دينونه او مذهبونهعقيده

د يهودانو ډلې ټپلي. ليکوال: دکتور سعود بن عبدالعزيز الخلف. ژباړن: لقمان حکيم حکمت

د يهودانو ډلې ټپلي. ليکوال: دکتور سعود بن عبدالعزيز الخلف. ژباړن: لقمان حکيم حکمت

د نبي  صلی الله عليه وسلم  د رښتني قول سره سم يهودان په ډېرو ډلو ټپلو ويشل شوي دي، هغه فرمايي [ افْتَرَقَتِ الْيَهُودُ عَلَى إِحْدَى أَوْ ثِنْتَيْنِ وَسَبْعِينَ فِرْقَةً] ([1]).

ژباړه : يهودان پخپل دين کې يو اويا ، يا دوه اويا ډلوباندې ويشل شوي دي .

دغه تقسيم د يهودانو مخکنو او وسنيو ټولو ډلو ته شامل دی ، خو ولې د لومړنيو يهودانو خورا مهمې ډلې په دې توګه دي :

۱ – : سامريان :

سامريان په اصل کې د بني اسرائيلو هغه  ډله ده چې د سليمان  عليه السلام  له مړينې وروسته د يهوذا د دولت په شمال کې شته شوي وو  .

سامري کورنۍ ته منسوب خلک تر نن پورې که څه شمېر يې دومره نه دی خو د نابلس په ښار کې وجود لري .

له نورو يهودانو څخه يې په لاندنيو نښونښانو توپېر کيدای شي :

  • : د موسی ، هارون ، يوشع بن نون عليهم السلام له نبوت څخه په بني اسرائيلو کې د بل چا په نبوت عقيده نه لري .
  • : د تورات په نوم پنځه واړه کتابونو په شمول د يوشع بن نون عليه السلام  په کتابونو کلک ايمان لري ، له دې پرته د يهودانو په بل هېڅ کتاب باندې د ايمان قايل نه دي .
  • : په تلمود او عهد قديم باندې هيڅ ايمان نه لري ، د دی برسېره د تورات موجوده نسخه د عامو يهودانو سره د تورات د عبراني  نسخي سره په شپږزره ځایونو کې تيري پاتې لري .

– : د [ جرزيم ] غر د سامريانو مقدّس او قابل احترام ځای دی ، دغه غر د نابلس په منطقه کې وجود لري ، په لمونځ کې ورته مخامخ دريږي ، او د بيت المقدس له احترام څخه غوڅ انکار کوي ، له همدی کبله يې نور يهودان له يهوديت څخه کافر بولې([2]).

۲ – : فريسويان :

فريسويان چې مفرد يې فريسي دی ، د آرامۍ ژبې کلمه او د پياوړې سمې راي او په کار باندې د علمي عبور لرلو معنی ورکوي .

ځينې علماء وايي چې فريسي د عبرانۍ ژبي کلمه ده او په اصل کې [ فروشيم ] ده  ، د ځان لرې کولو او د خلکو پرېښودلو په معنی راځي([3]).

خو داسې بريښي چې فريسويان هم له ربانينو ډلې څخه چې په اصل کې د ديني امورو په ادا ځانګړي پاملرنه کوي ، يوه فرعه ده .

د ربانينو اړوند سموأل بن يحيي وايي : د عدد له نګاه نه دا د يهودانو لويه ډله ده ، دوی په اصل کې د هغو يهودي فقهاوو پيروکار دي چې په الله پاک يې درواغ تړلي وو ، هغه يهودي عالمان چې انګېرل يې ګنې الله پاک ورته په هره مسأله کې په اواز خبرې کوي ، د يهودانو دا ډله د نورو ډلو په پرتله د غيريهودانو سره ډېره کرکه او نفرت لري([4]).

له نورو يهودانو څخه يې په لاندنيو نښونښانو توپېر کېدای شي :

– : د تلمود په شمول د عهد قديم په ټولو کتابونو ايمان او باورلري ، په دې عقيده ساتي چې تورات الله پاک موسی عليه السلام  ته شفوي ورکړی دی ([5]).

