عباداتفقه

نېکو عملونو ته د هر مسلمان لارښود ( د رکوع او سجدې نيتونه ). ليکوال : طلال فاخر . ژباړه او تعليق : لقمان حکيم حکمت

نېکو عملونو ته د هر مسلمان لارښود ( د رکوع او سجدې نيتونه ). ليکوال : طلال فاخر . ژباړه او تعليق : لقمان حکيم حکمت

 

۵ – :     په رکوع کې به مې نېت وي چې :

۱ – :      په دې نېت به يې کوم چې الله مې يوه درجه پورته کړي او راڅخه يو ګناه لري کړي([1]).

۲ – :      چونکه په لمونځ کې راته ګناهونه په سر او وولو پراته وي ، د رکوع په حالت کې راڅخه ولويږي([2]) .

– ۶       په سجده کې به مې نېت وي چې  :

۱ – :      دا به مې نېت وي چې په هره سجده راته الله يوه نيکي راکوي ، يوه بدي راڅخه رژوي او يوه درجه مې لوړوي([3]) .

۲ – :      په  دې نېت چې زه کله هم سجده کوم ګناهونه مې راته په سر کېښودل شي او ټول راڅخه ورژيږي ([4]).

۳ – :     په دې نېت چې په سجدو راته د نبي – V- ملګرتوب په جنت کې نصيب شي ([5]).

۴ – :     په دې نېت چې اور هغه اندامونه نه خوري چې سجده پرې شوي وي([6]).

۵ – :      په دې نېت چې د سجدې په حالت کې زه الله ته ډېر نزدې يم ([7]).

([1])عَنِ الْمُخَارِقِ، قَالَ: [ خَرَجْنَا حُجَّاجًا، فَلَمَّا بَلَغْنَا الرَّبَذَةَ قُلْتُ لِأَصْحَابِي: تَقَدَّمُوا، وَتَخَلَّفْتُ، فَأَتَيْتُ أَبَا ذَرٍّ، وَهُوَ يُصَلِّي، فَرَأَيْتُهُ يُطِيلُ الْقِيَامَ، وَيُكْثِرُ الرُّكُوعَ وَالسُّجُودَ، فَذَكَرْتُ ذَلِكَ لَهُ، فَقَالَ: مَا أَلَوْتُ أَنْ أُحْسِنَ، إِنِّي سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: “مَنْ رَكَعَ رَكْعَةً أَوْ سَجَدَ سَجْدَةً رُفِعَ بِهَا دَرَجَةً، وَحُطَّتْ عَنْهُ بِهَا خَطِيئَةٌ ] ( مسند أحمد: ۲۱۳۰۸ ).

ژباړه: مخارق وايي: مونږ حاجيان ووتلو خو تر ربذې مقام ورسېدو نو ما مې ملګرو ته وويل: تاسو مخکې شئ او زه ورڅخه وروسته شوم، ابوذر رضي الله عنه ته په داسې حالت کې راغلم چې هغه لمونځ کو، ما وليد چې قيام يې اوږد وکړ او رکوعګانې او سجدې يې ډېرې وکړې، نو مايې ورته يادونه وکړه، هغه راته وويل: ما يې په تحسين کې هېڅ قصور نه دی کړی، ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي دي ويل يې: که څوک يوه رکوع او يا يوه سجده وکړي نو يوه درجه به ورباندې پورته شي او يوه ګناه به ورڅخه ورژيږي.

([2]) عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا قَالَ سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:  [ إِنَّ الْعَبْدَ إِذَا قَامَ يُصَلِّي، أُتِيَ بِذُنُوبِهِ، فَوَضَعَتْ عَلَى رَأْسِهِ، أَوْ عَاتِقِهِ، فَكُلَّمَا رَكَعَ أَوْ سَجَدَ، تَسَاقَطَتْ عَنْهُ ] ( صحيح ابن حبان: ۱۷۳۴ ).

