احکام او ادابعباداتفضائل قرانفقهقرآن پوهنهقرآن کريم

سجده تلاوت او د هغې ځينې احکام،ترتيب:محمد بصيرزئي

بسم الله الرحمن الرحیم.

سجده تلاوت او د هغې ځينې احکام:

❶:سجده تلاوت هغه سجدې ته ويل کېږي چې د ځانګړو آيتونو په تلاوت کولو سره مينځ ته راځي.

:د سجده تلاوت کولو فضيلت : 

د سجدې تلاوت زيات شمېر فضايل په احادیثو کې راغلي دي.

لکه حديث کې راځي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې:

“إذا قرأ ابنُ آدمَ السجدةَ فسجد، اعتزل الشيطانُ يبكي، يقول: يا وَيْلَهْ، (وفي رواية أبي كريب: يا وَيْلي). أُمِرَ ابنُ آدمَ بالسجود فسجد فله الجنَّةُ، وأُمِرتُ بالسجود فأَبَيْتُ فلي النارُ. (وفي رواية: فعَصَيتُ فلي النَّارِ” حديث امام مسلم رحمه الله ذکر کړى دى حديث نمبر : 81

ژباړه:”کله چې ابن آدم ( انسان) د سجده تلاوت آيت ولولي، بيا سجده وکړي، شيطان يو طرف ته شي او ژاړي، او دا کلمات ووايي : هلاکت دى مالره، ابن آدم ته د سجدې کولو امر وشو هغه سجده وکړه جنت ورله واجب شو، او ماته د سجدې کولو امر شوى وو ما انکار وکړو زما لپاره اور واجب شو”.

❸:ددې سجدې حکم:

راجح قول د علماوو دادى :چې د قاري او اوريدونکي لپاره ددې سجدې کول “سنّت مؤكّد” دي. لکه يو اثر کې راځي:”حضَرَ ربيعةُ مِن عمرَ بنِ الخطابِ رضي الله عنه: قرأَ يومَ الجمعةِ على المنبرِ بسورةِ النحلِ، حتى إذا جاءَ السجدة نزل فسَجَدَ، وسَجَدَ الناسُ، حتى إذا كانت الجمعةُ القابلةُ، قرأَ بها، حتى إذا جاءَ السجدةُ، قال: يا أيُّها الناسُ، إنا نَمُرُّ بالسجودِ، فمَن سَجَدَ فقد أصابَ، ومَن لم يَسْجُدْ فلا إثمَ عليه. ولم يَسْجُدْ عمرُ رضي اللهُ عنه. وزادَ نافعٌ، عن ابنِ عمرَ رضي الله عنهما: إن اللهَ لم يَفْرِضْ السجودَ إلا أن نشاءَ).

ژباړه:”ربيعه جومات ته راغلى او عمر بن خطاب رضي الله عنه په منبر باندې د جمعې په ورځ د سورت نحل تلاوت کولو تردې چې د سجدې آيت يې ولوست، د منبر نه راکوز شو او سجده يې وکړه، خلکو هم سجده وکړه،کله چې د بلې جمعې ورځ راغله بيا يې هماغه آيت ولوست او وې فرمايل :اې خلکو! مونږ د سجدې آيتونه لولو که چا سجده وکړه نو حق ته ورسيد، او که چا ونکړه ګناهګار ندى، پدغه جمعه باندې عمر رضي الله عنه سجده ونکړه، عمر رضي الله عنه دا هم وويل : الله پاک سجده تلاوت په مونږ نده فرض کړې، مګر دا چې مونږ په خپله خوښه سجده وکړو (نو جايز ده)

دا اثر امام بخاري رحمه الله په خپل کتاب صحيح البخاري کې ذکر کړى دى حديث نمبر:(1077)

❹:آیا ددې سجدې لپاره طهارت شرط دى؟

دا سجده د عامو سجدو په شان نه ده ځکه که يو مسلمان دسجدې آيت ولولي او د بې اودسۍ په حالت کې وي نو سجده کولى شي، مطلب ددې سجدې کولو لپاره طهارت شرط ندى.

 

❺:ددې سجدې کولو طريقه:

کله چې يو مسلمان سجده تلاوت کوي بايد سجدې ته د تللو په وخت کې الله اکبر ووايي او بيا سجده وکړي، البته سلام اړول پکې ضروري ندي.

 

❻:کله چې انسان سجده تلاوت کوي خاص او مشروعي دعاګانې به وايي،لکه ځينې يې په لاندې ډول دي:

 

①/سَجَدَ وَجْهِي لِلَّذِي خَلَقَهُ وَشَقَّ سَمْعَهُ وَبَصَرَهُ بِحَوْلِهِ وَقُوَّتِهِ”

حديث امام مسلم رحمه الله په”كتاب صلاة المسافرين وقصرها، باب الدُّعاء في صلاة الليل وقيامه” ذکر کړى دى حديث نمبر (771).

 

②/اللهم لك سجدت، وبك آمنت، وعليك توكلت،سجد وجهي لله الذي خلقه، وصوره، وشق سمعه، وبصره، تبارك الله أحسن الخالقين، اللهم اكتب لي بها أجرًا، وحط عني بها وزرًا، واجعلها لي عندك زخرًا، وتقبلها عني كما تقبلتها من عبدك داؤد”

دا حديث امام ترمذي رحمه الله په خپل “سنن”: كتاب أبواب السَّفر، باب ما يقول في سجود القرآن، کې ذکر کړى دى حديث نمبر (579)، او امام نووي رحمه الله النَّووي “خلاصة الأحكام” کې کې ذکر کړى دى حديث نمبر (2147).

 

❼:د قران کریم هغه سورتونه چې سجده تلاوت آيتونه پکې راغلې دي:

①:سورت الأعراف آيت نمبر:”206″

②:سورت الرعد آيت نمبر:”15″

③:سورت النحل آيت نمبر:”49″

④:سورت الإسراء آيت نمبر:”110″

⑤:سورت مريم آيت نمبر:”59″

⑥:سورت الحج آيت نمبر:”77″

⑦:سورت الفرقان آيت نمبر:”60″

⑧:سورت السجدة آيت نمبر:”15″

⑨:سورت ص آيت نمبر:”25″

⑩:سورت النمل آيت نمبر:”26″

⑪:سورت فصلت آيت نمبر:”38″

⑫:سورت النجم آيت نمبر:”62″

⑬:سورت الانشقاق آيت نمبر:”21″

⑭:سورت العلق آيت نمبر:”19″

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button