دينونه او مذهبونهعقيده

هر شيعه ته زما نصيحت ( شپږم حقيقت ) ليکنه: ابوبکر الجزائري رحمه الله . ژباړن: لقمان حکيم حکمت

هر شيعه ته زما نصيحت ( شپږم حقيقت ) ليکنه: ابوبکر الجزائري رحمه الله . ژباړن: لقمان حکيم حکمت

 

 

شپږم حقيقت

دا عقيده لرل چې د شيعګانو امامان په وحي، په عصمت، په طاعت او نورو امورو کې د نبي صلی الله عليه وسلم په څېر تقدس او سپڅلتيا لري، دومره ده چې د هغه په څېر ورته د ډېرو ښځو ودول روا نه دي.

دا عقيده لرل چې د شيعګانو امامان د رسول الله صلی الله عليه وسلم په څېر تقدس او احترام لري، دا روايت د ( الکافي ) ليکوال دوه ځله راوړی دی:

لومړی: هغه وايي: مفضل له ابو عبدالله عليه السلام سره ناست و، مفضل ورته وويل: له تا څخه قربان شم([1])، ايا شونې ده چې الله د چا اطاعت کول فرض وبولي او له اسمان څخه ورته هېڅ وحي نه کوي؟ نو هغه ورته وويل: که څه هم شونې نه ده خو الله پاک پر خپلو بندګانو باندې رحيم، کريم او ډېر رؤوف دی چې پر خپلو بندګانو د چا اطاعت کول فرض کړي او سهار ماښام ورته له اسمان نه معلومات نه ورکوي.

دا روايت په خپل منطوق باندې ثابتوي چې د شيعګانو امامانو اطاعت الله پاک په خپلو بندګانو باندې په مطلق ډول داسې فرض کړی دی لکه د انبياؤ اطاعت، دوی –امامانو – ته هم وحي کيږي او بيګاه سبا له اسمان څخه ورته تازه معلومات راځي، دوی خپله اسماني پېغمبران دي او يا هم د هغوی په څېر رتبه او مکانت لري.

هېره دې نه وي چې دا عقيده لرل چې له نبي کريم صلی الله عليه وسلم نه وروسته بل چا ته هم د الله وحي راځي له اسلام څخه ردت دی او د ټولو مسلمانانو په اجماع باندې د کفر عقيده ده، سبحان الله چې شيعګان ولې په دې عقيدې دوکه شوي دي او د ځان لپاره پرې خوشحاله دي؟ ولې يې د اسلام په نوم د کفر داسې عقيدې ته تن ايښی دی چې له اسلام څخه پرې انسان لرې وځي او حالانکه د اسلام او ايمان په خاطر يې دا کفر منودلی دی!! ترڅو مومن مسلمان ووسي!!

ای الله! د دې جنايت هغه لومړني مرتکبين په خپل غضب اخته کړه چې دا خلک يې له تا څخه بې لارې کړي دي او ستا لاره يې ورڅخه ورکه کړې ده.

دوهم: بيا په بل روايت سره وايي: محمد بن سالم وايي چې له ابوعبدالله عليه السلام څخه مې واورېدل ويل يې: امامان د رسول الله صلی الله عليه وسلم په څېر مکانت لري([2])، خو دومره ده چې خپله پېغمبران نه دي او نه ورله د نبي صلی الله عليه وسلم په څېر د ازواجو د تعدد روا دی، خو له دې ځانګړنې پرته په هر څه کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په څېر دي.

دا روايت که څه هم سره خپل منځ کې ظاهراً تناقض لري خو ولې د مخکني روايت په څېر د امامانو په عصمت او د اطاعت په وجوب ، او دا چې وحي ته هم کيږي په عقيده ښکاره دلالت کوي، ځکه امامان د نبي صلی الله عليه وسلم په څېر د بي بيانو له تعدد پرته په هر څه کې يو څېر ګڼلو معنا همدغه ده چې هم ورته وحي کيږي او هم معصوم دي، هم يې اطاعت واجبي دی، کمالات او هم د نبي صلی الله عليه وسلم په څېر ځانګړنې لري.

ای شيعه! له دې دروغو او افتراء څخه موخه هم دا ده چې شيعګان بايد د تل لپاره د اسلام او مسلمانانو څخه مستقل وي، ترڅو په دې دليل چې شيعګان له قران او مسلمانانو څخه مستغني دي اسلام او مسلمانان او نبوي ارشادات له منځه يوسي، ځکه چې شيعګان د فاطمې مصحف لري او هغه له قران څخه ډېر دی! هغوی د جفر او جامعه په نوم صحيفې لري !! هغوی د مخکنو انبياؤ علوم او معارف هم لري!! او د معصومو امامانو وحي هم لري!! چې په تقدس او احترام کې له نبي صلی الله عليه وسلم سره سمون خوري خو مګر د ښځو د تعدد په مسله کې نه، په دې کې دوی له څلورو زیاتې ښځې نه شي په نکاح کولی، او داسې نورې باطلې عقيدې چې شيعګان يې پرې له اسلام څخه بيخي ويستلي دي، له اسلام او مسلمانانو څخه يې داسې راښکلي دي لکه څوک چې له وړو څخه وېښته وباسي.

د شر او شرارت اروا دې الله نه ښادوي چې د اسلام له تن څخه يې د اسلام په نوم باندې ډېری افراد غوڅ کړي دي، او د ال البيت د مرستې په نوم يې په ال البيت باندې د افتراء له مخې خلک له اسلام څخه بند ساتلي دي!!

………………………

[1]) )  الكافي: ( 1 / 229, كتاب الحجة )

[2]) )  الكافي: ( 1 / 270, كتاب الحجة )

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

*

code

Back to top button