ددې ډلې اړوند د تاريخ پوهانو له کلام څخه داسې بريښي چې په ټولو يهودانو کې دعدد له نګانه نه دوی غټه ډله ده([6])چې مسلمانان يې په [  ربانيان يا په تلموديانو ] نوموي([7]).

۳ – : صدوقيان:

دوی هم د مخکنيو يهودانو مهمه فرقه ده ، نسبت يې [ صادوق ] کاهن ته کيږي چې په (۳۰۰م ) په شاوخوا کې وفات دی .

د صدوقيانو ځانګړتياوې:

  • : په تلمود او ټولو شفوي رواياتو باندې ايمان نه لري ، هغوی صرف په اسفار خمسه (تورات) باندې د عمل قايل دي خو ځينې نور علماء وايي چې دوی هم د نورو په څېر د عهد قديم په ټولو کتابونو اقرار کوي([8]) او په دي هم  قايل دي چې عزير  عليه السلام  د الله پاک ځوی دی([9])– تعالی الله عن قولهم – .
  • : له بعث او اخروي جزاء نه بالکل منکر دي او په دې عقيده دي چې نفس د جسد په مرګ سره مري .
  • : د قضا او قدر نه په کلکه منکر دي او وايي چې انسان ازاده اراده لري د انسان د خير او شر په کارونو کې الله پاک هېڅ دخل نه لري.
  • : د ملايکو له وجود څخه په ټپه منکر دي .

دا دري د مخکنيو يهودانو تر ټولو مهمې ډلې وې ، د دې معنی دا نه ده چې دوی اوس مهال شتون نه لري ، دوی شته خو يا يې کميت ډېر کم دی او يا يې نومونه بدل کړيدي .

۴ – : قراؤن :

قراؤن [قرايم] ته نسبت دی او قرايم عبراني ژبه ده مقصد ترې ټول هغه څوک دي چې تورات لولې ، نسبت يې (عنان بن داود) چې د ابو جعفر المنصور د واک په دور کې بغداد اوسيدونکي و ، د اتمې پېړۍ په وروستيو کې وفات شوی دی ، لنډه دا چې عنانية هم ورته ويل کيږي .

د دې فريقې ځانګړتياوې :

  • : دوی هم د صدوقيانو په څېر له عهد قديم پرته نورو ټولو روايتونو نه کلک منکر دي.
  • : د قيامت د ورځ په ثبوت قايل او منونکي دي.
  • : د دوی نسبت شيخ عنان ته هم کيږي چې دعيسی عليه السلام  او د نبي  صلی الله عليه وسلم   د بعثت او په رسالت قايل و خو ولې ويل به يې چې هغه عربو ته راليږل شوی دی يهودانو ته نه دی .
  • ­­­: په ختيځ او عربي هيوادونو يهودانو کې د عنان بن داود يهودانه افکار ډېر ارزښت او مکانت لري ، د دوی اوتلمودي يهودانو ترمنځ زياته تربګنې وه ، دواړه ډلې سره پخپل منځ کې يو بل ته په کافر قايل و ، اوس هم د فلسطين په ښار [ تل ابيب ] کې په  زرهاو قراؤن ميشت دي چې پخپلو عبادتونو محکمو او اخترونو او د ذبحې په ځایونو کې د باقي ټولو يهودانو سره توپير اوفرق خوري ، تلمودي يهودي حکومت اوس مهال هم د قرايينو يهودانو او نورو سره ازدواجي اړيکي سمبالونه قانوني جرم بولي([10]).

د يهودانو دواړه ډلې سره يو بل ته په تکفير قايل دي ، او دواړه ډلې سره يو بل د ارتداد په تور تورنوي .

دکتور حسن ظاظا ذکر کوي چې کله هم صهيونستي يهودان د فلسطين د واک په ګدۍ کېناست قرايين يهودان يې په زورځواک فلسطين ته ننويستل ، لکه د ورسره ګاڼه شوي مزدور په حيث يې په ځينو دندو وګمارل ، ترڅو دوی د هغه قرايينو يهودانو سره مساوي وبلل شي چې له فلسطين څخه د باندې ميشت دي ، د قرايين يهودانو په خوله صهيونستي يهودانو د خاموشۍ برغولې ايښی دی ، هغوی هم په رښتيا د خپلو بچو د شتون او د کله ناکله زيارت په خاطر چوپه خوله پاتي دي هيڅ نه وايي ، ترڅو فلسطين کې پراته بچيان يې د مرګ ښکار نه شي([11]).

