آداب او اخلاقاحکام او ادابعباداتفقهمتفرقات

د ذي الحجې داولنۍ لسيزو څنګه استقبال وکړو؟ ترتيب کوونکى: محمد بصيرزئي

د ذي الحجې اولنۍ لس ورځې

د ذي الحجې داولنۍ لسيزو څنګه استقبال وکړو؟ …🌸

 رسول الله ﷺ فرمايي :

*”مَا مِنْ أَيَّامٍ الْعَمَلُ الصَّالِحُ فِيهِنَّ أَحَبُّ إِلَى اللهِ مِنْ هَذِهِ الْأَيَّامِ الْعَشْرِ”*

(📜رواه الترمذي في سننه وصححه الألباني).

ترجمه : هيڅ داسې ورځې نشته بغير ددې لسو ورځو نه چې په هغې کې الله تعالى ته نېک عمل زيات محبوب او ګران وي.

څه موده مخکې رمضان تير شو، اوس يو ځل بيا نورې داسې غوره ورځې راروانې دي چې نيک عمل پکې الله تعالى ته زيات خوښ دى

که مو په رمضان کې تقصير کړى وي راځئ ددې ورځو نه فايده واخلو.

د ذي الحجه د لسو ورځو غوره والى

قرآن کريم کې الله تعالى په دې لسو قسم کړى دى فرمايي: “و ليالٍ عشر”

ترجمه : زما دې قسم وي په لسو شپو باندې.

ابن حجر رحمه الله فرمايي : دا ورځې ځکه غوره دى چې پدې کې ټول عبادتونه راجمع شوي لکه لمونځ، روژه، زکات، حج کول

او دا عبادات په نورو ورځو کې نه راجمع کيږي.

امام ابن رجب رحمه الله وايي : که څوک پدې ورځو کې د حج کولو نه عاجز وي بايد په کور کې داسې اعمال وکړي چې د حج هومره برابر ثواب لري (لطائف المعارف)

ابن تيميه رحمه الله فرمايي : پدې ورځو کې عبادت کول د هغې جهاد نه غوره دى چې يو سړى ځان او مال پکې لاړ نشي”

درمضان په شان ټوله مياشت نده فقط په شمار لس ورځې دي، وخت ډېر کم دى بايد فايده ترې واخلو

-شيطانان هم ندئ تړل شوي ، پدې کې عبادت کول زيات کوشش او اجتهاد غواړي.

– اکثر خلک پدې ورځ کې د عبادت کولو نه غافل وي

*مونږ او د ذى الحجې غوره ورځې *:

– ددې ورځو د فضيلت او غوره والي نه ناخبره يو.

– څومره عبادت چې پدې شپو ورځو کي پکار دى هومره عبادت نه کوو.

-داسې خلک هم شته چې دقران کريم تلاوت ته هم پدې ورځو کې وخت نه ورکوي

*پدې ورځو کې بايد کوم اعمال وکړو *:

١- توبه ويستل

٢- د قران کریم تلاوت کول

٣- د خپل ځان او نورو مسلمانانو لپاره دعاګانې غوښتل.

٤- دشپې لمونځ کول

سعيد بن جبير رحمه الله په باره کې راځې چې هغه به ويل :پدې لسو ورځو کې خپلې ډېوې مه مړې کوئ بيا فرمايي چې سعيد بن جبير رحمه الله به په دې ورځو کې دومره زيات عبادت کولو چې کله به پرې داسې وخت راغلى چې عبادت کول به يې د طاقت نه اخوا وو.

٥- زياتې صدقې کول.

د بعضو سلفو څخه نقل دي چې هغوى به د هر لمونځ نه وروسته صدقه کوله.

٦- دالله پاک ذکر کول

امام ابن القيم رحمه الله فرمايي : ” کله چې د انسان په زړه کې غفلت راشي او دالله پاک ذکر نه کوي

، زړه يې سخت شي، کله چې د الله تعالى ذکر کول شروع کړي، د زړه نه يې سختوالى داسې ختم شي لکه تامبه چې وېلې کيږي او اخر کې ختمه شي.

٧-تکبيرونه ويل : عبدالله بن عمر او ابو هريره رضي الله عنهما به بازار ته ووتل او په اوچت اواز به يې تکبيرونه ويل خلکو به هم ورسره تکبيرونه ويل.

٨-حلال خوړل د حرامو نه ځان ساتل

٩-غيبت نه کول

١٠-د نورو مسلمانانو عيبونه نه لټول

١١-د دوه مسلمانانو ترمينځ صلحه او جوړجاړى کول

١٢-سبحان الله الحمد لله لا إله إلا الله والله أكبر دا اذکار په زيات مقدار سره ويل

١٣-د يتيم کفالت کول.

١٤-د غريبانو او مسکينانو سره مرسته کول.

١٥-د محتاجينو حاجت پوره کول.

١٦-د مور او پلار سره احسان کول.

١٧-د ګاونډيانو سره ښه تعامل کول.

١٨-د لارې نه ضرري شيان لرې کول.

١٩-امر بالمعروف نهي عن المنکر کول.

٢٠-د فرائضو خيال ساتل.

٢١-د نوافلو اهتمام کول.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

*

code

Back to top button