ايمانياتعقيده

د متکلمينو عقيدوي اصطلاحات او د هغې مفهوم . ليکنه: لقمان حکيم حکمت

د متکلمينو عقيدوي اصطلاحات او د هغې مفهوم . ليکنه: لقمان حکيم حکمت

د متکلمينو عقيدوي اصطلاحات او د هغې مفهوم . ليکنه: لقمان حکيم حکمت

د عقيدې په کتابونو کې عموما او د کلامي او فلسفي خلکو په کتابونو کې خصوصا د عقيدې باب کې ځېنې مجمل کلمات کارول کيږي چې له کبله يې ځينې پوښتنې راولاړيږي چې :

أ – : له دغې کلماتو څخه مقصد څه دی ؟

ب – : ولې مجمل ذکر کيږي دي ؟

ج – : له ذکر څخه يې څه مراد دی ؟

د – : ولې د عقيدې په کتابونو کې کارول کيږي ؟

هـ – :ايا کوم قراني ايت يا صحيح او صريح نبوي حديث يې ملاتړ کوي ؟

و – : له دغې کلماتو څخه د اهل السنت والجماعت موقف څه دی ؟

په راروانو کرښو به ټولو مذکوره پوښتنو ته په تفصيلي توګه توضيحي او تشريحي ځوابونه ووايو ، ان شاء الله .

أ – : د دغې اصطلاحاتو استعمال د اهل التعطيل پېشه ده ، يا په بل عبارت : دا هغه اصطلاحات دي چې د عقيدي په باب کې يې اهل الکلام استعمالوي .

ب – : ځکه مجمل دي چې د حق او باطل دواړو احتمال لري ، د سمو او ناسمو معناګانو ترمنځ شراکت لري ، يا مجمل ورته ځکه ويل کيږي چې تر څو مُجْمِل تفصيل نه وي ورکړی تر هغه يې مفهوم نه واضح کيږي .

ج – : اهل التعطيل يې په دې موخه استعمالوي ترڅو له عيب څخه د تنزيه په نوم د الله صفتونو نفي ته پرې لار جوړه کړي .

د – : د عقيدې په کتابونو کې يې ځکه ذکر کوي ترڅو له اهل السنت والجماعت څخه خپل شرمونه په دغې مصطلحاتو پټ او پناه کړي .

هـ – : دغه اصطلاحات نه په قران او نه هم په حديثو کې راغلي دي .

و – : له دغې اصطلاحاتو څخه د اهل السنت والجماعت عقيدوي درېځ توقف دی ، دا چې په قران کريم يا نبوي حديث کې يې نفي يا اثبات نه دی راغلی نو نه يې ثابتوي او نه يې نفي کوي .

خو ولې د معنی له نګاه هغوی تفصيل غواړي ، که د اهل التعطيل موخه ترې د الله د صفتونو ترديد او نفي وي ، نه يې مني او که معنی يې ترې داسې وي چې د الله د جلاليت او عظمت ضد نه وه بيا يې قبلوي ، او هلته د مقام مناسب لفظ استعمالوي .

دغه اصطلاحات د شرحې او تفصيل سره ستاسو مخې ته ږدو :

– : جهت -: دا مجمل لفظ دی او اهل تعطيل يې ډېر استعمالوي ، تفصيل يې په دې توګه دی :

m : د ( جهة ) لغوي معنی : په لغت کې يې اطلاق په هر مخامخ شي کيږي ، لارې ته هم ويل کيږي ، او هر شی چې ستا مخې ته راځي ورته په عربۍ کې ( جهت ) ويل کيږي([1]) .

m : له استعمال څخه يې موخه دا ده چې د الله د ( علو ) صفت پرې نفي کړي .

m : د دې اصطلاح اړوند عقيدوي کره کتنې وايي چې د الله په حق کې يې استعمال بدعت دی ، په دې اصطلاح نه کوم قراني ايت او نه هم نبوي کوم صحيح او صریح حديث دلالت کوي ، او نه يې له سلفو صالحينو څخه ثبوت شتون لري .

د تېرې څېړنې څخه جوته شوه چې جهت اطلاق اثباتاً او نفيا په الله پاک دروست نه ،له تفصيل پرته په کې خبرې کول ښه کار نه دی ځکه حق اوباطل دواړه اړخونه لري.

