حدیثد احکامو حدیثونه

د افغاني راويانو حديثونو ته کتنه [ مکي بن ابراهيم بلخي ] ( شلمه برخه: د ګاونډي حقوق ) ليکوال: استاذ وزير ګل تراب

د افغاني راويانو حديثونو ته کتنه [ مکي بن ابراهيم بلخي ] ( شلمه برخه: د ګاونډي حقوق ) ليکوال: استاذ وزير ګل تراب

۲۳ ـــ قال الإمام احمد رحمه الله: حَدَّثَنَا مَكِّيُّ بْنُ إِبْرَاهِيمَ، قَالَ: أَخْبَرَنَا عَبْدُ الْمَلِكِ بْنُ جُرَيْجٍ، عَنْ عَمْرِو بْنِ دِينَارٍ، أَنَّ هِشَامَ بْنَ يَحْيَى أَخْبَرَهُ، أَنَّ عِكْرِمَةَ بْنَ سَلَمَةَ بْنِ رَبِيعَةَ، أَخْبَرَهُ أَنَّ أَخَوَيْنِ مِنْ بَنِي الْمُغِيرَةِ لَقِيَا مُجَمِّعَ بْنَ يَزِيدَ الْأَنْصَارِيَّ، فَقَالَ: إِنِّي أَشْهَدُ «أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَمَرَ أَنْ لَا يَمْنَعَ جَارٌ جَارَهُ أَنْ يَغْرِزَ خَشَبَةً فِي جِدَارِهِ» فَقَالَ الْحَالِفُ: أَيْ أَخِي قَدْ عَلِمْتُ أَنَّكَ مَقْضِيٌّ لَكَ، وَقَدْ حَلَفْتُ فَاجْعَلْ أُسْطُوَانًا دُونَ جِدَارِي، فَفَعَلَ الْآخَرُ، فَغَرَزَ فِي الْأُسْطُوَانِ خَشَبَةً، قَالَ ابْنُ جُرَيْجٍ: قَالَ عَمْرٌو: وَأَنَا نَظَرْتُ إِلَى ذَلِكَ[1].

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د حديث ژباړه

د بني مغيره دوه وروڼه د مجمع بن يزيد الانصاري رضي الله عنه سره مخامخ شو ورته يي وفرمايل : زه ددې ګواهي  کوم چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم حکم کړی دی چې يو ګاوندي دې بل ګاونډي ددې څخه نه منع کوي چې دکوټې لرګی  په دېوال کيږدي ، قسم خور وويل : ای وروره ماته ښه پته ده چې فيصله ستا لپاره ده  ، خو ما دا قسم کړی دی چې ته به ستنه ( لرګی ) زما ددېوال نه وړاندې ودروي ، هغه بل سړي همدغه شان کار وکړو ، او په ستنه يې  لرګي کلک کړ، ابن جريج وايي: عمرو وويل: ما ورته خپله وکتل .

د حديث تخريج

ابن ماجه په خپل سنن (ج۲، ص۷۸۳، مسلسل شمېره ۲۳۳۶)، او امام طبراني په  المعجم الکبیر(ج۱۹، ص۴۴۶، مسلسل شمېره ۱۰۸۷) کې د ابو عاصم  له لارې.

امام احمد په خپل مسند (ج۲۵، ص۲۸۷، مسلسل شميره۱۵۹۳۹)، او بیهقي په معرفة السنن والآثار(ج۹، ص۳۵، مسلسل شمېره 12263) کې د حجاج بن محمد له لارې.

دواړو (حجاج  او ابو عاصم)  د ابن جریج څخه په پورته سند سره په ورته الفاظو روایت کړی دی.

