حدیثد احکامو حدیثونه

د افغاني راويانو حديثونو ته کتنه [ مکي بن ابراهيم بلخي ] ( نولسمه برخه: د تښتيدلي غلام سزا ) ليکوال: استاذ وزير ګل تراب

د افغاني راويانو حديثونو ته کتنه [ مکي بن ابراهيم بلخي ] ( نولسمه برخه: د تښتيدلي غلام سزا ) ليکوال: استاذ وزير ګل تراب

د تښتيدلي غلام سزا

۲۲ ـــ قال الإمام احمد رحمه الله: حَدَّثَنَا مَكِّيُّ بْنُ إِبْرَاهِيمَ، حَدَّثَنَا دَاوُدُ يَعْنِي ابْنَ يَزِيدَ الْأَوْدِيَّ، عَنْ عَامِرٍ، عَنْ جَرِيرٍ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «إِذَا أَبَقَ الْعَبْدُ، فَلَحِقَ بِالْعَدُوِّ، فَمَاتَ، فَهُوَ كَافِرٌ»

ــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د حديث ژباړه

د جرير رضي الله عنه څخه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: کله چې يو غلام ( مريې ) له خپل څښتن څخه وتښتېدو او د کافرو ملګری شو، له هغو سره ومړ، نو دا کافر مړ شو.

د حديث تخريج

ابو عوانة په خپل مسند ( ج۱، ص۳۶، مسلسل شمېره ۷۲)، طبراني په  المعجم الکبير (ج۲، ص۳۲۷، مسلسل شمېره ۲۳۶۶)، خطيب په تاريخ بغداد ( ج۴، ص۳۶۷، مسلسل شمېره ۲۲۳۶)، کې د مکي بن ابراهيم له لارې د داود الأودي څخه په پورته سند سره په کټ مټ الفاظو روايت کړی دی.

امام مسلم په خپل صحيح ( ج۱، ص۵۹، مسلسل شمېره ۱۲۴/۷۰)، نسائي په خپل المجتبی (ج۷،ص۱۰۲، مسلسل شمېره ۴۰۵۰ )، طبراني په المعجم الکبير ( ج۲، ص ۳۲۵، مسلسل شمېره ۲۳۵۷)، بيهقي په شعب الإيمان ( ج۶، ص۳۸۱، مسلسل شمېره ۸۵۹۵)، کې د مغيرة بن مِقسم له لارې.

ابن ابي شيبة په خپل مصنف ( ج۱۲، ص۳۰۰، مسلسل شمېره ۳۳۵۳۲)، طبراني په المعجم الکبير ( ج۲، ص۳۲۵، مسلسل شمېره ۲۳۵۹، و ۲۳۶۰)، کې د مجالد له لارې.

دواړو ( مغيرة، او مجالد) د عامر الشعبي له لارې په پورته سند سره په ورته الفاظو روايت کړی دی.

د راويانو څيړنه

(۱)مکي بن ابراهيم

نوموړی راوي ثقه دی، پېژندنه يې مخکې په ( ۱) نمبر حديث کې ذکر شوې ده.

(۲) داود بن يزيد الاودي

نوموړی ضعيف دی، پېژندنه يې مخکې په ( ۴) نمبر حديث کې ذکر شوې ده.

(۳) عامر

نوموړی راوي ثقه دی، پېژندنه يې مخکې په ( ۴) نمبر حديث کې ذکر شوې ده.

(۴) جرير

نوموړی اصحابي دی، پېژندنه يې مخکې په ( ۴) نمبر حديث کې ذکر شوې ده.

د حديث درجه

ذکر شوي حديث سند ضعيف دی، ځکه چې داود بن يزيد الاودي په کې ضعيف دی، ليکن متابعت لری، او ابن حجر د مغيره ابن مقسم په هکله وايي: ثقه او متقن دی او د ابراهيم نه تدليس کوی[1]، او د مجالد په هکله وايي: قوی نه دی[2]، او نور راويان يې ثقه دي، او شعيب الارنؤوط د مسند احمد په تحقيق کې ويلي دی، چې ياد حديث صحيح دی،[3].

د حديث احکام او فوائد

درسول الله صلی الله عليه وسلم په پېغمبرۍ سره ټول هغه ظلمونه چې د جاهليت په وخت کې له غلامانو سره کيدل له منځه ولاړل او عدالت او انصاف  ورته په برخه شو، همدارنګه غلامانو آزادول د مسلمانانو لپاره د ګناهونو د بخښنې يو سبب وګرځېده.

د حديث فوائد

لومړۍ: ( أبق ) لفظ نه معلوميږي چې غلام بايد د خپل بادار څخه ونه تښتي.

دوهمه: فلحق بالعدو) الفاظو څخه معلوميږي چې د مومن غلام تښتيدل او د کافر سره يو ځای کيدل، د هغه له پاره د کفر سبب ګرځي.

دريمه: ( العبد ) لفظ په دې دلالت کوي چې ذکر شوی حکم غلام پورې خاص دی.

………………………..

([1]) ابن حجر، تقريب التهذيب ( ج۱، ص ۵۴۳، شمېره  6851).

([2])  ( ) ابن حجر، تقريب التهذيب ( ج۱، ص ۵۲۰ شمېره 6478).

([3])  احمد بن حنبل، المسند، تحقيق، شعيب الارنؤوط، ( ج۴، ص ۳۶۴، شمېره ۱۹۲۴۵ ).

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button