دينونه او مذهبونهعقيده

د يهودانو ځينې عبادتونه او ديني شعاير. ليکوال : دکتور سعود بن عبدالعزيز الخلف. ژباړن: لقمان حکيم حکمت

د يهودانو ځينې عبادتونه او ديني شعاير. ليکوال : دکتور سعود بن عبدالعزيز الخلف. ژباړن: لقمان حکيم حکمت

 

د يهودانو مهم عبادتونه

۱ – : لمونځ :

په سفردانيال ( ۶ / ۱۰ ) کې وايي [ دانيال به هره ورځ درې ځل الله ته رکوع او لمونځ کو، او د الله شکر به يي ويستو] .

په مزمور ( ۵۵ / ۱۷ )کې وايي [ او کله ناکله به يې دوه ځل لمونځ کوو ] .

په ورځ کې دوه ځل لمونځ کول د يهودانو په نيز واجب دی .

د يهودانو لمونځ په غالبه توګه له نثر او نظم څخه جوړ دی ، لومړی به نثر يا نظم په خواږه اواز او ترنّم سره لوستل کېدل ، خو په تدريجي توګه او د وخت په تېرېدو ورسره موسیقي الات هم په کار واچول شول ، سفر مزامير څرګندوی چې د دغې موخې د ترسره کولو لپاره به ځانګړي خلک ګمارل کېدل([1]).

د يهودانو لمونځ د لاسونو په مينځلو پېل اخلي په انفرادي شکل د لمونځ د ادا کولو په مهال دسمال او يا شال په اوږه اچوي ، او د لمونځ په جماعي توګه د ادا په مهال څادرګی او يا شال په څټ اچوي .

دغه نثر او نظم هغه حالت کې لوستل کيږي چې لوستوال تورې جامې پر تن او پر سر اوږده ټوپۍ ايښې وي ځکه چې يهودان په لمونځ کې د سر پټول د لمونځ واجب بولې ، او خپل دغه کار د تورات د نصوصو څخه احترام تعبيروي او يهودان د خپل لمونځ د ادا کولو په مهال بيت المقدس ته مخامخ ودريږي.

لومړی به يهودانو خپلو مونځونو کې رکوع او سجده هم کوله که څه هم د لمونځ دغه کيفيت تر اوسه هم په ځېنو يهودانو کې لېدل کيږي خو ولې زياتره يهودان يې لکه د نصرانيانو په شان په چوکيو باندې د ناستې په حالت کې ادا کوي .

يهودان د لمونځ په وخت کې دواړه لاسونه په سينه ږدي او ورسره سر هم څه اندازه داسې ښکته نيولی وي لکه خادم بادار ته په احترام ولاړ وي ([2]).

د يهودانو د ډلو ټپلو تر منځ د لمونځ په اساس کې هيڅ راز توپير نشته لمونځ يې د ګانو بجانو او ډول ډبلي سره ادا کولو کې منحصر دی نور د ديني شعيرې په توګه د لمونځ په اړه څه ناڅه اختلافات د سفراډيم او اشکنازيم يهودانو تر منځ ليدل کيږي([3]) .

هره ورځ يهودان د درې لمونځونو د فرضيت قايل دي :

  • : د سحرلمونځ : ديته يهودان « شحاريت » وايي .
  • : د ماسپخين لمونځ : ديته يهودان « مخه » وايي .
  • : د ماښام لمونځ : ديته يهودان « عربيت » وايي .

يهودانو په وړاندې لمونځ په دوه ډوله دی :

لمونځ يواځې ادا کول ، او لمونځ په جماعي توګه ادا کول.

فردي او يا يواځنې لمونځ د ارتجالي لمونځونو څه عبارت دی چې د حاجت او اړتيا په مهال په انفرادي توګه ترسره کيږي ، دغه لمونځ د وخت او ديني طريقو سره هيڅ راز علاقه او ارتباط نه لري.

خو جماعي لمونځونه د يو څو اشخاصو په شمول د عبادت لپاره جوړ ځایونو کې په ښکاره ډول د  وختونو او موسمونو سره سم ادا کوي .