حديث شواهد: امام بخاري په خپل صحيح (ج۳، ص۱۳۲، مسلسل شمېره ۲۴۶۳)، او امام مسلم په خپل صحيح ( ج۵، ص۵۷، مسلسل شميره۱۶۰۹/۱۳۶)، امام ابوداود په خپل سنن (ج۴، ص۳۳، مسلسل شميره۳۶۳۴)، امام ترمذي په خپل سنن (ج۳، ص۲۸، مسلسل شمېره ۱۳۵۳)  کې د ابوهريره رضي الله عنه څخه په ورته الفاظو روايت کړی دی.

د راويانو څيړنه

(۱)مکي بن ابراهيم

نوموړی راوي ثقه دی، پېژندنه يې مخکې په (۱) نمبر حديث کې ذکر شوې ده.

(۲) عبد الملک بن جريج

نوموړی ثقه او فقيه دی کله نا کله ارسال او تدليس کوی، پېژندنه يې مخکې په (۱۴) نمبر حديث کې ذکر شوې ده.

(۳) عمرو بن دينار

د راوي پېژندنه: عمرو بن دينار أبو محمد الجمحي مولاهم، المكي، الأثرم، أحد الأعلام، وشيخ الحرم في زمانه.

نوموړی په (۴۵، يا ۴۶ هـ) کال کې پيدا شوي دی.

نوموړی له عبد الله بن عباس، جابر بن عبد الله، عبد الله بن عمر، انس بن مالک، او نورو څخه روايت کوي.

او له ده څخه ابن أبي مليكة، قتادة بن دعامة، الزهري، عبد الملک بن ميسرة، عبدالملک بن جريج او نور روايت کوي[2].

حافظ ابن حجر يې په هکله وايي:  ثقه او ثبت دی، او په (۱۲۶هـ) کال کې وفات شوي دی[3].

(۴) هشام بن يحيی

د راوي پېژندنه: هشام بن يحيى بن العاص بن هشام بن المغيرة بن عبد الله بن عمر بن مخزوم القرشي المخزومي.

نوموړی له عكرمة بن سلمة بن ربيعة، ابوبكر بن عبد الرحمن بن الحارث بن هشام، ابوهريرة او نورو څخه روايت کوي.

او له ده څخه عمرو بن دينار، ومحمد بن راشداو نور روايت کوي[4].

حافظ ابن حجر يې په هکله وايي: نوموړی مستور دی[5].

(۵) عکرمة بن سلمة بن ربيعة

د راوي پېژندنه: عكرمة بن سلمة بن ربيعة.

نوموړی له مجمع بن يزيد الانصاري او نورو څخه روايت کوي.

او له ده څخه هشام بن يحيى بن العاص بن هشام المخزومي روايت کوي[6].

حافظ ابن حجر يې په هکله وايي: مجهول يعنی ( مجهول العين) دی[7].

(۶) مجمع بن يزيد الانصاري

د راوي پېژندنه: مجمع بن يزيد بن جارية بن عامر بن المجمع بن العطاف بن ضبيعة بن زيد بن مالك بن عوف بن عمرو بن عوف بن مالك بن الأوس[8].

نوموړی له نبي کريم صلی الله عليه وسلم، عتبة بن عويم، خنساء بنت خذام  څخه روايت کوي.

او له ده څخه عكرمة بن سلمة بن ربيعة، القاسم بن محمد بن ابي بكر الصديق،يعقوب بن مجمع الانصاري او نور روايت کوي[9].

حافظ ابن حجر يې په هکله وايي: صحابي دی[10].

د حديث درجه

ذکر شوي حديث سند ضعيف دی،ځکه چې هشام مستور او عکرمه مجهول دی متابع نه لری، او شعيب الارنؤوط د مسند احمد په تحقيق کې ويلي دي، چې  ذکر شوي حديث صحيح لغيره دی او سند يې ضعيف دی[11].

د حديث احکام او فوائد

ګاونډي څوک دی؟  ګاونډي هغه شخص دی، چې ستا د کور سره نږدې اوسېږي، او يا خلکو ستا ګاونډي ګرځولی وي، لکه څرنګه چې په عرف کې وي.

