قرآن کريم

د افغاني راويانو حديثونو ته کتنه [ مکي بن ابراهيم بلخي ] ( شپاړسمه برخه: خپل ملګری په اوچت اواز سره خبرول) ليکوال: استاذ وزير ګل تراب

د افغاني راويانو حديثونو ته کتنه [ مکي بن ابراهيم بلخي ] ( شپاړسمه برخه: خپل ملګری په اوچت اواز سره خبرول) ليکوال: استاذ وزير ګل تراب

۱۸ ـــ قال الإمام البخاري رحمه الله: حَدَّثَنَا المَكِّيُّ بْنُ إِبْرَاهِيمَ، أَخْبَرَنَا يَزِيدُ بْنُ أَبِي عُبَيْدٍ، عَنْ سَلَمَةَ، أَنَّهُ أَخْبَرَهُ قَالَ: خَرَجْتُ مِنَ المَدِينَةِ ذَاهِبًا نَحْوَ الغَابَةِ، حَتَّى إِذَا كُنْتُ بِثَنِيَّةِ الغَابَةِ، لَقِيَنِي غُلاَمٌ لِعَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ عَوْفٍ، قُلْتُ: وَيْحَكَ مَا بِكَ؟ قَالَ: أُخِذَتْ لِقَاحُ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قُلْتُ: مَنْ أَخَذَهَا؟ قَالَ: غَطَفَانُ، وَفَزَارَةُ فَصَرَخْتُ ثَلاَثَ صَرَخَاتٍ أَسْمَعْتُ مَا بَيْنَ لاَبَتَيْهَا: يَا صَبَاحَاهْ يَا صَبَاحَاهْ، ثُمَّ انْدَفَعْتُ حَتَّى أَلْقَاهُمْ، وَقَدْ أَخَذُوهَا، فَجَعَلْتُ أَرْمِيهِمْ، وَأَقُولُ: أَنَا ابْنُ الأَكْوَعِ … وَاليَوْمُ يَوْمُ الرُّضَّعْ فَاسْتَنْقَذْتُهَا مِنْهُمْ قَبْلَ أَنْ يَشْرَبُوا، فَأَقْبَلْتُ بِهَا أَسُوقُهَا، فَلَقِيَنِي النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنَّ القَوْمَ عِطَاشٌ، وَإِنِّي أَعْجَلْتُهُمْ أَنْ يَشْرَبُوا سِقْيَهُمْ، فَابْعَثْ فِي إِثْرِهِمْ، فَقَالَ: ” يَا ابْنَ الأَكْوَعِ: مَلَكْتَ، فَأَسْجِحْ إِنَّ القَوْمَ يُقْرَوْنَ فِي قَوْمِهِمْ”[1].

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د حديث ژباړه

سلمة بن الاکوع وايي: زه له مدينې څخه د ځنګل په لور ووتم، د ځنکل په غونډۍ راسره د عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه يو غلام مخامخ شو ما ورته وويل: هلاک شې، دلته څه کوې؟ هغه وويل: د نبي صلی الله عليه وسلم د شيدو اوښان غلا شوي دي، ما وويل: چا غلا کړي دي ؟ هغه وويل: غطفان او فزاره قبيلې، نو ما درې داسې لوړ آوازونه وکړل چې د مدينې دواړو طرفونو خلکو ته مې واورول چې – يا صباحاه – او بيا ورپسې توند شوم تردې چې را ومې نيول او اوښان يې غلا کړي و، ما به په غشو ويشتل او ويل به مې: زه د اکوع ځوی يم او نن د مقابلې او د غلا شويو شيانو د بېرته راګرځولو ورځ ده، هغه وايي: مخکې له دې چې اوبه وڅښي نو ما ترې اوښان را ازاد کړل او راروان مې کړل، رسول الله صلی الله عليه وسلم راسره مخامخ شو ما ورته وويل: ای د الله رسوله! خلک د– غله – تږي دي، مخکې له دې چې اوبه وڅښي څوک پسې وليږه، هغه راته وويل: په عفو او درګزر کې احسان کوه، هغوی خپل قوم سره ميلمانه  شوي دي.

 

 

د حديث تخريج

امام احمدپه خپل مسند (ج۲۷، ص ۴۱، مسلسل شمېره  ۱۶۵۱۳/۲)، کې په پورته سند سره دمکي بن ابراهيم له لارې په کټ مټ الفاظو روايت کړی دی.

امام مسلم  په خپل صحيح ( ج۵، ص۱۸۹، مسلسل شمېره  ۱۸۰۶)، کې د حاتم بن اسماعيل له لارې.

امام طبراني په خپل المعجم الکبير (ج۷، ص۳۰، مسلسل شمېره  ۶۲۸۴)، امام بيهقي په خپل سنن الکبری ( ج ۱۰، ص۲۳۶، مسلسل شمېره  ۲۱۶۲۴)، او په خپل دلائل النبوة  ( ج۴، ص ۱۸۱)، کې د ابو عاصم الضحاک بن مخلد له لارې.

دواړو ( حاتم او ابو عاصم )، له يزيد بن ابي عبيد څخه په پورته سند سره په ورته الفاظو روايت کړی دی.

د حديث درجه

ياد حديث متفق عليه دی، ځکه چې امام بخاري او مسلم راويت کړی دی.

د حديث احکام او فوائد

ددې حديث نه څرګنديږي چې غلا دهغه سترو ګناهونو څخه ده، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په زياتو احاديثو کې تری منع کړې ده،او الله جل جلاله په قرآن کريم کې د غلا کوونکي کس د لاس غوڅولو امر کړی دی، نو که هر څوک غلا وکړي د شريعت له نظره ګنهګار دی او قاضي به ورباندې فيصله کوي.

د حديث فوائد

لومړۍ: ( من أخذها؟ قال: غطفان وفزازة ) څخه څرګنديږي چې بايد غل سړی خلکو ته  وښودلی  شي.

دوهمه: ( فصرخت ) لفظ نه معلوميږي چې د جنګ په حالت کې يا د غل د نيولو په وخت کې اوچت آواز استعمالول د شريعت له نظره جائز دي.

دريمه:د غشې ويشتلو فضيلت په کې راغلی دی، ځکه چې يو کس د ډېرو کسانو څخه د غشې د ويشتلو په وجه مال راوګرځولو.

څلورمه: ( أسمعت ما بين لابتيها ) لفظ نه معلوميږي چې بايد بهادر سړی خپله بهادري د ضرورت په وخت کې ښکاره کړي.

پنځمه: : ( أنا ابن الاکوع ) لفظ نه معلوميږي چې بايد دشمن ته په خپل مشهور نوم باندی ځان  معرفي کړی، لکه څرنګه چې سلمه رضي الله عنه ځان دشمن ته معرفي کړی ؤ،(انا ابن الاکوع) زه د اکوع ځوی يم.

([1]) بخاري،   صحيح البخاري، ( ج۴، ص ۶۶، شمېره ۳۰۴۱).

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button