عباداتفقه

په کور کې د نفل او تهجد لمونځ کولو نيتونه . ليکوال: طلال فاخر . ژباړه او تعليق : لقمان حکيم حکمت

په کور کې د نفل او تهجد لمونځ کولو نيتونه . ليکوال: طلال فاخر . ژباړه او تعليق : لقمان حکيم حکمت

–          په کور کې نفل لمونځ کول:

په کور به نفلي لمونځ کوم ، او دا به مې نېت وي چې :

۱ – : له فرض پرته د انسان غوره ترين لمونځ هغه دی چې په کور کې وي. ([1])

۲ – :      په کورکې نفل لمونځ د خلکو په مخ کې لمونځ باندې دومره برتري لري لکه باجماعت لمونځ چې يې په انفرادي لمونځ لري. ([2])

  • د تهجدو نېتونه :

کله چې د شپې له مخې لمونځ کوم ، دا به مې نېت وي چې :

۱ – :      د نبي کريم – صلى الله عليه وسلم – په وصيت عمل وکړم. ([3])

۲ – :      د فرض لمونځ څخه مې وروسته غوره ترین لمونځ ادا کړ . ([4])

۳ – :     د ځان نه مخکې د افضل ترینو خلکو په مسلک روان يم . ([5])

۴ – :     چې الله پاک راڅخه زما ګناهونه ورژوي . ([6])

۵ -:      په دې نېت چې دا لمونځ به مې له بدو څخه راستنوي او د ګناهو په پرېښودو مې لوی مرستندويه وي . ([7])

۶ – :     دا لمونځ د مومن د عزت او شرف نښه ده . ([8])

۷ – :     په دې نېت چې په دغې ورځ تکړه ، توند او بېدار شم ، او هېڅ چا ته بد نېتی نه يم. ([9])

۸ – :     په دې نېت چې جنت ته په ډاډ او اطمئنان ننوځم([10]) ، او په جنت کې د ځانګړي خونو څښتن شم . ([11])

۹ – :     په دې  نېت چې د شپې په نيمه کې الله ته تر هر چا ورنزد ې شم . ([12])

۱۰ – :     په دې نېت چې که له الله څخه هر څه وغواړم راته يې راکوي . ([13])

۱۱ – :     په دې نېت چې زه قرانکريم په قيام ( تهجدو ) کې لولم ، نو زما سفارش به وکړي . ([14])

۱۲ – :    هغه خاوند چې تهجدو ته خپله ښځه او هغه ښځه چې تهجدو ته خپل خاوند راپورته کړي ، الله به پرې رحم وکړي . ([15])

۱۳ – :    سړي چې خپله ښځه کله تهجدو ته راپورته کړي او دواړه دوه دوه رکعته تهجد وکړي الله پاک به يې په ( ذاکرينو ) کې وليکي . ([16])

۱۴ – :    څوک چې د تهجدو نېت وکړي او ترې ويده پاتې شي ، د نېت په بنسټ ورته د تهجدو ثواب ورکول کيږي . ([17])

۱۵ – :    څوک چې په تهجدو کې لس ايتونه ووايي ، له غافلينو څخه به ونه شمېرل شي . ([18])

۱۶ – :    څوک چې په تهجدو کې سل ايتونه ووايي ، له ( قانتينو ) څخه به وليکل شي . ([19])

۱۷ – :    څوک چې په تهجدو کې زر ايتونه ووايي ، له ډېرو شتمنو څخه به وليکل شي . ([20])

……………………

([1])عَنْ زَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ اتَّخَذَ حُجْرَةً – قَالَ: حَسِبْتُ أَنَّهُ قَالَ مِنْ حَصِيرٍ – فِي رَمَضَانَ، فَصَلَّى فِيهَا لَيَالِيَ، فَصَلَّى بِصَلاَتِهِ نَاسٌ مِنْ أَصْحَابِهِ، فَلَمَّا عَلِمَ بِهِمْ جَعَلَ يَقْعُدُ، فَخَرَجَ إِلَيْهِمْ فَقَالَ: «قَدْ عَرَفْتُ الَّذِي رَأَيْتُ مِنْ صَنِيعِكُمْ، فَصَلُّوا أَيُّهَا النَّاسُ فِي بُيُوتِكُمْ، فَإِنَّ أَفْضَلَ الصَّلاَةِ صَلاَةُ المَرْءِ فِي بَيْتِهِ إِلَّا المَكْتُوبَةَ ] ( صحیح البخاري: ۷۳۱ )