که له جهت څخه هغوی ( اسفل ) اخلي نو له الله څخه منتفي او ممتنع دی ، الله پاک عظيم ذات دي هېڅ شي پرې احاطه نه شي کولی بلکې هغه په هر څه محيط دی .

او که له ( جهت ) څخه يې موخه دا وه چې الله په هر اړخ کې دی ، د مخلوق سره هم او په هر ځای کې دی نو دا هم د الله په حق کې ممتنع دي .

خو که له ( جهت ) څخه يې موخه د الله د ( علو ) د صفت تعطيل و ، چې الله په هېڅ جهت کې نه دی ، نه په نړۍ کې دی او نه له نړۍ بهر دی ، نه د نړۍ پسې متصل دی او نه ورڅخه منفصل دی ، نه پورته شته او نه ښکته ، نو دا هم د الله په حق کې ممتنع دي ، ځکه دا له الله څخه بيخي انکار دی .

خو که له ( جهت ) څخه يې موخه دا وه چې الله پاک د خپل شان سره لائق بره دی ، هېڅ شی پرې احاطه نه لري ، او نه هم خپل کوم مخلوق ته محتاج دی نو دا صحيح معنی ده او قراني ايتونه او نبوي حديثونه پرې دلالت کوي([2]) .

: حد – : حد هم مجمل لفظ دی معطله يې استعمال زيات کوي ، کره کتنه يې ستاسو مخې ته ږدو :

: حد په لغت کې  ، فاصل ، منع او ددو شيانو ترمنځ حائل ته ويل کيږي ([3]) .

 : له استعمال څخه يې د معطلو موخه دا ده  چې پر عرش پرې د الله د استواء صفت نفي کړي .

 : په دې دليل چې که مونږ الله لره استواء ثابته کړو نو الله به محدود شي ، که انسان په خپلې سورلۍ استواء وکړي معلومه ده چې په معين مکان پورې محدود شو ، په دې خاطر چې له مخلوقاتو څخه يې تنزيه وشي نو الله له حد څخه منزه بولي .

: اهل السنت يې شبهه داسې جوابوي  چې د ( حد ) کلمه په قران او حديث کې بيخي راغلې نه ده ، او نه د سلفو صالحينو په کلام کې شتون لري ، معلومه شوه چې (حد ) د مبتدعينو اصطلاح ده .

خو ولې د معنی په لحاظ مزيد وايي : که له ( حد ) څخه ستاسو موخه دا وي چې الله پاک د مخلوق سره د ذات په اعتبار نه دی ، نوپه دې نو په دې معنی کې هېڅ ديني او عقيدوي اشکال نشته سمه دمه د شريعت موافق معنی ده .

خو که موخه مو ورڅخه دا وي چې له استواء څخه په الله د عرش احاطه راځي نو له دې کبله مو ورڅخه استواء نفي کړه نو دا باطله معنی ده او ديني احکام يې ضد دي ، ځکه الله په عرش مستوي دی او هغه له عرش او ټولو مخلوقاتو څخه لوی دی([4]) .

: أعراض – : دا هم مجمل لفظ دی او د عقيدي په باب کې يې معطله استعمالوي  مثلا هغوی وايي ( سُبْحَانَ مَنْ تَنَزَّهَ عَنِ الْأَعْرَاضِ وَ الْأَغْرَاضِ وَ الْأَبْعَاضِ ) خو دا چې ( أعراض ) څخه يې موخه څه ده ، پاتې کره معلومات ستاسو مخې ته ږدو :

أ أعراض په لغت کې  د عَرَض جمع ده ، او عرض هر هغه شي ته ويل کيږي چې د بل څه پورې لزوم نه لري ، يا ثابت شی نه وي ، يا عَرَض هغه ته ويل کيږي چې له څه شي جلا کېدای نه شي ، لکه خندا ، ژړا ، خوشحالي او غم ، دې ته عوارض ويل کيږي ، ځي او راځي په خپل ځای باندې هېڅ ثبوت نه لري ([5]).

ب – : د متکلمينو په اصطلاح کې  عرض دې ته ويل کيږي په شته کېدو کې خپله  استقلال نه لري ، يا په بل عبارت چې له محل پرته په نورو ځايونو کې يې شتون ناشوني وي([6]) .