په داسې جماعي لمونځونو کې د تورات نصوص لوستل کيږي ، د تورات نصوص په محفوظو لفافو کې تاو رانغښتل شوی وي او د عبادت لپاره ځانګړې ځایونو کې د کاهنانو او د يهوديت د دين په سر کې واقع کسانو معلوم کړي وختونو کې ادا کيږي د دغې جماعي لمونځ په پاي کې بېرته د تورات نصوص په لفافو کې تاو کړل شي او په دې سره لمونځ پای ته ورسيږي ، او کله کله ورپکې مختصره خطبه يا ترانې او تقليدي دعاګانې هم کيږي او بيا معبدخانه له ټولو راغلو څخه خالي کيږي او لمونځ همدلته پای ته رسيږي.

کله کله پکې هر لمونځ ګوزار ته د شرابو کنډولی او دوه ټکلی ډوډۍ هم ورکول کيږي([4]).

۲ – : روژه :

د يهودانو په وړاندې روژه له لمر پرېواته څخه وړاندې د بلې ورځې د لمر پرېواته پورې نيول کيږي ، په دغې روژه کې يهودان له خوراک ، څښاک ، او جماع څخه ځان رابندوی ، خو ځېنې ورځو کې د يهودانو روژه له لمرخاته څخه پېل اخلي او د لمر پرېواته پورې دوام لري ، په دې روژه کې هغوی يواځې د څښاک څخه ځان رابندوی ، يهودانو له دي پرته نورې ورځې هم لري چې د بېلابېلو مناسبتونو له کبله پکې روژې نيسي چې له جملې څخه يې ځېنې دادي :

  • : د بخشش د ورځې روژه : دا د يهودانو په فکر تر ټولو مهمه او يواځنې روژه ده چې يهودان يې د ثبوت دعوه موسی  عليه السلام  ته منسوب پنځو کتابونو ته کوي .
  • : د جولای د مياشت روژه : يهودان دا روژه د جولای په اتلسمه ورځ نيسي دا يوه ورځنۍ روژه ده ، يهودان دا روژه د بېلابېلو رامنځ ته شو پېښو نېټه بولې ، چې د پام وړ پېښې يې په لاندنې توګه دي :

۱ – : د تورات تختې ماتېدل .

۲ – : د سبا او بېګاه ورځني صدقات له منځه تلل .

۳ – : د ( اتسويندوموس ) د قيادت لاندې په اورشليم کې د تورات نسخه سوزېدنه .

۴ – : د ( تيطس ) روماني په قيادت د يهودانو د بېخکنې لپاره په اورشليم باندې په ( ۷۰م ) کال کې تباه کن يرغل .

– : د اګست په مياشت کې په نهم تاريخ روژه : د دې ورځ روژه نيول د روماني قايد ( تيطس ) په لاس د اورشليم قبضه کولو او د ( ادريانوس ) په زمانه کې د هيکل سليماني د ويجاړولو يادګېرنه ده .

د يهودانو مهم موسمونه او اخترونه :

۱ – : د شنبې ورځ : دې ورځ ته په عبرانۍکې [ شباث ] ويل کيږي او شباث په عبرانۍکې د راحت او ارام په معنی راځي ، د دې اختر اړوند يهودان داسې انګيروي چې په دې ورځ کې الله پاک د اسمان او ځمکې له پېدايښت څخه د وررسېدلي ستړياو څخه دمه کړېده ، او ورپکې يې برکت اچولی دی په همدغې خاطر يې خپلو بندګانو ته په دې امر کړی دی چې پکې له خپلو ټولو کارونو څخه دمه او ارام وکړي .

د دغې ورځ روژه د جمعې د ورځې د لمر پرېوتو څخه پېل اخلي او د شنبې د ورځې لمر پرېوتو پورې غځيږي ، له هرډول عمل څخه ځان ژغورنه پکې مهمه ديني شعيره بلي ، د دې ورځي روژه نيول يهودانو موسی عليه السلام  ته د لسو منسوبو وصيتونو صريح نص بولې : [  اوومه ورځ ستا د رب د استراحت او دمې ورځ ده ، خپل هېڅ شخصي کارونه پکې مه کوه ] ([5]).

د دې ورځې له حرمت څخه سرغړونه کول ، يا په دې ورځ کې کارونه انجامول له لويو او سترو سرغړونو څخه شمېرل کيږي([6]).

