عباداتفقه

جمعې ورځې نيتونه. ليکوال: طلال فاخر. ژباړه او تعليق: لقمان حکيم حکمت

جمعې ورځې نيتونه. ليکوال: طلال فاخر. ژباړه او تعليق: لقمان حکيم حکمت

شپږم : د جُمعې دورځې لمونځ

کله چې د جمعې د ورځې لمونځ ته ځم ، دا به مې نېت وي چې :

۱ – :      که د لويو ګناهونو له ارتکاب څخه مې ډډه کړي وي نو الله به راته د دوو جمعو ترمنځ کړي ګرد ګناهونه رابخشش کړي ([1]).

۲ – :      د راروانو لسو ورځو مزيد بخشش به راته الله هم وکړي ([2]).

۳ – :     مسجد ته د لومړيتوب په اندازه به راته الله د صدقاتو او خيراتونو ثواب راکړي. ([3])

۴ – :     په دې نېت به ځم چې په هر قدم راته الله پاک د پوره يو کال د روژې او تهجدو ثواب راکړي . ([4])

۵ – :      په دې نېت به ځم چې ممبر ته د امام له ښتو مخکې مې ملائک په خپلو رجسټرونو کې نوم وليکي . ([5])

…………………………

([1]) عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [ الصَّلَوَاتُ الْخَمْسُ، وَالْجُمُعَةُ إِلَى الْجُمُعَةِ، كَفَّارَاتٌ لِمَا بَيْنَهُنَّ مَا اجْتُنِبَتِ الْكَبَائِرُ ] ( مسند أحمد: ۸۷۱۵، صحيح مسلم: ۲۳۳، سنن الترمذي: ۲۱۴، صحيح ابن حبان: ۱۷۳۳ ).

ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: پنځه واړه لمونځونه، جمعې ورځ تر جمعې ورځې پورې هغه ګناهونه ختموي چې ترمنځ يې وي، خو که له کبيره ګناهونو څخه پکې ځان ژغورنه شوي وي.

([2]) عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [ مَنْ تَوَضَّأَ فَأَحْسَنَ الْوُضُوءَ، ثُمَّ أَتَى الْجُمُعَةَ، فَاسْتَمَعَ وَأَنْصَتَ، غُفِرَ لَهُ مَا بَيْنَهُ وَبَيْنَ الْجُمُعَةِ، وَزِيَادَةُ ثَلَاثَةِ أَيَّامٍ، وَمَنْ مَسَّ الْحَصَى فَقَدْ لَغَا ] ( صحيح مسلم: ۸۵۷، مسند احمد: ۹۴۸۴، سنن ابن ماجه: ۱۰۹۰، سنن أبي داود: ۱۰۵۰، سنن الترمذي: ۴۹۸، صحيح ابن حبان: ۲۷۷۹ )

ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: څوک چې ښايسته اودس وکړي او د جمعې ورځې لمونځ ته راشي، خطبې ته غوږ کيږدي او خاموش شي، نو له جمعې ورځې څخه تر بلې جمعې ورځې پورې د نورو دريو ورځو سره به ورته ګناهونه بخشش شي، او که څوک ګيټکۍ اخوا ديخوا کړي نو له سم صحيح کار څخه کوږ شو.

([3])عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: [ مَنِ اغْتَسَلَ يَوْمَ الجُمُعَةِ غُسْلَ الجَنَابَةِ ثُمَّ رَاحَ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ بَدَنَةً، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الثَّانِيَةِ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ بَقَرَةً، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الثَّالِثَةِ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ كَبْشًا أَقْرَنَ، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الرَّابِعَةِ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ دَجَاجَةً، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الخَامِسَةِ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ بَيْضَةً، فَإِذَا خَرَجَ الإِمَامُ حَضَرَتِ المَلاَئِكَةُ يَسْتَمِعُونَ الذِّكْرَ ] ( صحيح البخاري: ۸۸۱، صحيح مسلم: ۸۵۰، سنن أبي داود: ۳۵۱، سنن الترمذي: ۴۹۹، سنن النسائي: ۱۳۸۸، مسند أحمد: ۹۹۲۶، صحيح ابن حبان: ۲۷۷۵ ).

ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: د جمعې په ورځ چې څوک د جنابت په څېر غسل وکړي او بيا مسجد ته راشي – دومره ثواب به یې وشي – لکه اوښه چې يې خيرات کړي وي، او که څوک په دوهم ساعت کې راشي نو لکه غوا چې يې خيرات کړي وي، او څوک جې په دريم ساعت کې راشي نو ښکرور ګډ چې يې خيرات کړی وي، او څوک چې په څلورم ساعت کې راشي نو لکه چرګه چې يې خيرات کړي وي، او څوک چې په پنځم ساعت کې راشي نو لکه انډه چې يې خيرات کړي وي، خو چې امام راوځي نو ملائک د خطبې اورېدو ته حضور ولري.

([4]) عَنْ أَوْسِ بْنِ أَوْسٍ الثَّقَفِيُّ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، يَقُولُ: [ مَنْ غَسَّلَ يَوْمَ الْجُمُعَةِ وَاغْتَسَلَ، وَبَكَّرَ وَابْتَكَرَ، وَمَشَى وَلَمْ يَرْكَبْ، وَدَنَا مِنَ الْإِمَامِ، فَاسْتَمَعَ وَلَمْ يَلْغُ، كَانَ لَهُ بِكُلِّ خَطْوَةٍ عَمَلُ سَنَةٍ، أَجْرُ صِيَامِهَا وَقِيَامِهَا ] ( سنن ابن ماجه: ۱۰۸۷، مسند احمد: ۱۶۱۷۳، سنن أبي داود: ۳۴۵، سنن النسائي: ۱۳۸۱، المعجم الأوسط: ۴۴۱۴ ).

ژباړه: اوس بن اوس رضي الله عنه وايي چې ما له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي دي ويل يې: څوک چې د جمعې په ورځ باندې غسل وکړي او سر ووينځي، او وختي راشي، پېادل لاړ شي او سپور نه شي، امام ته نزدې شي او خطبه په داسې حالت کې واورې چې – پر ځان، کاليو، ګيري، فرش او نور څه باندې – لوبې او لغوه ونه کړي، نو په هر قدم به ورته د ټول کال د تهجدو او روژو اجر او ثواب ورکړل شي.

([5])عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: [ عَلَى كُلِّ بَابٍ مِنْ أَبْوَابِ الْمَسْجِدِ مَلَكٌ يَكْتُبُ الْأَوَّلَ فَالْأَوَّلَ – مَثَّلَ الْجَزُورَ، ثُمَّ نَزَّلَهُمْ حَتَّى صَغَّرَ إِلَى مَثَلِ الْبَيْضَةِ – فَإِذَا جَلَسَ الْإِمَامُ طُوِيَتِ الصُّحُفُ، وَحَضَرُوا الذِّكْرَ ] ( صحيح مسلم: ۸۵۰، سنن النسائي: ۱۳۸۶ )

ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: د مسجد پر هر دروازه باندې ملک وي اول او پرله پسې ليکي، اوښ يې په لوړ مثال کې ورکړ تر د انډې ثواب پورې راښکته شو، خو چې کله امام راشي نو ملائک خپلې رجسټرې راپورې کړي او خطبې ته حضور ورکړي.

عَنْ أَبِي أُمَامَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمْ: [ تُبْعَثُ الْمَلَائِكَةُ يَوْمَ الْجُمُعَةِ إِلَى أَبْوَابِ الْمَسْجِدِ، فَيَكْتُبُونَ الْأَوَّلَ فَالْأَوَّلَ، فَإِذَا صَعِدَ الْإِمَامُ عَلَى الْمِنْبَرِ طُوِيَتِ الصُّحُفُ ] ( المعجم الکبير: ۷۶۹۱ )

ژباړه: له ابوامامه رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: د جمعې په ورځ باندې د مسجدونو دروازو ته ملائک استولی شي، لومړی او پرله پسې بيا وليکي، خو چې امام ممبر ته پورته شي نو رجسټرې پورې کړی شي.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button