ژباړه: له زيد بن ثابت رضي الله عنه نه روايت دی چې په رمضان کې نبي کريم صلی الله عليه وسلم له انډيرې څخه حجره ګۍ جوړه کړه، يو څو شپې يې پکې لمونځ وکړ نو ملګرو يې هم ورپسې اقتداءً لمونځ وکړ، چې کله په خپلو صحابه و باندې وپوهېد نو کېناست – را ونه ووت – بيا راووت او ويويل: ستاسو له کړو وړو په ليدلو سره پوهه شوم، ای خلکو په خپلو کورونو کې مو لمونځونه وکړئ، له فرض لمونځ پرته د انسان غوره لمونځ هغه دی چې په خپل کور کې يې وکړي.

([2])قَالَ عَبْدُ اللهِ بنِ مَسْعُوْدٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ : [ لَيْسَ شَيْءٌ يَعْدِلُ صَلَاةَ اللَّيْلِ مِنَ صَلَاةِ النَّهَارِ إِلَّا أَرْبَعًا قَبْلَ الظُّهْرِ، وَفَضْلُهُنَّ عَلَى صَلَاةِ النَّهَارِ كَفَضْلِ صَلَاةِ الْجَمَاعَةِ عَلَى صَلَاةِ الْوَاحِدِ ] ( المعجم الکبير: ۹۴۴۶ ).

ژباړه: له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه نه روایت دی چې د شپې د لمونځ له ثواب سره د ورځې لمونځ څخه د ماسپښين نه مخکې د څلورو رکعتونو ثواب برابر دی، د  دغو څلورو رکعتونو بهتري د ورځې په نوافلو باندې داسې داسې ده لکه د باجماعت لمونځ فضيلت په يواځې لمونځ باندې.

([3])عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ سَّلاَمِ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ [ يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَفْشُوا السَّلَامَ، وَأَطْعِمُوا الطَّعَامَ وَصَلُّوا بِاللَّيْلِ وَالنَّاسُ نِيَامٌ، تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ بِسَلَامٍ ] ( سنن ابن ماجه: ۱۳۳۴ ).

ژباړه: له عبدالله بن سلام رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ای خلکو! سلام کول خپور کړئ، خواړه – په خيراتونو کې- ورکړئ، په داسې حالت کې د شپې لمونځ وکړئ چې خلک ويده وي نو په خير او عافيت سره به جنت ته هم ولاړ شئ.

([4])عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [ أَفْضَلُ الصِّيَامِ، بَعْدَ رَمَضَانَ، شَهْرُ اللهِ الْمُحَرَّمُ، وَأَفْضَلُ الصَّلَاةِ، بَعْدَ الْفَرِيضَةِ، صَلَاةُ اللَّيْلِ] ( صحيح مسلم: ۱۱۶۳ ، سنن الترمذي: ۴۳۸، سنن النسائي: ۱۶۱۳ ، مسند أحمد: ۸۵۳۴).

ژباړه: له  ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: له رمضان نه وروسته غوره ترينې روژې د الله د مياشت محرم د مياشتې روژې دي، او له فرض لمونځ نه وروسته غوره ترينه لمونځ د شپې لمونځ دی.

([5]) عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا قَالَتْ: [ عَلَيْكُمْ بِقِيَامِ اللَّيْلِ، فَإِنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ لَا يَدَعُهُ، فَإِنْ مَرِضَ قَرَأَ وَهُوَ قَاعِدٌ “، وَقَدْ عَرَفْتُ أَنَّ أَحَدَكُمْ يَقُولُ بِحَسْبِي أَنْ أُقِيمَ مَا كُتِبَ لِي، وَأَنَّى لَهُ ذَلِكَ ] ( مسند احمد: ۲۴۹۴۵ ).

