار مه کوه او چې درباندې ماښام شي نو د سهار انتظار مه کوه.

دا خبرې پرېږده چې سبا او يا بل سبا به نېک عمل وکړم، د ماښام سره بايد د سهار انتظار ونه کړې، وړاندې سوچ کوه کېدای شي له سهار راختو وړاندې درته مرګ راشي، د خپلې ناجوړتيا لپاره دې له صحت څخه ډېر څه ذخيره کړه، ځکه رنځ او ناجوړتیا په بندګانو کې د الله قانون دی، هغه له مخلوق له کمزوري شي څخه پېدا کړی دی او له کمزورتیا وروسته يې ورته قوت بخښلی دی، بېرته يې الله پاک له قوت څخه وروسته کمزوری کوي، بس په مخلوق کې دا د الله پاک قانون دی.

سفيان ثوري رحمه الله به ځوانانو ته ويل: ای ځوانانو! سر له ننه قيام الليل وکړئ، که دا مهال يې ونه شئ کړای نو کله به يې وکړی شئ؟ او څوک چې خپله ځواني وساتي نو الله پاک به يې په بوډاتوب کې ښه وساتي.

نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: [ احْفَظِ اللهَ يَحْفَظْكَ ] ([19])

ژباړه: د الله پاک خيال وساته الله پاک به تا ښه وساتي.

د دې ستر حديث په تعليق کې امام ابن رجب رحمه الله وايي: دا حديث د دنيوي امېدونو په کمښت کې بنسټ شمېرل کيږي، له مومن سره نه ښايي چې دنيا د ګزران ځای ونيسي او پرې ډاډه شي، بلکې له مومن سره دا ښايي چې ګویا د سفر په دوران کې دی او لږ مهال وروسته يې کوچ دی.

بيا وايي: په دې بابت انبياء کرام يو ډول سپارښتنې لري.

د فرعون د کورنۍ د مسلمان غړي اړوند الله پاک فرمايي: [يَاقَوْمِ إِنَّمَا هَذِهِ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا مَتَاعٌ وَإِنَّ الْآخِرَةَ هِيَ دَارُ الْقَرَار ] ([20])

ژباړه: ای زما قومه! د دنيا ژوند لږه څکه ده او اخرت کور د تل لپاره دی.

او نبي کريم صلی الله علیه وسلم به ويل: [مَا لِي، وَلِلدُّنْيَا، إِنَّمَا مَثَلِي وَمَثَلُ الدُّنْيَا كَمَثَلِ رَاكِبٍ، قَالَ فِي ظِلِّ شَجَرَةٍ فِي يَوْمٍ صَائِفٍ، ثُمَّ رَاحَ وَتَرَكَهَ ] ([21])

ژباړه: زما له دنيا سره څه کار دی! زما او د دنيا مثال د هغه مسافر په څېر دی جې په ټکنده ګرمه ورځ کې د ونې سيورې ته د ماسپښين استراحت وکړي او بيا لاړ شي او سيوری پريږدي.

عيسی عليه السلام به خپلو ملګرو ته دا سپارښتنه ډېره کوله [ اُعْبُرُوْهَا وَلاَ تُعْمِرُوْهَا ) په دنيا تېر شئ خو مه يئ ابادوئ.

دنيا د پل حيثيت لري بايد انسان پرې تېر شي خو چې ودانه يې نه کړي.

او عيسی عليه السلام به ويل: [مَنْ ذَا الَّذِي يَبْنِي عَلَى مَوْجِ الْبَحْرِ دَارًا، تِلْكُمُ الدُّنْيَا فَلَا تَتَّخِذُوهَا قَرَارًا ] ([22])

ژباړه: ایا په تاسو کې څوک د سمندر د څپو پر سر کور ودانول غواړي؟ دنیا همدغسې ده نو د استقرار کور يې مه نيسئ.

