ايمانياتعقيده

د الله پاك د صفتونو انواع اوډولونه. ليکنه: لقمان حکيم حکمت

د الله پاك د صفتونو انواع اوډولونه. ليکنه: لقمان حکيم حکمت

د الله پاك صفتونه د اهل السنة والجماعة د عقيدې په رڼا کې د دريو تقسيمونو لاندې شپږ ډولونه لري :

○ لومړی تقسيم :

 

د وجود او عدم په اعتبار د الله پاك د صفتونو ډولونه

لومړی ډول

  • ثبوتيه صفتونه :

ثبوتيه ټولو هغې صفتونو ته ويلی شي چې د كمال مطلق سره  الله پاك خپل ځان لپاره ثابت كړي وي چې د دغي سره ورپکې د ګردو خوګانو او عيبونو نه د الله پاك تنزيه شوي وي ، لكه : حياة ، علم ، قدرت ، سمع ، بصر ، علو ، ربوبيت ، الوهيت ، او داسې نور….

دوهم ډول :

  • سلبيه صفتونه :

سلبيه ټولو هغې صفتونو ته ويل کېږي چې الله پاك له خپل ځان څخه پخپل كتاب کې او يا يې د خپل رسول كريم V په ژبه نفي كړي وي .

○ دوهم تقسيم :

د الله پاك د مشيئت او عدم مشئت اړوند صفتونه درې ډوله دي

  • لومړی ډول :

محض ذاتي صفتونه :

محض ذاتي هغه صفتونو ته ويل کېږي چې د الله پاك څخه ازلا او ابدا نه جدا کېږي او نه د الله پاك د مشيئت او فعل لاندې وي ، لكه : حياة ، علم ، قدرت ، حكمت ، عظمت ، وجه ، يدين ،او …

  • دوهم ډول :

محض فعلي صفتونه :

محض فعلي صفتونه هغې صفتونو ته ويل کېږي چې د الله پاك د مشيئت اړوند وي ، كه د الله پاك خوښه شي نو كوي يې او كه يې خوښه شي نه يې كوي ، لكه : په عرش باندې د هغه استواء ، د شپې په دريمه حصه کې د دنيا اسمان ته د هغه راښكته كېدل ، د قيامت په ورځ د هغه راتګ ، غصه ، رضا ، خوشحالېدل ، خندل او…

معتزله وايي : فعلي صفتونه هغې ته ويل کېږي چې اثبات او نفي ورپکې جريان ولري خوكه جريان ونه لري نو په ذاتي نومول کېږي .

اشاعره وايي : هغه صفت چې د نفي څخه يې نقيض لازمېږي  له ذاتي صفتونو څخه شمېرل کېږي او كه له نفي څخه يې نقيض هېڅ وجود ونلري نو په فعلي صفت نومول کېږي .

ماتريديه وايي : ټول هغه صفتونه چې په ضد يې الله پاك نه نومول کېږي ، هغې ته ذاتي صفتونه ويل کېږي ، لكه  ، قدرت ، علم .

او كه په ضد يې مخلوق توصيف كېدای شو هغې ته فعلي صفتونه ويل کېږي ، لكه ترزيق ، تخليق او نور هغه صفتونه چې د تكوين صفت ته راجع کېږي ([1]).

  • دريم ډول : هغه صفتونه چې په يو اعتبار ذاتي وي او په بل اعتبار فعلي وي لكه د الله پاك كلام ، ځكه چې كلام د نوعيت او اصل په اعتبار ذاتي صفت دی خو ولې د كلام د احادو او افرادو په اعتبار فعلي صفت شمېرل کېږي په دې معنى چې كلام د الله پاك د مشيئت لاندې دی كه يې خوښه شي خبرې كوي او كه يې خوښه شي خبرې نه كوي.

هيره دې نه وي چې فعلي صفتونو ته اختياري صفتونه او اختياري افعال هم ويل کېږي ([2]).

○ دريم تقسيم :

د اثبات په اعتبار د الله پاك صفتونه په دوه ډوله دي

  • لومړی ډول : خبري سمعي او عقلي صفتونه :

دا ډول ټول هغه صفتونه دي چې په ثبوت کې يې شرعي ، عقلي او فطري دليلونه شتون لري ، لكه حياة ، قدرت ، علو ، علم ، سمع ، بصر ، ربوبيت ، الوهيت آو ….

  • دوهم ډول : خبريه او سمعية صفتونه :

دي ډول ته شرعية او نقلية صفتونه هم ويل کېږي ، دا ډول هغه صفتونه دي چې د ثبوت په هكله يې خبر او سماع د الله پاك له اړخه او يا هم د هغه د رسول كريم V څخه شوي وي چې سليم فطرت او دروست عقل يې د نفي پر ځای د تاييد کوي ، لكه د الله پاك قدم ، ساق ، اصابع ، مجيئت ، استواء او..

…………………………

([1]) تكوين له عدم څخه وجود ته راتلو ته ويل كيږي ، ماتريديان ټول فعلي صفتونه د تكوين له متعلقاتو څخه شميري او د حقيقي صفت په توګه يي قايل نه دي په دې دليل چي يا خو به ترې تعدد د قدماؤ ما بين ته راشي او يا به هم د الله پاك د ذات پورې د حوادثو قيام لازم شي .

([2]) شرح عقيدة الطحاوية : (  128 ) .

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button