ژباړه: له عائشې رضي الله عنها نه روايت دی وايي چې تاسو د قيام الليل وکړئ، ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به قيام الليل نه پرېښود، که به ناجوړه شو په داسې حالت کې به يې لوستل کول چې ناست به و، زه پوهېږم چې تاسو کې ځينې څوک دا هم وايي چې هغه لمونځ راته بسيا کوي چې راباندې فرض شوی دی، خو فرضي لمونځ به يې څنګه بس شي – خامخا پکې ورڅخه تقصيرات کيږي – .

([6])عَنْ أَبِي أُمَامَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ: [عَلَيْكُمْ بِقِيَامِ اللَّيْلِ فَإِنَّهُ دَأَبُ الصَّالِحِينَ قَبْلَكُمْ، وَهُوَ قُرْبَةٌ إِلَى رَبِّكُمْ، وَمَكْفَرَةٌ لِلسَّيِّئَاتِ، وَمَنْهَاةٌ لِلإِثْمِ ] ( سنن الترمذي: ۳۵۴۹ ).

ژباړه: له ابوامامه رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: قيام الليل هرومرو وکړئ، قيام الليل له تاسو څخه وړاندې د نيکانو خلکو خوی عادت و، قيام الليل مو رب پروردګار ته د نزديکت لامل دی، هم ګناهونه رژوي او هم له ګناه څخه مخنيوی کوي.

([7]) عَنْ أَبِي أُمَامَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ: [عَلَيْكُمْ بِقِيَامِ اللَّيْلِ فَإِنَّهُ دَأَبُ الصَّالِحِينَ قَبْلَكُمْ، وَهُوَ قُرْبَةٌ إِلَى رَبِّكُمْ، وَمَكْفَرَةٌ لِلسَّيِّئَاتِ، وَمَنْهَاةٌ لِلإِثْمِ ] ( سنن الترمذي: ۳۵۴۹ ).

ژباړه: له ابوامامه رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: قيام الليل هرومرو وکړئ، قيام الليل له تاسو څخه وړاندې د نيکانو خلکو خوی عادت و، قيام الليل مو رب پروردګار ته د نزديکت لامل دی، هم ګناهونه رژوي او هم له ګناه څخه مخنيوی کوي.

([8])عَنْ سَهْلِ بْنِ سَعْدٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: جَاءَ جِبْرِيلُ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: [ يَا مُحَمَّدُ، عِشْ مَا شِئْتَ فَإِنَّكَ مَيِّتٌ، وَاعْمَلْ مَا شِئْتَ فَإِنَّكَ مَجْزِيٌّ بِهِ، وَأَحْبِبْ مَنْ شِئْتَ فَإِنَّكَ مُفَارِقُهُ، وَاعْلَمْ أَنَّ شَرَفَ الْمُؤْمِنِ قِيَامُ اللَّيْلِ، وَعِزِّهُ اسْتِغْنَاؤُهُ عَنِ النَّاسِ ] ( المعجم الأوسط: ۴۲۸۷ ).

ژباړه: له سهل بن سعد رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته جبريل عليه السلام راغی ورته يې وويل: ای محمده! چې څنګه دې ژوند خوښ وي ويې کړه خو هرومرو به مړ کېږې، که هر ډول عملونه وکړې خو هرومرو به پرې درته بدله درکړل کيږي، که هر څوک درته پسند وي ورسره مينه ولره خو هرومرو به ورڅخه جلا کېږې، وپوهېږه چې قيام الليل د مومن بنده شرف او احترام دی، او له قدر او عزت يې له خلکو څخه په استغناء کې دی.