راغب اصفهاني وايي : عرض دې ته ويل کيږي چې په خپل ځای ثابت نه پاتې کيږي ، متکلمينو استعارةً په ټولو هغو ځايونو کې استعمال کړی دی چې له خپل اصل ( جوهر ) پرته  ثابت نه پاتې کيږي بلکې ځي راځي لکه رنګ او د خواړو مزه([7]).

ج – : له دې څخه د متکلمينو موخه څه ده چې الله له اعراضو څخه پاک دی ؟

له دې څخه د اهل التعطيل موخه دا ده چې له الله څخه ټول صفتونه نفي کړي .

د – : شبهه يې دا ده  چې اعراض په اجسامو کې راځي ، او جسم له يو بله سره ورته والی لري ، د صفتونو ثبوت دا معنی ورکوي چې الله جسم دی ، او جسم تمثيل دی ، او تمثيل کفر او بې لاري ده نو له دې کبله يې ټول صفات ورڅخه نفي کړي دي .

هـ – : د اهل الکلام په دې شبهه رد : له څو وجوهاتو څخه دا شبهه بې ځايه ده :

۱ – : د  اعراض کلمه په قران کريم يا سنت کې نفيا او اثباتا بيخې وارده نه ده ، په داسې کلماتو کې علماء توقف کوي ، نه مونږ اعراض ثابتوو او نه تر انکار کوو .

د معنی په لحاظ به ورڅخه پوښتو چې ستا موخه له دې کلماتو څخه څه ده ؟ که ستاسو موخه دا وي چې دغه اوصاف د الله په حق کې نقص دی لکه : حزن ، ندامت ، مرض ، خوف ، نو سمه ده ، ځکه دا نقص صفات دی ځکه يې نفي اړينه ده ، نه په دې خاطر چې اعراض دي .

او که موخه مو ورڅخه دا وي چې له الله پاک څخه هغه صفتونه نفي کړئ چې قراني ايتونه او نبوي حديثونه پرې غږيدلي دي لکه : غضب ، فرح ، رضا او داسې نور په دې دليل چې دا اعراض دي ، نو دا عقيده مو بې بنسټه ده هېڅ شرعي دليل ته استناد نه لري ، او نه د دغې صفتونو له اثبات څخه هغه څه لازميږي چې تاسو يې عقيده لرئ .

۲ – : الهي اوصاف ټول اعراض نه دي ، بلکې ځنې يې اعراض دي لکه : فرح ، غضب او ځنې نور يې اعراض نه دي لکه : لاس ، مخ ، قدم ، ساق …بلکې د ذات سره لازمي صفتونه دي چې هېڅکله ورڅخه نه جلا کيږي .

۳ – : ( اعراض له جسم پرته ناشوني دي ) ستاسو دا عقيده باطله ده ، اعراض له جسم پرته هم راتلای شي لکه عربۍ کې مونږ ووايو ( لَيْلٌ طَوِيْلٌ ) نو طويل د ليل صفت دی ، او ليل جسم نه دی ، همدا راز : ( حَرٌ شَدِيْدٌ ، مَرَضٌ مُؤْلِمْ ، بَردٌ قَارِسٌ ) او داسې نور ….

۴ – : ستاسو دا خبره چې اجسام سره يو بل ته ورته والی لري ، دا هم بې بسنټه خبره ده ، اجسام هېڅکله سره خپل منځ کې نه ذاتاً اونه وصفاً مشابهت لري ، که ځېر شو  له اوښ څخه مېږی توپير لري ، په اوزانو کې قيراط له قنطار څخه فرق لري ، په حس کې ځيګ له پوس او کلک له نرم سره فرق لري .

۵ – : د جسم کلمه د متکلمينو بدعت دی ، د مجملو الفاظو په قاعده کې راځي ،  که د صفاتو له ثبوت څخه ترې جسم لازميږي نو مونږ ته ترې څه تلکيف دی ؟؟ که له جسم څخه مو موخه دا وي چې خپله مستقل دی او صفات لري ، نو دا حقه خبره ده ، ځکه مونږ د الله په داسې ذات ايمان لرو چې له تشبيه او تمثيل پرته لائق صفتونه لري ، بيا نو له جسم څخه دا معنی اخستل سمه ده .

