ايمانياتعقيده

د الله له صفاتو څخه د منکر حکم او د ځينو عقيدوي مصطلحاتو پېژندنه. ليکنه: لقمان حکيم حکمت

د الله له صفاتو څخه د منکر حکم او د ځينو عقيدوي مصطلحاتو پېژندنه. ليکنه: لقمان حکيم حکمت

د الله له صفاتو څخه د منکر حکم

په دې مسئله کې بايد څېړنيزه کره کتنه وشي .

بايد وويل شي : د الله پاک له ثابتو صفتونو څخه چې څوک انکار کوي له دريو حالتونو څخه به خالي نه وي :

 

لومړی : که څوک پوهيږي چې صفت په قاطع نص ثابت دی او په نفي ورسره هېڅ دليل يا داسې شبه چې د نص مفهوم او معنی تغيروي نه وي ، يواځې عناد نيولی وي ، موخه يې فساد وي، له الله څخه د انکار په رنځ اخته وي ، له حقانيت وروسته هم د رسول په عصيان کې مبتلا وي نو دا سړی کافر دی ځکه چې د الله او د هغه د رسول تکذيب يې وکړ .

 

دوهم :  که څوک په خير خواهۍ او دينيت باندې معروف و ، رښتوني لهجه او د حق په پلوې خلکو پېژنده ، خو په نصوصو د جهل له امله ، يا يې د نص په صحيح مفهوم مازغه نه خلاصېدل ، نو دا سړی معذور دی ، الله به يې وبښي ، ځکه د ده نفي په تاويل بنا ده ، د نصوصو سره په قصد او عصيان او سرغړوني بنا نه ده .

 

دريم :  که څوک د صفاتو په ثبوت او نفي د خپل خواهش پيروکار و ، ټول مذهب يې په لاعلميت بنا و ، خو ولې د اسلامي نصوصو څخه يې سرغړونه موخه نه وي ، دا سړی ګناهګار دی او په خپلې کړنې فاسق بلل کيږي .

 

 

د عقيدې ژباړل شوي مصطلحات

د تمثيل لغوي معنی

 

دتمثيل خپله لغوي معنی تسويه او ( برابرول ) ده .

ابن منظورپه لسان العرب کې وايي :

( مِثْلٌ ) کلمه د تسوي معنی او مفهوم افاده کوي مګر دومره ده چې تسويه او تمثيل سره پخپل منځ کې فرق لري .

ځکه تساوي هله شتون لري چې دوه شيان سره پخپل منځ کې په مقدار او اندازه کې توپير و نه خوري او مماثله په دوو متفقه شيانو کې راځي([1]) .

په ترتيب القاموس المحيط کې وايي : عرب وايي :  ( وَمَثَّلَ لَهُ تَمْثِيْلاً )  يعنې هغه يې داسې متصور کړ لکه ښکاره چې ورته ګوري([2]) .

اسمعيل بن حماد الجوهري وايي : ( مَثَّلَهُ تَمْثِيلاً ) يعنې په کتابت او نورو وسائلو يې د هغه مثال متصور کړ([3]) .

 

د تمثيل اصطلاحي معنی

د الله پاک سره د هغه په صفتونو کې مماثل پېدا کول ، او د تمثيل د قراني او نبوي نصوصو له مخې صريح کفر دی او د الله پاک د دې قول تکذيب دی چې : ( لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ ) ([4])

او له تمثيل څخه نقص هم لازميږی په دې معنی چې د الله پاک د کامل ذات مشابهت ورپکې د ناقص مخلوق سره راځي .

 

د تشبيه او تمثيل ترمنځ توپير

د تشبيه او تمثيل ترمنځ توپير دا دی چې په تمثيل کې هر اړخيز مساوات شرط دی چې بغير له مساوات تمثيل په تمثيل نه شي نومول کېدای بالعکس په تشبيه کې مساوات له هر اړخه نه موجوديږي .

ځکه خو الله پاک ( مِثْل ) له ځان څخه په دې قول کې نفي کړی دی چې :  ( لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ  )([5])

 

د تعطيل لغوي معنی

تعطيل عربي لفظ دی د خالي او خو شې پرېښودو په معنی راځي ، د عربي د لغت قاموس المحيط نوم کتاب کې وايي :

( تَعَطَّلَتِ الْمَرْأَةُ ) ښځه خالي شوه ، يعنې ګاڼه او زېورات پرې نشته او د تعطيل معنی تفريغ او خوشې پرېښودل دي ([6]).