ژباړه: له عبدالله بن عمر رضي الله عنه نه روايت دی چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه اورېدلي دي ويل يې: کله چې بنده (مسلمان) پورته شي او لمونځ کوي نو ګناهونه يې راوړل شي او پر سر يا اوګو باندې ورته کېښودل شي، نو چې کله رکوع او يا سجده وکړي نو ګناهونه ورڅخه ورژيږي.

([3])عَنِ الْمُخَارِقِ، قَالَ: [ خَرَجْنَا حُجَّاجًا، فَلَمَّا بَلَغْنَا الرَّبَذَةَ قُلْتُ لِأَصْحَابِي: تَقَدَّمُوا، وَتَخَلَّفْتُ، فَأَتَيْتُ أَبَا ذَرٍّ، وَهُوَ يُصَلِّي، فَرَأَيْتُهُ يُطِيلُ الْقِيَامَ، وَيُكْثِرُ الرُّكُوعَ وَالسُّجُودَ، فَذَكَرْتُ ذَلِكَ لَهُ، فَقَالَ: مَا أَلَوْتُ أَنْ أُحْسِنَ، إِنِّي سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: “مَنْ رَكَعَ رَكْعَةً أَوْ سَجَدَ سَجْدَةً رُفِعَ بِهَا دَرَجَةً، وَحُطَّتْ عَنْهُ بِهَا خَطِيئَةٌ ] ( مسند أحمد: ۲۱۳۰۸ ).

ژباړه: مخارق وايي: مونږ حاجيان ووتلو خو تر ربذې مقام ورسېدو نو ما مې ملګرو ته وويل: تاسو مخکې شئ او زه ورڅخه وروسته شوم، ابوذر رضي الله عنه ته په داسې حالت کې راغلم چې هغه لمونځ کو، ما وليد چې قيام يې اوږد وکړ او رکوعګانې او سجدې يې ډېرې وکړې، نو مايې ورته يادونه وکړه، هغه راته وويل: ما يې په تحسين کې هېڅ قصور نه دی کړی، ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي دي ويل يې: که څوک يوه رکوع او يا يوه سجده وکړي نو يوه درجه به ورباندې پورته شي او يوه ګناه به ورڅخه ورژيږي.

عَنْ ثَوْبَانَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ سَأَلْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: [عَلَيْكَ بِكَثْرَةِ السُّجُودِ لِلَّهِ، فَإِنَّكَ لَا تَسْجُدُ لِلَّهِ سَجْدَةً، إِلَّا رَفَعَكَ اللهُ بِهَا دَرَجَةً، وَحَطَّ عَنْكَ بِهَا خَطِيئَةً ] ( صحيح مسلم : ۴۸۸ ).

ژباړه: له ثوبان رضي الله عنه نه روايت دی چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل هغه وويل: الله پاک ته ډېرې سجدې کوه، ته الله پاک يوه سجده هم نه کوې مګر الله پاک به پرې تا يوه درجه پورته کړي او له تا څخه به يوه ګناه ورژوي.

عَنْ أَبِي فَاطِمَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [ يَا أَبَا فَاطِمَةَ أَكْثِرْ مِنَ السُّجُودِ، فَإِنَّهُ لَيْسَ مِنْ رَجُلٍ يَسْجُدُ لِلَّهِ سَجْدَةً، إِلَّا رَفَعَهُ اللهُ بِهَا دَرَجَةً] ( مسند أحمد: ۱۵۵۲۸ ).

ژباړه: له ابوفاطمه رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ای ابو فاطمه! ډېرې سجدې کوه، الله پاک ته هېڅ سړی سجده نه کوي مګر الله پاک يې پرې يوه درجه پورته کوي.

([4]) عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا قَالَ سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:  [ إِنَّ الْعَبْدَ إِذَا قَامَ يُصَلِّي، أُتِيَ بِذُنُوبِهِ، فَوَضَعَتْ عَلَى رَأْسِهِ، أَوْ عَاتِقِهِ، فَكُلَّمَا رَكَعَ أَوْ سَجَدَ، تَسَاقَطَتْ عَنْهُ ] ( صحيح ابن حبان: ۱۷۳۴ ).