([9]) عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: [ يَعْقِدُ الشَّيْطَانُ عَلَى قَافِيَةِ رَأْسِ أَحَدِكُمْ إِذَا هُوَ نَامَ ثَلاَثَ عُقَدٍ يَضْرِبُ كُلَّ عُقْدَةٍ عَلَيْكَ لَيْلٌ طَوِيلٌ، فَارْقُدْ فَإِنِ اسْتَيْقَظَ فَذَكَرَ اللَّهَ، انْحَلَّتْ عُقْدَةٌ، فَإِنْ تَوَضَّأَ انْحَلَّتْ عُقْدَةٌ، فَإِنْ صَلَّى انْحَلَّتْ عُقْدَةٌ، فَأَصْبَحَ نَشِيطًا طَيِّبَ النَّفْسِ وَإِلَّا أَصْبَحَ خَبِيثَ النَّفْسِ كَسْلاَنَ ] ( صحيح البخاري: ۱۱۴۲، صحيح مسلم: ۷۷۶ ، سنن أبي داود: ۱۳۰۶، سنن النسائي: ۱۶۰۷ ).

ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: تاسو کې چې کله څوک ويده وي نو شيطان ورته د سر په تندې د نارساتۍ درې غوټې ور واچوي، په هره غوټه کې ورته وايي: ويده مخې ته دې اوږده شپه ده، نو که راپورته شي او د الله نوم ياد کړي نو يوه غوټه خلاصه شي، چې اودس وکړي نو دوهمه غوټه خلاصه شي او چې لمونځ وکړي نو دریمه غوټه خلاصه شي، نو په داسې حالت کې سبا کړي چې بېدار او ټنډه يې ښه وي، ورنه که داسې ونه کړي نو په داسې حالت کې سبا کړي چې ټنډه يې خرابه او ناراسته وي.

([10])عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ سَّلاَمِ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ [ يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَفْشُوا السَّلَامَ، وَأَطْعِمُوا الطَّعَامَ وَصَلُّوا بِاللَّيْلِ وَالنَّاسُ نِيَامٌ، تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ بِسَلَامٍ ] ( سنن ابن ماجه: ۱۳۳۴ ).

ژباړه: له عبدالله بن سلام رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ای خلکو! سلام کول خپور کړئ، خواړه – په خيراتونو کې- ورکړئ، په داسې حالت کې د شپې لمونځ وکړئ چې خلک ويده وي نو په خير او عافيت سره به جنت ته هم ولاړ شئ.

([11])عَنْ أَبِي مَالِكٍ الْأَشْعَرِيِّ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [ إِنَّ فِي الْجَنَّةِ غُرْفَةً يُرَى ظَاهِرُهَا مِنْ بَاطِنِهَا، وَبَاطِنُهَا مِنْ ظَاهِرِهَا أَعَدَّهَا اللهُ لِمَنْ أَطْعَمَ الطَّعَامَ، وَأَلَانَ الْكَلَامَ، وَتَابَعَ الصِّيَامَ وَصَلَّى وَالنَّاسُ نِيَامٌ ] ( مسند أحمد: ۲۲۹۰۵ ).

ژباړه: له ابومالک اشعري رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: په جنت کې داسې خونې دي چې بهر يې له دننه او دننه يې له بهر څخه ښکاري، د هغه چا لپاره الله پاک تيارې کړي دي چې خلکو ته خواړه ورکوي، نرمې ښايسته خبرې کوي او پرله پسې – ډېرې – روژې نيسي، او په داسې حالت کې لمونځ کوي چې خلک ويده وي.

([12]) عَنْ عَمْرُو بْنُ عَبَسَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّهُ سَمِعَ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، يَقُولُ: [ أَقْرَبُ مَا يَكُونُ الرَّبُّ مِنَ العَبْدِ فِي جَوْفِ اللَّيْلِ الآخِرِ، فَإِنْ اسْتَطَعْتَ أَنْ تَكُونَ مِمَّنْ يَذْكُرُ اللَّهَ فِي تِلْكَ السَّاعَةِ فَكُنْ ] ( سنن الترمذي: ۳۵۷۹ ).