خو که موخه دې دا وي چې جسم له غړو ، غوښو ، وينو اورګونو څخه ترکيب شوی او يوه برخه يې بلې ته اړتيا لري ، که يوه برخه يې د بلې اړتياوې پوره نه کړي جسدي نظام په ټپه ودريږي ، نو داسې جسم نه مونږ الله لره ثابتوو او نه مو ثابت کړی دی ، بيا نو له دې عقيدې څخه لازميږي چې الله حادث دی او دا مستحيل دي چې الله دې حادث وي .

– : ابعاض ، اعضاء ، ارکان ، جوارح هم له مجملو کلماتو څخه دي ، سمې او ناسمې دواړه معناګانې لري ، لاندېنۍ څېړنه کې تفصيل ستاسو مخې ته ږدو :

ابعاض د بعض جمع ده چې د برخې معنی ورکوي([8])

ارکان د رکن جمع ده ، او رکن د يوشي هغه پياوړي اړخ ته ويل کيږي چې انسان ترې مطمئن وي  .

اجزاء د جزء جمع ده او د برخې او حصې معنی ورکوي چې شيان ترې ترکيب کېدای شي .

جوارح د جارحة جمع ده ، او هغه سپو او نورو حيواناتو ويل کيږي چې د ښکار لپاره يې تربيه او کارول کيږي ، جارحه خو ورته يا ځکه ويل کيږي چې ټپونه پېدا کوي او يا لاس ته راړونې لري ، د انساني بدن غړو ته جوارح ځکه ويل کيږي چې اعمال پرې کېدای شي او لاس ته راوړنې لري ، د دې په څېر نور کلمات هم شته لکه ، اعضاء ، ادوات وغيره داسې نور ….

: د اهل التعطيل موخه يې له استعمال څخه څه ده ؟

موخه يې ورڅخه دا ده چې د الله رب کائنات هغه ذاتي صفتونه چې په قراني ايتونو او نبوي حديثونو غوڅ ثبوت لري لکه لاس ، مخ ، ساق ، قدم ، عين … نفي کړي ([9]).

: دوی ولې له الله څخه صفتونه نفي کوي ؟

دوی له الله څخه مذکور او نور صفتونه په دې خاطر نفي کوي چې مخلوق ابعاض ، اعضاء ، ارکان او اجزاء لري ، دوی وايي که مونږ الله لره دغه ذاتي صفتونه ثابت کړل نو د مخلوق سره به ترې تشبيه راشي ، نو تمثيل او تجسيم به لازمي شي ، چونکه الله د مخلوق په څېر نه دی نو صفتونه يې هم نه شو منلی ، په دې خاطر چې خلک يې بطلان ونه پېژني د دغې کلماتو او اصطلاحاتو نوښت يې وکړ .

:  اهل السنت والجماعت يې شبهه داسې جوابوي چې که څه هم دغه صفتونه مخلوق ته تش په نوم کې ورته والی لري خو مونږ يې د مخلوق سره په تشبيه او تمثيل هېڅ عقيده نه لرو ، د صفتونو د کيفيت عقيده د ذات په کيفيت پورې تړلې ده ، دا چې د ذات کيفيت مونږ نه پېژنو د صفتونو کيفيت يې هم مونږ نه پېژنو ، چونکه الله د ځان لپاره ثابت کړي دي او د کيفيت اړوند يې هېڅ نه دي ويلي ، مونږ ورلره صفتونه ثابتوو او د کيفيت اړوند يې هېڅ نه وايو بلکې غلي پاتي کيږو ([10]).

: اغراض : دا هم متکلمينو راوړې کلمه ده چې ځينې تفصيل يې تاسو ته وړاندې کوو :

: أغراض د غرض جمع ده ، او غرض د موخې او هدف معنی ورکوي ،

په لغت کې غرض اړتيا ، موخه او مقصد ته ويل کيږي([11]).

: د متکلمينو په اصطلاح کې د غرض معنی : غرض دې ته ويل کيږي چې له کبله يې د فاعل څخه د فعل صدور کيږي([12]).

جلا الدوائي وايي : د يوکار په کولو باعث ته غرض ويل کيږي چې د کولو لومړی محرِّک وي([13]).

