دينونه او مذهبونهعقيده

هغه پوښتنې چې د شيعګانو د هدايت سبب شوې. ( دريمه برخه ) ليکوال: سليمان بن صالح الخراشي. ژباړن: لقمان حکيم حکمت

هغه پوښتنې چې د شيعګانو د هدايت سبب شوې. ( دريمه برخه ) ليکوال: سليمان بن صالح الخراشي. ژباړن: لقمان حکيم حکمت

۱۳    که د عاشوراء په ورځ سر وينې کولو او سينه په څپيړو وهلو کې اجر او ثوابونه وی نو د شيعګانو ملايان ولې ځانونه نه وهي([1]).؟

۱۴   د شيعګانو په ګومان چې د غدير په ورځ زرګونو صحابه و د علي رضي الله عنه  د خلافت وصيت اورېدلی وو، بيا نو په زرګونو صحابه کرامو رضي الله عنهم اجمعين  کې ولې هېڅ يو صحابي هم حتی چې عمار بن ياسر، مقداد بن عمرو، او سلمان فارسي رضي الله عنهم اجمعين  يې په تاييد هم راپورته نه شول چې ابوبکره ! ته د علي رضي الله عنه  نه ولې دغه حق اخلې؟ سره له دې چې ته پوهېږې چې د غدير په ورځ ورته نبي صلى الله عليه وسلمد خلافت په منصب وصيت کړی دی ؟

۱۵    د نبي صلى الله عليه وسلمله وفات کېدو څخه وړاندې علي رضي الله عنه  ولې خاموش پاتې شو چې هغه وويل چې زه تاسو ته هغه څه وليکم چې له مرګ نه وروسته مې ګمراه نه شئ، سره له دې چې علي رضي الله عنه  له الله پاک پرته نور له هېڅ چا نه نه وېرېده؟

او هغه په دې هم پوهيده چې د حق د ويلو نه سکوت د ګونګي شيطان کار دی!

۱۶    ايا شيعګان نه وايي چې د « کافي » زيات شمېر روايتونه ضعيف دی؟!

له قران کريم پرته نور مونږ سره هېڅ صحيح کتاب نشته .

بيا نو شيعګان په دروغو او دوه مخۍ د دې دعوه ولې کوي چې د موجوده قران کريم الهي تفسيرونه په دغې کتاب «کافي» کې چې زيات روايتونه يې ضعيف دي شتون لري ؟

۱۷   عبادت يک او يواځې د الله پاک حق دی، الله پاک فرمايي ﴿ بَلِ اللَّهَ فَاعْبُدْ ﴾ ( الزمر : 66) .

ژباړه : بلکې يواځې دالله پاک عبادت وکړه .

ولې بيانو شيعګان د ( عبدالحسين، عبد علي، عبدالزهراء، عبدالامام ..) نومونه ږدي ؟

که دا نومونه دروست وای امامانو ولې خپلو بچو او لمسو ته نه ږدل ؟

اياد حسين رضي الله عنه  د شهادت نه وروسته د عبد الحسين معنی په خادم الحسين دروسته ده ؟

ايا دا د دروسته ده چې حسين رضي الله عنه  ته  په قبر کې خوراک، څښاک او د اودس لپاره اوبه راوړي نو ځکه ورته عبدالحسين ويل کيږي ؟

۱۸    که علي رضي الله عنه  په دې ښه پوهېده چې خلافت يې د الله پاک له پلوه نصاً دی، بيا نو ولې يې د ابوبکر او عمر او عثمان رضي الله عنهم اجمعين   سره په خلافت بيعت کو؟

که تاسو وايئ چې عاجز و، نوسمه ده، ځکه چې عاجز انسان د خلافت د ستړياو سره د مقابلې نه ناتوانه وي .

او که وايئ چې د خلافت ستړياوې يې په ښه توګه انجامولی شوې نو نه يې کولې، نو دا خو بيا خيانت دی!!

او خائن کله هم د مسلمانانو ټولواک نه شي جوړېدای او نه د رعيت سمبالښت کولای شي، او زمونږ په عقيده هغه ددې دواړو عيبونو نه پاک دی .

دې پوښتې ته ستاسو دروست ځواب څه دی ؟؟

۱۹   له کله راهيسې چې علي رضي الله عنه  د واک واګې واخستې تر پايه مو ترې د راشدينو خلفاوو هېڅ نوعه مخالفت نه دی ليدلی، نه يې خلکو ته نوی قران وښود، او نه يې د کوم راشد خليفه سره مخالفتونه کړي دي، بلکې بارها ترې په ممبر اوريدل شوي دي چې د نبي صلى الله عليه وسلمنه وروسته ددې امت ډير غوره ترين ابوبکر او بيا عمرd دي .

نه يې د متعې د نکاح روا والی اعلان کړی دی .

نه يې فدک په شخصي قبضه کې راوستی دی .

نه يې په حج کې متعه حلاله بللې ده .

: نه يې په اذان کې د « حي علی خير العمل » کلمات ويلي دي .

: او نه يې له اذان نه د « الصلاة خير من النوم » کلمات لرې کړي دي .

: که ابوبکر او عمرd په رښتيا کافران وای، او د شيعګانو په عقيده يې خلافت له علي رضي الله عنه  نه په جبر اخستی وی، سره له دې چې د واک واګې يې په لاس کې وې ولې يې دغه ظلم او بربريت خلکو ته نه څرګندو ؟

بلکې هغه خو ستاسو برعکس د دواړو صفتونو کول او په خېر به يې يادول؟

يا خو يې په پل روان شئ او يا به دا وايئ چې هغه له امت سره خيانت کړی دی چې دغه ظلم او بربريت يې خلکو ته نه دی بيان کړی، او زمونږ په عقيده علي رضي الله عنه  له  دغې تورونو څخه بري دی .

………………………….

([1]) إرشاد السائل : (184) .

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button