۴ – :  حسيديم :

حسيديم د يهودانو ډېره وروسته منځ ته راغلې مشهوره ډله ده ، حسيديم د اسرائيل بن اليعازر چې د [بعل شم طوب] لقب ورکړل شوی و ورته نسبت کيږي ، په اوکرانيا کې په ( ۱۷۶۰م ) کال کې وفات دی .

حسيديم عبراني کلمه ده ، او د ديني فدايي او د نذرکونکي په معنی راځي .

داسې بريښي چې حسيديم هم له فريسويانو څخه راجلا شوې صوفيانه ډله ده ، دوی هم د تلمود زيات احترام کوي ، حکمونه يې په ډېر ادب او مينه قبلوي ، برعکس دوی د نورو يهودانو برخلاف د تلمود له ظاهري معنی پرته په باطني معناګانو هم قايل دي ، په صوفيانه انداز د تلمود کلمات تفسيروي ، د نورو په پرتله دا ډله هم ګڼ شمېر پلويان او پيرويان لري .

د حسيديم د ډلې ځانګړتياوې :

  • : حسيديم ډله په وحدة الوجود باورلري ، دوی انګيروي چې ټول مخلوقات د الله پاک له ذات څخه تعبيرات دي .
  • : په اعمالو کې په جبر قايل دي چې خير او شر دواړه د الله پاک له اړخه دي ، داسې عقيده لري چې کله هم له انسان څخه ګناه صادره شي ، بايد وار يې خطا نه شي ، په دې معنی چې شر د الله پاک له طرفه دی او چې څه هم د الله پاک له طرفه وي ، ټول خير او فايده وي .
  • : د ارواحو په تناسخ عقيده لري ، هغوی وايي : د تناسخ فلسفه او حکمت دا دی چې نفس بېرته پاک شي ، او نفس ته بېرته د ځان د صفايۍ زرينه موقعه ده ، خو چې کله هم په يو ځل اصلاح نه شي بل جسد ته روح ننوځي ، دا کار تر هغه دوام لري چې ترڅو نفس نه وي اصلاح شوې .
  • : د ثواب او عقاب قايل دي ، جنت ته د داخلېدو څخه وړاندې انسان بايد ضرور پاک او صفا شي ، صفايي په دې توګه کېدای شي چې له مرګ نه وروسته يې ملايکې وخوځوی او جټکې ورکړي چې د جټکو سره له هغه نه حسّي او معنوي ټول ګناهونه ورژيږي ، او بيا يې ملايکې خپل منځ کې يو تربله  هغه غورځوي چې تر څو ترې سرغړونې ورژيږي .

دوی انګيروي چې يهودان به جهنم کې صرف دولس مياشتې وي او بس .

  • : په خپلو لمونځونو کې ګانې بجانې او موسيقي الات استعمالوي .
  • : تر ټولو يهودانو دا ډله د مسيح د راتګ چې د داود عليه السلام  له نسل څخه به وي ډېر انتظار باسي ، دوی عقيده لري چې د مسيح د راتګ سره به سم يهودان له لويدلو ستونزو نه روغ رمټ راپورته شي ، د مسيح د راتګ اړوند د وی خپلې زياتې قيصې لري ، دلته يې د قيصو او تصوراتو راوړنه له اطالت پرته نور هېڅ په لاس نه ورکوي ، تردې چې يې کله هم بيده کيږي ، خپلې کورنې ته وصيت کوي چې که مسيح راشي ما دستي راپاڅوئ .

