ايمانياتعقيده

د الله پاك صفتونو متعلق اصول او قواعد . ليکنه : لقمان حکيم حکمت

د الله پاك صفتونو متعلق اصول او قواعد . ليکنه : لقمان حکيم حکمت

د الله پاك د نومونو او صفتونو د ثبوت لپاره اهل السنة والجماعة داسې اصول ، قواعد او ضوابط ايښي دي چې هم ورپکې له مخلوق څخه د الله پاك تنزيه شوې ده او هم هغه صفتونه چې الله پاك خپل ځان لپاره ثابت كړيدي بغير له تشبيه سم دم اعتراف دی .

u لومړی اصل

د كمالي صفتونو د ثبوت سره الله پاك له ګردو عيبونو او نقصانونو څخه په پاكوالي عقيده لرل چې د تعطيل ، تشبيه ، تکييف او تمثيل په رنګ نه وي رنګ شوې .

v دوهم اصل

د الله پاك د صفتونو د ثبوت په مهال تفصيل او ورڅخه د نفي په مهال په اجمال عقيده ساتل .

له تکييف او تمثيل او تعطيل پرته الله پاك له ټول هغه صفتونه ثابتول چې هغه خپل ځان لپاره ثابت كړې وي اويا ورله د هغه رسول كريم  صلى الله عليه وسلم  ثابت كړي وي ، ځكه چې رسول الله  صلى الله عليه وسلم  له تمام مخلوق څخه د الله پاك په ذات باندې ډېر ښه پوهيږي .

او په نفي کې اجمال كول چې الله پاك له هر ډول عيب ، نقص او خو نه پاك او لرې دی .

د ايت الكرسي او د سورت اخلاص او د قرانكريم د نورو ايتونو د مفصل اثبات په څير مونږ هم په پوره اثبات قايل يو .

او د ( لَيْسَ کَمِثْلِهِ شَيْئٌ ) د ايت په څېر په نفي کې د اجمال قايل يو .

علامة امام ابن القيم  رحمه الله وايي :

له هرډول نقص او عيب څخه د الله پاك تنزيه واجبه ده ، كه دغه عيب د الله پاك د ذات پورې متصل وي لكه : مرګ ، كمزورتيا ، خوب ، پركالي ، اكراه ، سفاهت ، ظلم ، او…..

او كه يې د ذات پورې متصل نه وي لكه:شريك ،ولد،والد … ([1])

w دريم اصل

له عيب او نقص پرته د الله پاک په كمالي صفتونو د ثبوت كلك اقرار كول چې په قرانكريم او يا هم په نبوي حديثونو کې يې په ښكاره ډول ثبوت راغلی وي .

د فلسفي او كلامي اصطلاحاتو په اړوند بايد له تفصيل څخه كار واخستل شي ، تر ټولو لومړی به د دغي  متفلسف انسان نه دا پوښتلی شي چې له دغې كلماتو نه ستا موخه څه ده ؟ لكه : الله پاك نه فوق کې دی نه تحت کې ، نه ښۍ طرف ته دی نه کېڼ طرف ته او…  .

كه د قايل له دغې نظريې څخه مطلب دا و چې په الله باندې هېڅ مخلوق احاطه نه ده كړې او نه ورپکې د مخلوق څه شی شته ، نو دا صحيح نفي ده چې ټول قراني او نبوي نصوص يې تثبيتوياو كه له دغې كلماتو څخه يې د الله پاك علو، استواء على العرش مطلب و ، نو دا باطله نفي ده ، هېڅ كله يې حق طرفداري نه كوي . ([2])

x څلورم اصل

په نفي کې به د كمال د ضد ثبوت وي ، ځكه بغير د كمال د ثبوت نه نفي ته بي آدبي ويل کېږي .

امام ابو العز الحنفي رحمه الله  فرمايي : هر هغه نفي چې په قرانكريم او يا په نبوي حديثونو کې د الله پاك په صفتونو کې راشي ، نو موخه يې د ضد د كمال ثبوت دی لكه الله پاك فرمايي : ( وَلاَ يَظْلِمُ رَبُّکَ أَحَداً )([3])

ژباړه : او ستا رب په هېڅ چا باندې هېڅ ظلم نه كوي .

په دې ايت کې د الله پاك  كمال عدل ته اشاره ده .

او فرمايي : ( لَا يَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ ) ([4])

ژباړه : له الله پاك نه په اسمانونو او ځمكو کې هېڅ شي نه پټيږي .

په دې ايت کې د الله پاك كمال علم ته اشاره ده .

او داسې نور ايتونه .

او په عربۍ کې د نثر او شعر په ژبه ډېر داسې شواهد شته چې د ضد په عدم ثبوت نفي پکې د شان شوكت قدحه او ذم دی .

د دې خبرې د مزيد تاييد لپاره كولای شو چې دا شعر يې نمونه ذكر كړو :

قُبَيْلَةٌ لاَ يَغْدِرُوْنَ بِذِمَّةٍ           **             وَلاَ يَظْلِمُوْنَ النَّاسَ حَبَّةَ خَرْدَلِ

ژباړه : دغه قبيله ګۍ دخپلې كړې ژمنې اړوند هېڅ غدر خيانت نه كوي او نه د وړې دانې په اندازه په چا ظلم زياتې كوي .

دلته د خيانت انتفاء دانه ده چې ګنې هغوی په وفاء کې شان شوكت لري او نه له ظلم كولو دا مراد دي چې ګنې هغوی د عدل او انصاف څښتنان دي ، نا بلکې دلته د هغوی كسر شان او كمزورۍ ته اشاره ده ، چې له ډېري ويرې نه شي كولای چې يا خو خيانت وكړي او يا هم په چا ظلم زياتی وكړي .

…………………….

([1]) شرح القصيد النونية د دكتور خليل هراس ليكنه : (2/ 51-59 )

([2]) شرح العقيدة ا لطحاوية : ( 238- 243 )

([3]) سورت كهف : ( 49 ) .

([4]) سورت سبا : ( 3 ) .

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button