عباداتفقه

د نفل لمونځ نيتونه ليکوال: طلال فاخر. ژباړه او تعليق: لقمان حکيم حکمت

د نفل لمونځ نيتونه ليکوال: طلال فاخر. ژباړه او تعليق: لقمان حکيم حکمت

اووم : د نفلي لمونځونو نېتونه

کله چې زه نفلي لمونځ کوم ، دا به مې نېت وي چې:

۱ – :      په دې سره د خپل فرضي لمونځ کوتاهي جبيره کوم . ([1])

۲ – :      په دې نېت چې د الله مينه تر لاسه کړم . ([2])

۳ – :     په دې نېت چې جنت ته د ( لمونځ له دروازې ) څخه ننوځم . ([3])

د فرضو سره سره سنت لمونځ به په دې نېت کوم چې :

۱ – :      په جنت کې راله الله کور جوړ کړي .

د سهار سنتو کولو په وخت کې به مې نېت وي چې :

۱ – :      دا دوه رکعتونه له ټولې دنيا او څومره شيان چې په کې دي ورڅخه غوره دي . ([4])

د ماسپښين څلور رکعته سنت به کوم، او دا به مې نېت وي چې :

۱ – :      دې لمونځ ته د اسمان دروازې بېرته کيږي . ([5])

۲ – :      دا سنت د  تهجد لمونځ برابر دي . ([6])

۳ – :     که د ماسپښين لمونځ نه مخکې او وروسته څلور څلور رکعته سنت وکړم نو الله به مې له اور څخه وژغوري . ([7])

د څاښت لمونځ به په دې نېت کوم چې :

۱ – :      د نبي کريم – صلى الله عليه وسلم – په وصيت مې عمل راشي . ([8])

۲ – :      په دې نېت چې د ( اوابينو ) څخه وشمېرل شم . ([9])

۳ – :     په دې نېت چې د څاښت لمونځ د (360) صدقو مساوي دی ، او هر انسان د دې اړتيا لري چې د خپلو درې سوه شپيتو بندونو د خلاصون لپاره صدقه ورکړي . ([10])

۶ – :     خو که په مسجد کې يې ادا کړم نو د عمرې ثواب پرې ګټلای شم . ([11])

………………………..

([1])عَنْ تَمِيمٍ الدَّارِيِّ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: [ أَوَّلُ مَا يُحَاسَبُ بِهِ الْعَبْدُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ صَلَاتُهُ، فَإِنْ أَكْمَلَهَا كُتِبَتْ لَهُ نَافِلَةً، فَإِنْ لَمْ يَكُنْ أَكْمَلَهَا، قَالَ اللَّهُ سُبْحَانَهُ لِمَلَائِكَتِهِ: انْظُرُوا، هَلْ تَجِدُونَ لِعَبْدِي مِنْ تَطَوُّعٍ؟ فَأَكْمِلُوا بِهَا مَا ضَيَّعَ مِنْ فَرِيضَتِهِ، ثُمَّ تُؤْخَذُ الْأَعْمَالُ عَلَى حَسَبِ ذَلِكَ ] ( سنن ابن ماجه: ۱۵۲۶  ).

ژباړه: له تميم داري رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: د قيامت په ورځ به له انسان سره لومړی د هغه د لمونځ حساب وشي، که يې لمونځ پوره کړی وي نو نفل به ورله حساب شي، او که يې نقصان درلود نو الله پاک به ملائکو ته ووايي: وګورئ چې زما بنده نفل لمونځ لري؟ په نفلو سره يې د فرض ضياع او نقصان راپوره کړئ، بيا يې نور عملونه د لمونځ – د ښه او نا ښه په معيار – راخستلی شي.

([2])عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [ إِنَّ اللَّهَ قَالَ: مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالحَرْبِ، وَمَا تَقَرَّبَ إِلَيَّ عَبْدِي بِشَيْءٍ أَحَبَّ إِلَيَّ مِمَّا افْتَرَضْتُ عَلَيْهِ، وَمَا يَزَالُ عَبْدِي يَتَقَرَّبُ إِلَيَّ بِالنَّوَافِلِ حَتَّى أُحِبَّهُ، فَإِذَا أَحْبَبْتُهُ: كُنْتُ سَمْعَهُ الَّذِي يَسْمَعُ بِهِ، وَبَصَرَهُ الَّذِي يُبْصِرُ بِهِ، وَيَدَهُ الَّتِي يَبْطِشُ بِهَا، وَرِجْلَهُ الَّتِي يَمْشِي بِهَا، وَإِنْ سَأَلَنِي لَأُعْطِيَنَّهُ، وَلَئِنِ اسْتَعَاذَنِي لَأُعِيذَنَّهُ، وَمَا تَرَدَّدْتُ عَنْ شَيْءٍ أَنَا فَاعِلُهُ تَرَدُّدِي عَنْ نَفْسِ المُؤْمِنِ، يَكْرَهُ المَوْتَ وَأَنَا أَكْرَهُ مَسَاءَتَهُ ] ( صحيح البخاري: ۶۵۰۲، صحيح ابن حبان: ۳۴۷ )

ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت د ی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: الله پاک وايي: که څوم زما له دوست سره دښمني واخلي نو زما ورسره د جنګ اعلان دی، ما ته مې بنده په نور څه چې زما ډېر خوښ دي نه شي رانزدې کېدلی سوا له هغې چا ما پرې فرض کړي دي، ما ته مې بنده په نوافلو ځان رانزدې کوي تر دې چې زه ورسره مينه ولرم، زه چې ورسره مينه ولرم نو زه يې هغه غوږونه شم چې اورېدل پکې کوي، زه يې هغه سترګې شم چې ليدل پرې کوي، زه يې هغه لاس شم چې نېول پرې کوي، زه يې هغه خپه شم چې تلل ورباندې کوي، که راڅخه څه وغواړي هرومرو به يې ورکوم، او که راپورې پناه ونيسي هرومرو به پناه ورکوم، زه چې يې کوم په هغو کارونو کې مې هېڅ تردد نه اخلي لکه د مومن مسلمان د ساه په اخستلو کې چې مې تردد اخلي، د هغه مرګ بدي شي او زما يې خفه کول بدي شي.

([3])عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: [ مَنْ أَنْفَقَ زَوْجَيْنِ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، نُودِيَ مِنْ أَبْوَابِ الجَنَّةِ: يَا عَبْدَ اللَّهِ هَذَا خَيْرٌ، فَمَنْ كَانَ مِنْ أَهْلِ الصَّلاَةِ دُعِيَ مِنْ بَابِ الصَّلاَةِ ] ( صحيح البخاري: ۱۸۹۷، صحيح مسلم: ۱۰۲۷، مسند أحمد: ۷۶۳۳، سنن الترمذي: ۳۶۷۴، سنن النسائي: ۲۲۳۸، صحيح ابن حبان: ۳۰۸ )

ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول  الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: څوک چې له يو جنس څخه جوړه شيان د الله پاک په لاره کې خيرات کړي نو د جنت له ټولو دروازو څخه به ورته د ننوتو بلنه ورکړل شي چې ای د الله بنده! دا دروازه درله بهتره ده، که څوک لمونځ ګوزار وي نو  له باب الصلاة څخه به راوبلل شي.

([4])عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: [ رَكْعَتَا الْفَجْرِ خَيْرٌ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا فِيهَا ] ( صحيح مسلم: ۷۲۵ ).

ژباړه: له عائشې رضي الله عنها نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: د سهار دوه رکعتونه – سنت – له دنيا او څه چې ورپکې ورڅخه بهتره دي.

([5])عَنْ أَبِي أَيُّوبَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: [ أَرْبَعٌ قَبْلَ الظُّهْرِ لَيْسَ فِيهِنَّ تَسْلِيمٌ، تُفْتَحُ لَهُنَّ أَبْوَابُ السَّمَاءِ ] ( سنن أبي داود: ۱۲۷۰ ).

ژباړه: له ابو ايوب رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: له ماسپښن فرض لمونځ څخه مخکې څلور داسې رکعتونه دي چې په يو سلام سره کيږي، د اسمان دروازې ورته خلاصيږي.

([6])قَالَ عَبْدُ اللهِ بنِ مَسْعُوْدٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ : [ لَيْسَ شَيْءٌ يَعْدِلُ صَلَاةَ اللَّيْلِ مِنَ صَلَاةِ النَّهَارِ إِلَّا أَرْبَعًا قَبْلَ الظُّهْرِ، وَفَضْلُهُنَّ عَلَى صَلَاةِ النَّهَارِ كَفَضْلِ صَلَاةِ الْجَمَاعَةِ عَلَى صَلَاةِ الْوَاحِدِ ] ( المعجم الکبير: ۹۴۴۶ ).

ژباړه: له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه نه روایت دی چې د شپې د لمونځ له ثواب سره د ورځې لمونځ څخه د ماسپښين نه مخکې د څلورو رکعتونو ثواب برابر دی، د  دغو څلورو رکعتونو بهتري د ورځې په نوافلو باندې داسې داسې ده لکه د باجماعت لمونځ فضيلت په يواځې لمونځ باندې.