ځيني خو يې لا بيخي د مسيح په نوم له اسبابو ډکه خونه جوړه کړي وي چې له مسيح پرته د نورو خلکو ننوتل ورته غندي ، حتی چې د ډلې ځينې منسوب يې د مسيح په تأخيرولو کې د الله پاک په حق کې له ادبي دايرې څخه د باندې کلمات غږوي ، د بېلګې په توګه د دوی مرکزي رهنما [ موسی بن زفي ] چې په ( ۱۸۴۱م ) کال کې وفات دی وايي : [ که زه په دې وپوهېږم چې زما د سر ويښتان به سپين شي خو سترګي به مي مسيح ونه ويني ، زه دې ژوندې پاتې نه شم ، ای الله ! تا په دې عقيده پاللی يم او بېرته راپسې مسخرې هم کوې ؟ ما پسې خاندې ؟ دا دې له ماسره نېکه رويه او ښه کار نه دی ؟ زما د لوی هستۍ په څېر انسان پسې ته مسخرې کوې ؟ ای الله تاته وايم ماته ځواب راکړه !! ]

  • : د بريتانو له ويښتنو نه بغير د ګيرې او سر ويښتان نه کموي او نه يې خروي ، ويښتان د سر په دواړو اړخونو باندې کمڅې کوي .
  • : زياتره حسيديم د صهيونستي يهودانو مذمت او بده بيانوي ، سره له دې چې دوی هم د صهيونستانو په فلسطين کې د واک لاس ته راوړنه په کلکه تأييدوی ، په فلسطين کې زياتره ښونځي او رزونتونه ، پوهنتونونه او تعليمې ادارې هم د دوی دي ، په دوی کې د ستمار له ډلې پرته ټول فلسطين ته تګ راتګ روا بولې ، يواځې د ستمار فريقه ده چې فلسطين ته سفر کونه غندي ، دوی صهيونستان له يهوديت څخه باندې بولې او په کفر يې قايل دي ، دوی عقيده لري چې له صهيونستانو څخه به خلاصون د مسيح په لاس راځي او په دې اند دي چې د يهودانو د دولت د جوړښت د وروستوالي لامل يواځې د مسيح تاخير دی .

د ستمار د ډلې زياتره برخه يهودان د امريکې په متحده ايالاتو کې ميشت دي([12]).

۵ – : اصلاحيان :

اصلاحيان هم د يهودانو معاصره ډله ده چې د صهيونستي يهودانو له ولکې څخه د ځان خلاصونې لپاره راز راز هلې ځلې کوي ، ترڅو د يهودانو د حاخاماتو ( علماوو  ) څخه په دوی ورپروت د ذلت څادر راونغاړي .

د حاخاماتو د سپکاوې او ذلّت څخه د تحرير  آواز د لومړي ځل لپاره موسی مندلسون چې په برلين کې په ( ۱۷۷۶م ) کې وفات دی پورته کړ چې صهيوني يهودان بايد ټولو هغه يهودانو ته چې ورسره په وطن کې شريک دي بشپړ حقوق ورکړي ، او واکدار يهودان خپله هم د ښارييزو قوانينو او مروّج رول خيال وساتي ، له پلرونو او نيکونو څخه پاتې دين ته ځانګړې پاملرنه وکړي ، هغه ووچې دغه آواز امريکا ته ورسېد او ډېرو يهودانو ورسره د مينې بړګندي وکړه ، دغې حرکت په امريکا کې له دوو مليونونو څخه هم د باندې پلويان منځ ته راوستول .

د اصلاحيانو ځانګړتياوې :

– : دوی د عهد قديم څخه په ټپه منکر دي چې دا وحي نه ده ، دوی وايي چې کتاب مقدس د انسان تر ټولو احترام وړ کتاب دی ، له تشريعي اخلاقو پرته نور د کتاب مقدس احکامو ته شا اړوي ، دوی هغه عبادتونه او ديني شعاير پر ځای کوي چې د وخت او شرايطو سره سمون وخوري .

– : له تلمود څخه په کلکه انکار کوي چې د تلمود تعليمات او قوانين د خپلې زمانې سره اړتيا وړ وو ، له دې وخت سره دغه تعليمات او قوانين هېڅ سمون نه خوري .

– : دمسيح د بيا راتګ نه په ټپه منکردي .