يو شاعر يې اړوند وايي:

قَدْ نَادَتِ الدُّنْيَا عَلَی نَفْسِهَا .. لَوْ کَانَ فِيْ الَعالَمِ مَنْ يَّسْمَعُ

کَمْ وَاثِقٍ بِالعُمْرِ أَفْنَيْتُهُ .. وَجَامِعٍ بَدَدتُّ مَا يَجْمَعُ

ژباړه: دنيا پر ځان نارې سورې وهي خو کاش په نړۍ کې داسې څوک وي چې نارې سورې يې واوري.

په ژوند او زندګۍ باندې څومره ډېر ډاډمن مې پناه کړل، او د څومره ذخيره کونکو شتمنۍ مې وخرلې.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايی: [اللَّهُمَّ لاَ عَيْشَ إِلَّا عَيْشُ الآخِرَه ] ([23])

ژباړه: ای الله، ژوند ايکې يواځې د اخرت ژوند دی.

په جنت کې د ( چابک ) په اندازه ځای له ټولې دنيا څخه غوره دی، څوک چې په اخرت کې رغبت لري نو په دنيا کې دې د اخروي ګټې په خاطر زيار اوباسي او نېک عملونه دې وکړي، الله پاک فرمايي: [وَمَنْ أَرَادَ الْآخِرَةَ وَسَعَى لَهَا سَعْيَهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَئِكَ كَانَ سَعْيُهُمْ مَشْكُورًا ] ([24])

ژباړه: او څوک چې په اخرت کې رغبت لري او په داسې حالت کې د اخرت لپاره د نيکو عملونو جد جهد کوي چې خپله مومن وي نو د دوی سعي او زيار قبول شوی دی.

په حقيقت کې هم دنيا په نېکو عملونو کې د سبقت په خاطر شته شوې ده، الله پاک فرمايي: [وَفِي ذَلِكَ فَلْيَتَنَافَسِ الْمُتَنَافِسُونَ ] ([25])

ژباړه: او په دې کې دې هرومرو له يو بل څخه مخکې کېدونکي سبقت ولري.

حالانکه رمضان د نېکو عملونو لپاره زرينه موقعه ده، ای د خير ښېګړې مينوالو ورپکې راتيز شئ، ای د شر او شرارت لټونوالو له شر څخه په پوره ډول په ډډه شئ.

………………………………………

([1]) سورت ال عمران: ( ۱۰۲ ) .

([2]) سورت نساء: ( ۱ ).

([3]) سورت أحزاب: ( ۷۱ ).

([4]) سورت حشر: ( ۱۸ ).

([5]) سنن الدارمي: ( ۱۰۱ ).

([6]) حلية الأولياء وطبقات الأصفياء: ( ۳ / ۶۹ )،

([7]) سنن الترمذي: ( ۳۵۱۷ ).

([8]) سورت ال عمران : ( ۱۴۰ ) .

([9]) الترغيب والترهيب د منذري ليکنه: ( ۴ / ۲۴۸ ).

([10]) صحيح مسلم: ( ۲۹۶۷ ).

([11]) صحيح البخاري: ( ۳۳۴۸ ) ، صحيح مسلم: ( ۲۲۲ ).

([12]) سورت بقره: ( ۱۴۸ ).

([13]) سورت ال عمران : ( ۱۳۳ ).

([14]) سورت حجر : ( ۹۹ ).

([15]) سورت انشراح: ( ۷ – ۸ ).

([16]) المستدرك علی الصحيحين: ( ۷۸۴۶ )، الجامع الصغير وزيادته: ( ۱۰۷۷ ).

([17]) صحيح البخاري: ( ۶۴۱۶ ).

([18]) صحيح البخاري: ( ۶۴۱۶ ).

([19]) سنن الترمذي: ( ۲۵۱۶ ).

([20]) سورت مومن: ( ۳۹ ).

([21]) مسند احمد: ( ۴۲۰۸ ).

([22]) الزهد د ابن ابي الدنيا ليکنه: ( ۳۴۷ ).

([23]) صحيح البخاري: ( ۲۹۶۱ ).

([24]) سورت اسراء: ( ۱۹ ).

([25]) سورت مطففين: ( ۲۶ ).

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button