([7]) عَنْ أُمِّ حَبِيبَة رَضِيَ اللهُ عَنْهَّا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَقُولُ: [ مَنْ صَلَّى أَرْبَعَ رَكَعَاتٍ قَبْلَ الظُّهْرِ وَأَرْبَعًا بَعْدَهَا حَرَّمَهُ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَى النَّارِ ] ( سنن النسائي: ۱۸۱۴، مسند أحمد: ۲۶۷۶۴ ).

ژباړه: له ام حبيبې رضي الله عنها نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به ويل: که د ماسپښن فرض نه څوک مخکې او وروسته څلور څلور  رکعتونه لمونځ وکړي نو الله پاک به يې په اور باندې حرام کړي.

([8])عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: أَوْصَانِي خَلِيلِي بِثَلاَثٍ لاَ أَدَعُهُنَّ حَتَّى أَمُوتَ: [ صَوْمِ ثَلاَثَةِ أَيَّامٍ مِنْ كُلِّ شَهْرٍ، وَصَلاَةِ الضُّحَى، وَنَوْمٍ عَلَى وِتْرٍ] ( صحيح البخاري: ۱۱۷۸، صحيح مسلم: ۷۲۲ ).

ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې ما ته مې خالص دوست د دريو شيانو سپارښته کړې ده چې تر مرګ پورې به يې نه پرېږدم: له هرې مياشت څخه درې ورځې روژه نيول، د څاښت لمونځ کول، او په وتر لمونځ باندې ويده کېدل.

([9])عَنْ زَيْدِ بْنِ أَرْقَمَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: [ دَخَلَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَسْجِدَ قُبَاءَ فَرَآهُمْ يُصَلُّونَ الضُّحَى فَقَالَ: «هَذِهِ صَلَاةُ الْأَوَّابِينَ ] ( المعجم الکبير : ۵۱۱۲، مسند أحمد: ۱۰۵۵۹ ).

ژباړه: زيد بن ارقم رضي الله عنه وايي چې مسجد قباء ته رسول الله صلی الله عليه وسلم ننوت نو هغوی يې د څاښت په لمونځ وليدل، نو ويويل: دا د اوابينو خلکو لمونځ دی.

([10])عَنْ أَبِي ذَرٍّ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، أَنَّهُ قَالَ: [ يُصْبِحُ عَلَى كُلِّ سُلَامَى مِنْ أَحَدِكُمْ صَدَقَةٌ، فَكُلُّ تَسْبِيحَةٍ صَدَقَةٌ، وَكُلُّ تَحْمِيدَةٍ صَدَقَةٌ، وَكُلُّ تَهْلِيلَةٍ صَدَقَةٌ، وَكُلُّ تَكْبِيرَةٍ صَدَقَةٌ، وَأَمْرٌ بِالْمَعْرُوفِ صَدَقَةٌ، وَنَهْيٌ عَنِ الْمُنْكَرِ صَدَقَةٌ، وَيُجْزِئُ مِنْ ذَلِكَ رَكْعَتَانِ يَرْكَعُهُمَا مِنَ الضُّحَى ] ( صحيح مسلم: ۷۲۰ ، سنن أبي داود: ۱۲۸۵ ، المعجم الصغير: ۶۳۹، مسند أحمد: ۲۱۵۴۸ ).

ژباړه: له ابوذر رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: په تاسو کې پر هر چا  ګهېځ کېدو په مهال وجوبي خيرات کول دي، هر سبحان الله صدقه ده، هر الحمدلله صدقه ده، هر لااله الا الله صدقه ده، هر الله اکبر صدقه ده، امر بالمعروف صدقه ده، نهي عن المنکر صدقه ده، او له ټولو څخه د څاښت دوه رکعتونه لمونځ بسيا کوي.

([11])عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [ مَنْ صَلَّى الغَدَاةَ فِي جَمَاعَةٍ ثُمَّ قَعَدَ يَذْكُرُ اللَّهَ حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ، ثُمَّ صَلَّى رَكْعَتَيْنِ كَانَتْ لَهُ كَأَجْرِ حَجَّةٍ وَعُمْرَةٍ ] ( سنن الترمذي: ۵۸۶ )

ژباړه: له انس رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: څوک چې د سهار لمونځ په جماعت سره ادا کړي او بيا تر لمر ختو پورې مسجد کې د ذکر او اذکارو لپاره کېناست، او د لمر ختو په مهال بيا دوه رکعته لمونځ وکړي نو د حج او عمرې ثواب به يې وشي.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button