– : له مړيني وروسته له عذاب او بعث نه انکار کوي .

– : په قومي ژبه کې د لمونځ په ادا کولو د وجوب قايل دي ، د دوی په نېز د لمونځ ادا کول د عربۍ ژبې سره لازم نه بولې ، دوی د يهودانو په معبدخانو کې د نارينه او زنانه د اختلاط قايل دي ، ازدواجي اړيکو لپاره دوخت د شرايطو سره سم نوي نوي قوانين وضعه کوي ، ترڅو د وخت سره کلک سمون وخوري([13]).

– : له خپلو مونځونو او دوعاګانو څخه يې هغه فقرات له منځه وړي دي چې د صهيون ته د بيا تګ غوښتنې پکې دي ، ځکه دوی انګيروي چې يهوديت دين دی قوميت نه دی .

په لومړيو کې اصلاحيان د صهيونستي يهودانو کلکه مخالفه طبقه خلک وو خو د دوهم نړيوال جنګ او د هټلر عام وژنې وروسته ځينې اصلاحيان د صهيونستانو مرستندويان شول ، آن چې ځينې ورته بيخي مايله دي .

خو ولې نورګڼ شمېر اوس مهال هم د صهيونيت سره کلکه دښمني لري او پرخلاف يې سخت درانه درانه ګامونه پورته کوي([14]).

 

۶ – : ارثوذکس :

د ارثوذکس اطلاق په هغو يهودان دروست بلل کيږي چې د کتاب مقدس په شمول تلمود باندې د کلکې عقيدې او باور سره ټول يهودانه تعصبّات په کلکه انجاموي ، داسې بريښي چې دوی هم د ربانينو ، تلمودينو او د فريسوينو فرعه ده ، په فلسطين کې د نورو يهودانو په پرتله دوی زيات سر شميرنه تشکيلوي .

يهودي دولت هم يواځې په ارثوذکس باندې د يهوديت د وفادراي اعتراف کوي ، له دې کبله د صهيونستي يهودانو د جرګې زيات غړي هم ارثوذکس دي([15]).

۷ – : محافظيان :

دوی هم د شمېر له نګاه نه د يهودانو لويه ډله ده ، د ارثوذکس د تشدّد او د اصلاحيانو د ځان خلاصونې ترمنځ منځکړتوب کوي ، زکريا فرانکل چې په المانيا کې د يهودي علماوو رئيس و او په ( ۱۸۷۵م ) کال وفات دی ، د دې دعوت دبنسټ بنياد کيښود .

دوی په ډېر لږ وخت کې دومره انتشار وموند چې په امريکا کې هم نزدې يو مليون پلويان لري .

د محافظيانو ځانګړتياوي :

– : تورات د الله پاک له پلوه رښتني وحي ده ، خو تلمود د يهودانو د خپل ثقافت ستره نتيجه ده ، بايد له تلمود څخه د عامو يهودانو د تګلارې اړوند د نور پرمختګ استفاده وکړای شي ، او دا دعوه چې تلمود موسی له الله پاک څخه خوله په خوله اخستی دی ، خرافات او منګهړت بولي .

– : اوږده قراءتونه او اوږدې او بې پردې ترانې په کليسا کې نه ويل .

– : زنانه وو ته ديني تعليمات ورکول او د ديني شعايرو چارو په سمبالښت کې هغوی د نارينه وو سره يوځای کول .

– : که مونځ ګزاران په عبرانۍ ژبه علم ونه لري ، په محلّي ژبه مونځ کولای شي .

په سياسي ‌ډګر کې دوی هم د صهيونستانو کلک ملاتړ کوي او په ټولو يهودانو کې دوی فلسطين د خپل وطن ګرځولو جدّي غوښتونکي دي ، دې موخې لاس ته راوړلو زيات مالي لګښت دوی پر غاړه لري او دوی زياتره د صهيونستي سياسي قواعدو ايښودونکي هم دي([16]).