په څرګند ډول بريښي چې د غرض د کلمې مفهوم له لغوي او اصطلاحي معنی څخه يو دی چې فاعل يې د کار په کولو باعث کړی دی([14]).

: له دې کلمې څخه د اهل الکلام موخه څه ده ؟ له دې کلمې څخه يې موخه دا ده چې د الله پاک ټول افعال او شريعت له حکمت څخه تش وبولي ، په دې شبهه چې الله څه هم کوي د خپل مشيئت له مخې يې کوي ، که وغواړې له خپل مشيئت له مخې شيان تحريموی او يا يې تحليلوي ، هغوی زياتوي :

که ووايو چې الله ټول کارونه د خپل حکمت له مخې کوي په دوو نارواو کې به واقع شوو :

لومړی :  که الله د کوم غرض په  خاطر يو کار کوي نو غرض ته به محتاج وي نو او غرض پرې باعث شو ځکه يې وکړ تر څو ګټه ورته ورسيږي ، او حالانکه الله پاک بي نيازه دی هېڅ چا ته هېڅ ډول احتياج نه لري ، نتيجه دا راووته چې الله پاک د نړۍ تدبير او دمخلوقاتو ګردې چارې بې غرضه او بې حکمته بشپړوي .

دوهم :  که د احکامو لپاره حکمتونه او علت ثابت کړو ، نو مجبوره يو چې د حکمت په تقاضا په الله څه شيان واجب کړو ، ځکه حکمتونه له علت سره څرخيږي ، خو ولې اهل السنت يې والجماعت يې شبهات په دې ردوي چې :

د غرض يا اغراض کلمه نه په قراني ايت اونه په نبوي حديث او نه هم د سلفو صالحينو په اقوالو کې شتون لري ، که څه هم مذکوره کلمه سره نقض لري خو په نفی سره يې د الله حکمت انتفاء راځي ، بايد په تفصيل ويل شي چې ښه خو دا وه چې تعبير مو ترې په حکمت ، رحمت او ارادې سره کړی و په دې خاطر چې نصوص په کې شتون لري .

د زيان لرې کولو او مصلحت تر لاسه کولوپه خاطر الله مخلوق نه دی شته کړی ، هغه پېدا کول ځکه کوي چې تخليق يې صفت دی ، بلکې هغه چې څه کوي د مخلوق د مصلحت لپاره يې کوي د ځان لپاره يې نه کوي . په دې ډېر قراني ايتونه اونبو حديثونه دلالت کوي لکه  ( إِنَّهُمْ لَنْ يَضُرُّوا اللَّهَ شَيْئاً([15])) يا ( إِنْ تَكْفُرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنْكُمْ([16]) ) يا په حديث قدسي کې راځي چې ( يا عبادي إنكم لن تبلغوا نفعي فتنفعوني ولن تبلغوا ضري فتضروني )

که د الله د حکمتونو سره سم کله څه شي شتون ولري سمه او صحيح عقيده ده ، که څه هم معتزله يې مخالف دي ، هېڅ داسې څه نه شته چې په الله د يو کار کول واجب کړي ، الله پاک فرمايي ( كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلَى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ ([17]))  او وايي ( وَكَانَ حَقّاً عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ ([18]))  .

د صلاح او اصلح مقياس بشري عقولو ته نه دی راجع بلکې د الله حکمت ته راجع دی ، لکه باران بندېدل ، که څه يې هم خلک اصلح نه بولي خو ولې هغه دفسادونو او ورانکارۍ په بدل کې الله دوی ته سزا ورکوي نواصلح همدا ده ، يا لکه کفارو ته استدراج ورکول ، او داسې نور هغه اړخونه چې خلک يې ښه بولي خو ولې بد وي يا يې بد بولي خو ولې ښه وي .

: تسلسل : دا اصطلاح هم متکلمين استعمالوي او مجمله اصطلاح ده ، په دې خاطر چې مفهوم او مدلول او د خطا اوصواب وجوهات يې معلوم شي تاسو سره لاندې تفصيل شريکوو

د تسلسل تعريف : جرجاني وايي : په داسې ډول کارونه ترتيبول چې پای نه لري.

دې ته ولې تسلسل ويل کيږي  ؟ تسلسل له سلسلې څخه اخستل شوې کلمه ده ، سلسله زنځير ته ويل کيږي معنی دا ده چې څوک د زنځير پسې څومره کړۍ هم  تړي تړل کيږي پای نه لري .