ژباړه: له عمرو بن عبسه رضي الله عنه نه روايت دی چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يې اورېدلي دي ويل يې: د شپې په منځ کې بندګانو ته يې رب ډېر نزدې وي، که توان لرې چې دغه مهال له هغو خلکو څخه شمېر شې چې الله يادوي نو ځان ورڅخه جوړ کړه.

([13]) عَنْ عَمْرِو بْنِ عَبَسَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: [ صَلَاةُ اللَّيْلِ مَثْنَى مَثْنَى، وَجَوْفُ اللَّيْلِ الْآخِرُ أَجْوَبُهُ دَعْوَةً ] ( مسند أحمد: ۱۹۴۴۷ ).

ژباړه: له عمرو بن عبسه رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: د شپې لمونځ – تهجد – دوه دوه رکعتونه دی، او د شپې اخرنۍ برخه يې د دعا ډېره ښه قبليدنکې برخه ده.

([14])عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرٍو رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: [ الصِّيَامُ وَالْقُرْآنُ يَشْفَعَانِ لِلْعَبْدِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، يَقُولُ الصِّيَامُ: أَيْ رَبِّ، مَنَعْتُهُ الطَّعَامَ وَالشَّهَوَاتِ بِالنَّهَارِ، فَشَفِّعْنِي فِيهِ، وَيَقُولُ الْقُرْآنُ: مَنَعْتُهُ النَّوْمَ بِاللَّيْلِ، فَشَفِّعْنِي فِيهِ “، قَالَ: ” فَيُشَفَّعَانِ ] ( مسند أحمد: ۶۶۲۶ ).

ژباړه: له عبدالله بن عمرو رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: روژه او قران خواني به د قیامت په ورځ باندې د انسان لپاره سفارش کوي، روژه به وايي: ای زما ربه! په رڼاورځ مې له – مباح – خوراک او شهوت څخه رابند کړی و، اوسمهال مې ورپکې سفارش قبول کړه، او قران به وايي: د شپې مې له خوب څخه منعه کړی و اوسمهال مې ورپکې سفارش قبول کړه، نو د دواړو سفارش به قبول کړی شي.

([15])عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [ رَحِمَ اللَّهُ رَجُلًا قَامَ مِنَ اللَّيْلِ فَصَلَّى وَأَيْقَظَ امْرَأَتَهُ فَصَلَّتْ، فَإِنْ أَبَتْ رَشَّ فِي وَجْهِهَا الْمَاءَ، رَحِمَ اللَّهُ امْرَأَةً قَامَتْ مِنَ اللَّيْلِ فَصَلَّتْ وَأَيْقَظَتْ زَوْجَهَا فَصَلَّى، فَإِنْ أَبَى رَشَّتْ فِي وَجْهِهِ الْمَاءَ ] ( سنن ابن ماجه: ۱۳۳۶).

ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: پر هغه سړی دې الله ورحميږي چې د شپې راپورته شي، خپله هم لمونځ وکړي او خپله بي بي هم راپورته کړي او لمونځ وکړي، که يې ښځه له خوب څخه نه راپورته کيږي نو په مخ ورته اوبه چړکاو کړي، پر هغې ښځې دې الله پاک ورحميږي چې د شپې له مخې تهجدو ته راپورته شي او لمونځ وکړي، او خپل خاوند هم راپورته کړي او لمونځ وکړي، که يې خاوند نه راپورته کيږي نو پر مخ ورته اوبه چړکاو کړي.

([16])عَنْ أَبِي سَعِيدٍ، وَأَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: [ إِذَا اسْتَيْقَظَ الرَّجُلُ مِنَ اللَّيْلِ وَأَيْقَظَ امْرَأَتَهُ فَصَلَّيَا رَكْعَتَيْنِ كُتِبَا مِنَ الذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ ] ( سنن ابن ماجه: ۱۳۳۵ )

ژباړه: له ابوسعید او ابوهريره رضي الله عنهما نه روایت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: د شپې له مخې چې کله څوک راوېښ شي او خپله بي بي هم راوېښه کړي او دواړه دوه رکعتونه لمونځ وکړي نو له هغو سړيو او ښځو څخه به وليکل شي چې الله پاک ډېر زيات يادوي.