۸ – صهيونستان :

صهيونيت علماني حرکت دی ، لوړه موخه يې فلسطين کې د يهودانو يو ځای کېدل دي ، فلسطين ته د بيا تګ هسي يهودانه خيالات او خوبونه وو چې دوی به ليدل ، خو ولې زياتره طبقه خلکو يي د مسيح انتظار ويستو چې د هغه په مشرې به فلسطين ته ننوځي ، چې کله صهيونستان منځ ته راغلل ، فلسطين ته د بيا تګ اوازونه يې پورته کړل چې دوی به په فلسطين کې د داسې خپلواک حرکت بنسټ کيږدي چې دين سره به هيڅ راز علاقه نه لري ، او يا به هم په معجزانه انداز فلسطين ته ننوځي .

د صهيونستانو د منځ راتګ تر ټولو ستر لامل د اروپايانو په يهودانو باندې ظلم او تيري و ، دغه تېری او ناروا ظلمونه د دې لامل شول چې يهودانو سره فلسطين کې د يوځای کيدو فکره پيدا شوه .

تر ټولو لومړی صهيوني شخصيت چې د صهيونستي موخو دلاس ته راوړني لپاره يې عملي هلې ځلې پېل کړې ( ثيودر هرټزل ) وچې له يوې خوا پخپله هم علماني بي دينه او نمساوي  انسان و چې په دغې هکله يي د ( الدّولة اليهوديّة ) په نوم کتاب ليک او چاپ کړ ، او په ( ۱۸۹۴م ) کال کې يې په فلسطين کې د علماني دولت د جوړولو اعلان وکړ([17]) او وروسته يې په فلسطين کې د يهودانو د يوځای کيدو لپاره عملي پلان کيښود([18]) .

……………………………..

([1]) ترمذي کتاب الايمان باب ماجاء في اقتراق الامة ( ۵ / ۲۵ ) د ابوهريرة t په روايت او ترمذي ورته حسن صحيح ويلي دي .

([2]) قاموس الکتاب المقدس : ( ۴۴۹ ) . الموسوعة النقدية للفلسفة اليهودية : ( ۱۱۵ ) . الفکر الديني اليهودي : ( ۲۰۵ ) .

([3]) الموسوعة النقدية للفلسفة اليهودية ( ۱۵۷ ) . من اليهودية الی الصهيونية : ( ۹۰ ) .

([4]) افحام اليهود : ( ۱۷۴ ) .

([5]) قاموس الکتاب المقدس : ( ۶۷۴ )

([6]) فرقة القرائين اليهود : ( 120 ) .

([7]) اليهودية واليهود : ( ۹۱ ) .

([8]) بحوث في مقارنة الاديان : ( 128 ). تحريف التوراة : ( 26 ). الاسفار المقدسة قبل الاسلام : ( 64 ) . موسوعة اليهود: ( ۵ / ۳۲۴ ).

([9]) الموسوعة النقدية للفلسفة اليهودية : ( 135).

([10]) فرقة القرّايين اليهود : ( ۶ ، ۱۵ ، ۲۸ ، ۷۲ ).

([11]) الفکر الديني اليهودي : ( ۲۵۴ – ۲۵۵ )

([12])  وګوره : اليهود الحسيديم : ( ۱۵ ، ۵۷ ، ۶۳ ، ۱۷۵ ، ۱۷۷ ، ۲۹۸ )

([13])  الملل المعاصرة في الدين اليهودي : ( ۳۶ ، ۵۸ ، ۶۳ ) .

([14])  الملل المعاصرة في الدّين اليهودي : ( ۱۲۷ ) .

([15])  الملل المعاصرة في الدين اليهودي : ( ۸۲ ، ۸۷ ، ۱۲۷ )

([16])  الملل المعاصرة في الدّين اليهودي : ( ۹۲ ، ۹۵ ، ۹۶ ، ۱۰۳ ، ۱۰۴ ،۱۲۵ ) .

([17])  اسرائيل الصهيونية السياسية : ( ۸ ) الملل المعاصرة في الدّين اليهودي ( ۱۱۶ – ۱۲۴ ) .

([18])  مخکي د يهودانو تاريخ ته لنډه کتنه ( ؟؟؟؟؟؟؟؟) صفحي ته مراجعه وکړه .

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button