ګاونډي ته اسلام ډېر حقوق ورکړی دي، او د ګاونډي عزت او احترام رسول الله صلی الله عليه وسلم د ايمان سره يو ځای کړی دی، لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې: ( من کان يؤمن بالله واليوم الآخر فليکرم جاره ….)[12].

ژباړه: څوک چې په الله او د اخرت په ورځ ايمان لري هغه دی د خپل ګاونډي عزت وکړي.

نو د يو ګاونډي په بل ګاونډي باندې ډېر حقوق لري چې ځينې يې په لاندي‎ې ډول دي:

د ګاونډي سره نيکې کول، د هغه راز ساتل، بلنه يې قبلول، په غمرازۍ او خوشحالۍ کې ورسره شرکت کول، تکليف نه ورکول، او په مشکلاتو کې ورسره کومک او مرسته کول او داسې نور.

د حديث فوائد

لومړۍ: ( لا يمنع ) لفظ څخه معلوميږي چې کله  يو ګاونډي ضرورت لري چې د بل ګاونډي په دېوال کې لرګې کېږدي هغه به يې ممانعت نه کوي.

دوهمه: د ګاونډي سره مرسته او کومک کول په هر مسلمان لازم دي.

دريمه: ( ففعل الآخر) څخه معلوميږي چې يو مسلمان به د بل مسلمان لپاره خيرخواه وي، نه ضرر رسوونکی.

څلورمه: ( أخي ) کلمې څخه معلوميږي چې يو مسلمان ورور به د بل ګاونډي ورورسره کينه او حسد نه کوي، بلکې د هغه سره  به په مينه او محبت ژوندکوي.

پنځمه: ( أمر ) لفظ نه څرګنديږي چې يو ګاونډي بايد د بل ګاونډي د حقوقو پوره خيال وساتي.

………………………

([1]) احمد بن حنبل، المسند، (ج۲۵، ص۲۸۶، شمېره ۱۵۹۳۸).

([2]) ذهبي، سير اعلام النبلاء، (ج۹، ص۳۶۲، شمېره ۱۴۴).

([3]) ابن حجر، تقريب التهذيب، (ج۱، ص۴۲۱، شمېره ۵۰۲۴).

([4]) مزي، تهذيب الکمال في اسماء الرجال، (ج۳۰، ص۲۶۴، شمېره  ۶۵۹۱).

([5]) ابن حجر، تقريب التهذيب، (ج۱، ص۵۷۳، شمېره ۷۳۰۷).

([6])  مزي، تهذيب الکمال في اسماء الرجال، (ج۲۰، ص ۲۵۲، شمېره ۴۰۰۶).

([7]) ابن حجر، تقريب التهذيب، (ج۱، ص ۳۹۶، شمېره ۴۶۷۰).

([8]) ابن قانع،  أبو الحسين عبد الباقي بن قانع بن مرزوق بن واثق الأموي بالولاء البغدادي، ( لومړی چاپ، ۱۴۱۸هـ)، معجم الصحابة، څيړونکي: صلاح بن سالم المصراتي، خپرونکي: مكتبة الغرباء الأثرية – المدينة المنورة، ( ج۳، ص۱۱۱، شمېره ۱۰۷۸).

([9]) مزي، تهذيب الکمال في اسماء الرجال، (ج۲۷، ص۲۵۰، شمېره ۵۷۹۰).

([10]) ابن حجر، تقريب التهذيب، (ج۱، ص۵۲۰، شمېره ۶۴۸۹).

([11]) احمد بن حنبل، المسند، (ج۳، ص۴۷۹، شمېره ۱۵۹۸۰).

([12]) بخاري، صحيح البخاري، (ج۸، ص ۱۱، شمېره ۶۰۱۹) او ياد حديث صحيح دی، ځکه امام بخاري روايت کړی دی.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button