۲ – : د خلاصون اختر : دې اختر ته يهودان د سپرلي اختر هم وايي ، د دې اختر لومړنۍ ورځ د اپرېل د پنځلسم نه پېل کيږي او د اپرېل تر دوه ويشتمۍ پورې دوام لري ، يهودان د دې ورځو اخترد فرعون له عبوديت څخه د بني اسرائيلو د نجات په مناسبت مناووي .

د دې اختر ديني شعاير په يهودانو لازموي چې سمبوسۍ پکې په واجبي توګه وخوري ، د دوعاګانو او د ډېرو لمونځونو څخه يهودان بايد ځانونه برخمن کړي او خپلې پېشيانې هم تقرباً وسوزوي ، په دې ورځو کې يهودان سره خپل منځ کې په يو دستارخوان راغونډيږي او د بني اسرائيلو د خلاصون قيصې او حکايتونه کوي چې موسی عليه السلام  له مصر څخه څنګه راووت ؟ او د راتګ په مهال ورته څه څه ورپېښ شول ؟ ([7]).

۳ – : د ګناهونو د بخشش اختر : يهودان دا اختر د اکتوبر په لسمه ورځ مناووي ، ټول کال‎کې د يهودانو په نيز دا ډېر مهم اختر او د کال بختوره ده ، يهودان انګيروي چې په دې ورځ کې موسی عليه السلام  له کوه طور نه په داسې حالت کې راښکته شو چې شريعت ورته ورکړل شوی و او بني اسرائيل يې په دې زيري ونازول چې الله پاک درته د سخي عبادت معاف کړ، د دغې اختر پېل د اکتوبر له نهمې ورځې (تاريخ) ماښام لمر پرېوتو سره پېل کيږي ، او د لسمې ورځې د نمر پرېوتو پورې دوام لري .

په دې ورځ کې يهودان روژه نيسي او د لومړني يهودانو ګناهونو لپاره بخشش يهودي کاهنان په جماعت سره لمونځ ادا کولو کې غواړي([8]).

يهودان له دې اخترونو پرته نور اخترونه هم لري چې د بيلابيلو مناسبتونو او د ورپېښو مسايلو اړند يې په وار وار مناووي([9]).

د يهودانو ديني شعاير:

۱ – : زواج :

په لوړنتوب کې د يهودي پاتې کېدل د يهوديت منافي کاربلل کيږي .

په يهودي انسان باندې د غير يهودي سره نکاح کول ناروا دي ، د غېر يهودي سړي يا ښځې سره نکاح دوامداره زنا ده .

يهودي د خپلې ورېرې او خورزې سره نکاح کولی شي ، خو خوری او وراره د خپلې تنداراو  ترور سره نکاح نه شي کولای ، که څه هم زياتو يهوداي فقهاوو د ورېرې په نکاح د تحريم فتواه هم ورکړيده .

يهودان د زياتو ښځو کولو د جواز قايل دي ، هغوی وايي : په دين کې د ښځو د شمير او نه شمير کوم حد نشته ، اګر که د يوولسمې پيړۍ په لومړيو کې په لويديځ کې د تعدد الزوجات د تحريم فتواه ورکړل شوه ، خو زياتره يهودان همدغه حق تر نن ورځې پورې د ځانونو لپاره ثابت حق بولې([10]).

په ازدواجي اړيکو کې دا هم ديني شعيره ګڼي چې که شادي شده يهودي په داسې حالت کې مړ شي ، چې بچي يې نه وي ، نو کور ودانه به يې ورور ته په جبري توګه کېنول کيږي ، که له وروستني خاوند څخه يې بچې پيدا شي ، نسبت به يې لومړني مړ ورور ته کيږي ، خو که د مړ يهودي ورور له ورندار سره له نکاح کولو څخه مخ واړوي ، د وهلو ټکولو سره به د يهودانو له ټولنې څخه شړل کيږي ، هغه ښځه چې لېور ته په نکاح ورکول کيږي يهودان ورته په خپلي اصطلاح کې [  يبامه  ] وايي([11]).