له دې کلمې څخه د اهل کلام موخه څه ده ؟ چونکه متکلمين سره خپل منځ کې بېلابېل دي نو موخې يې هم بدلې دي ، د ځينو موخه يې دا ده چې د الله قديمي صفات نفي کړي ، د ځينو موخه يې د الله پاک د افعالو نفي ده او ځينې نور يې په دې کلمې سره د جنت او دوزخ له ابديت څخه منکر دي.

ايا دا کلمه په قران يا نبوي سنت کې شتون لري ؟ يا چرته يې له سلف صالحينو څخه ثبوت شته ؟ جواب يې يواځې په ( نا ) کېدای شي او بس .

د دې کلمې اړند د سلفو درېځ څه دی ؟سلفو صالحين او د دين امامان لکه څنګه چې د نورو مجملو کلماتو اړوند خپل درېځ څرګند کړی و ، دا ډول يې دلته هم همغه درېځ دی ، هغوي په دې لفظ کې توقف کوي ، نه يې ثابتوي اونه يې د نفي قايل دي ، که څه هم کلمه ( تسلسل ) د متکلمينو بدعت دی خو د حق او باطل ، د صواب او خطا احتمال لري نو خاموش پاتې دي .

خو ولې د معنی په لحاظ هغوی تفصيل کوي ، که د متکلمينو موخه ترې حق و دوی يې ورڅخه قبلوي او که موخه يې ترې باطل وو ترې نه يې قبلوي .

خو لنډه خلاصه يې دا ده چې : که د اهل الکلام موخه له تسلسل څخه دا وي چې ازلاً او ابداً الله پاک د کمال او جلال په صفتونو موصوف و ، دا حقه معنی ده او صحيح عقيده ده ، او که موخه يې ورڅخه دا وه چې له الله پاک د لومړي ځل لپاره صفتونه نه لري ، بيا يې د کمال کارونه وکړل او د کمال په صفتونو موصوف شو ، نو دا باطله معنی ده ، نه اسلامي نصوصو ته او نه هم عقل ته استناد لري([19]).

………………………………..

([1]) لسان العرب : (  13 / 555- 560 ) .

([2]) شرح العقيدة الطحاوية : ( 221 )  التحفة المهدية شرح الرسالة التدمرية : ( 166- 171 )

([3]) معجم مفردات ألفاظ القرآن د راغب اصفهاني ليکنه : ( 108 ) . المصباح المنير د فيومي ليکنه : ( 68 ).

([4]) شرح عقيدة الطحاوية : ( 219 ) . شرح العقيدة الواسطية د عثيمين ليکنه (376 ،  379 ، 380)

([5]) التعريفات د جرجاني : ( 153- 154) .

([6]) ( المصباح المنير ) د فيومي ليکنه : ( 209 ) .

([7]) معجم مفردات الفاظ القرآن د راغب الأصفهاني : ( 342 ) .

([8]) معجم مفردات ألفاظ القرآن : ( 50 ، 88 ، 90 ، 208 ) . التعريفات : ( 78 ، 117 ) د جرجاني ليکنه .

([9]) شرح العقيدة الطحاوية : ( 219 ) .

([10]) الصفات الإلهية : ( 208- 209 ) .

([11]) لسان العرب : ( 7 / 196 ).

([12]) شرح مطالع الأنظار على طوالع الأنوار ،د شمس الدين بن محمود الأصفهاني ليکنه : ( 917 )

([13]) شرح العقائد العفوية للجلال الدوائي : ( 2 / 204 ).

([14]) الحكمة والتعليل في أفعال الله : ( 26 – 47 ) .

([15]) سورت ال عمران : ( ۱۷۶ ) .

([16]) سورت زمر : ( ۷ ) .

([17]) سورت انعام : ( ۵۴ ) .

([18]) سورت روم : ( ۴۷ ) .

([19]) د تسلسل اړوند تفصيلي څېړنه په شرح العقيدة الطحاوية : ( 130- 135 ) کې ، او په ( توضيح المقاصد وتصحيح القواعد شرح النونية ، د شيخ أحمد بن عيسى لیکنه : ( 1/370 ) کې کتلی شئ .

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button