ابن منظورپه لسان العرب کې وايي :

( عَطَّلَتِ الْمَرْأَةُ ، تَعَطَّلَ عَطْلاً وَ عُطُوْلاً وَ تَعَطَّلَتِ الْمَرْأَةُ اِذَا لَمْ يَکُنْ عَلَيْهَا حِلْيٌ وَ لَمْ تَلْبَسْ الْزَِيْنَةَ ) ([7]) .

ښځه خالي شوه يعنې چې کله ورباندې ګاڼه او زېورات  نه وي ، او يا هم د ښکلا ، زيب و زينت لباس وانه اچوي.

له تېرې څېړنې څخه جوته شوه چې د تعطيل معنی تفريغ او خلو ده په دې معنی د الله پاک دا قول هم ښکار دلالت کوي چې ( وَبِئْرٍ مَعَطَّلَةٍ وَ قَصْرٍ مَّشِيْدٍ )([8])

يعنې : هغه کوهی چې څوک ترې اوبه نه څښي بلکې خوشې پرېښودل شوی وي .

 

د تعطيل اصطلاحي معنی

د عقيدې په اصطلاح کې تعطيل له الله پاک څخه په قران او صحيحو حديثونو کې ثابت صفتونه نفي کول او د ذات پورې تړلي صفتونو نه انکار کولو ته وايي ([9])

خو دومره ده چې تعطيل او تحريف سره پخپل منځ کې توپير لری ، په دې معنی چې تعطيل هغه ته ويل کيږي چې د لفظ څخه خپله مطلوبه معنی چې قران کريم او يا نبوي حديث پرې ښکاره دلالت کوي نفي کړي.

او تحريف نص په باطله معنی تفسيرولو ته ويل کيږي .

جوته شوه چې د دواړو ترمنځ عموم او خصوص دی ، هر تحريف تعطيل دی خو هر تعطيل تحريف نه دی([10]).

 

 

د تحريف لغوي معنی

 

تحريف د ( فَعَّلَ يُفَعِّلُ تَفْعِيْل ) باب نه مصدر او د تفعيل په وزن دی او د تبديل او تغيير معنی افاده کوي .

ازهري وايي : ليث ويلي دي چې : په قران کريم کې تحريف دې ته ويل کيږي چې کلمات له خپلو معناګانو څخه په نورو معناګانو تفسير شي([11]).

يعنې قراني او يا نبوي کلماتو ته له خپل ځايه بدلون ورکول په تغيير نومول کيږي .

 

د تحريف اصطلاحي معنی

تحريف د عقيدې په اصطلاح کې :

دېته ويل کيږي چې نص په داسې معنی تفسير شي چې دغه نص پرې هېڅ دلالت نه کوی ([12]).

د الله پاک د نومونو او ثابتو صفتونو اړوند دغې ټولو اصطلاحاتو ته الحاد او کجروي ويل کيږي ځکه چې دغه مصطلحات د قران کريم د صريحو نصوصو سره ښکاره تضاد او منافات لري .

………………………

([1]) لسان العرب : ( 11 / 61 ) چاپ : دارالفکر بيروت .

([2]) ترتيب القاموس المحيط : ( 4 / 203 ) چاپ : دارالمعرفة بيروت 1399هـ 1979 مـ

([3]) الصحاح تاج اللغة وصحاح العربية : ( 5 / 1816 ) چاپ :دارلعلم للملايين .1376هـ1956 مـ

([4]) سورت شوری : ( 11 ) .

([5])الانتقاد الرجيح بشرح الاعتقاد الصحيح : ( 58 ) .

([6]) القاموس المحيط : ( 4 / 17 ) چاپ : دارالفکر بيروت : 1403هـ 1983مـ

([7]) لسان العرب : ( 11 / 453 ) چاپ : دارالفکر .

([8]) سورت حج : ( 45 ) .

([9]) الانتقاد الرجيح بشرح  الاعتقاد الصحيح : ( 57 ) .

([10]) الانتقاد الرجيح بشرح  الاعتقاد الصحيح  : 58 .

([11]) تهذيب اللغة : 5 / 14 . لسان العرب : 9 / 43.

([12]) الانتقاد الرجيح بشرح الاعتقاد الصحيح : 85 .

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button