۲ – : طلاق :

په تورات کې طلاق د نارينه حق وچې ښځې ته به يې ورکوو ، خو له دې وروسته د يهودانو عام حاخام او د يهودي دين عالم جرشوم بن يهودا چې په ( ۱۰۴۰م ) کال کې وفات دي ، فتوا ورکړه چې ښځه به د خاوند له کور څخه تر هغه نه شي شړل کېدای چې د قاضي له خوا ورته يا طلاق نامه ورکړل شي او يا سړی او ښځه دواړه سره په طلاق خوشحاله او راضي وي .

تر هغه به طلاق د اعتبار وړ نه وي چې يهودي حاخام پرې ليکلي وثيقه نه وي ورکړې ، د دغې وثيقې په رڼاکې ښځه کولای شي د بل يهودي سره نکاح وکړي ، خو که ښځه د طلاق وثيقه ونه لري نه يې نکاح سمه بلل کيدای شي ، او له نوي خاوند يې بچيان هم غيرشرعي بلل کيږي([12]).

۳ – : خوراک  او څښاک :

يهودان د څلورپښيزه حيواناتو خوراک د ځانونو لپاره جاير نه بولې ، د ځان لپاره د هغه  څلور پښيز حيوان په حليت قايل دي چې نه داړور وي او ګياګانې هم په داسې حالت کې خوري چې خوړل شوي ګياه بېرته خولې ته راوستلای شي ، د يهودانو په دې مذهب سره په هغوی اسونه ، قچر، خر او اوښان حرام دي ، بلکې ورباندې د خنزير او د ټولو دريندګانو ليوانو او هوسيو غوښې هم حرامې دي .

د تېر په څېر يهودان په ځانونو هغه مرغان هم حرام کړيدي چې کږې مښوکې او يا ښکارګرې پينجې ولري ، يا داسې وحشيان مرغان چې مردارې او بدبويه شيان خوري .

په دغسي جنس کې يهودانو لپاره يک يواځې چرګان ، ايلۍ ، بطې او هغه برّي مرغان چې واښه او دانې خوري د خوراک جواز لري ، په بحري حيواناتو کې يهودان د خپلو ځانونو لپاره يواځې هغه ماهی (کب) حلال بولې چې وزرې ولري او په پوستکي قشور ولري ، له دې پرته نور ټول بحري حيوانات يهودان په ځانونو حرام بولي .

هيڅ يهودي نه شي کولای چې غوښه ، شوملې ، او شوده په يو ځای وخوري([13]).

دا د يهودانو د عبادتونو ځېنې نمونې او بېلګې وې .

………………………….

([1])  عزرا : ( ۲۱ / ۶۵ ) .

([2]) الفكر الديني اليهودي : (۱۴۳-۱۴۴) موسوعة اليهود واليهودية : ( ۴ / ۲۶۶ ) .

([3]) الفكر الديني اليهودي: (151 ).

([4]) الفكر اليهودي : ( ۱۶۲،۱۵۵،۱۵۰،۱۴۷) اليهود واليهودية ( ۱۵۵  ) دعبدالجليل شلبي ليکنه .

([5])  سفر الخروج  : ( ۲۰ )

([6])  الفکرالديني اليهودي ( ۳۰۳ ) .

([7])  الفکرالديني اليهودي ( ۱۶۸ – ۱۶۹ ) . اليهود تاريخ وعقيدة ( ۲۲۳ – ۲۲۴ ) . موسوعة اليهود واليهودية ( ۵ / ۲۶۴ )

([8])  الکنز المرصود : ( ۵۷ ) .

([9])  اليهود تاريخ وعقيدة : ( ۲۲۴ ) . دکامل سعفان ليکنه .

([10])  الفکر الديني اليهودي : ( ۱۹۳ – ۱۹۴ ) . موسوعة اليهود واليهودية : ( ۵ / ۲۲۵ ) .

([11])  سفر التثنية : ( ۲۵ / ۵ – ۱۰ )

([12])  الفکرالديني اليهودي : ( ۱۹۷ – ۱۹۸ ) . موسوعة اليهود واليهودية والصهيونية : ( ۵ / ۲۵۲ ) .

([13])  الفکر الديني اليهودي : ( ۱۹۷ – ۱۹۸ ) .

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button