ژباړه: له عبدالله بن عمر رضي الله عنه نه روايت دی چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه اورېدلي دي ويل يې: کله چې بنده (مسلمان) پورته شي او لمونځ کوي نو ګناهونه يې راوړل شي او پر سر يا اوګو باندې ورته کېښودل شي، نو چې کله رکوع او يا سجده وکړي نو ګناهونه ورڅخه ورژيږي.

([5]) عَنْ رَبِيعَةَ بْنِ كَعْبٍ الْأَسْلَمِيُّ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: [كُنْتُ أَبِيتُ مَعَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَأَتَيْتُهُ بِوَضُوئِهِ وَحَاجَتِهِ فَقَالَ لِي: «سَلْ» فَقُلْتُ: أَسْأَلُكَ مُرَافَقَتَكَ فِي الْجَنَّةِ. قَالَ: «أَوْ غَيْرَ ذَلِكَ» قُلْتُ: هُوَ ذَاكَ. قَالَ: «فَأَعِنِّي عَلَى نَفْسِكَ بِكَثْرَةِ السُّجُودِ ] ( صحيح مسلم : ۴۸۹ ، سنن أبي داود: ۱۳۲۰، سنن النسائي: ۱۱۳۸، المعجم الکبير: ۴۵۷۰).

ژباړه: ربيعه رضي الله عنه وايي: له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره مې شپه تېره ړه ، ما ورته د هغه د اودس او قضاء حاجت لپاره اوبه راوړې نو راته يې وويل: اړتيا دې راڅخه وغواړه، ما وويل: په جنت کې درسره ملګرتوب غواړم، هغه وويل: همدغه غواړې؟ ما وويل: همدغه غواړم، هغه وويل: له ځان سره دې زما په ملګرتوب د ډېرو سجدو په کولو مرسته وکړه.

([6]) عَنْ أَبِيْ هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ [ أَنَّ النَّاسَ قَالُوْا يَا رَسُوْلَ اللهِ ! هَلْ نَرَی رَبَّنَا يَوْمَ القِيَامَةَ ؟ قَالَ : …وَحَرَّمَ اللَّهُ عَلَى النَّارِ أَنْ تَأْكُلَ أَثَرَ السُّجُودِ… ] (صحيح البخاري: ۸۰۶، صحيح مسلم: ۱۸۲ ).

ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې خلکو وويل: ای د الله رسوله! ايا د قيامت په ورځ به مونږ خپل رب وينو؟ هغه وويل: …. او په اور باندې الله پاک حرام کړي دي چې د سجدې اندامونه وسوزوي.

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: [ تَأْكُلُ النَّارُ ابْنَ آدَمَ إِلَّا أَثَرَ السُّجُودِ، حَرَّمَ اللَّهُ عَلَى النَّارِ أَنْ تَأْكُلَ أَثَرَ السُّجُودِ ] ( سنن ابن ماجه: ۴۳۶۶ ).

ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: د دوزخ اور به بني ادم وخوري (وسوزوي) خو د سجدې اندامونه به نه شي خوړلی، الله پاک په اور باندې حرام کړي دي چې د سجدې اندامونه وخوري.

([7])عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: [ أَقْرَبُ مَا يَكُونُ الْعَبْدُ مِنْ رَبِّهِ، وَهُوَ سَاجِدٌ، فَأَكْثِرُوا الدُّعَاءَ ] ( صحيح مسلم: ۴۸۲، مسند احمد: ۹۴۶۱، سنن أبي داود: ۸۷۵، سنن النسائي: ۱۱۳۷)

ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی  الله عليه وسلم فرمايي: خپل رب ته چې بنده ډېر نزدې وي هغه دی چې په سجده وي، نو ډېرې دعاګانې پکې وکړئ.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button