([17])عَنْ أَبِي الدَّرْدَاءِ، يَبْلُغُ بِهِ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: [ مَنْ أَتَى فِرَاشَهُ، وَهُوَ يَنْوِي أَنْ يَقُومَ فَيُصَلِّيَ مِنَ اللَّيْلِ، فَغَلَبَتْهُ عَيْنُهُ حَتَّى يُصْبِحَ، كُتِبَ لَهُ مَا نَوَى، وَكَانَ نَوْمُهُ صَدَقَةً عَلَيْهِ مِنْ رَبِّهِ ] ( سنن ابن ماجه: ۱۳۴۴ ).

ژباړه: له ابودرداء رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: څوک چې خپلې بسترې ته راشي او نيت يې وي چې راپورته کېږي  به او د شپې به تهجد کوي، او بيا يې پر سترګو خوب غالبه شي او ورباندې سهار شي، نو خپل نيت به ورله وليکل شي، او خوب به يې ورباندې د خپل له رب څخه صدقه وشمېرل شي.

([18]) عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [مَنْ قَامَ بِعَشْرِ آيَاتٍ لَمْ يُكْتَبْ مِنَ الغَافِلِينَ، وَمَنْ قَامَ بِمِائَةِ آيَةٍ كُتِبَ مِنَ القَانِتِينَ، وَمَنْ قَامَ بِأَلْفِ آيَةٍ كُتِبَ مِنَ المُقَنْطِرِينَ ] ( سنن أبي داود: ۱۳۹۸، صحيح ابن حبان: ۲۵۷۲، المعجم الکبير: ۱۴۳ ).

ژباړه: له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: که څوک – په تهجدو کې – لس ايتونه ووايي نو د غافلينو په رجسټر کې به ونه ليکل شي، او که ورپکې سل ايتونه ووايي نو له فرمانبرداره بندګانو څخه به وشمېرل شي، او که څوک ورپکې زر ايتونه ووايي نو د ډېرو ثوابونو له څښتنانو څخه به وليکل شي.

([19])عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [مَنْ قَامَ بِعَشْرِ آيَاتٍ لَمْ يُكْتَبْ مِنَ الغَافِلِينَ، وَمَنْ قَامَ بِمِائَةِ آيَةٍ كُتِبَ مِنَ القَانِتِينَ، وَمَنْ قَامَ بِأَلْفِ آيَةٍ كُتِبَ مِنَ المُقَنْطِرِينَ ] ( سنن أبي داود: ۱۳۹۸، صحيح ابن حبان: ۲۵۷۲، المعجم الکبير: ۱۴۳ ).

ژباړه: له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: که څوک – په تهجدو کې – لس ايتونه ووايي نو د غافلينو په رجسټر کې به ونه ليکل شي، او که ورپکې سل ايتونه ووايي نو له فرمانبرداره بندګانو څخه به وشمېرل شي، او که څوک ورپکې زر ايتونه ووايي نو د ډېرو ثوابونو له څښتنانو څخه به وليکل شي.

([20])عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [مَنْ قَامَ بِعَشْرِ آيَاتٍ لَمْ يُكْتَبْ مِنَ الغَافِلِينَ، وَمَنْ قَامَ بِمِائَةِ آيَةٍ كُتِبَ مِنَ القَانِتِينَ، وَمَنْ قَامَ بِأَلْفِ آيَةٍ كُتِبَ مِنَ المُقَنْطِرِينَ ] ( سنن أبي داود: ۱۳۹۸، صحيح ابن حبان: ۲۵۷۲، المعجم الکبير: ۱۴۳ ).

ژباړه: له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: که څوک – په تهجدو کې – لس ايتونه ووايي نو د غافلينو په رجسټر کې به ونه ليکل شي، او که ورپکې سل ايتونه ووايي نو له فرمانبرداره بندګانو څخه به وشمېرل شي، او که څوک ورپکې زر ايتونه ووايي نو د ډېرو ثوابونو له څښتنانو څخه به وليکل شي.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button