ايمانياتعقيده

د الله پاك د اسمونو  متعلق قواعد او ضوابط

د الله پاك د اسمونو  متعلق قواعد او ضوابط

 

لومړۍ قاعده

د الله پاك ټول نومونه په غايت حسن کې دي ، په دي معنى چې د الله پاك ټول نومونه داسې صفتونو ته شامل دي چې هېڅ نقص او عيب ورڅخه نه لازمېږي ، نه احتمالا او نه تقديرا .

دوهمه قاعده

د الله پاك نومونه د وصف د ثبوت سره درې شيانو ته شاملېږي :

۱-  الله پاك لره دغه اسم ثابتول .

۲- الله پاك لره هغه صفت ثابتول چې د غه اسم ورته شامل وي.

۳- د دغي صفت حكم او مقتضى ثابتول .

لكه د مثال په توګه ( سَمْع ) ، سميـع د الله پاك اسم دی چې الله پاك له د ( سَمْع ) صفت ثابتوي ، د دغې وصفت حكم او مقتضى هم دا ده چې الله پاك هر شی ، هره جرګه مركه ، هره پټه او ښكاره خبره اوري.

دريمه قاعده

د الله پاك نومونه د الله پاك په ذات او صفتونو باندې په مطابقت ، شمول ، او التزام دلالت كوي .

د مثال په توګه ( خَالِقٌ ) د الله پاك په ذات باندې په مطابقت دلالت كوي د خلق په صفت باندې يې دلالت تضمني دی او په علم او قدرت يې دلالت التزامي دی .

څلورمه قاعده

د الله پاك ټول نومونه توقيفي دي ، عقل ته ورپکې هېڅ مجال نه دی پاتې چې څنګه يې ثبوت په قراني ايتونو او نبوي حديثونو کې راغلی وي همغسې ورباندې ايمان لرل واجب دي ، د عقل د غوښتنې سره سم ورپکې كمبوت او زيادت بطلان بلل کېږي .

په دې معنى چې د الله پاك نومونه چې څنګه يې ثبوت په قرانكريم کې راغلی وي ، همغسي به ورباندې د زړه نه سم دم اقرار كېدای شي ، د عقل په ترازو به نه تلل کېږي چې ايا دغه اسم الله سره مناسب دی او كه نه ؟

پنځمه قاعده

د الله پاك نومونه معلوم عدد نه لري .

كوم حديث چې د الله پاك د نهه نوي نومونو په هكله راغلی دی ، د هغه معنى دا ده چې الله پاك دغې انسان ته چې د الله پاك په نومونو تلفظ وكړي او ياد يې كړي جنت به يې داخل كړي ، وروستنۍ جمله د مخكنۍ جملې نه مستقله نه بلكې د هغې لپاره تتمه ده ، ځكه چې نبي  صلى الله عليه وسلم  فرمايي : ( أَسْأَلُكَ بِكُلِّ اسْمٍ هُوَ لَكَ سَمَّيْتَ بِهِ نَفْسَكَ، أَوْ عَلَّمْتَهُ أَحَدًا مِنْ خَلْقِكَ، أَوْ أَنْزَلْتَهُ فِي كِتَابِكَ، أَوِ اسْتَأْثَرْتَ بِهِ فِي عِلْمِ الْغَيْبِ عِنْدَكَ ) ([1])

اوكوم نومونه چې الله پاك ورباندې احاطه كړې ده ، نه خو يې څوك شمارلی شي ، او نه پرې احاطه كولای شي .

 

شپږمه قاعده

د الله پاك په نومونو کې الحاد كول د اسم د مقتضى څخه مېلان كول دي ، دغه مېلان او الحاد په څلور ډوله دى  :

: د الحاد لومړی ډول :

د الله پاك د نومونو يا د نومونو له دلالتونو څخه كلك انكار كول ، لكه اهل التعطيل په عمومې توګه او جهميه په ځانګړي توګه چې كوم ناوړه چلند د الله پاك د نومونو سره كوي  چې له اصل څخه يې په نفي قايل دي .

 

: د الحاد دوهم ډول :

چې د الله پاك نومونه د مخلوقاتو د نومونو په څير وګرځوي ، لكه اهل التشبيه چې كوم ناوړه چلند د الله پاك په نومونو کې كوي .

: د الحاد دريم ډول :

الله پاك په داسې نوم نومول چې الله پاك پري خپله خپل ځان نه وي نومولی ، لكه نصرانيان چې ورته ( اب ) وايې، يا لکه فلاسفه چې ورته ( علة فاعله ) وايې او وړاندې مو وويل چې د الله پاك نومونه توقيفي دي ، د قراني او نبوي دليل پرته به هېڅ څوك هم الله پاك په بل نوم نه نوموي .

: د الحاد څلورم ډول :

د الله پاك له نومونو څخه د بتانو لپاره نومونه اشتقاق كول  لكه كوم چلند چې مشركانو كړی و  چې د ( عزی ) نه يې ( عزيز ) له ( منان ) يې ( منات ) او… اشتقاق كړي وو .

ټول هغه انواع چې په الحاد نومول کېږي او د الله پاك په نومونو کې ترې تغيير او تبديل لازمېږي ، د قراني ايتونو او نبوي حديثونو له مخې په ښكاره دلالت حرام او  ناروا دي .

د شرعي دليلونو له مخې ځينې الحاد كفر او ځينې يې شرك او… بلل کېږي

……………….

([1]) مسند احمد بن حنبل حديث نمبر : ( ۳۷۱۲ ) .

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button